چېرته مې لوستي وو چې عالي شاعري دوه ډوله کسان ښه راسپړلی شي. یو هغه چې: ذوق يې د ټولنې له حاکم ذوق اوچت وي. بل هغه چې: په عميق فکر کولو عادت وي.
زموږ ښه شاعري چې لا هم له منطقي نقد او سپړلو کونج ته پاتې ده، علت یې د همدې شان کسانو کمی دی.
یو بیت چې کوم نقاد کوم ډول تفسیر کړی وي، بل يې هم په منلو کې وړاندې وروسته نه ځي، بلکې مطلق يې د نقاد د تفسیر لمن پسې رانيولې وي.
یو له هغو ښو شاعرانو چې شعرونه يې له تخنیکي او مانيز پلوه کم شاربل شوي، استاد محمد صدیق پسرلی دی.
د استاد پسرلي په اړه بس هر سړي دومره لوستي، چې ګواکې تر ډېره د هندي سبک وروستی چنار و. په تولنیزه مېډيا کې یې هم یوازې هغه مشهور بیتونه کښته پورته کېږي چې تر ډېره يې عاطفي نقش کمزوری او د وچ نصيحت لرونکي وي.
د هندي سبک اړوند مې څو د ګوتو په شمار مقالې لوستې وې. غزلبڼ به مې چې پرانیست، داسې بیتونه زیات مخې ته راتلل چې د شعر له دواړو اړخونو مې د نه پوهېدو له وجې پکې بندښت احساساوه. دې شي ځورولم.
یو وخت مې د درمل صاحب پوسټ مخې ته راغی چې د استاد پسرلي په شاعرۍ د خپل یو کتاب اړوند د زيري یې ویلي وو. غزلبڼ مې په همدې خاطر بېرته قات کړ.
د زيري د انتظار ثمر د يو پنډ کتاب “سل بهاره حُسن” په بڼه راورسېد. تقریباً درې هفتې مې يې له خوږو ګټه واخیسته.
په “سل بهاره حُسن” کتاب کې د استاد پسرلي د شاعرۍ یوازې تخنیکي کوډونه نه دي شاربل شوي، بلکې د مانيز، منحصر بفرد او له نورو شاعرانو سره یې د پرتلنې اړوند هم جامع بحثونه لوستلی شئ.
په دې کتاب کې د استاد د ژوند، هندي سبک او په ځانګړي ډول د استاد د شخصي سبک یا منحصر بفرد ځانګړنو اړوند، دومره خوندور او منطقي بحثونه شوي دي چې وار له مخه لوستونکی د استاد شعري دنیا ته د ورتګ لپاره هڅولی شي.
کتاب د لیکوال له یوویشت مخیزې سریزې برسېره پنځه نور لوی بابونه هم لري.
په لومړۍ برخه کې د “ژوند څه و پسرلیه؟ سراپا کیسې” تر عنوان لاندې د استاد نیمګړې او لنډه بایوګرافي راغلې ده. نیمګړې مې ځکه وویل چې د “پنځم دروېش” یا “و، نه و، یو شپون و” د بایوګرافیو په څېر د شاعر د ژوند ټول اړخونه پکې نه دي بیان شوي. د استاد په دې لنډ ژوندليک کې د نوموړي د زوکړې، ټاټوبي او شعري نړۍ اړوند لنډې خبرې لولو.
د کتاب دوهمه برخه په “هوايي ده خپله، نوايي ده خپله” عنوان پیلېږي. په دې برخه کې مو دا پوښتنې ځوابېږي: هندي سبک څنګه، کله او چېرې وزیږېد؟ استاد پسرلی ولې د هندي سبک شاعر بلل کېږي؟ کوم شرایط وو چې د هندي سبک له راپیدا کېدو سره یې مرسته وکړه؟ او….
د کتاب درېيمه برخه ځکه له نورو ټولو ځانګړې او ښکلې ده چې استاد پکې د يو منحصر بفرد شاعر په توګه مطرح شوی دی. په دې برخه کې نه یوازې د استاد د شاعري په مهمو اړخونو خبرې وینو، بلکې د طبقه يي سبک پېژندنې اړوند پکې نظري، عملي او تیوریک بحثونه هم موندلی شو.
په دې برخه کې د استاد د شاعري په حسينه ژبه او آهنګ، د شعر په هنري طبقه، تخیل او عاطفي و فکري هسته باندې هراړخیز مباحث شوي دي.
دا برخه چې لیکوال ورته د استاد “د سين له ځیږو تيږو نه هندارې جوړوم” نیم بيتي عنوان غوره کړی، د استاد د خپلو شعري تجربو څخه پیل او د شعرونو د فکري هستې په زړه راښکونکو بحثونو یې پای مومي.
څلورمه برخه د لیکوال خورو ورو ياداښتونو ته ځانګړې شوې ده. دا برخه چې “ډېرې کیسې لا په خامو کې پټ پټونی کوي” نومېږي، ډېری بحثونه یې یو ډول تکرار غوندې دي.
په درېیمه برخه کې چې کوم بحثونه شوي، په څلورم باب کې یې له تکرار یا پاتې شونو سره ځکه مخ کېږو چې په دې برخه کې لیکوال خپل هغه تيت و پرک ياداښتونه ذکر کړي چې وخت ناوخت یې د استاد پسرلي په شعري ټولګو باندې لیکلي دي.
د دې څپرکي په وروستیو کې یوه د استاد پسرلي د ژوند د وروستیو شېبو انځوریزه او زړه ځیږوونکې لیکنه او ورپسې هغه مرکه چې سالک صاحب له لیکوال سره د استاد په شعرونو کړې وه، هم لولو.
د کتاب وروستی فصل د استاد د غزلونو او څلوريزو په غورچاڼ سینګار دی، چې بنده ته وار له مخه دوه پوښتنې راولاړوي: اول، آیا د ټولوونکي انتخاب غزلونه او څلوریزې، د نورو لوستونکو، البته باذوقه لوستونکو له ذوقي معيار سره برار یا ترې لوړ دي؟
دوه، که د استاد پسرلي یا بل هر ښه شاعر په شعرونو کې بې کاره شعر تر نظر کم راځي، بیا یې نو د شعرونو غورچاڼ لوستونکي ته دا شک نه وراچوي چې ګواکې د دې شاعر یوازې همدا شاعري په لوستلو ارزي؟
دا کتاب که څه هم د ځینو استادانو تر نظر بیا بیا تېر شوی، خو سره له دې یې بیا هم املايي تېروتنې کمې نه دي. مثلاً: ډېر ځایه، “پکې”، “په کې” لیکل شوی. د څرګندې “ي” پر ځای څو ځایه اوږده “ې” وینو، چې ښه مثالونه یې “يوازېتوب”، “جزېرې”، “نېولي” او…
د “اړیکې” پر ځای “اړیکی” راغلي، ٧٨ ص.
په همدغه مخ کې بيا “اړیکې” په “اړيکي” لیکل شوي.
په ٧٩ ص کې د “غزل لیکلي” پر ځای “غزل لیکلې” راغلي.
د “راډکې” پر ځای “رډکې” راغلي، ١٩٥ ص.
د “سبکونو” پر ځای “سبکونه” لیکل شوي، ١٧٢ ص.
“صراط” پر “طراط” لیکل شوی، ٥٢٢ ص.
د “ځي” پر ځای “ځی” راغلي، ٥٨٦ ص.
همداراز “د دېوالونو په چولو کې ږدي توی شوي وېښته” د “توی شوي” پر ځای “ایستلي” راغلي. او…
ټایپي تېروتنې که څه هم زما له دیده دومره نه دي مهمې، خو د يو کتاب د بیا چاپ پر مهال یې ورته د اېډېټرانو د پام اوښتو لپاره ياد اړین بولم.
د سل بهاره حُسن یو څو نورې کم حُسنه ځانګړنې چې د لوستو پر وخت مې د کتاب په مختلفو صفحو کې راسره نوټ کړې وې، هم درلته راوړل ضرور بولم:
اول، په سريزه کې لیکوال حاکم ذوق د اکثریت وګړو ذوق ياد کړی او لیکلي یې دي چې دا ذوق د ښو او مشهورو شاعرانو د شعرونو په اړه له نقد څخه رازیږي او د دې ذوق کسان ګني باذوقه یادېږي. حال دا چې زموږ د ټولنې حاکم ذوق د بې ذوقه کسانو په برخه رسېدلی او مشهور شاعران مو تراب او ازل دي. موږ که حاکم ذوق ته د لیکوال له عینکو وګورو، بیا نو ولې د کاروان و دروېش په پرتله، صداقت و ضمير زیات لوستونکي لري؟ او که د حاکم ذوق غوښتنې نادیده ونه نیسو، نو آيا زموږ ذوقونه به د حاکم یا اوسني ذوق تر چتر لاندې رانه شي؟
که له حاکم ذوق څخه د لیکوال مطلب د ادبياتو د متخصیصینو او نقادانو ذوق و، بیا یې نو ولې ذکر نه و شوی؟
په ٧٦ مخ کې راځي: “جاله هغې وسیلې ته وايي، چې په ګڼو له هوا ډکو توپونو یا ژيو یې تختې تړلې وي او خلک له سيندونو څخه ورباندې پورې کېږي”.
د “ورباندې پورې کېږي” اصطلاح بنده ته د “ورباندې نښلي یا سرېښېږي” مانا ورتداعي کوي، فکر کوم، “ورباندې پورې وځي” یې سمه بڼه ده.
درې: مقالې، نقد او د ادب اړوند نور بحثونه معمولاً د تحقيق برخه وي او د داسې بحثونو لپاره د علمي او مالوماتي ژبې ضرورت احساسېږي، که بیا هم حد اقل د هنر مالګه وراچول کېږي، تعادل ته يې پام اړین دی.
په دې کتاب باندې د شاعرانه ژبې سیوري د مالوماتو په فضا هم يو تت ګرد خپور کړی دی، خو له دې سره سره یې د نثر رواني او ښکلا دومره ډېره ده چې لوستونکی ورسره د ناول لوستو غوندې ارام احساسوي.
په کتاب کې همداراز د اضافي مالوماتو ډېرښت، د ځینو خبرو تکرار، د نویو بحثونو لپاره د يو بيت بیا بیا تکرار او په دوهم فصل کې د استاد له شاعرۍ ورهاخوا د نورو هندي سبک پیروو شاعرانو د بيتونو شاربل نه یوازې د کتاب حجم زیات کړی، بلکې د لوستونکي د يو ډول خسته کون لامل هم کېږي.
څلور، مقالو او په ټوله کې د تحقيقي لیکنو لپاره د شعر د کوم بیت یا نیم بيتي عنوان ټاکل ځکه مناسب نه بولم، چې لوستونکی د اړونده لیکنې پر محتوا کې د فکر کولو پر وخت مخکې له مخکې ټکنی کوي.
د دې کتاب تقریباً ټولو لیکنو ته د استاد له مختلفو غزلونو بېلابېلې نیم بیتۍ عنوانونه شوي دي. لوستونکی د دې عنوانو له رويه نه پوهېږي چې اصلن به لیکوال په دې لیکنه کې د استاد د شاعرۍ په کوم اړخ غږېږي؟
کتاب له دې وړو نيمګړتياو برسېره بیا هم یو شاهکار اثر ځکه دی چې په پښتو ژبه و ادب يوه نوې اضافه یې بللی شو او د استاد په خپل قول چې شاهکار که حاسدان هر څو بد وبولي او رخه یې پرې راشي، خو ورکېدل یې ځکه نشته چې د لمر پلوشې په تيږه ويشتو نه ماتېږي:
حاسد که هر څو وولي شهکار اثر په تيږه
ماتېږي نه د لمر د پلوشو وزر په تیږه