جمعه, مارچ 29, 2024
Homeروغتیاله زېږون وروسته / رفیع الله ستانکزی

له زېږون وروسته / رفیع الله ستانکزی

له هغه وروسته، چې خدای مو ارمان پوره کړي او خدای درته ماشوم درکړي؛ نو د دغه ارمان د پوره کېدو شکرانه او يا هم د دې نعمت د شکرانې بدل د ماشوم سالمه او سمه روزنه ده. ځينې وخت موږ ناسم فکر کوو او وايو، چې ماشوم روزنه به وروسته ښه وکړو او په لومړيو کې مو ورته بېخي پام نه وي، هسې بابېزه او يا لاپروا يې ګنو، خو روزنيزې چارې بايد آن له هماغې لومړۍ ورځې پيل شي، ځکه چې ماشوم له همدغې ورځې خپله ټولنه درک کوي. تر هرڅه دمخه باید د ماشوم لپاره د مور شيدې ورکړل شي، تر واکسين وروسته یې نوره ټوله څارنه وشي.

د ماشوم خوب برابرول، ښايي په لومړيو کې د مور لپاره ډېر ناارام کوونکی واوسي، خو مور کولای شي، چې په خپل مهارت سره د ماشوم خوب سم کړي او ورو ورو یې خوب شپې مهال ته کړي، ماشوم ته باید د خوب ښه فرصتونه برابر شي یانې آرامه فضا هم ورته اړينه ده.

له ماشوم سره باید له پيله ښه روغبړ او ساعت تیري وشي، ځکه چې همدغه ماشوم ټول کړنو ته چې لوی اړتیا لري ماشوم یې هم لري، دوی بايد د تفريح او ساعت تیرۍ وخت ولري، هغه سره باید لوبې وشي، ماشوم سره باید د یو انسان په څېر برخورد وشي.

ماشوم ته باید له لومړي سره له قلم سره اشنايي وروښوول شي، هغه ته باید اجازه ورکړل شي، چې کاږه واږه خطونه وباسي، ماشوم باید په دې کړنو ونه رټل شي او هغوی بايد پرېښوول شي، چې د خپل زړه رسامي وکړي، ماشوم ته باید د رسامۍ ښکلي کتابونه او ښکلي انځورونه راوړل شي، هغوی ته کارټوني فلمونه هم په زړه پورې وي، هغوی ته باید په لومړيو کې د پاکي او مؤدب والي درس ورکړل شي، مؤدب والی په دې مانا، نه چې هغوی بايد غلي اوسي او د مشرانو ترمخ هېڅ خبره ونه کړي او نه هم باید د يو شي په اړه خپل نظر ورنکړي، پرېښودل شي، چې د هر څه شي په اړه خپل نظر څرګند کړي او حتا نظر يې واخیستل شي.

له ماشوم سره چې هر ډول سلوک او رويه کوې؛ نو هماغه ډول به درته لويېږي، کله له پيله له ماشوم سره د لويانو يانې داسې فکر وشي، چې هغه ستر انسان دی او په دې ټولنه کې ځای لري؛ نو هغه به همداسې رالوی شي، په خپل نفس به اعتماد ولري.

موږ پښتانه دا يو ډېر بد عادت لرو، چې د ماشوم نه ځينې وخت ډېرې تمې يا هيلې لرو، لکه سم غټ انسان او یا هم ځينې وخت هغوی ته د هېڅ په نظر ګورو، موږ باید منځلاري توب خوښ کړو، نه دا چې له هغوی څخه ډېره تمه وکړو او نه دا چې هغوی بېخي هېر کړو، هغوی ته باید خپل ارزښت ورکړو او باید په دې پوه شي، چې دی هم په ټولنه کې خپل ارزښت لري او خپل ځای لري، د يوه انسان په توګه ورسره باید چال چلند وکړو.

ځينې ماشومان ډېرې پوښتنې کوي او موږ باید د هغوی پوښتنو ته په ورين تندي ځواب ورکړو، نه دا چې په تنګ شو او په کنځلو يې ورځواب کړو، نه هېڅکله هم دا کار د ماشوم د روزنې سره په چوکاټ کې نه راځي، هغوی ته باید سم ځواب ورکړل شي.

ځينې وخت کولای شو، ماشوم له ځانه سره د توکو پلورلو ته هم بوځو او ورته ووایو، چې د خپلې خوښې توکي واخلي، لوبتوکي، کالي او بوټان هم کولای شي ځانته خوښ کړي، ځکه چې دا کار په ماشوم کې د ذوق لوړولو او پرځان بسیا کېدو غوټۍ راټوکوي. قرآن کريم تلاوت کول، ټلويزون ننداره کول، ليک لوست کول او رسامي کول د ماشوم د ذهن په پياوړي کولو زښته ډېر رول لوبوي، له ماشوم سره د مور او پلار لوبې کول او هغوی ته ډېر وخت ورکول هم ډېره ګټه لري، ځکه چې د ماشوم د مينې اړتيا پوره کېږي او په راتلونکي کې د مينې له کمښت سره نه مخ کېږي او بیا همدی نورو ته هم مينه ورکوي.

څومره چې کولای شئ ماشوم ته ټوپک، تومانچه او داسې نور لوبتوکي مه اخلئ، ځکه چې د ماشوم ذهن باید په لومړيو کې له دغو سره اشنا نه شي، ځکه چې ماشوم ډېر نور لومړيتونه لري، هغه باید قلم، کاغذ، کتاب او کتابچې سره اشنا شي او اجازه ورکړل شي، څومره چې کولای شي خط وکړي او د ماشوم دغو کرښو ته بې مانا کرښې مه واياست، بلکې همدغه کرښې دي، چې ماشوم د برياوو پوړيو ته رسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب