تاند【یکشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۸مه】د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله پاکستان کې اتلانو جام یا چمپینزټرافي سیالیو ته د چمتووالي په موخه خپله دویمه تمریناتي سیالۍ نن (یکشنبه) له نیوزلنډ سره ترسره کوي.
دغه لوبه نن د کابل پر وخت د غرمې په یوه نیمه بجه پیلېږي.
افغان لوبډلې خپله لومړۍ تمریناتي لوبه کې د پاکستان د الف لوبډلې پر وړاندې د ۱۵۰ منډو په توپیر ماتې منلې وه.
د اتلانو جام یا چمپینز ټرافي ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي.
شنونکي د افغان ملي لوبډلې اوسنی بې نظمه حالت د اندېښنې وړ بولي.
محمدالله شیرزی وایي: د اتلانو جام ژر پيلیدونکی دی، خو د افغان کريکټ ملي لوبډلې بې خونده او بې نظمه تیاری د اندېښنې وړ دی. د دې سترو سياليو دپاره چې د نړۍ کريکټ شنونکي افغان لوبډله په څلور غوره کې حسابوي؛ ډېر تیاری کول په کار وو، خو له کله چې د لوبډله د زمبابوې راستنه شوه، يوځای سره و نه ليدل شول او لوبغاړو خپله زورواکي او د پيسو لالچ ښکاره کړ، چې تر یکشنبې ورځې پورې په سويلي افريقا، بنګله دېش او نړیوال ليګ کې نامتو لوبغاړي ولوبيدل.
نوموړی زیاتوي، يواځې پنځه لوبغاړي(حشمت، رحمت شاه، نويد ځدراڼ، بلال سمېع او ننګيال خروټی) د څو روزونکو سره اماراتو ته لاړل، چې تمریناتي کمپ يې يادوي.
همدې پنځو لوبغاړو د اتلانو جام چمتوالي او ګډون اشتهارات هم رنګين کړل او د غور جام ترڅنګ يې په اسونو کېنول او د اتلولی راوړلو دعوه يې پرې وکړه.