جمعه, اپریل 19, 2024
Home+حسن حدیث | زبیر افغان

حسن حدیث | زبیر افغان

د خبر احاد په اقسامو کې هغه حدیث چې مقول بلل کېږي، یو يې حسن حدیث دی، دغه رتبه تر صحیح را کښته ده او لکه صحیح چې په خپل کور کې دوې نوعې در لودې، حسن هم لذاته او لغیره ته وېشل کېږي، نو حسن په لغت کې:

حَسَن [مفرد]: ج حِسان: صفة مشبَّهة تدلّ على الثبوت من حسُنَ: عكسه قبيح ° أبلى بلاءً حَسَنًا: أجاد، بذل جهدًا عظيمًا وجيّدًا- التفات حسن- حَسَنًا: يقال للتعبير عن الاستحسان أي فعلت فعلاً حَسَنًا- حَسَنًا فَعَلْت: أجدت، وُفِّقت- حَسَن الذَّوق للشِّعر: مطبوع عليه- حَسَن السُّمعة: نقيّ السِّيرة- حَسَنُ العِبارة: جميل الأسلوب، فصيح اللِّسان- رِزْق حَسَن: ما يصل لصاحبه بلا كدٍّ أو تعب- قَرْض حسن: ليس فيه ربا- ليس حسنًا كُلَّه: يجمع بين الحُسن والقبح.(۱)

حسن مفرد دی او حِسان يې جمع ده، صفت مشبه ده د حسن پر ثبوت دلالت کوي، عکس يې قبیح راځي، د یو چا ښو هڅو ته دوی وايي: أبلی بلاء حسنا، د یوه ښه کار تر کېدو وروسته عرب وايي: التفات حسن یا حسنا، د شعري فطري ذوق په اړه وايي: حسن الذوق للشعر، د ښه شهرت او غوره شخصیت په اړه وايي: حسن السُمعة، خوندورو اسلوبو او د ژبې ښه فصاحت ته وايي حسن العبارة، له تکلیف او ستومانۍ پرته تر لاسه کېدونکې روزۍ ته وايي: رزق حسن، له سود پرته پورته قرض حسن وايي، هغه شی چې ښه او بد دواړه ولري، عرب وايي: لیس حسنا کله، یعنې یو مخیز غوره نه دی.

محدثین حسن حدیث څنګه تعریفوي؟:

أن يكون رواته من المشهورين بالصدق والأمانة غير أنه لم يبلغ درجة رجال الصحيح في الحفظ والإتقان، ولا يعد ما ينفرد به منكرا، ولا يكون المتن شاذا ولا معللا.(۲)

هغه حدیث دی چې روایان يې په صداقت او امانت شهرت لري، خو په حفظ او غوره یاد کې د صحیح حدیث د راویانو درجې ته نه رسېږي، د یوه راوي یوازيتوب منکر نه بلل کېږي او متن به يې شاذ یا پټ علت هم نه لري.

دغه تعریف د حسن لذاته دی، د حسن لغیره تعریف به هم وکړم، وروسته به نور بحث ور باندې وغزوم:

هو الحديث الذي لا يخلو رجال إسناده من مستور لم تتحقق أهليته غير أنه ليس مغفلا كثير الخطأ, ولا هو متهم بالكذب, ويكون متن الحديث قد روي مثله أو نحوه من وجه آخر, فيخرج بذلك عن أن يكون شاذا أو منكرا.(3)

هغه حدیث دی چې د سند په کسانو کې يې ځينې مستور راویان وي، د هغوی اهلیت نه وي ثابت شوی، البته بیخي غافل او ډېر خطاکاره هم نه وي، نه هم په دروغو متهم وي، دغه متن همدې ته ورته په یو بل سند هم روایت شوی وي، په دې سره شاذ او منکر احادیث ترې بېل شول.

د قران کریم له مخې په دین کې د سنت او حدیثو مقام

مستور هغه راوي ته وايي چې نه يې یو چا د باوریتوب په اړه څه ویلي وي او نه د جرحې، نه دا ثابتوي چې ډېر تکړه سړی و او نه دا چې بد و، دغه ته مستور وايي، یوه بله ور څېرمه رتبه د مجهول هم ده، دلته بیا د شخص نوم نه یادېږي، بلکې وايي له یو کس څخه روایت دی، یا دې ته ورته الفاظ، هغه مجهول الحاله دی، نو په مستور کې د یو کس نوم شته، خو په اړه يې د توثیق او جرحې ثبوت نه شته.

