چهارشنبه, جنوري 14, 2026
Homeخبرونهخیبرپښتونخوا د طالبانو حکومت سره خبرو لپاره افغانستان ته پلاوي استوي

خیبرپښتونخوا د طالبانو حکومت سره خبرو لپاره افغانستان ته پلاوي استوي

تاند【یکشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۸مه】د ‏پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خېبر پښتونخوا حکومت افغانستان ته د دوو پلاویو د استولو طرحه وروستۍ کړې ده.

د خېبر پښتونخوا رسنیز سلاکار محمد علي سیف ویلي، لومړی پلاوی به له طالبانو سره د خبرو لپاره لومړني چمتووالی ونیسي.

سرچینې زیاتوي چې دغه راز به تر لومړني پلاوي وروسته د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر، علي امین ګنډاپور په مشرۍ دویم پلاوی له طالبانو سره د فرضي کرښې اړوند سیمو پر ډیپلوماسۍ،اقتصادي او ټولنیزو اړیکو خبرې وکړي.

د طالبانو حکومت تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د خیبر پښتونخوا پلاوي داسې مهال افغانستان ته د راتګ پلان طرحه وروستۍ کړې چې، په پاکستان کې په دې وروستیو کې نا امني تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

پاکستاني لوری د ناامنۍ پړه پر طالبانو اچوي خو د طالبانو حکومت بیا په ځلونو ډاډ څرګند کړی چې افغان خاوره به د هیچا پرضد ونه کارول شي.

د طالبانو حکومت بیا پاکستان د داعش پر ملاتړ تورن کړی او ویلي یې دي چې داعش په پاکستان کې پناه ځایونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لوګر کې د لرغونو اثارو ۲۷ ساحې کشف شوې

تاند (شنبه، د مرغومي/ جدې ۲۰ مه) د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې...