دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د استخباراتو ادارې یو لیکوال او ژباړن نیولی

ننګرهار کې د استخباراتو ادارې یو لیکوال او ژباړن نیولی

تاند:(شنبه، د عقرب یو ویشتمه)‏‌ راپورونه وايي، چې د طالبانو د استخباراتو ادارې په ننګرهار کې یو ځوان لیکوال او ژباړن محمد ظاهر عمار، چې د بريښنا شرکت د سیمه يیزې ادارې ویاند هم و، نیولی او له نیږدې دوه اونیو راهیسې بندي‌ دی.

د نوموړي یوه ملګري رضوان الله شپون ویلي، چې عمار په ډېر ګومان د بدخشان پوهنتون له ښځینه محصلینو سره د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د ناوړه چلند په اړه د اعتراض په تور نیول شوی.

د طالبانو د استخباراتو ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

ظاهر عمار په ننګرهار کې د عمار په نوم خپرندويه ټولنه او کتاب پلورنځی هم درلود او په ټولنیزو رسنیو کې فعال و.

نوموړي مخکې پر جمهوري نظام او بیا د طالبانو پر ادارې وخت په وخت اصلاحي نیوکې کولې.

1 COMMENT

  1. دا چې؛څوک یو بد یا غیر قانونی عمل ترسره کوی که فرد وی یا حکومت، رعیت وی یا امیر،ملامت
    څوک دی؟ ټول انسانان او قوانین وایی ، عامل د جرم ۰
    ته منحیث حکومت بیا امر بالمعروف ؛ولی وحشت ،تجاوز او ظلم کوی؟ خلک منحیث انسان او بیا
    مسلمان حق لری د خپل حق نه دفاع وکړی ،دا حق دین ورکړی ، تاریخ د خلفاء او امراء پری ډک دی او باید
    غږ پورته کړی ، ظالم او ظلم بربنډ کړی ، څه نه ویل کتمان د حق او د ظالم ،پلوی ده ؛چې دا دون همتی نه اسلام منی او نه انسانیت؛ځکه دا د قلم او ژبی جهاد حق ، دین ورکړی او که نه یواځی په زړه کی کرکه،اضعف الایمان بلل شوی۰
    په افغانی رسم او دود کی دومره نه سړیتوب او دنائت د ښځو سره سابقه نلری ،دا حملی ،تجاوز او
    ارذلیت ،نه اسلام منی او نه افغانیت؛او باید هغه پلید ،شریر او د افغان او اسلام شرموونکی لاسونه چې د ملا او طالب په څیره کی دا جنایات ترسره کوی، د هغوی څیری بر بنډه او د افغان او اسلام صف نه تجرید شی ۰
    نو بد او غلط یا ظالمانه اعمال ترسره کول او په جرم یی مومن او غیرتی اصیل افغانان ،ځورول اسلامی او انسانی عمل نه بلکی ؛امر بالمنکر او غیر انسانی عمل دی ۰
    زه نه پوهیږم چې دا مخلوق ولی دومره دمومن افغان د سپکولو حرص لری؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
    اصلی مجاهد ،عالم ،متخصص او عاقل نه منی او حتی سابقه طالبان چې ایمانداری او افغانیت یی
    ثابت او افغان دښمن لاشرف لهُ په امریکایانوو خرڅ کړی وو،هغه هم نه منی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ دا ټول ډیر اهم سوالونه دی۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب