Homeخبرونهکابل کې یو تښتول شوی صراف را خوشی شو

کابل کې یو تښتول شوی صراف را خوشی شو

تاند( شنبه ، د سرطان یوولسمه )‌‏‏ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت چارواکو ويلي ، چې په کابل ښار کې ېې یو صراف د انسان تښتونکو له منګولو ژغورلی دی.

د دغه وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي ، چې ياد شوی صراف د کابل ښار په دویمه ناحیه کې له تښتونکو ژغورل شوی.

سرچېنې د نوموړي صراف د تښتولو نېټه نه ده په ډاګه کړې.

ويل شوي ، چې د دې پېښې په تړاو ۲ تنه تورن کسان نیول شوي دي.

د یو بل خبر له مخې: د طالبانو کورنيو چارو وزارت په هرات کې د ۲۶۰۰ ټنه بې کیفیته تېلو د نیولو خبر ورکړی.

ويل شوي ، چې دغه تېل یوه شرکت بازار ته وړاندې کول ، چې کشف شوی او عاملين یې تر پلټنو لاندې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...