د حسن حدیث په تعریف کې ډېر اختلاف شته، امام خطابي يې دغسې تعریف هم کوي:

الحسن: هو ما عرف مخرجه، واشتهر رجاله، وعليه مدار أكثر الحديث وهو الذي قبله أكثر العلماء، ويستعمله عامة الفقهاء.(۴)

د حسن حدیث راویان به پېژندل شوې څېرې او په ښه والي به شهرت لري، زیاتره احادیث د همدې رتبې دي، دغه حدیث ډېری علماؤ قبول کړی او عمومن فقهاء عمل په کوي.

دغه تعریف د حسن لذاته لپاره کافي دی، حسن لغیره پکې نه شاملېږي، البته په تعریف کې یو څه ابهام او ستونزې شته.

قال الترمذي في كتابه: “العلل” الذي هو في آخر جامعه:

“الحديث الحسن: هو الحديث الذي لا يكون في إسناده من يتهم بالكذب ولا يكون حديثا شاذا ويروى من غير وجه نحو ذاك”.(۵)

امام ترمذي په خپل کتاب العلل چې د جامع ترمذي په اخیر کې دی، ویلي دي: حسن حدیث هغه دی چې په سند کې يې په دروغو متهم راوي نه وي، شاذ نه وي او هم په یو بل سند دغه ته ورته روایت موجود وي.

والحسن لذاته: ما رواه عدل خفيف الضبط بسند متصل وسلم من الشذوذ والعلة القادحة.

فليس بينه وبين الصحيح لذاته فرق سوى اشتراط تمام الضبط في الصحيح، فالحسن دونه.(6)

حسن لذاته هغه حدیث دی چې عادلو په حافظه یو ځه کمزورو راویانو په متصل سند له شاذوالي او پټ علت پرته نقل کړی وي، نو د ده او صحیح لذاته حدیث ترمنځ یوازې دا فرق شو چې په صحیح کې ښه ضبط شرط دی او په حسن کې دلته یو څه کمی دی.

والحسن لغيره: الضعيف إذا تعددت طرقه على وجه يجبر بعضها بعضاً، بحيث لا يكون فيها كذاب، ولا متهم بالكذب.(تېره حواله)

حسن لغیره هغه ضعیف حدیث دی چې په ګڼو سندو داسې نقل شي چې یو یې د بل کمی پټی کړي، په سند کې به نه دروغجن او نه په دروغو متهم راوي موجود وي.

له دې سره چې په تعریف کې اختلاف شته، ځينې يې یو څه ښه او نور يې بیا یو څه کمزوري دي، یو تعریف د حسن حدیث پر یوه نوعه صادقېږي او بل يې پر بله نوعه، که دا ټول په نظر کې ور سره ونیول شي، د دغې درجې روایات ډېر هم دي، نو د مسلو په حل و فصل کې به څومره د اعتبار وړ وي؟

احناف د ټولو احاد احادیثو په اړه وايي چې یوازې غالب ګومان ثابتوي، مصطلح الحدیث هم کاږي:

وتفيد أخبار الآحاد سوى الضعيف:

أولاً: الظن وهو: رجحان صحة نسبتها إلى من نقلت عنه، ويختلف ذلك بحسب مراتبها السابقة، وربما تفيد العلم إذا احتفت بها القرائن، وشهدت بها الأصول.

ثانياً: العمل بما دلت عليه بتصديقه إن كان خبراً، وتطبيقه إن كان طلباً.(تېره حواله)

له ضعیف ماسیوا اخبار احاد اول ګومان ثابتوي، ګومان هغه چا ته چې روایت يې نقل کړی د صحت میلان ته وايي، دا نو د تېرو مرتبو په نسبت توپير هم سره لري، که قرینې ورسره وې او له اصولو سره يې سر خوړی، بیا علم هم ثابتوي، دویم که د پېښې خبر ور کوي، نو په منلو به يې تعمیل کېږي او که امر کوي، بیا به په تطبیقېدو عملي کېږي.

د حدیثو لویه برخه حدیث اخبار احاد دي، چې لویه برخه يې د غالب ګومان اثبات کوي، اوس نو دغه ډول احادیث که را وړل شي، د دین په هغه برخه کې دلیل په وشي یا هم احکام په بیان کړي چې یا له اخرت سره تړاو ولري، یا له ایمان سره یا هم له حرام و حلال سره، نو ایا په ګومان یوه سل سلنه باوري فیصله کېدای شي؟

محدثین د خبر واحد په څلورو سره ډولونو عمل لازمي بولي، مخکې مو د مصطلح الحدیث الفاظ نقل کړل چې که خبر ور کوي، باید باور پر وشي او که د عمل په اړه وي، باید تطبیق شي، یو لور ته حدیث د یوه، دوو یا درو راویانو له لوري راوړل کېږي، بیا يې په سند کې دغه حالت وي، پر صحت او نه صحت يې هم اتفاق نظر نه وي، رتبه يې هم د ځینو په نظر یوه ده او د نور په نظر بله ده، په دغه صورت کې که په دې روایت پرېکړه کېږي دا به څومره پوخ باور ثابت کړي؟ په دې حدیث که خدای ته مخ ثابت شي، پښه ورته ثابته شي، جسم ورته ثابت شي، د قیامت د ورځې داسې حالات په بیان شي چې نه په قران کې ورته اصل موجود وي، نه د دین له عمومي او کلي پيغام سره سر خوري، یا سل سلنه باوري د حلت او حرمت پرېکړې په وشي، ایا دا به د دین له مخې سهي کار شوی وي؟

د تعریف په برخه کې اتفاق نظر نه تر سترګو کېږي، همدا شان د یوه راوي د عدالت او جرحې په اړه ټول محدثین یوه خوله کېږي، ځينې راویان بیخي بې جرحې او تعدیله پاته شوي وي چې محدثین ورته مستور وايي، ځينې يې بې نومه راغلي وي، بیا هم دوی ورته مجهول وايي، د یوه راوي په اړه د ښه والي او بدوالي ګډوډ اقوال موجود وي، طبیعي خبره ده چې تر دې دومره اختلاف وروسته به د حدیث په اړه هم عیني اختلاف وجود ولري.

دا سمه ده چې ځينې راویان په اتفاق تکړه کسان دي، نور بیا په اتفاق کمزوري دي، د حدیثو ګڼ داسې مثالونه شته چې ټول يې صحیح بولي او نور بیا ټول ضعیف بولي، اما داسې هم شته چې ځينې يې صحیح بولي او نور يې حسن، بله کټګورۍ يې هغه ده چې څوک يې صحیح بولي نور يې ضعیف ګڼي.

د خبر واحد په اړه باوريتوب یوازې د سند له مخې نه را پيدا کېږي، په سند کې خورا ډېرې ستونزې شته، یوه يې همدغه ده چې د سند په اړه اتفاظ نظر وجود نه لري، په نتیجه کې يې یو حکم پر حدیث نه کېږي، که حدیث صحیح وي، یو ډول قبولیت لري او که حسن وي، بل ډول منل کېږي، نو که په اړه يې اختلاف وجود ولري، بیا به څه کېږي؟ که پر حدیث باندې نیوکې موجودې وي، ایا پر همدې حدیث سره څوک د عقایدو، اخرت، خدای او حلت و حرمت پرېکړه کولای شي؟ که ځواب مثبت وي، نو څنګه په یوه داسې حدیث فیصله کېږي چې د هغه شتون خپله شکمن دی؟ په یوه ناباوره روایت سره څنګه باوري مسایل حل کېدای شي؟

د خبر واحد په اړه محدثین او د مصطلح الحدیث پوهان د هغه پر حجیت بحث کوي، زه به دحدیثو د حجیت په اړه یوه بله مقاله کې مفصل بحث وکړم، دلته به لنډه یادونه وکړم چې حجیت بېل بحث دی او تر موږ پوري راغلی حدیث ثابتول جلا. دوی په تاریخ کې ځينې مثالونه ور کړي دي چې په خبر واحد عمل شوی دی، نو بس حجت شو او باید په هره خبر واحد صحیح یا حسن وي، عمل وشي، البته د صحت او حسنوالي رتبه هم تر ډېره د سند له مخې ور کوله کېږي، که متن ته پاملرنه کېدای، نو په صحیحینو کې به دومره ګڼ صحیح احادیث له قران کریم سره مخالف، له عقله لرې، له صحیح احادیثو او سنت څخه مخالف نه راوړل کېدای، دوی که څه هم د متن لپاره دوه شرطونه لګولي دي، مګر په عمل کې داسې ښکاري چې تر ډېره ورته لازمه پاملرنه نه ده شوې. نو د تاریخ مثالونه ور کول یو شی دی او تر موږ رسېدلي احاد اخبار بل شی، یو صحابي ته که بل صحابي خبر ور کوي، دغه مثال ددې لپاره نه شي ور کول کېدای چې ما ته په بخاري کې په پنځو واسطو یو خبر واحد راغلی دی، نو لکه څنګه چې صحابي د بل یوه صحابي په خبره عمل کړی دی، زه به هم عیني عمل په کوم، دلته د ځمکې او اسمان توپير وجود لري، دا ډېره لویه بې انصافي ده چې د اصحابو د زمانې مثال زموږ د زمانې لپاره هم کافي وګڼل شي؟ یا هم ځينو کسانو د رسول الله ص راتګ خبر واحد بللی دی چې خلکو باید حتمي پر هغه ایمان راوړی وای، که نه منکر يې کافر و، نو که خبر واحد حجت نه وای، بیا په یوه رسول ولې خلک مکلف بلل کېدل؟ دا بیخي غیر معقول او له عدالته لرې پوښتنه او دریځ دی.

روایت او درایت | زبیر افغان

رسول له داسې معقولو دلایلو سره راځي چې په هغو سره خپل ځان ثابتولای شي، اما زموږ لپاره راغلی خبر واحد نه یوازې دا چې ځان نه شي ثابتولای، بلکې عقل او نقل يې پر ضد درېږي، نو ایا دغه ډول خبر واحد به هم حجت وي؟ زه نه وایم چې له حجیت څخه دې انکار وشي، مګر د حجیت لپاره دې میدان تعین شي، په کومه برخه کې حجت دی؟ ایا د قران کریم احکامو باندې زیاتونې هم کوي؟ ایا د یوه انسان د مرګ پرېکړه هم په کېږي؟ ایا د یوه واقعي حلال شي حرمت هم په ثابتېږي؟ ایا د اخرت په اړه باور هم په تر لاسه کېږي؟ ایا د خدای لپاره جسم هم په ثابتېدلای شي؟ خبره باید صفا او پاکه وي، تر کومې اندازې حجت دی، د دین په کومو احکامو کې يې منل واجب دي؟ که خبره د وجوب شي، نو دا خو بیخي ډېرو کسانو له صحیح خبر واحد څخه انکار کړی دی، د هغوی په اړه بیا څه ډول دریځ باید خپل شي؟

د دې لپاره چې دغه پوښتنې حل شي، له سره یوځل بیا پر دې ټوله پروسه غور او تحقیق په کار دی، دا باید د یوه کس له لوري نه وي، دا کیسه دیوه کس تر وس وتلې ده، د علماؤ یوه لویه کمیټۍ باید دغه کار وکړي، په دې برخه کې دې له نورو قانون پوهانو، ټولنپوهانو، تاریخ پوهانو او… څخه هم ګټه واخیستل شي، یوازې دې عرب په دې اړه اقدام نه کوي، نه دې یوازې عجم کوي، نه دې د یوه هیواد پوهان کوي او نه د دوو ملکونو، بلکې د عالم اسلام په کچه پر دې موضوع بحث، تحقیق او نوې ریسرچ ته اړتیا ده چې د موضوع پر ځینو برخو به زه په اینده مقالو کې رڼا واچوم.

۲۰۲۲/۱۱/۷

۱) معجم اللغة العربية المعاصرة (۱/ ۴۹۸)

۲) الوسيط في علوم ومصطلح الحديث (ص: ۲۶۸)

۳) الوسيط في علوم ومصطلح الحديث (ص: 268)

۴) الوسيط في علوم ومصطلح الحديث (ص: ۲۶۵)

۵) الوسيط في علوم ومصطلح الحديث (ص: ۲۶۶)

۶) مصطلح الحديث (ص: 9)

څوک باید پر احادیثو بحث وکړي؟

1 COMMENT

  1. ښاغلي افغن چاري مو ښي
    تاسو داسي يوه پيچلي موضوع په يوه داسي اسانه الفاظو موږ ته روښانه کوي چي يو عادي د کلي ملا او طالب يي نشي تحليله ولای ځکه چي عربي ژبه ديره پراخه علمي ژبه ده يواځي په عربي ژبه خبري کول کيفايت نه کوي بلکي هغه پري کونکي فعلونه چي په کوم کونتکس کارول شوي هغه روښانه کول ډير اړين دي. په د موضوع چي تاسي رڼا اچوي زموږ لپاره ډيره د پوهاوي ارزښت لري.
    ډيره مننه په کلم اوګتو مو برکت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب