تاند【یکشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۸مه】د امریکا او روسیې ترمنځ به د اوکراین د جګړې پایته رسولو خبرې په نږدې راتلونکي کې د سعودي عربستان په کوربتوب پیل شي.
که څه هم دغو خبرو لپاره تر دې مهاله روسي پلاوی نه دی مالوم خو رویټرز د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د رییس مایکل مککال په حواله ویلي چې، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک ولټز او منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی، سټیف ویټکوف به د امریکايي پلاوي برخه وي.
مککال زیاته کړې، دغه خبرې د اوکراین جګړې پایته رسولو لپاره د ډانلډ ټرمپ، ولادیمیر پوتین او ولادیمیر زیلنسکي ترمنځ د لیدنې برابرولو په موخه کیږي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي مونیخ کې د امریکا د ولسمشر له مرستیال جې ډي ونس سره کتنه کې ویلي چې سعودي عربستان کې دغو خبرو ته نه دی بلل شوی او په خبره یې، کییف له خپلو متحدینو سره تر سلا وړاندې، روسیې سره خبرو ته نه حاضریږي.
https://taand.net/?p=251200
نتانیاهو: سعودي ډېره خالي ځمکه لري، فلسطینیانو ته دې په خپله خاوره کې دولت جوړ کړي
د پورتنې موضوع په اړه سعودی ، مصر او اردن او عربی هیوادونو او ترکیی مخالفت کړی چې اوس تازه کیدای شي ټرمپ د سعودی مشر سره وغږیږی ، داسې ویل کيږی چې سعودی هیواد د ټرمپ طرحي په اړه بدیل لاره او بدیله طرحه ترتیب کړی