Homeخبرونهد کابل چاودنې د مرګ ژوبلې زياتوالی؛کرزي او امریکا وغندله

د کابل چاودنې د مرګ ژوبلې زياتوالی؛کرزي او امریکا وغندله

تاند:( جمعه ،د ميزان اوله) د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د وزير اکبرخان جومات مخې ته د نن ماسپښين د چاودنې د مرګ ژوبلې ارقام خپاره کړي.

نوموړي ويلي،چې په دې پېښه کې ۷تنه وژل شوي او ۴۱ نور ټپيان دي.

ځدراڼ د مرګ ژوبله لرونکو کسانو د هويت په اړه تازه څه نه دي ويلي، خو په مخکينيو څرګندونو کې يې ټول ملکي وګړي ګڼلي وو.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت يوه مقام شفيع اعظم د يوه طالب عسکر عکس هم خپور کړی او ویلي،چې په نننۍ پېښه کې وژل شوی دی.

د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند د پېښې د څرنګوالي په اړه وايي:« د وزیر اکبرخان جامع جومات مخې ته یو موټر چې چاودېدونکي مواد په کې ځای پر ځای و، منفجر شو»

د طالبانو د ادارې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد ‏د جوماتونو او لمونځ کوونکو هدف ګرځول ستر او نه بښونکی جنایت ګڼلی.

د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو سفارت، چې له قطر هېواد څخه خپلې چارې سمبالوي او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دا پېښه غندلې ده.

پرون ماښام د کابل په خيرخانې سیمه کې د طالبانو یوې پوستې ته څېرمه هم د درنې چاودنې خبر ورکړل شوی و.

په وروستيو ورځو کې له کابل څخه د ورته پېښو خبرونه زیات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...