چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهاروپايي پارلمان په افغانستان کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه

اروپايي پارلمان په افغانستان کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه

تاند (شنبه د حوت ۱۶) د اروپايي ټولنې پارلمان په افغانستان کې د تاوتریخوالي او هدفي بریدونو اوسنی بهیر د جدي اندېښنې وړ بللی او له طالبانو یې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې.

د اروپايي ټولنې پارلمان پرون جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په وروستیو کې په افغانستان کې د بشري حقونو فعالین، خبریالان او سیاسي څېرې په نښه کېږي چې دا هر څه د اندېښنې وړ دي او ددې جدي اړتیا ده چې ښکېل لوري ژر تر ژره اوربند وکړي.

په اعلامیه کې دغه راز زیاته شوې چې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ په څېر د تېرو شلو کلونو لاس ته راوړنې باید وساتل شي او په دې لاره کې دې شته ګواښونه له منځه یووړل شي.

په اعلامیه کې د مارچ په دویمه په ننګرهار کې د درېیو ښځينه خبریالانو وژنه سخته د اندېښنې وړ بلل شوې ده.

له افغانستان سره د اروپا د پارلمان د اړیکو د ډلې مشر پیټراس اوسټرېویچیوس په دغه اعلامیه کې ویلي، دا ډېره اندېښمنوونکې ده چې په سیسټماټیک تاوتریخوالي سره هغه کسان هدف ګرځول کېږي چې په یوه ازاده او پرانېستې ټولنه کې فعاله دي او د بیان د ازادۍ د ډاډمنولو لپاره کار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب