چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهځایي چارواکي: بلخ کې پنځه طالبان او اووه سرتېري وژل شوي

ځایي چارواکي: بلخ کې پنځه طالبان او اووه سرتېري وژل شوي

تاند(شنبه، د حوت ۱۶) د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۱ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په شمال کې د پوځ مسوولینو ویلي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دغه ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د پوځ پر پوستو برید کړی دی چې په پایله کې یې اووه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د چارواکو په خبره، په ځوابي برید کې دغه راز د همدې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ټاکل شوي ولسوال په ګډون پنځه طالبان هم وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا تاوتریخوالی زیات شوی.

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې د پارلمان له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او هدفي بریدونو اوسنی بهیر هم د جدي اندېښنې وړ بلل شوی دی او یو ځل بیا په دغه اعلامیه کې له طالبانو د اوربند غوښتنه شوې ده.

اروپايي ټولنې ویلي په وروستیو کې په افغانستان کې د بشري حقونو فعالین، خبریالان او سیاسي څېرې په نښه کېږي چې دا هر څه د اندېښنې وړ دي او ددې جدي اړتیا ده چې ښکېل لوري ژر تر ژره اوربند وکړي.

اhttps://taand.net/?p=177134

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب