شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکا: افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره له نویو لارو کار...

امریکا: افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره له نویو لارو کار اخلو

تاند(یکشنبه، د حوت ۱۷) امریکا ویلي دوی د افغان جګړې د ختمولو لپاره بېل انتخابونه ازمايي.

په سپينه ماڼۍ کې سرچینو دې هېل نشریې ته د وروستۍ طرحې په اړه ویلي چې دا د امریکا د حکومت رسمي دریځ نه دی او نه هم پر نورو خلکو خپله پرېکړه تحمیلولی شي.

سرچینې زیاته کړې دا د هغو وړاندیزونو په لړ کې څو وړاندیزه دي چې افغانانو ته مخکې شوي او هڅه کېږي د افغان جګړې د پای لپاره یې پر سر بحثونه وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، دا افغانان دي چې د خپل هېواد د راتلونکې په اړه پرېکړه کوي.

ددغه وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي، په افغانستان کې وروستۍ جګړې د جدي اندېښنې وړ دي او افغانانو ته په کار ده چې ژر تر ژره د حل پر یوه اغېزناکه لار هوکړې ته سره ورسېږي.

د هغه په خبره امریکا هم په دې لټه کې ده چې وکړی شي افغان جګړه ختمه کړي او په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه راټيټه کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان ته په راتګ سره دلته له ولسمشر غني او یو شمیر سیاسي مشرانو سره د مشارکتي حکومت په رامنځته کېدو غږیدلی.

طالبان وايي، په مشارکتي حکومت کې ګډون نه کوي خو مخالفت یې هم نه کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب