Homeخبرونهمجیب د غضنفر پر ځای آی پي اېل کې لوبېږي

مجیب د غضنفر پر ځای آی پي اېل کې لوبېږي

تاند【یکشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۸مه】افغان ورو توپ اچونکی مجیب الرحمن د هند غوره لیګ یا (آی پي اېل) کې د روان کال په سیالیو کې واخیستل شو.

نوموړی د بل افغان توپ اچونکي، الله محمد غضنفر پر ځای له ممبيي انډینز لوبډلې سره د لوبېدو تړون لاسلیک کړ.

الله محمد غضنفر د ټپ له امله د اتلانو جام په سیالیو کې هم د افغان لوبډلې له نوملړه بهر شوی دی.

سره له دې چې مجیب ځدراڼ هم د اتلانو جام سیالیو کې له لوبېدو د ټپ له امله منع شوی دی.

کرکټ بورډ ویلي وو چې مجیب د اوږده فارمټ لوبو منع شوی او نوموړی کولی شي په لنډ فارمټ لوبو کې ولوبېږي.

دا خبر داسې مهال خپرېږي چې نن افغان ملي لوبډله د اتلامو جام سیالیو چمتووالي لپاره خپله دوهمه تمریناتي لوبه له نیوزلنډ سره ترسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...