تاند:( شنبه ،د ميزان دويمه) په افغانستان کې د طالبانو د حاکمې ادارې د تر ټولو نیږدې متحد پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ادعا وکړه، چې بېلابېلې تروريستي ډلې لکه داعش، TTP، القاعده او نورې په افغانستان کې دي.
نوموړي د ملګرو ملتونو د عمومي کنګرې په کلنۍ غونډه کې وويل،چې په دې اړه پاکستان له نړېوالې ټولنې سره مشترکې اندیښنې لري.
پاکستاني صدراعظم د خپلو ادعاوو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د هغه څرګندونو ته په افغانستان کې د طالبانو ادارې تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې دغې ادارې ورته ادعاوې په کلکه رد کړي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه محمود میاخیل وايي،مخکې خو دنیا ویل چې د ټولو تروریستي ډلو ځای پاکستان دی.
د میاخېل په وينا،داسې معلومیږي چې پاکستان د طالبانو په خوښه دا ډلې افغانستان ته انتقال کړي او غواړي چې د تروریزم درشد پړه په افغانستان واچوي.
يو شمير نور شنونکي هم باور لري،چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حاکمیت د نورو دلايلو تر څنګ د دې لپاره غوښت چې د ترهګرو د پټنځای په توګه خپله بدنامي پر افغانستان واچوي او د خپل نوم په سپینولو بیرته نړيوالې مرستې تر لاسه کړي.
پنجابیان تل د خپل بام واورې په ګاونډیو اچوي .
ټولې نړۍ ته جوته ده چې پنجاب دا څلوېښت کاله د افغانستان پرضد د ډول ډول ترهګرو مرکز دی . حتا د ټولې نړۍ د تروریستانو استاد بلل کیږي . د افغانستان ، هندوستان ، د چین د سینګکیانګ او کشمیر پرضد د تروریستانو اصلي ځاله پنجاب دی . پنجابیان غواړي د نړیوالو پام بلې خواته کړي او ځان داسې پاک او معصوم وښيي چې ګویا دوی هېڅ ندي کړي .
د ترهرګرو پلار جنرال ضیاءالباطل لا پخوا زرګونه بې ګناه او پر خپل وطن مین عربان په اردن کې شهیدان کړل او بیا کله چې د پنجاب مطلق العنان دیکتاتور شو، افغانستان ته یې هم اور واچاوو.
هغه ډلې ټپلې چې شهباز شریف ترې یادونه کړې د هغوي اصلي مرکزونه په پنجاب کې مصئون او غیر مسؤل دي .
یوه شریف خو کابل وران کړ دبل وار شو دشهباز قلندر دما دم مست قلندرخو اخور ته ګوری. په پښتو کې موږ اوتاسې یو متل لرو وایی څه دول چې ډهل وهل کیږی همغسې ورته اوړه زموږ اتڼ چیان په ارګ ننوتی له ولس سره خبرې نه لری اونه ولسی سیاست ډلېګېت کولای شی زموږ دبهرنیو چارو مسول مشاعرو ته مخه کړې . اصول او ضوابط یو دسبلین دی.
له بلې خوا د اروپايي ټولنې، فرانسې، المان، ناروې، شیطان انګرېز، امریکا، جاپان، مشواڼی یو بڅرکی قطر اود سویس نابلدو استازو سیاسی دریځ د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۱۵مه په یوه ګډه غونډه کې له بده مرغه افغانستان کې
الف: د بشري حقونو د سرغړونو دوام (سرغړونه…………..)
ب: او په دې هیواد کې د القاعده د ډلې په ګډون د ځینو تروریستي ډلو په حضور او د بریدونو په دوام باندې خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې کابل کې(نامعلوم تور……………….)
ج: د القاعدې د ډلې د مشر ایمن الظواهري حضور د تروریزم پر وړاندې د طالبانو د ژمنو څخه د په شاکیدو په برخو کې څرګند ه بېلګه ده. (ګونګه افسانه…………………..)
داسوړ جنګ دی وسله او ابزار غواړی، داد اسلامی امارت په وړاندی که تور لګول وی نو سیاسی ژبه غواړی نه احساساتی دبهرنیو چارو دوزارت دېپلوماتیک کار خانګی دی چې څه ډول حاکم دریځ ،هر اړخیزه متناسبه اومعقوله لهجه کې ځواب ورکړی.دمتقی محا فظه کارانه، ګونګ له هدف لېرې، بې ربط او کمزوری چاپلوس ورمېږګ ماتی سیاست افغانستان بن بست،لانجو او بد مرغیو ته بیایی که نه خفه کیږی.
پرونی خپلواک شوی قطر هم دشهباز قلندر په څېر همدا کوم اوهمداکې راګیر دی.کاراهل کار ته سپارل یواصل اواسلامی رکن دی .