شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، په مشارکتي حکومت کې ګډون نه کوي خو مخالفت یې...

طالبان وايي، په مشارکتي حکومت کې ګډون نه کوي خو مخالفت یې هم نه کوي

تاند(یکشنبه، د حوت۱۷) په قطر کې طالبانو د افغانستان د سولې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته ویلي چې په مشارکتي یا انتقالي حکومت کې ګډون نه کوي خو که له بې پرې کسانو داسې یو حکومت جوړ شي، حاضر دي چې د جګړې شدت کم کړي.

رویټرز خبري اژانس وايي، په دوحه کې د طالبانو مشرانو ورته ویلي په عبوري حکومت کې به ګډون ونه کړي خو مخالفت یې هم نه کوي.

د طالبانو د قطر د دفتر یوه غړي رویټرز ته ویلي«موږ د ښه شهرت لرونکو کسانو په ګډون د عبوري حکومت سپارښتنه کوو او دا حکومت باید په دوو کلونو کې د امنیتي ادارو په ګډون د حکومت ټولې برخې غیرساسي کړي.»

د رویټرز خبري اژانس پر اساس، طالبانو دغه راز ورته ویلي چې له دې ګامه وروسته دوی پر اورکم غور کولی شي، خو اوربند بیا هم نه کوي او له خلیلزاده یې غوښتي چې د افغانستان پر حکومت فشار راوړي چې د طالبانو ۷ زره نور بندیان خوشي کړي.

خلیلزاد وروسته له دې د طالبانو له استازو سره په قطر کې ولیدل چې په کابل کې یې د ولسمشر غني په شمول له یو شمېر اغېزمنو کسانو سره د انتقالي، مشارکتي یا استازي حکومت په اړه خپله طرحه شریکه کړه او دغه راز یې د ۲۰۰۱ کال د بون د کنفرانس په شان د یوه بل کنفرانس د جوړېدو وړاندیز وکړ.

خلیلزاد په دې اړه په قطر کې د طالبانو له مشرانو سره هم خبرې کړي.

خو رویټرز ته طالب مشرانو ویلي«موږ باور لرو چې هیڅ کنفرانس په هیڅ هیواد کې د افغانستان د لانجې له حل کولو سره مرسته نه شي کولی.»

په همدې حال کې د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، چې تر ډېره د جنګي پېښو په اړه له رسنیو سره خبرې کوي، رویټرز ته ویلي چې تراوسه پورې دوی کومه طرحه نه ده لیدلې.

دوو نورو سرچینو ویلي چې خلیلزاد به اسلام اباد ته لاړ شي ځکه چې باور لري د طالبانو کیلي هلته ده.

په همدې حال کې ولسمشر غني هم له انتقالي یا مشارکتي حکومت سره په زغرده مخالفت کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د واک لېږد یوازینۍ مشروع لار انتخابات دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب