تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۸ مه) د طالبانو د ټولګټو وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هرات-کندهار د ریللارې د سروې او تفصیلي ډیزاین کار رسماً پیل شوی.
دغه وزارت وویل، چې د دې ۷۳۷ کیلومتره ریللارې په جوړېدو به ۲۶۴ میلیون افغانۍ ولګېږي، او کار یې به یې تر راتلونکو اته میاشتو بشپړ شي.
د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس د یکشنبې (۲۸ سلواغه) په ورځ وویل چې د هرات-کندهار د ریللارې د جوړولو پروژه پیل شوې او تمه ده چې دا کار په ټاکلې موده کې پای ته ورسیږي.
دغه پټلۍ به هرات له سپین بولدک سره، چې د پاکستان سرحدي سیمه ده، ونښلوي. د دې پروژې له بشپړېدو سره به ایران او د منځنۍ آسیا هېوادونه د ترکمنستان له لارې هرات ته، او بیا پاکستان او کراچۍ بندر ته وصل شي.
د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد د دې پروژې د پیل په مراسمو کې وویل، چې دا پروژه افغانستان د ځمکې له لارې له نړۍ سره نښلوي.
نوموړي زیاته کړه چې د سیمې هېوادونه د ریلګاډي په ریللارې سره وصل دي او د ترانزیټي مالونو تبادله کوي.
نوموړي پرته له دې چې د تېرو کلونو د جګړې عوامل یاد کړي، وویل:
«افغانستان یوازینی هېواد و، چې د تېرو جګړو له امله یې ونهشو کولی د ریلګاډي په وسیله له خپلو ګاونډیو سره ونښلي. خو اوس دا خنډ له منځه ځي.»
مجاهد زیاته کړه، د دې پروژې له بشپړېدو سره به د منځنۍ آسیا هېوادونه او ایران د افغانستان له لارې له پاکستان او هند سره ونښلي.
قزاقستان له افغانستان سره د ریللارې په جوړولو کې مرسته کوي
په همدې حال کې، د قزاقستان د ټرانسپورټ وزارت مرستیال د مرغومي میاشتې په لومړیو کې ویلي و، چې قزاقي شرکتونه پلان لري د افغانستان لپاره د اورګاډي پټلۍ او نور تجهیزات برابر کړي. هغه دا هم تایید کړې وه، چې یو قزاقي شرکت لا دمخه د افغانستان د ریلارې د ځینو برخو پر جوړولو بوخت دی.
له بلې خوا پرون د قزاقستان رسنیو اعلان وکړ چې دغه هیواد د ترانس – افغان کوریدور جوړېدو ته پاکستان او نورې خواوې هڅوي.
د دغه هیواد رسنیو د راپور له مخې، د قزاقستان د ترانسپورت وزارت پرون (شنبې) وویل، د دوی د ریللارو د ملي شرکت (KTZ) ريیس (دامیر کوژاخامیتوف) پاکستان ته تللی چې د ترانس افغان کوریدور د پروژې د پرمخ بیولو لپاره د ترانسپورت او لوژستیک له کمپنیو سره خبرې وکړي.
د افغانستان له لارې د ریلګاډي په وسیله د ازبکستان او پاکستان د نښلولو د پروژې موافقه په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان د پخواني حکومت، پاکستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک شوه.
د دې۵۷۳ کیلومتره ریلارې د جوړولو لګښت څه باندې څلور نیم ملیارد ډالره اټکل شوی دی.
د پلان له مخې، دغه پټلۍ به له مزارشریف څخه تر غلام خان بندر پورې وغځول شي.
زه خو دې خبر ګنګس کړم. یو خو د هرات او کندهار تر منځ فاصله دومره نه ده څومره یې چې رېللاره یاده شوې ده. بله دا چې ایا ۷۳۷ کیلومتره پټلۍ په ۲۶۰ میلیونه افغانۍ جوړېږي؟ که جوړېږي بیا نو په ماقبل اخر کرښه کې (د دې۵۷۳ کیلومتره ریلارې د جوړولو لګښت څه باندې څلور نیم ملیارد ډالره اټکل شوی دی.) څنګه توجیه کوو؟ :)
په خبر کې پوښتنې شته، البته د چارواکو په خبرو کې. دا سمه واضح نه ده چې دا ۲۶۰ میلیون افغانۍ واقعاً د ریللارې پر جوړولو لګېږي او که د ریللارې پر سروې او ډیزاین خو په عین حال کې تاسو هم د ترانس افغان او هرات – کندهار پروژې سره ګډې کړي دي.
ترانس افغان د سالنګونو په شان له غرنیو لارو تیریږي چې ډېر مصرف ته اړتیا لري لیکن د هرات کندهار ترمنځ هسي غرونه نه شته نو ممکن لګښت یې کم وي
ستاسو له دقته مننه
تاند
شاغلی مدیر صاحب،
تاسو ډالر نه، افغانۍ یادې کړي دي. که هغه سره جوړې کړئ بیا هم څه ناڅه ښه کیږي.