شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهقطر نن د طالب او امریکایي استازو د مذاکراتو کوربه دی

قطر نن د طالب او امریکایي استازو د مذاکراتو کوربه دی

تاند: ( یکشنبه، د زمري ۸ مه ) ټاکل شوې، چې له څه موده ځنډ وروسته نن بیا د قطر پلازمېنه دوحه،د طالبانو او امریکایي استازو د مذاکراتو کوربه وي.

په دې مذاکراتو کې د ګډون لپاره د طالبانو د بهرنیوچارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ طالب پلاوی له امریکايي استازو سره د خبرو لپاره دوحې ته رسېدلی.

په دې مذاکراتو کې طالب لوري سره، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري پر ځینو مسایلو بحث او خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویلي دي چې امریکايي پلاوی به د ښځو د حقونو، امنیت، اقتصاد او د مخدرو موادو پرضد د مبارزې د هڅو په اړه د طالبانو له پلاوي سره خبرې وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي بیا د کابل په هوايي ډګر کې د خبرو پرمهال وویل له امریکايي لوري سره به د طالبانو پر چارواکو د بندیزونو د لیرې کولو، له طالبانو سره د مثبت تعامل او یولړ نورو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ ورته څو ناستې مخکې هم شوې وې، چې د شنونکو په باور تر ډېره سمبولیکې وې او کومه څرګنده پایله یې نه لرله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب