Homeخبرونهد ننګرهار په لالپوره ولسوالي کې پر ډیورند کرښې د افغان او...

د ننګرهار په لالپوره ولسوالي کې پر ډیورند کرښې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

تاند (یکشنبه، د سلواغې. دلوې ۲۸ مه) د ننګرهار په لالپوره ولسوالي کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د ننګرهار ولایت لالپورې ولسوالۍ ته څېرمه پر ډیورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ دا نښته نن (یکشنبې، د فبروري ۱۶مه) پیل شوه.

د ننګرهار د پولیسو ویاند سیدطیب حماد افغان اسلامي اژانس ته ویلي چې افغان ځواکونو د خپلو پوستو د قوي کولو لپاره سنګرونه کیندل چې ناڅاپه د پاکستاني ځواکونو له خوا پرې ډزې وشوې.

حماد زیاته کړه، افغان ځواکونو متقابلې ډزې وکړې او د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته یې د پاکستاني ځواکونو دوې امنیتي پوستې په نښه کړې.

نوموړي وویل چې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی، خو جګړه لا هم روانه ده.

پاکستاني چارواکو د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته په خوست، پکتیا، پکتیکا، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په ځلونو نښتې شوي چې له امله یې دواړو خواوو ته مرګ‌ژوبلې اوښتې دي.

پاکستاني ځواکونو د افغانستان په خاوره کې په بیلابیلو سیمو کې په ځلونو هاوانونه توغولي، چې له امله یې د افغانستان امنیتي ځواکونه او ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او ځینې کورنۍ یې امله له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي.

همداراز، پاکستاني الوتکو لږ تر لږه دوه ځله د افغانستان هوایي حریم نقض کړی او د افغانستان پر خاوره یې بمباري کړې چې کابل پرې قوي غبرګون وښود.

څو ورځې وړاندې د هلمند ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې هم د دواړو لوریو ترمنځ لانجه پېښه شوه، خو د وسله والې نښتې شبب نه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...