چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeروغتیاد درملو کیفیت، ستونزې، او حل لارې

د درملو کیفیت، ستونزې، او حل لارې

لیکوال: ډاکټر نصرت الله راسا (د روغتیا د پالیسي جوړنې متخصص)

احمد د ستونې خوږ درلود، څو ډوله مکروب ضد درمل یی واخیستل خو هیڅ نتیجه یی ورنه کړه. په پای کې یو ډاکټر ورته د کلچر لابراتواري معاینه توصیه کړله او څرګنده شوه چې د احمد د ستونې مکروب د اکثریت مکروب ضد درملو سره مقاوم و نو ځکه يي یو ډیر ګران بیه مکروب ضد درمل واخستل او په پای کې ښه شو.

نسرین د پښتورګو د یوې ناروغۍ لپاره له ډاکټره نسخه واخسته او له دواپلورونکي يي د دوا د بیې پوښتنه وکړه. دوا پلورونکي ورته د نسخې بیه ۷۰۰ افغانۍ وویله خو له نسرین سره دومره پيسې نه وې. بیا ورته دوا پلورونکي وویل چې ارزانه درمل هم ورسره شته چې نسخه به یی ۳۰۰ افغانۍ بیه ولري. نسرین ارزان بیه درمل واخستل خو تر اوسه نه ده ښه شوې، له بلې خوا ورور يي یو ځل په ارزان بیه درملو ښه شوې و.

محمود د ګاونډي هیواد په یو ځايي بازار کې یو شمیر درمل واخیستل او د یو قاچاق وړونکي له خوا يي کابل ته راواستول. یوه اونۍ وروسته يي په کابل کې درمل ترلاسه کړل او په ځايي درملتونونو يي په ۱۰ سلنه ګټه وپلورل. هیچا د نوموړو درملو کیفیت ونه کاته او محمود هم دخپلو درملو د کیفیت په اړه په څه نه پوهیده.

یو تن چارواکي په یوه ستره غونډه کې په هیواد کې د درملو کیفیت ډیر ټیټ وښود او په ډیر جرئت سره یی وویل چې په هیواد کې پنځوس سلنه درمل بې کیفیته دي، خو دا يي ونه ویل چې دا معلومات یی له کومه کړل او د درملو کیفیت يي څنګه معلوم کړ.

درمل هغه څه دي چې موږ ټول يي د ناروغیو پرمهال یا پخپله اخلو او یا یی هم ډاکټران راته توصیه کوي. عام افغانان هر کال د ۳۹۰ ملیونو ډالرو شاوخوا درمل اخلي چې په دې کې هغه درمل نه دي شامل چې روغتونونو او کلینیکونو ته اخستل کیږي. درمل هیواد ته له بیلابیلو هیوادنو واردیږي چې زیات یی له پاکستان، ایران او هند څخه راوړل کیږي. د ۲۰۰-۳۰۰ ترمنځ وارداتي شرکتونه په دې تجارت بوخت دي او د ۲۰ شاوخوا وړې فابریکې د هیواد دننه دوا تولیدوي. هیوادوال مو د نورو وروسته پاتې هیوادونو د وګړو په څیر ترحد ډیر درمل استعمالوي په ځانګړي ډول د مکروب ضد درمل. د اکثرو ډاکټرانو نسخې ډیرې اوږدې وي چې دوه درې ډوله مکروب ضد درمل پکې لیدل کیږي. خلک په دې اړه کمه پوهه لري چې کوم درمل ښه او کوم بد دي او مناسب استعمال یی څه ډول دی.

په عمومي ډول ددې لپاره چې درمل مطلوبه اغیزه ولري باید ښه کیفیت ولري، او په مناسب ډول ترې استفاده وشي. د درملو تولید او تجارت یو ډیر تخصصي کار دی ځکه ډیری خلک پکې بلد نه دي. د درملو تولید ځانګړي وسایل، مهارتونه او تخنیکونه غواړي چې ځینې وخت وجود نه لري. درمل تر تولیدولو وروسته باید په مناسب ډول وساتل شي کنه خپل خصوصیات له لاسه ورکوي. ځينې درمل باید په یخچال کی وساتل شي خو ما تراوسه داسې کوم درملتون نه دی لیدلی چې یخچال ولري. ډاکټران په اسانۍ کولی شي هغه مهال ملامتي په درملو ورواچوي چې درملنه يي نتیجه ورنه کړي. د درملو قاچاق او تقلب یوه ستره ستونزه ده چې حتی په پرمختللیو هیوادونو کې هم لیدل کیږي. له بلې خوا په هیواد کې د تقلبي درملو خرڅلاو ممکن دی ځکه سرحدونه مو خلاص او مارکیټونه مو ناتنظیم شوي دي. ویل کیږي چې په درملو کې تقلب پخوانۍ تاریخچه لري او ویل کیږي چې په ۱۶۰۰ او ۱۸۰۰ میلادي کلونو کې د سنکونا او کونین درمل په تقلبي ډول جوړ شوي وو. په افغانستان کې د درملو کیفیت ډیر څرګند نه دی. خلک وايي چې له پنځوس سلنه ډیر درمل بې کیفیته دي خو ځينې څیړنې چې په دې اړه شوي دي ښيي چې یواځې نهه سلنه درملو د کیفیت د کنترول په ټسټونو کې لازم کیفیت نه درلود. ددې لپاره چې د درملو د کیفیت یو روښانه انځور پیدا شي باید داسې تخنیکي مطالعې او څیړنې ترسره شي چې د ټول هیواد د درملو استازیتوب وکړي.

ولې د درملو د کیفیت په اړه اندیښمن اوسو؟

کله چې درمل کیفیت ونه لري لاندې ستونزې رامنځته کیږي:

  • درمل بې اغیزې وي او د ناروغیو د اوږدیدو او حتی مړینو سبب کیږي.
  • مکروبونه د درملو په وړاندې مقاومت پیدا کوي
  • د درملو زهري او ناوړه اغیزې رامنځته کیږي
  • محدود مالي منابع ضایع کیږي
  • په روغتیايي نظام او طبي پرسونل باندې د خلکو اعتماد له منځه ځي
د درملو کیفیت څه شی دی؟

کله چې موږ یو درمل باکیفیته بولو باید لاندې درې ځانګړتیا ولري:

باکیفیت وي، انسان ته خوندي وي، او لازمې اغیزې ولري. ددرملو کیفیت په دوه ډوله ارزول کیږي، ظاهري کتنې او لابراتواري ټسټونه. په ظاهري کتنه کې يي معلومات، شکل، د انقضا نیټه، رنګ او داسې نور وینو. په لابراتواري ټسټونو کې د موثرې مادې اندازه او ځينې توصیفي خواص ګورو. معمولاً لاندې ځانګړتیاوې باید د درملو د کیفیت په ارزونه کې وکتل شي:

هویت: ایا نوموړي درمل هغه فعال مواد لري کنه. مثلاً که پنسلین اخلو نو باید په ګولیو یا پیچکاریو کې يي د پنلسین مواد ولري.

خالصیت: درمل باید د نورو موادو او یا مکروبونو څخه پاک وي. ځینې وختونه درمل د جوړولو پرمهال یا د نورو دوايي موادو له پاتې شونو سره ګډیږي او یا هم په مکروبونو ککړیږي.

قوت: درمل باید د فعالو موادو لازمه اندازه ولري. د هغه څه ۹۰-۱۱۰ سلنه فعال مواد باید ولري چې په لیبل کې يي ذکر شوي وي.

یو شان والی: ټول درمل باید په یو شان جوړ شوي وي لکه رنګ، شکل، او اندازه یی یو شان وی. داسې نه وي چې یو تابلیت غټ او بل کوچنی وي.

په وینه کې د جذب اندازه: درمل باید په هغه اندازه په وینه کې جذب شي چې ورته اړتیا وي

ثبات: درمل باید تر هغې نیټې پورې باثباته پاتې شي چې په لیبل باندې یی د انقضا د نیټې په ډول لیکل شوی وي.

په افغانستان کې له قانوني لارې ټول وارد شوي درمل د عامې روغتیا وزارت په لابراتوارونو کې د کیفیت لپاره ټسټ کیږي. خو له پنځوس سلنې زیات یی بیا په ناقانونه ډول واردیږي او نه ټسټ کیږي. البته دا حتمي نه ده چې په ناقانونه ډول ټول وارد شوي درمل دې بې کیفیته وي ځکه یو ستر سبب یی دا دی چې تجاران نه غواړي ګمرکي محصول ورکړي.

د بې کیفیته درملو دوه ستر ډولونه:

معمولاً د بې کیفیته درملو دوه ستر ګروپونه موجود دي: تقلبي درمل، او ټیټ کیفیته درمل

تقلبي درمل: تقلبي درمل هغه درمل دي چې په قصدي ډول بې کیفیته جوړیږي. دا اکثراً د مجرمینو او قاچاقبرانو له خوا جوړیږي چې یا پکې فعال دوايي مواد هیڅ نه وي یا پکې ناسم مواد اچول شوي وي. ځينې وختونه پکې زهري مواد اچول کیږي. کثراً د مشهورو کمپنیو لیبلونه پرې وهل کیږي. په کپسولو کې د نخودو د پوډرو اچول یی یوه نمونه ده چې خلک يي په اړه خبرې کوي.

ټیټ کیفیته درمل: دا ډول درمل حتمي نه ده چې په قصدي ډول بې کیفیته جوړ شي خو ستر لاملونه يي د لازمو وړتیاوو، ماشینونو یا پروسیجرونو نشتوالی دی. دا ډول درمل یا په مناسبو شرایطو کې نه تولیدیږي، یا کافي مواد نه لري یا په نورو موادو او مکروبونو ککړ وي.

کوم وخت د درملو کیفیت له خطر سره مخامخ کیږي؟

د درملو کیفیت له جوړیدو نیولې بیا ناروغ ته تر رسیدو پورې په هر پړاو کې له خطر سره مخامخ کیدای شي. ښايي درمل په داسې چاپيریال کی جوړ شي چې لازمې اسانتیاوې پکې نه وي، یا د داسې خلکو لخوا جوړ شي چې لازمې وړتیاوې ونه لري. ښايي ډیر ښه درمل په داسې ډول انتقال شي چې په لاره کې د حرارت په ډیره لوړه درجه کې وساتل شي او کیفیت له لاسه ورکړي. همداراز ښايي په نامناسبو ګدامونو کې زیرمه شي چې کیفیت یی خرابیږي. ښايي ډیر ښه درمل په سم ډول توصیه نه شي او هسې اغیزې ونه لري چې ترې تمه کیږي.

د درملو کیفیت څنګه ډاډمن کړو او څوک مسوول دی؟

د یوې خبرې یادونه ډیره مهمه ده چې د درملو په کیفیت کې ډير عوامل رول لري نو ځکه موږ ټول د کیفیت په ډاډمنولو کې مسوولیتونه لرو. ددې لپاره چې خلکو ته باکیفیته درمل ورسیږي باید درمل تر داسې شرایطو لاندې جوړ شوي وي چې د تولید پرمهال ټول لازم معیارونه په نظر کې نیول شوي وي. د درملو د جوړښت لپاره د یو شمیر معیارونه په نړیواله سطحه معرفي شوي دي چې د (ښه تولید معیارونه) یا GMP نومیږي. ددې معیارونو له مخې باید درمل د وړتیا لرونکو اشخاصو له خوا د ښو ماشینونو په واسطه، په داسې چاپیریال کې تولید شي چې دوايي مواد له یوبل سره ګډ نه شي او یا هم په مکروبونو ککړ نه شي.

د درملو د کیفیت د ډاډمنولو لپاره د هیواد په کچه یوه ځواکمنه تنظیموونکې اداره یو مهم شرط دی. دا اداره باید ټول درمل ثبت کړي، یواځي وړتیا لرونکو کسانو ته د درملو د تولید، واردولو او توزیع اجاره ورکړي، د دوا بازار او تولید باید وڅاري، د درملو ټول اعلانونه باید وڅاري، د درملو کیفیت باید ټسټ کړي. دا تنظیموونکې اداره باید لازم امکانات او وړ کارکوونکي ولري. په هیواد کې باید یواځې هغه شرکتونه د درملو په تجارت کې د ګډون اجازه ولري چې لازمې وړتیاوې ولري. همداراز دوی باید درمل په خوندي ډول ولیږدوي او په مناسبو شرایطو کې يي ذیرمه کړي.

روغتونونه باید هڅه وکړي هغه درمل واخلي چې له کیفیت څخه یی ډادمن شي. دا درمل په سمه توګه زیرمه او توزیع کړي. در درملو د هغو زیانونو په اړه راپور ورکړي چې غیرمترقبه رامنځته کیږي. درملتونونه باید تقلبي درمل وانه خلي او ټول درمل په سمه توګه زیرمه او توزیع کړي.

ډاکټران هم د درملو د کیفیت په ډامنولو کې مهم رول لري. باید یواځې هغه درمل توصیه کړي چې له کیفیت څخه یی ډاډمن وي. ناروغانو ته په سمه توګه د درملو د کارونې طریقه وښيي. که کوم غیرمترقبه عوارض وګوري باید راپور يي ورکړي.

په هیواد کې د درملو د کیفیت د ډاډمنولو لپاره یو قوي سیاسي ملاتړ ته اړتیا ده. حکومت باید د درملو کیفیت د خپل یو لومړیتوب په حیث وټاکي. د درملو د تنظیم اداره ځواکمنه کړي او لازم امکانات یی په واک کې ورکړي. په هیواد کې د درملو د تنظیم کوونکې ادارې، پولیسو، او ګمرکونو ترمنځ باید یو قوي همغږي رامنځته شي. د درملو د واردولو لپاره معیارونه جوړ شي او یواځې هغو شرکتونو ته د وارداتو اجازه ورکړي چې دغه ملي معیارونه پوره کړي. په هیواد کې د درملو تولید ځواکمن کړي او لازم ملاتړ ورته برابر کړي. هغه شرکتونه چې غواړي د هیواد دننه درمل تولید کړي حکومت باید ورته ځمکه او قرضې ورکړي او ورڅخه وغواړي چې د ښه تولید معیارونه عملي کړي. دا چې په هیواد کې بې کیفیته درمل څومره دي باید په دې اړه منظم ډول معلومات راټول شي او بیا لازمې پریکړې وشي.

3 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب