Homeخبرونههند وايي، له افغانستان څخه یې واردات ریکارډ حد ته رسیدلي

هند وايي، له افغانستان څخه یې واردات ریکارډ حد ته رسیدلي

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۸ مه) د هند د سوداګرۍ وزارت تازه شمېرې ښيي چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له افغانستان سره د دغه هېواد په سوداګري راکړه ورکړه کې لوی بدلون راغلی دی.

د هند د سوداګرۍ وزارت له تازه شمېرو سره سم، له افغانستان څخه د هند واردات زیات شوي، خو د هند صادارت افغانستان ته کم شوي دي.

ایندین اکسپریس ورځپاڼې نن (یکشنبې) د هند د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړ چې په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ مالي کال کې له افغانستان څخه د هند واردات ۶۴۲.۲۹ میلیون ډالرو ته رسېدلي، چې یو نوی ریکارډ ګڼل کېږي.

خو هند ته د افغانستان صادرات د پام وړ کم شوي او په تېرو ۱۶ کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي دي.

په تحلیل کې راغلي، چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت کې چابهار بندر د هند او افغانستان لپاره د سوداګریز دهلیز په توګه عمل کوي، چې د پاکستان سوداګریزو لارو ته د دوی اړتیا یې پای ته رسولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...