دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهژورو څاګانو ته د لویدونکو کسانو د تلفاتو کچه زياته شوې

ژورو څاګانو ته د لویدونکو کسانو د تلفاتو کچه زياته شوې

تاند:( شنبه ،د ميزان دويمه) سره له دې،چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت څه موده مخکې د ژورو څاګانو کیندونکو ته د څاګانو د پوښلو امر کړی و، خو لاهم له مختلفو ولايتونو څخه دغو څاګانو ته د خلکو د لویدو او تلفاتو راپورونه دوام لري.

خلک د طالبانو له حکومته غواړي چې د ژورو څاګانو پر خاوندانو لازمه کړي، چې برغولی به ورته جوړوي ځکه په ژورو څاګانو کې پر له پسې د ماشومانو او لویانو د لوېدو پېښې رامنځته کېږي.

پرون د ننګرهار داچین ولسوالۍ اړوند کهي کلي کې دمزمل شاه په نوم یو ٢٥ کلن ځوان څاه ته دلوېدلو له امله خپل ژوند بایللی.

دځایې هستوګنو په خبره چې یاد ځوان غوښتل ٩٠ متره ژور څاه کې دکار کولو په موخه څاه ته ښکته شي چې د ښکته کېدو پرمهال پرې رسۍ شلېدلې او څاه ته غورځېدلی.

په ورته وخت کې،‌ د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په دشت سیمه کې یو تن ژورې څاه ته لویدلی او مړ شوی.

له تېرو څو ورځو راهيسې په هلمند کې ژورې څاه ته د لویدو له پلوه دا د مړینې درېیمه پېښه ګڼل شوې ده.

ويل کيږي،چې په تېرو څو مياشتو کې له دې کبله شاوخوا دېرش تنه مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب