یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد انعکاس تلویزیون ډېری خبریالانو دندې پرېښودې

د انعکاس تلویزیون ډېری خبریالانو دندې پرېښودې

تاند ( شنبه، د کب ۱۶)  ننګرهار ولایت کې د یو خصوصي تلویزیون د دریو خبریالانو تر وژل کېدو وروسته د دې رسنۍ ډیری خبریالانو له خپلو دندو استعفاوې کړې دي.

د انعکاس تلویزیون رییس انجنیر زلمی لطیفي وایي چې تېرو دریو ورځو کې د انعکاس تلویزیون شپږو کارکوونکو استعفاوې کړي او دوی یې استعفاوې منظورې کړې دي.

د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې چې استعفاوې یې کړي د دې رسنۍ د خبر برخې مسوول سمیع الله درانی او د یادې برخې مرستیال وحید الله امان هم شامل دي.

په دغو کارکوونکو کې د انعکاس تلویزیون د ځانګړو راپورونو خبریال جاوید رازمند هم شامل دی.

هغه په دې اړه په خپل فیسبوک لیکلي چې نور یې د انعکاس ټلویزیون سره خپله دنده پای ته رسولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نا څرګندو وسله والو درې ورځې وړاندې د دې تلویزیون درې ښځینه کارکونکې د جلال اباد ښار کې په ډزو ووژلې.

ځینو بهرنیو رسنیو راپور ورکړ چې د یادو کسانو د وژل کېدو پړه داعش ډلې په غاړه اخېستې ده.

د یادونې وړ ده چې شاوخوا درې میاشتې مخکې وسله والو د دغه تلویزیون یوه بله خبریاله ملاله میوند هم وژلې وه.

د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل هغه وخت ویلي وو چې د ملاله میوند د قتل په تور یې ځینې کسان نیولي دي.

لا معلومات نشته چې دا نیول شوي کسان څوک و او دوسیه یې چېرته رسېدلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب