چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهد افغان ښځينه وو پر زده کړو او کار د بشپړ بنديز...

د افغان ښځينه وو پر زده کړو او کار د بشپړ بنديز اوازې دي

تاند:(شنبه ،د عقرب یو ویشتمه)‏‌ نا تاييد شوي راپورونه ښيي، چې د طالبانو د امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده او نيږدې سلاکارانو تر منځ ېې د نجونو د زده کړو او کار پر وړاندې د بشپړو بندیزونو د اعلان په اړه خبرې او مشورې روانې دي.

ځینې باوري سرچینې تاییدوي، چې طالبان د نجونو د زده‌کړو په اړه پر همداسې یوې نوې پرېکړې فکر کوي.

د کابل له پوهنتون څخه سرچینې وایي، چې تېره اونۍ یوه طالب چارواکي کابل پوهنتون کې یوه ناسته کې له دغې پرېکړې پرده پورته کړې ده.

که څه هم د طالبانو د لوړو زده‌کړو په وزارت کې سرچینې دغه خبر نه دی تایید کړی، خو د سرچینو په وینا کابل پوهنتون کې یوه ناسته کې ویل شوي، چې ټاکل شوې دغه پرېکړه د روان تحصیلي کال تر پایه عملي شي.

مشهور ژورناليست او د طالبانو له چارو باخبره شنونکي سمېع یوسفزي په خپله ټویټر پاڼه کې د یوه کس ورته ټویټ هم خپور کړی او دغه کس یې د طالب مشرانو له ډلې بللی.

په ټویټ کې راغلي، چې ملا هبت الله او نیږدې سلاکاران ېې د ښځينه وو په اړه د داسې پریکړې په تکل کې دي، چې په پراخه کچه بغاوتونه به ېې پر ضد را وپاروي.

د طالبانو رسمي سرچينو دغه خبر تایید یا رد کړی نه دی.

مخکې طالبانو له شپږم ټولګي څخه د نجونو پورته ښوونځي تړلي او په ډېرو ادارو کې ېې د کار اجازه نه ده ورکړې.

طالب چارواکو او وياندويانو مخکې د نجونو د زده کړو او کار ملاتړ ښودلی، خو ویلي د څرنګوالي په اړه ېې خپلې طرحې جوړوي.

ځینې نا تاييد شوي راپورونه بیا څرګندوي، چې ډېری طالب مشران د ښځينه وو د زده کړو او کار خلاف نه دي، خو د ملا هبت الله د نیږدې سلاکارانو ډله، چې ځینې ډېر سخت دریځه طالب مشران او د ځینو ادعاوو په اساس پاکستاني سلاکاران پکې شامل دي، د نجونو د زده کړو او کار پر وړاندې خنډونه جوړوي.

طالبانو دا ادعاوې نه دي تایید کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب