چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeروغتیاخپل بدن د تاوان اړونکو موادو څخه وژغورئ

خپل بدن د تاوان اړونکو موادو څخه وژغورئ

محمد مبین هڅاند –
مونږ ډېر وخت داسې خوراکي او د څښلو شیان استعمالوو؛ چې انسان ته تاوان اړونکي دي لکه چپپس، نیمه پخه شوې غوښه او ځینې مشروبات لکه ډیو، پېپسي، مرېنډا او داسې نور.

خو کولای شو چې د یوې ډېرې ارزانې او په خپل لاس جوړ شوې شوې نسخې پواسطه خپل بدن له تاوان وژغورو.

د صحت ماهران وایي چې په یوګیلاس اوبو کې یوه وړه د چایو کاشوغه مالګه واچوئ، خو چې پام مو وي دغه مالګه باید سمندري مالګه وي او هره ورځ یې وڅښئ.

د دغه کار په کولو سره که تاسې په بدن کې د اوبو کموالی وي هغه به پوره شي، د دې ترڅنګ که هاضمه مو نه راځي وبه ګوری چې دا تکلیف به مو هم ختم شي.

د دې ترڅنګ که د اعصابو کمزوري لری هغه به هم رب له مینځه یوسي او د دې کار په کولو سره به ستاسې د مخ څېره هم روښانه معلومېږي.

خو خبر اوسېږئ که چېرې د فشار ناروغي لرۍ نو د یو ځایي ډاکټر سره لومړی مشوره وکړئ او بیا دا نسخه استعمال کړئ.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب