چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهملا برادر: په سرپل او اروزګان کې د اوبو بندونه جوړوو

ملا برادر: په سرپل او اروزګان کې د اوبو بندونه جوړوو

تاند: ( یکشنبه، د زمري ۸ مه )  د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، چې غواړي د کانونو په بدل کې دوه د اوبو بندونه، یو په سرپل او بل په روزګان کې ورغوي.

د نوموړي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې اړه یو شمېر اړوندو ادارو ته د پلان جوړونې دنده سپارل شوې ده.

سرچینه زیاتوي: دا بندونه، د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم او د روزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ د آغاجان بند نومیږي.

دا دواړه پروژې د پرځېدلي جمهوري نظام پرمهال سروې شوې وې او د رغونې مقدماتي چارې یې هم شوې وې.

 د سرپل د سلطان ابراهیم بند د رغونې ژمنه ترکیې په ۱۳۸۹ کال کې د شاوخوا شپېته میلیون ډالرو په لګښت د هغه مهال د ناټو په چوکاټ کې د ولایتي بیارغونې د ټیمونو د مرستو په ترڅ کې کړې وه او د روزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ د اوبو د بند پروژه په ۱۳۹۹ کال کې د اتیا میلیون افغانیو په لګښت د جمهوري نظام له پرځېدو څو میاشتې مخکې جوړه شوې وه.

طالبان په وروستیو کې د اوبو د مدیریت په برخه کې د هڅو خبر ورکوي، خو منتقدان یې په دې برخه کې هڅې تبلیغاتي او نمایشي بولي.

2 COMMENTS

  1. غول خورې درواغجنه ملابراخره. تاسي ټول درواغ وایاست( لعنت الله علی الکاذبین) چین سړیخور ته مو ښه طلائي موکه ورکړه اوس زموږ هر څه د اوربسو په بیه وړي لعنت ستاسي په دغه اسلام😡

  2. منتقدان دی خلک په ځان نه خندوی. دآزادو يوتوبګرانو مستند تصویرونه دا حکایت کوی چی افغانستان انشاء الله له دیارلس او اوه پنځوسم کال نه دترقی لیاره بیرته خپله کړیده. دافغانستان مخلص خلک یی وینی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب