جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهامریکا ایرانیانو ته د سپوږمکۍ له لارې وړیا انترنیټ ورکوي

امریکا ایرانیانو ته د سپوږمکۍ له لارې وړیا انترنیټ ورکوي

تاند(شنبه، د میزان ۲ مه) د سپېس ایکس شرکت مشر ایلن ماسک غواړي چې د سپوږمکۍ له لارې په ټول ایران کې وړیا انترنیټ فعاله کړي.

دا پرېکړه یې د دې لپاره کړې چې د ایران حکومت انترنیټ سانسوروي او خلک له ډېرو روانو تحولاتو بې خبره پاتې کېږي.

د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پرون (جمعه) په یوه ټویټ کې لیکلي:«نن مو د ایران د خلکو لپاره د معلوماتو د ازاد بهیر او د انترنیټ د لا زیاتې ازادۍ لپاره اقدام وکړ او د ایران د حکومت له سانسور سره د مقابلې لپاره مو د ایرانیانو د ارتباط په خاطر عمومي جواز ورکړ.»

د بلینکن له ټویټه وروسته ایلن ماسک ولیکل:«سټارلینک فعالیږي.»

د ایلن ماسک کمپنۍ له څو کلونو راهیسې د مځکې مدار ته سپوږمکۍ لیږي چې له فضا څخه مځکې ته ارزانه او پیاوړی انترنیټ ولېږي.

سټارلینک په اوکراین کې هم د روسیې له یرغله وروسته وړیا انترنیټ فعاله کړی دی.

1 COMMENT

  1. ډېره په زړه پورې تاریخي او معلوماتي لیکنه ده ، هیله ده ، نور ځوانان هم په حوصلې او مینې سره داسې معلومات ولولي .
    ښاغلي سنګروال صاحب ته اوږد عمر غواړم .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب