کتاب: نړیواله ترهګري
لیکوال: هېري هنډرسن
ژباړه: رحمت شاه فراز
دوهمه برخه
ترهګري د جګړې په مقابل کې
که جګړه له نورو لارو سیاست ته ویل کېږي، نو آیا ترهګري هم په نورو لارو یوه جګړه بللی شو؟ او که کولی شو چې ترهګري له جګړې څخه بېله تعریف کړو؟ په دې چې د نتیجې له مخې د جګړې او ترهګرۍ دواړو قربانیان بې ګناه وګړي دي. د بریان جینکینز په خبره، «ممکن موږ به له شل زره فوټه لوړوالي څخه په یوه ښار د بم غورځولو او د یوه ځانمرګي بریدګر له لوري له بمونو ډک موټر سره په سفارتونو باندې د برید کولو ترمنځ اخلاقي توپیرونه وکاږو، خو نړۍ شاید دغه ډول ظریف فرقونه راسره ونه مني.»
یو شمېر راډیکال شنونکي استدلال کوي، چې د جګړې او ترهګرۍ ترمنځ یوازینی توپیر دا دی، چې جګړه ډېر لوی شمېر وګړي وژني او جګړې د حکومتونو له خوا ترسره کېږي. خو دغه فرق يې ډېر ساده برېښي. په هغه نړیوال حقوقي سیسټم کې چې په تېره پېړۍ کې منځته راغلی، جګړې باید د ځانګړو قوانینو له مخې ترسره شي. د دغه ډګر د یوه کارپوه له خولې اورو چې:
«د نړیوالو بشري قوانینو د عمومي جوړښت اساسي اصل چې په وسله والو نښتو پورې اړه لري دا دی، چې جنګېدونکي ځواکونه به خپلو دښمنانو ته د خپلو مشروعو موخو له تناسب څخه ډېر زیان نه اړوي. مثلاً ځواکونه باید خپل بندیان ونه وژني، ځکه اوس چې هغوی بندیان دي، نو دا په دې معنا ده چې د دښمن نظامي ځواک کمزوری شوی او د بندیانو وژل کومه اضافي ګټه نه لري. [دا په دې دلالت کوي چې]:
یو، د جنګېدونکو ځواکونو او ملکي وګړو ترمنځ باید په هر حال کې فرق وشي.
دوه، ملکي وګړي او بله هره ملکي شتمني به د هدفي بریدونو ښکار نه ګرځي.
درې، پر نظامي اهدافو د برید په وخت کې به ملکي وګړو او ملکي شتمنیو ته له دلیل پرته د زیان رسېدو مخنیوی کېږي.
څلور، په جګړه کې به هېڅ داسې وسلې، یا نورې وسیلې یا میتودونه نه استعمالېږي، چې د اضافي یا پراخه زیان سبب کېدلی شي.
معلومه ده، چې ترهګر دغه قوانین په ځان نه عملي کوي. دا استدلال کېدلی شي، چې د ترهګرو تاوتریخوالی له خپلو اهدافو سره متناسب نه دی، ځکه چې د ترهګرۍ اهداف د جګړې له اهدافو څخه مختلف دي. ترهګر او نظامي ځواکونه دواړه غواړي، چې په خپلو مخالفینو یو شمېر غوښتنې ومني. نظامي ځواکونه له خپلو مخالفینو څخه د مقاومت د ځواک په اخیستو سره دغه کار کوي او یا دا ورته په ډاګه کوي، چې که چېرته مخالفین خپل مقاومت ته دوام ورکړي، نو زیان به يې نسبتاً تر دې ډېر وي، چې د ځواکونه شرطونه ومني او ورته تسلیم شي. ترهګر داسې وسایل نه لري، چې د حکومت د مقاومت ځواک پرې له منځه یوسي، بلکې یوازې یو ډول مرال ماتوونکې وېره ایجادوي، چې په ولس کې د دولت د ملاتړ هیله او لېوالتیا له منځه وړي. په دې اساس، زیاتره نظامي ځواکونه نه غواړي چې بندیان ووژني، نه یوازې د دې لپاره چې دغه کړنه یو سپک کار بولي او یا دا چې د دښمن ځواک لا زیات ورسره نه کمزوری کېږي، بلکې د دې لپاره هم دا کار نه کوي، چې هېڅ څوک هم نه غواړي چې له بندي کېدو وروسته د ده ځواکونه هم ووژل شي. مګر ترهګر ممکن په ډېره زړورتیا سره د وژلو ګزینه وټاکي، ځکه دغه کار د دوی د وېرې اغېز لا زیاتوي.
په جګړه کې عموماً پر ملکي وګړو باندې له برید او بې ځایه زیان رسولو څخه ډډه کېږي. د امریکا متحده ایالتونو د نظامي ځواکونو په ګډون ګڼ نظامي ځواکونه له دې ډډه کوي، چې په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کړي، خو ان په دغو برخو کې هم استثناوې شته، چې یو مثال يې د ویتنام په جګړه کې د مای لای په سیمه کې یوه ټولوژنه وه. خو سربېره پر دې چې اوسمهال د «ځیرکو وسلو» ادعا کېږي، چې کولی شي د ملکي وګړو او وسله والو ودانیو ترمنځ توپیر وکړي، بیا هم په ګڼو پېښو کې دغه ډول بریدونه ترسره کول پر دغه رضایت دلالت کوي، چې تر یو څه بریده پورې «عمومي زیان» او د ملکي وګړو مرګژوبله باید ومنل شي، چې د بېلګې په ډول په ۱۹۹۹ کې په سربیا او ۲۰۰۳م کې په عراق باندې د امریکا بمي بریدونه ښودلی شو.
په دې ترتیب، د جګړې او ترهګرۍ ترمنځ یوازې د اغېز توپیر نه دی، بلکې د اهدافو او مقاصدو توپیر دی. د ملکي وګړو مرګژوبله د جګړې یوه ناارادي نتیجه ده، خو ترهګر د ملکيانو مرګژوبلې ته د یوه اړین فکتور په سترګه ګوري.