چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+استرالیا له پرلپسې دوه ماتو پرلپسې دوه بریاوې خپلې کړې

استرالیا له پرلپسې دوه ماتو پرلپسې دوه بریاوې خپلې کړې

تاند (شنبه، د حړت ۱۶) استرالیا د نیوزلینډ پر وړاندې د لومړیو دوه ماتو وروسته پرله پسې دوه بریاوې خپلې کړې.

د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ د نیوزلینډ په کوربتوب د پنځو شل اوریزو لوبو د لړۍ په ۴مه لوبه کې استرالیا لوبډلې نیوزلینډ ته په خپل کور کې د ۵۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

لومړی توپوهنه استرالیا لوبډلې وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې جوړې کړې.

استرالیا ته په توپوهنه کې کې فینچ په ۵۵ توپونو زیاتې ۷۹ منډې جوړې کړې.
د نیوزلینډ له لوري سودي ۳ او بولټ ۲ وېکټې ترلاسه کړې.

نیوزلینډ د استرالیا ۱۵۷ منډ هدف پوره نه شو کړای او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۰۶ منډې جوړې کړې.

استرالیا ته ریچارډسن ۳ او اګر ۲ نیوزلینډي لوبغاړي وسوځول.

یاده دې وې چې د لوبلړۍ لومړۍ دوه لوبې نیوزلینډ ګټلي دي او وروستۍ دوه یې بیا استرالیا ګټلې.
اوسمهال لوبلړۍ (۲-۲)مساوي ده او که وروستۍ لوبه هرې لوبډلې وګټله نو د لوبلړۍ اتله به شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی