دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+هند له انګلستان نه د تېسټ لوبو لړۍ وګټله

هند له انګلستان نه د تېسټ لوبو لړۍ وګټله

تاند(شنبه، د حوت ۱۷) د هند او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د څلور ټېسټ سیالیو لوبلړۍ درې د یو پر وړاندې د هند په بریا پای ته ورسیده.

د دواړو لوبډلو تر منځ تیره ورځ د مارچ میاشتې په څلورمه نېټه وروستۍ سیالۍ د انګلستان په توپ وهني پېل شوه چې انګلستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو لومړۍ پاڼۍ کې ۲۰۵ منډې جوړې کړې.

جونی بریسټو ۲۸ پوپ ۲۹ ډینیل ۴۶ او بین سټوکس د دوو شپږیزو او شپږو څلوریزو په وهلو سره ۵۵ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې.
په توپ اچونه کې سنډر یو ، محمد سراج دوه ، رویچندر آشوین درې او اکسر پټیل په ۲۶ اورونو کې د ۶۸ منډو په ورکولو سره څلور پیاوړي لوبغاړي وسوځول.
هندوستان د انګلینډ د ۲۰۵ منډو په تعقیب په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۶۵ منډې جوړې کړې چې له انګلستان څخه ۱۶۵ منډې مخکې شوه.

د هند لپاره په توپ وهنه کې روهیت شرما ۴۹، اجینکا ریحاني ۲۷، اکسر پټيل ۴۳، سندر ۹۶ او ریشاب پانټ ۱۰۱ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې.

انګلستان خپله دوهمه پاڼۍ پیل کړه او یو ځل بیا د هند د بالینګ پر وړاندې يې مقامت ونه شو کړای او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې یوازي ۱۳۵ منډې جوړې او د یو اننګز او ۲۵ منډو په توپير يې ستره ماتې وخوړه.

یاده دې وي چې د هند له لوري دوو توپ اچونکو آشوین او اکسر پټيل پنځه پنځه لوبغاړي وسوځول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب