Homeخبرونهد طالبانو حکومت؛ د موټرو د اسنادو باقیدارۍ معاف کړې

د طالبانو حکومت؛ د موټرو د اسنادو باقیدارۍ معاف کړې

تاند【یکشنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۸مه】په کابل کې د طالبانو حکومت د ټرافیکو رئیس مولوي خیال محمد غاور وایي، د کابل او ټول هېواد موټر لرونکي چې د موټرو اسناد یې باقي دي باقیداري یې وبښل شوه.

غاور زیاته کړه، چې ټول موټر لرونکي دې د معافیت له دې چانس ګټه پورته کړي او د خپلو موټرو اسنادونه دې نوي کړي.

خیال محمد غاور زیاتوي، په دې معافیت کې د ښاروالۍ، ټرافیکو او مالیې پیسې شاملې دي.

نوموړي زیاته کړې، که موټر لرونکي په وخت خپل اسنادونه نوي نکړي وسایط به یې د ټرافیکو له لوري ودرول شي.

دا معافیت داسې مهال اعلانېږي چې په افغانستان کې ډېری موټر چلوونکي د بېوزلۍ له امله د خپلو موټرو اسنادونه نه نوي کوي.

ځینې موټر چلوونکي وايي د یو شمېر موټرو پخوانۍ باقیداري څو کلونو ته غځېدلې چې دوی یې د ورکړې توان نه لري او اړ دي چې له حکومته د اسنادو په برخه کې پوروړي موټرې وچلوي.

موتر چلوونکي د معافیت دا پرېکړه ښه بولي خو اندېښنه لري چې پکې دې د فساد مخه ونیول شي او ټولو ته دې په یو ډول پرته له اړیکو او واسطو کار وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...