یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهفرهاد دریا افغان پناه غوښتونکو سره د ناوړه چلند په اړه د...

فرهاد دریا افغان پناه غوښتونکو سره د ناوړه چلند په اړه د تاجیکستان ولسمشر ته اعتراضیه وکړ

تاند:( شنبه ،د ميزان دويمه) د افغانستان مشهور هنرمن فرهاد دریا له افغان پناه غوښتونکو سره د تاجیکستان د ناوړه چلند په غبرګون کې د دغه هېواد ولسمشر امام علي رحمان ته اعتراضیه لیک لیکلی.

ښاغلي دريا په دغه ليک کې له تاجيکستاني ولسمشر څخه غوښتي، چې خپل هېواد ته د افغان پناه غوښتونکو د ستنولو پريکړه بيرته واخلي.

نوموړي امام علي رحمان ته د رسنيو له لارې په خپور شوي ليک کې ليکلي، چې افغان پناه غوښتونکو سره د تاجیکستان ناسم چلند ورته د نه باور وړ او ټکان ورکوونکی دی.

په وروستيو کې له ایران، پاکستان، ترکېې، تاجيکستان او یو شمېر نورو هېوادونو څخه افغان پناه غوښتونکو سره د ناوړه چلند راپورونه هم زيات شوي.

په نیمروز کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي،چې ‏ ایران تېره مياشت نږدې ۳۰ زره افغان پناه غوښتونکي د دغه ولايت له لارې افغانستان ته راستانه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده،چې په وروستيو کې د فقر او بې کارۍ د شدت او د طالبانو د ځپونکو قیوداتو او غچ اخیستونکو اقداماتو له امله له هېواده د خلکو د وتو لړۍ چټکه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب