یکشنبه, مې 19, 2024
Homeسپورتد تنکيو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله د اسیا په مقدماتي لوبو...

د تنکيو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله د اسیا په مقدماتي لوبو کې برخه اخلي

تاند:( شنبه ،د ميزان دويمه) د هېواد تر “١٧”کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډله د اسيا په مقدماتي سياليو کې ګډون کوي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ورزش او بدني روزنې اداره وايي،چې تر “١٧”کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډله به په دغو سياليو کې د “منګوليا، تيمور شرقي او تاجکستان” له لوبډلو سره مخ شي.

دغه سيالۍ د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې کې د تلي مياشتې له”١٣څخه تر١٧” نېټې پورې ترسره کيږي، چې افغان لوبډله به په ترتيب سره د تلي پر “١٣” له منګوليا سره د تلي پر “١٥” له تيمور شرقي او د تلي پر “١٧”به د تاجکستان له لوبډلې سره ولوبيږي.

په دغو سياليو کې له هر ګروپ څخه لومړۍ لوبډلې او د دويم ګروپ پنځه غوره لوبډلې به فاينل ته لار ومومي.

ويل شوي،چې د افغانستان لوبډلې د دغو سياليو لپاره پوره چمتووالى نيولى دى او د فوټبال په فدراسيون کې يې د مهندس زاده تر نظر لاندې خپل تمرينات پيل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب