یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeکلتورسینماشهکار فلم (ستوري پر ځمکه) ته یوه کتنه/ جاوېد اوربل

شهکار فلم (ستوري پر ځمکه) ته یوه کتنه/ جاوېد اوربل

د بالیووډ یو فلم چې د ماشومانو په اړه جوړ شوی دی او نوم یې نژدې د هر چا پر خوله دی هغه د آمر خان (ستوري پر ځمکه) فلم دی. دې فلم د ډیر ښه فلم ډیرې جایزې تر اوسه ګټلي دي. په دې فلم کې د ایشان په نامه یو ماشوم دی، چې درس یې سم نه زده کیږي، غیرحاضري یې خوښه ده، جنګي دی، چندان نظافت ته هم پام نه کوي، د مکتب له موټره تل پاتې کیږي او نورې ډیرې خوګانې لري.

دا ماشوم د کورنۍ له خوا احمق، لیونی، چټل او په داسې نورو نومونو یادیږي. په یوه مکتب کې چې درس نه شي ویلی، مور او پلار یې بل کې اچوي، چون څه زده کولای نه شي نو آخیر یې داسې یوه مکتب کې اچوي چې هلته لیلیه هم وي.

دلته بیا هم د مختلفو استادانو له خوا هغه په خرابو نومونو چې زموږ په ټولنه کې هم ماشومان پرې یادیږي، یاد شو. چا ورته لیونی، کمعقل او داسې نور خطابونه وکړل. ماشوم له خپلې مور څخه په جدا کیدو او د دې نومونو په اوریدو، په رښتیا هم د لیونو غوندې شو. یوه زړه چوونکي سندره وايي چې مورې زه نو دومره بد وم چې تا له ځانه جدا کړم، زه دې ولې یوازې پریښودم، زه خو بې تا په تیارو کې ډاریږم.

د فلم ډیره برخه همداسې روانه وي څو د هغه ماشوم ښه تصویر وړاندې کړي چې مور او پلار پرې د عادي ماشوم غوندې نظر کوي او د هغه څخه د تر ټولو ښه شاګرد جوړیدو امید لري. خو نه پوهیږي چې زوی یې د نورو ماشومانو غوندې نه دی، هغه د نورو غوندې د چټک ذهن خاوند نه دی بلکې هغه کند ذهنه دی، خو دا حالت وروسته بدلیږي.

د رسم مضمون معلم یې نوی راځي او دا معلم د نورو پر خلاف وي. هغه چې لښتې یې په لاس کې وي، هغه چې پیغورونه او بد نومونه یې په خوله کې وي، هغه چې شاګردان پسخندوي، دی بیخي بل ډول دی. د ګډا او ټوکو سره صنف ته را ځي، د ماشومانو په انداز خبرې کوي او په شاګردانو باندې تحمیلي نه بلکې د هغوی د خوښې سره سمه رسامي او نقاشي کوي.

د رسم د معلم خپل د شاګرد پر سینه ول پرتو لاسو ته پام کیږي او دا چې نه هغه خپل نوم وايي او نه هم انځورګري کوي، هګ مګ ورته پاتې کیږي. د ملګرو یې پوښتي او د شاګرد د مور او پلار په لټه کیږي او په کور کې ورسره له نژدې خبرې کوي. استاد پوهیږي چې ایشان د رسامۍ یا انځور ګرۍ سره بې حده علاقه لرله او دا چې له خپلې کورنۍ اوس جدا دی نو یوې کتابچې کې یې دا ځوریدلی حالت انځور کړی دی.

استاد ته پته لګیږي چې همدا هلک د سترګو کوم صحي مشکل لري. نو ماشوم ته داسې مثالونه راوړي چې هغه لږ د ده سره جوړ شي. د ځینو لویو اشخاصو مثالونه ورکوي چې ولې يې درس نه زده کاوه، ولې ناکام شول او بیا یې څومره لویې اختراع ګانې وکړې. یو په کې ایډیسن د بریښنا کشفوونکی او د نورو تر څنګ امیتابچن د هندي سینما په ډیرو کې ښه لوبغاړی هم و. شاګرد ورو ورو د استاد سره ښه کیږي، خبرو ته یې غوږ نیسي او درس ورڅخه زده کوي. د همدې استاد په هڅو دا ماشوم د خپل مکتب د انځورګرۍ په سیالۍ کې تر ټولو د ښه انځور په ایستلو لومړی مقام خپلوي.

په فلم کې دا ښودل شوي چې ماشوم ته هیڅکله هم د احمق، لیونی، چټل او نور لقبونه مه ورکوئ. هر ماشوم په یوه برخه کې تر نورو هغو ښه وي. نو که هغه د یو شي سره خاصه علاقه لري لکه په فلم کې چې ښودل شوي، انځور ګري نو مرسته ورسره وکړئ. کله چې هم ماشوم څه نه زده کوي نو خپله قضاوت مه کوئ چې د ده عقل خراب دی، دی لیونی دی، دی کند ذهنه یا نورې او نورې خبرې چې زموږ په ټولنه کې ماشومانو ته کیږي.

د ماشوم د صحي مشکل د څیړلو له پاره یو ځل له ډاکټر سره هم مشوره وکړئ. په افغانستان کې د ماشومانو د برخې ډاکټران شاید د لویانو تر ډاکټرانو ډیر وي او علت یې دا دی چې په افغانۍ ټولنه کې ماشومان ډیر پیدا کیږي او ډیر مریضیږي نو هر څوک غواړي چې داسې برخه کې کار وکړي چې د ډیرو خلکو سره یې سروکار وي. نو خپل شکمن ماشومان مو چې سمه زده کړه نه شي کولی، د ماشومانو د عقلي او عصبي ناروغیو د متخصصینو سره په مشورې تداوي کړئ.

تداوۍ کې یوازې دوا نه ده شامله بلکې ستاسو چلند باید د هغه سره ټول بدل شي، د هغه نه د عادي ماشومانو غوندې تمه مه کوئ خو هغه تر عادي ماشومانو په درس کې نه خو په نورو برخو کې تکړه کیدای هم شي. د داسې ماشومانو له پاره په نورو هیوادونو کې خاص مکتبونه دي او کوښښ کیږي چې دوی د صنف په مخته چوکیو کې کینول شي. په افغانستان کې یوازې یوازې مور او پلار کولی شي چې له داسې ماشومانو سره په کور کې ډیر کار وکړي او د ښوونځي د معلمانو سره یې مشکل مطرح کړي. د داسې د ماشومانو د خوښي برخه پیدا کړئ او زمینه ورته مساعده کړئ چې په همدې برخه کې اتل ترې جوړ شي. ‍

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب