یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+د ویانا د غونډې په هکله نظر | شاه‌محمود میاخیل

د ویانا د غونډې په هکله نظر | شاه‌محمود میاخیل

د ویانا غونډه کې مې تیر کال برخه واخستله او هدف مې دا و چې دغه ډله د جنګ په عوض بین الافغاني ډیالوګ لپاره هلې ځلې وکړي. د ویانا د غونډې کوربه ادارو چې زه یې بللې وم، د هغوي نظر هم دا و. هغه ایمیلونه چې زمونږ تر منځ تبادله شوي، موجود دي.

د غونډې ځینې تنطیم کوونکو او هغه کسانو چې د دې غونډې مدیریت کاوه، هغوي ته مې یو لړ وړاندیزونه وکړ او ورته ومې ویلې که دا غونډه ملي او پراخه نشي او په ملي اهدافو باور ونه لري او یا د جنګ لپاره زمینه مساعدوي نو مونږ یې خلاف یو او برخه نه اخلو او څه ګټه هم نه لري.

له بده مرغه د دوی د عمل او نظر تر منځ ډیر توپیر و. کوربه ادارې هم د ځینو کسانو د نفوذ لاندې وې. دوی د جنګ لپاره د نورو او په خاصه توګه د ګاونډیانو هر ډول شرایطو منلو ته تیار دي په دې شرط چې دوی قدرت ته ورسوي.

کله چې دوی زما وړاندیزونو ته توجه ونه کړله نو د دوی د کاري ګروپونو نه مې ووتلم او ورته ومې ویلې چې زه نور داسې غونډو کې برخه نه اخلم.

که څه هم د ویانا په غونډه کې اکثره ګډون کوونکي د یوې وړې ډلې چې د مقاومت په نوم یادیږي، او هم یو شمیر د پخواني جمهوریت غړي، برخه لري خو د افغانستان د اکثریت ولس استازولي نشي کولې.

زما شخصي نظر بیا هم د ویانا د غونډې ګډونکونکو او نورو سیاسي جریانونو ته دا دی چې په عوض د دې چې د نورو دروازې وټکوې، د جنګ سندرې ووایي، یو بل سپک کړې، نو ښه به دا وي چې لومړۍ په خپلو منځو کې په ملي اهدافو باور پیدا کړې. د سمتي، ژبني، مذهبي، سلیقوي او قومي تفرقې په عوض د افغانانو تر منځ د وحدت لپاره کار وکړې تر څو ملي او نړیوال اعتماد په افغانانو پیدا شي. اوس افغانان او د افغانانو سیاسي جریانونه او د مدني ټولنو فعالین د ملي او نړیوال اعتماد نه برخمن نه دي.

کله چې د افغانانو سیاسي حرکتونو ملي او نړیوال اعتبار پیدا کړ، بیا د دې زمینه مساعدیږي چې د طالبانو په شمول د ټول اړخونو سره د بین الافغاني ډیالوګ لپاره زمینه مساعده او افغانستان د نیابتي جګړو میدان ونه ګرځي. د جنګ د لارې نه بلکې د بین الافغاني ډیالوګ له لارې  د یو قانونمند، مشروع او ولسواکیه نظام لپاره د لارې نقشه یا تګلاره باندې توافق وشي.

د دغه او ځینو نورو سیاسي فعالانو او جریانونو یو ضعیفه استدلال دا دی چې دوی په هر محفل او خبرو کې یادونه کوي چې طالبان د امریکا پروژه ده او د امریکا په حمایت رامنځته شویده. دا به ومنو چې طالبان د امریکا پروژه وه خو بیا ولې په امریکا کې لابي کوي او د امریکا نه غواړې چې د طالب په عوض د دوی نه بله پروژه جوړه کړي. امریکا کې لابي کول د همدې معنی لري چې دوی د افغانستان د ثبات، د خلکو د سوکالې او په افغانستان کې د جګړې د مخنیوي پروا نه لري خو صرف غواړي چې د پروژوي چینلونو له لارې قدرت ونیسي. کله د اسلام اباد سره، کله د تهران سره، کله د مسکو سره او کله ځینې استازي یې د واشنګټن د لابي ګرانو په مرسته د کوم کانګریس مین او ځینو بهرنیانو سره د ملاقاتونو انځورونه شریکوي او فکر کوي چې دوی د امریکا او یا نورو بهرنیانو په مرسته به بیا قدرت ونیسي.

تناقص په همدې طرز فکر او خبرو کې دی. که امریکا طالبان راوستي وي نو بیا ولې د دوی نه حمایت وکړي او د طالبانو خپله پروژه ورانه او ناکامو سیاسیونو ته بیا قدرت وسپاري ځکه دغه پروژه ورته په هر لحاظ ارزانه او بې له سر درده ده.

د تیر تاریخ نه په عبرت، قدرت نیول اسانه دي خو قدرت ساتل سخت دي. لکه څنګه چې دوی په تیرو دوه ځلو کې د بهرنیانو په مټ قدرت ونیوه او ناکام شول، دا ځل چې دوی د پخوا په شان نه د ملت په منځ کې د جنګ انګیزه لري او نه نړیوال د جنګ د حمایت پالیسي لري، څنګه بع بریالي شي او که باالفرض بریالي هم شي، قدرت به څنګه وساتي.

هو! د افغانستان دوه ګاونډي هیوادونه د دغه جنګي ډلو سره د خپلو ستراتیژیکو اهدافو په خاطر اړیکي لري او هم د طالبانو سره ښه روابط. زما په اند، ګاونډیان شاید دوه موخې د دغه اړیکو نه ولري جې له یوې خوا د طالبانو مخالفې ډلې مصروفه او خپل نفوذ لاتدې وساتي او له بله اړخه د طالبانو نه امتیاز واخلي. په حقیقت کې ګاونډیان هم د دوامداره جنګ حمایت او توان نه لري او نه دومداره جنګ په افغانستان کې د دوی په ګټه دی. ځکه د دوامداره جنګ په شتون کې افراطیانو نفوذ زیاتیږي چې هغه ټولو هیوادونو ته خطر دی.

دې کې شک نشته چې ولس د طالبانو د کړنو نه سر ټکوي خو د جنګ پلوي هم نه دي ځکه جنګونو نه پخوا څه نتیجه ورکړې او نه اوس نتیجه ورکوي. البته د طالبانو د انحصار د قدرت او د نفې سیاست پخپله جنګونه ته زمینه مساعدوي خو بیا هغه جنګ کې افراطیانو نور هم تقویه کیږي او د افراطي او نیابتي جګړو قرباني به افغانان وي او ضرر به یې سیمې او نورو هیوادونو ته هم رسیږي.

مخکې له دی چې اوبه له ورخه تیرې شي، ښه به دا وي چې د طالبانو په شمول ټول سیاسیون او جریانونه د یوې معقولې تګلارې په اساس د تفاهم لاره غوره او د نورو د رقابتونو او اهدافو لپاره افغانان قرباني نه کړي.

خدا ان ملتی را سروری داد

که تقدیرش به دست خویش بنوشت

به ان ملت سروکاری ندارد

که دهقانش برای دیگران کشت

شاه محمود میاخیل

د ننګرهار پخوانۍ والي او جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو او اړیکو مشر

1 COMMENT

  1. د تاند محترمي اداري او مودريټر ته ، خواست کووم که زما لاندي ليکنه د لوستونکو لپاره د کار وړ بولئ ? هيله من يم چې د تاند د پاني پر مخ يې نشر ته وسپارئ.
    مننه

    ليکوال: علي خان

    زېلېنسکي خبرو ته د ټرمپ توند غبرګون

    ټرمپ زېلېنسکي ته ديو کامياب کميډين نوم کارولی خو وايې ولاديمير زېلېنسکي يوکراين ته د امريکا متحده ايالاتو د ۳۵۰ بليون ډالره د جنگ له پاره لګولې ، چې نه ګتل کېږي٬ دا جنک له اول نه بايد نه وای پيل شوي٬ دا جنګ له امريکا او ټرمپ نه پرته ختمېدلای هم نشي•

    د امريکا متحده ايالتونو ۲۰۰ بليونه ډالره له اروپا نه زيات په دي جنگ خرڅ کړي دي٬ د اروپا پيسې ګارنټي دي ولي برعکس امريکا هيڅ نه تر لاسه کوي•

    ولي؟ ويده جوبايډن برابري غوښتله٬ دا جنگ له امريکا څخه زيات اروپا ته مهم دی بيا داچې زموږ او دوئ تر منځ ښکلی لوی سمندر (بحر) پروت دې له دي نه علاوه زېلېنسکي منلي ده چې زموږ ورلېږل شوي پيسې يې نېمې ورکې دې٬ (د زېلېنسکي يوکراين د کورپشن سناريو کټ مټ افغانستان کي د تېر لاسپوڅي حکومت چارواکو ته ورته ښکاري) دئ انتخاباتو ته حاضر نه دی٬ محبوبيت او د ووټ برخه يې ډېره کمه ده ( ټرمپ وړاندې ویلی ٤ % ده) ٬ ښه والی يې داده چې بايډن يې لکه د يو “ناڅېزه شی” په توګه کاراوو٬ له ټاکنو پرته ديکتا تور دئ، زېلېنسکي ته اړینه ده چې گړندئ ولاړ شي که
    داسې ونکړي هیواد به ورپاتي نشي.

    زموږ خبرې په بريالي توب سره روانې دي تر څو له روسي سره جنگ ته د پای ټکی کېښودل شي
    ټول يې منې چې يوازې ټرمپ او د ټرمپ اداره دا کار کولای شي٬ بايډن کله هم دا ډول هڅه ونه کړه او نه هم اروپا، دوئ د روغې جوړې په راوستلو کي پاتي راغلل، زېلېنسکي غالبا” غواړي چې په لېږه هڅه ډېر څه تر لاسه کي (د ټرمپ هدف هغه پيسې دي چې زلېلېنسکي او ملګرو يې په بډه وهلې دي)، له يوکراين سره مينه لرم٬ خو زېلېنسکي ډېر ناوړه کار وکړ، هيواد يې نړېدلی دئ، مليونه خلک بلا وجي ووژل شول دا لړۍ لا روانه ده .

    د ښاغلي ټرمپ توندو نيوکو ته اروپايې ټولنې غبرګون ښودلی، لکه زلېنسکي غوندي اروپائې ټولنه ته هم د روسي او امريکا تر منځ په خبرو کي ورته ځائ نه دی ور کړ شوی، هاغه چاته چې د جنګ اصلي اورپکي ول ، دوئ د ټرمپ خبرې زېلېنسکي او د يوکراين جنگ په اړه ناسمې بللې دي .

    جرمن چانسلر اولاف شولز وايې : زېلېنسکي د خلګو قانوني اکثريت رايو په ګټلو سره ولس مشر ټاکل شوی دی، (حال داچې د زېلېنسکي د رياست موده د تېر۲۰۲۴ کال د مارچ په مياشت کي پای ته ورسېده ) د جنگ له وجي ايمرجنسي اعلان شوه، له هغه وروسته ټاکني نه دي تر سره شوې چې کابو يو کال تېرېږي نو ځکه ټرمپ هغه د ديکتاتوراوغيرمنتخب ولس مشر په توګه يادوي .

    زېلېنسکي تر دې وړاندي په رياض سعودي عربستان کي د ټرمپ ټېم خبرو ته له روسې سره په ځواب کي خپله بې خبري وښودله وايې دئ د مطبوعاتو له مخي خبر شوی دی، روانې خبري يې ونه منلې نو ځکه يې د انکل سام غوسه را پارولي وه ، دا چې وېلي ؤ، منلی يې نشي ، نشي کولای خپل هيواد وپلوري، زېلېنسکي غوصه ؤ چې ولي يې دئ له خبرو گوښه کړی دئ .

    هغه ترکيي ته په خپل سفر کي له ښاغلي اردوغان سره په مطبوعاتي کنفرانس کي وويل چې د ده په شمول اردوغان هم په خبرو کي بايد برخه ولرې، زېلېنسکي داهم ويلې ؤ چې ښاغلي ټرمپ د پوتين په ناسمو معلوماتو باور لری، څوک به يوکراين ته د سيکيوريټي په برخه کي ګا رنټي ورکړي چې بيا به دا ډول تجاوز نه کېږي ، زه د يوکراين په خاوره کله هم د روسي واک نه شم منلی ، زېلېنسکي پر اروپايې ټولنې هم نيوکه وکړه چې دا ډول بې انصافه ډيپلوماتيکي خبرو ته يې بايد کلک غبرگون ښودلی وای، وايې موږ د خپل هيواد معدنې زيرمې د امريکا په واک کي نه شو ورکولای ، هغو خبرو ته په اشارې سره چې څو ورځې وړاندې يې ټرمپ يادونه کړي وه .

    ټرمپ لا له مخکي وېلې ؤ چې له روسي سره د جنگ پيلامه يوکراين کړې وه، د ټولو هغو څرگندونو پر خلاف کوم چې بايډن او اروپايې ادارو يې پر بنياد جنگ پيېل کړی ؤ، پوتين يې متجاوز او مجرم ګاڼه له دې وجې دوئ د خپل نفوذ په کارولو سره د انټرنيشنل کريمينل کورټ لخوا روسي ولس مشر پوتين د عامه وګړو په وژنو تورن او د هغه د نيولو او د هېگ عدالت ته د محاکمي لپاره د سپارلو فرمان صادر کړ.

    بل پلو په امريکا کي ټول هغه سياسې او نظامې ماهرين چې د روسي او يوکراين جنگ مخالف دي د ټرمپ دا ډول عملي اقدام د صلحي، امن او ثبات د ټينگښت لپاره مثبت ګںې، دوئ باور لري چې کابو دوه کاله وړاندي يوکراين جنگ بايللی ؤ بيا تر اوسه پورې يې کم له کمه ۶۰۰ زره عسکر وژل شوي دي، او په زرگونو نور يې زخميان دي، چې ډير يې سنگر ته د بيرته ورستنېدو توان نه لرې، ۷ مليونه خلک بهر ته تللې دي په خاصه توګه ځوانان يې، دمګړی د کيېف حکومت د ورپېښ ناورين په سمبالولو کي کورټ پاتي راغلی دی .

    دې تولو حقايقو ته په پام سره دمګړی هغه غوبل چې د يوکراين په غولي روان دی داسې ښکاري چې د زېلېنسکي جنګ له روسي سره او تر څنګ يې د امريکا او روس تر منځ د خبرو پرسر د زېلېنسکي ناندرۍ له ښاغلي ټرمپ سره دا په ګوته کوي چې د زېلېنسکي د بخت ستوری پرېوتلو ته نږدي دی، هغه دا جنګ نه شي ګتلای!.

    درنښت
    علي خان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....