Homeخبرونهملي دفاع وزارت په کندهار کې ۶۱ طالبانو ته د مرګ ژوبلې...

ملي دفاع وزارت په کندهار کې ۶۱ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړ

تاند (شنبه د حوت ۱۶) د افغانستان د ملي دفاع وزارت په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو سره جګړه کې د ۶۱ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی.

د دفاع وزات په یوه خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله پرون جمعه د کندهار په ارغنداب او پنجوايي ولسوالیو کې اوښتې ده.

سرچینه وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو چې هوايي ځواک یې ملاتړ کاوه، په یادو ولسوالیو کې پرطالبانو بریدونه کړي چې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي.

په خبرپانه کې راغلي، په دغو عملیاتو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي او دغه راز ۱۳ ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...