پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد د دوحې تړون له طالبانو سره د امریکا د نوي حکومت...

خلیلزاد د دوحې تړون له طالبانو سره د امریکا د نوي حکومت اساس کېدای شي

تاند (پنحشنبه، د عقرب ۲۴ مه)  د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي او د دوحې د تړون لاسلیکوونکي زلمي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ وویل چې د امریکا د نوي حکومت لپاره یو له انتخابونو څخه کېدای شي دا وي چې د دوحې د سولې تړون تطبیق شي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د فلوریډا پوهنتون د نړیوال امنیت موسسې په کنفرانس کې زیاته کړه: «زه نه غواړم توقعات لوړ کړم، خو ټینګار کوم چې دا تړون کولای شي د همکارۍ لپاره یو چوکاټ برابر کړي.»

خلیلزاد او د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال عبدالغني برادر د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه د دوحې د سولې تړون لاسلیک کړی و.

هغه وویل: «د دوحې تړون یوازینی رسمي تړون دی چې متحد ایالتونه یې له طالبانو سره لري، او طالبان هم ادعا کوي چې دوی دې تړون ته ژمن دي.»

ښاغلي خلیلزاد د فلوریډا پوهنتون د نړیوال امنیت موسسې په غونډه کې د بین‌الافغاني مذاکراتو ستونزو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د افغانستان پخواني حکومت او طالبان دواړو د دې خبرو په ناکامولو کې ونډه لرله.

ده ادعا وکړه: «اشرف غني په بین‌الافغاني خبرو اترو کې د ‘نوي حکومت’ اصطلاح نه منله.»

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه: «ځینو پخوانیو چارواکو په شخصي ناستو کې ماته ویل چې د داسې یو حکومت اړتیا شته، خو په رسمي غونډو کې به یې د ولسمشر غني ملاتړ کاوه.»

هغه وویل چې طالبانو هم نه غوښتل چې په ګډه حکومت وکړي، او په دې خبرو کې ډېر وخت ضایع شو.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي وویل چې اشرف غني د کابل له سقوط یوه ورځ مخکې منلې وه چې له واک څخه به لیرې کېږي او د نوي حکومت جوړولو ته به زمینه برابروي، خو په هغه وخت کې طالبان د پلازمېنې دروازو ته رسېدلي و.

خلیلزاد زیاته کړه چې طالبانو هم موافقه کړې وه چې تر هغه وخته چې د نوي حکومت پر سر توافق نه وي شوی، کابل ته به نه داخلیږي. خو د هغه په وینا، د اشرف غني له وتلو سره مذاکرات ناکام شول.

خلیلزاد په دې پوښتنه کې چې د امریکا په افغانستان کې له شل کلن حضور څخه څه زده کړي دي، وویل چې د افغانستان د جګړې ځینو اړخونو مثبتې پایلې لرلې دي.

هغه وویل چې امریکا القاعده له منځه یووړه، او طالبانو هم له القاعده سره د همکارۍ څخه مهم درسونه اخیستي او ډېر تاوانونه یې زغملي دي.

پخواني استازي زیاته کړه چې ښایي طالبان په لنډمهال کې په واک کې پاتې شي، خو په اوږدمهال کې به د دې ډلې واکمني دوامداره نه وي.

خلیلزاد د بین‌الافغاني خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانستان یو داسې سیاسي نظام ته اړتیا لري چې د ټولو اوسنیو وګړو اړتیاوو ته ځواب ووايي.

خلیلزاد د افغانستان په اړه شوي تېروتنې هم ومنلې، خو ویې ویل چې دا تېروتنې د هڅو د نشتون له امله نه وې.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان جګړه یوه بند او په ټپه ولاړ حالت ته رسېدلې وه او واشنګټن د دې حالت د پای ته رسولو لپاره خبرو ته ور داخل شو، او د ده وظیفه دا وه چې د امریکایي ځواکونو خوندي وتل تضمین کاندي.

1 COMMENT

  1. د سی آی اي ستر جاسوس او د افغان ملت ستر دوښمن خلیلزاد ملی خائین بیا خائینی بابولانی شروع کړی دی د افغان ملت دوښمنه تاسی ملی خائین د افغان ملت ستر جهاد د ظالمو شوروی یرغلګرو او ددوی خرڅ شوو غلامانو پر ضد د غلیسی امریکا خائینو پلیتو پلانو لپاره د چټل شیطان انګلیس چوچه پنجابی پاکستان له لاری استعمال کړو او د افغان ملت په وینو ملیاردر شوی اوس دی بیا بیا خپل خائین فعالیت شروع کړ خدای د تباه او برباد کړه د تا شوروی جاسوس او رشوت خور پلار چټلی لاری ته وفاداره جاسوسه خلیلزاده خدای پاک د کاؤ بائی توپک ته برابر کړه !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب