Homeخبرونهد دوستم له خبرو وروسته قانوني د ترکیه مېشتو سياستوالو له ډلې...

د دوستم له خبرو وروسته قانوني د ترکیه مېشتو سياستوالو له ډلې بېل شو

تاند:( شنبه ،د ميزان دويمه) د جمهوري ریاست پخواني لومړي مرستيال او د ولسي جرګې پخواني رييس محمد يونس قانوني په ترکیه کې د مېشتو افغان سياسي څېرو له«مقاومت عالي شورا» څخه جلا شوی.

په ټولنیزو رسنیو کې له دغې شورا څخه د نوموړي بېلیدو ته په یوه منسوب لیک کې راغلي،چې دی د ملي یووالي د ساتنې او پياوړتيا،د سولې او امنيت د تامين او سیمه ییزو او نړیوالو تعاملاتو په برخه کې د یادې شورا غړو سره ژور اختلافات لري.

په وروستيو کې د یادې شورا یوه بل مهم غړي او د جمهوري ریاست بل مخکیني لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم په یوه زوم کنفرانس کې د خبرو پر مهال نا پښتانه قومونه د طالبانو خلاف جګړې او په افغانستان کې د فېډرالي نظام رامنځته کیدو ته وبلل.

ویل کیږي،چې له مقاومت عالي شورا څخه د قانوني د بېلیدو يو اصلي دليل د دوستم وروستۍ څرګندونې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...