چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+انګلینډ ښځېنه لوبډلې له نیوزیلینډ نه ۲۰ اوره لوبلړۍ وګټله

انګلینډ ښځېنه لوبډلې له نیوزیلینډ نه ۲۰ اوره لوبلړۍ وګټله

تاند(شنبه، د حوت ۱۶) د انګلينډ او نیوزیلینډ ښځېنه کرکټ ملي لوبډلو تر مینځ د ۳ شل اوره لوبو دوهمه لوبه چې تېره ورځ د مارچ په پنځمه ترسره شوه یو ځل بیا انګلینډ ښځېنه لوبډلې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه.

لوبه د نیوزیلینډ په توپ وهنې پیل شوه چې په ټاکلو شلو اورونو کې نیوزیلینډ د نهو لوبغاړو په سوځېدو یې د ۱۲۴ منډو هدف وټاکه.

انګلینډ ټاکل شوی هدف د لوبې په اتلسم اور کې د څلورو لوبغاړو په زیان پوره او مقابلې لوبډلې يې د شپږو ویکټو په توپير ستره ماتې ورکړه.

د یادونې ده چې له دې وړاندې انګلینډ په لومړۍ شل اوریزه سیالۍ کې هم بریا تر لاسه کړې وه.

انګلینډ د لوبې په ګټلو سره د یادو لوبو لړۍ په خپل نوم کړ.

د دواړو لوبډلو تر منځ به وروستۍ سیالۍ د همدې مارچ میاشتې په اوومه نېټه تر سره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب