شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeروغتیاسبناری| داکتر محمدرحیم نسیم ستانیزی

سبناری| داکتر محمدرحیم نسیم ستانیزی

ولی باید سړی د سهار لخوا ښه خواړه وخوري؟ ځکه چی:

: 1. سبناری د ورځی تر ټولو مهم خوراک دی. سبناری تاسی ته هغه انرژي او تغذیه درکوي چې ستاسي تمرکز په کارځای او یا صنف کې زیاتوي.

. 2. څیړنو په ګوته کړې ده چې سبناری د وجود د وزن په سالم ساتلو کې اهمیت لري.

. 3. که چیری تاسی سبناری ونه کړئ نو د غرمې د ډوډۍ د وخت نه مخکې به د لوږې احساس کوۍ، نو په دې چې په دغه وخت کې خوراک په درست ډول نشي کیدای نو ډیری خلک د داسی اضافي شیانو خوړو ته مخه کوي چې زیات غوړ (شحم) او قند ولري چې په نتیجه کې د صحت د خرابوالي باعث ګرځي.

. 4. هغه خلک چې سبناری نه کوي، ډیر چانسونه شته چې، هغه اړین ویټامینونه چې وجود ورته اړتیا لري او په یو ساده سبناري کې شته، تر لاسه نه کړي.

. 5. سبناری د هغو فعالیتونو لپاره چې د سهار لخوا ترسره کوو انرژي برابروي، او د څاښت په وخت کې د بې ځایه خوړو مخنیوی کوي.

ښه سبناری

. o ډوډۍ او حبوبات د مثال په توګه د تناره یا سیلو ډوډۍ او یا هم روټ o شیدې او یا هم نور لبنیات، لکه مستې او یا هم بغیر د پیروی نه شیدې o میوې لکه کیله، مڼه او ګازرې

که چیري سبناري ته وخت نلرئ او مجبور یاست چئ وختۍ کار ته ولاړ شئ نو کله چې د کوم دوکان نه تیریږئ نو یو څو دانې میوې، یوه قطی مستی او یوه دانه کلچه یا کیک د ځانه سره واخلئ.

که چیری د سهار له خوا د قهوئ یا چای چیښلو عادت لرئ کولای شئ چې هغه د نارنجو په جوس او یا هم شیدو سره بدل کړئ. هګۍ درته سره کړئ که چیري د نورو سبزیجاتو د پخولو لپاره وخت نلرئ. سهار پنځلس دقیقې وختي پاڅیږئ. کولای شئ چې یو سالم سبناری په پنځلس دقیقې او یا هم تر هغه کم وخت کې تیار او نوش جان کړئ. د سبناري لپاره د شپې مخکې له ویده کیدو نه پلان جوړ کړئ. معنا دا چې تاسي باید تر خوب مخکې دا فیصله وکړئ چې سهار به په سبناري کې څه خورئ. کولای شئ چې د شپې لا د سبناري شیان په میز ځان ته تیارکښیږدئ او دا به یو اندازه وخت درته وسپموي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب