جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهبرښنا شرکت؛ په ۵ میاشتو کې د ۱،۵ ملیارده ډالرو په لګښت...

برښنا شرکت؛ په ۵ میاشتو کې د ۱،۵ ملیارده ډالرو په لګښت پروژې پلې کړي

تاند【یکشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۸مه】د افغانستان برېښنا شرکت مسئولان وایي، په تېرو پنځو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ۱.۵ میلیارده او ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت پروژې یې پلې کړې دي.

د یاد شرکت عمومي اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالباري عمر په یوه خبرې کنفرانس کې وویل، په دې موده کې یې د ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۰۶ تړونونه هم لاسلیک کړي دي.

عبدالباري عمر ویلي، د نړېوال بانک له لوري به د کاسا ۱۰۰۰ سترې سیمه ییزې پروژې پاتې کارونه بیا پیل او د دوه کلونو په موده کې بشپړ شي.

نوموړي زیاته کړې، د ازبکستان ۵۰۰ کیلو ولټ لین چې د ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا د لېږد ظرفیت لري کارونه یې په دوو برخو کې په چټکۍ دوام لري او هڅه کوي، چې د ۱۴۰۴ کال تر پایه یې چارې بشپړې کړي.

نوموړي د شاوخوا ۵۰۵میګاواټه په ټولیز ظرفیت د برېښنا تولیدي فابریکو جوړولو لپاره د پانګونې د ۱۴پروژو د طرحو د تحلیل او ارزونې چارې بشپړېدو هم خبر ورکړی.

د برېښنا شرکت مسئولانو دې کنفرانس کې دا هم ویلي، چې د روان کال په جریان کې یې د برېښنا پلور له درکه په ټولیز ډول ۳۱ میلیارده او ۵۳۱میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...