Homeخبرونهننګرهار کې ۹ تنه د قیمتي ډبرو د قاچاق په تور نیول...

ننګرهار کې ۹ تنه د قیمتي ډبرو د قاچاق په تور نیول شوي

تاند( شنبه ، د سرطان یوولسمه )‌‏‏ د طالبانو ځايي چارواکو ویلي، چې ‏‏په ننګرهار کې ۹ تنه د قیمتي ډبرو د قاچاق په تور نیول شوي.

د دوی په وینا، په ګز درې سیمه کې نهه تنه د قیمتي ډبرو د قاچاق په تور نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

طالبانو د يادو کسانو هويت نه دی په ډاګه کړی.

د طالبانو منتقدین ورته خبرونو ته په شکمن نظر ګوري او وايي ، چې طالبان د وړو غلاوو په تور نیول شوي کسان په علني ډول مجازات او محاکمه کوي ، خو د قاچاق او نورو جرمونو په تور د نیول شویو کسانو د‌ محاکمې او مجازات څرک نه لګیږي.

ځینې خلک په ورته ناقانونه چارو کې پاکستاني اتباع او ورسره د دوی طالب همکاران په لاس لرلو تورنوي ، خو طالبانو دې تورونو ته ځواب نه دی ویلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...