پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد طالبانو د حکومت پلاوی جاپان ته ځي

د طالبانو د حکومت پلاوی جاپان ته ځي

تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۹ مه) تمه ده چې د طالبانو د حکومت یو جګپوړی پلاوی د لومړي ځل لپاره په یوه دیپلوماتیک سفر کې جاپان ته ولاړ شي.

په دې پلاوي کې به د اقتصاد مرستیال وزیر عبداللطیف نظري هم شامل وي، چې له نړیوالې ټولنې سره د تعامل او د یو قوي، متحد او باثباته افغانستان د جوړولو هیله یې څرګنده کړې.

نظري د شنبې په ورځ ناوخته د خپلې ایکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې وویل چې هیله لري افغانستان د نړیوالې ټولنې یو فعال غړی شي.

دا به لومړی ځل وي چې په ۲۰۲۱ کال کې له واکمنېدو وروسته د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی جاپان ته سفر کوي.

د جاپان په شمول تر اوسه هېڅ هېواد، د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د جاپاني رسنیو د راپورونو له مخې، د نپون فاونډېشن – چې په توکیو کې میشته عامه خیریه اداره ده – دا پلاوی جاپان ته بللی دی.

که څه هم د دې سفر دقیق جزئیات نه دي روښانه، خو تمه ده چې د طالبانو چارواکي د جاپان د حکومت له استازو سره وویني او احتمالاً د افغانستان له اقتصادي بحران سره د مرستو پر موضوع خبرې وکړي.

د طالبانو حکومت د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د پالیسۍ له امله تر سختو انتقادونو لاندې دي.

طالبانو په پیل کې ویلي و چې د نجونو پر زده کړو بندیز یې “لنډمهاله” دی، خو تر اوسه هېڅ بدلون پکې نه دی راغلی.

طالبان ادعا کوي چې د ښځو فعالیتونه یې په بشپړ ډول نه دي بند کړي او وايي، چې تر اوسه یې نژدې ۹۰۰۰ ښځو ته د کار جوازونه ورکړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...