Homeخبرونهد خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت کابل ته دوه پلاوي لیږي

د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت کابل ته دوه پلاوي لیږي

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۸ مه) د خیبر پښتونخوا د اعلي وزیر سلاکار، بارسټر محمد علي سیف، د یکشنبې په ورځ وویل چې د دې ایالت حکومت به دوه پلاوي افغانستان ته واستوي چې له کابل سره خبرې وکړي.

د محمدعلي سیف په وینا دا پلاوي د دې لپاره کابل ته استول کېږي چې د خبرو اترو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي او ډیپلوماټیکې چارې تنظیم کړي.

دا پرمختګ په داسې وخت کې شوی، چې په پاکستان کې د ترهګرۍ پیښې زیاتې شوي او اسلام‌آباد تل د دې بریدونو پړه پر هغو ناقانونه ډلو اچولې، چې د پاکستاني چارواکو په ادعا په افغانستان کې فعالې دي—خو د افغان طالبانو حکومت دا ادعاوې په کلکه رد کړي دي.

تر دې وړاندې د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت له خپل مرکزي حکومته غوښتنه کړې وه چې دوی ته اجازه ورکړي چې کابل ته جرګه واستوي څو د طالبانو له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي خو د پاکستان د مرکزي حکومت ځینو چارواکو دا وړاندیز رد کړ ا ویې ویل چې ایالتي حکومتونه له بهرنیو هیوادونو سره د تماس او خبرو حق نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...