پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهملګرو ملتونو طالبان د ښځو پر وړاندې په تبعیض تورن کړل

ملګرو ملتونو طالبان د ښځو پر وړاندې په تبعیض تورن کړل

تاند:( پنجشنبه، ، د لړم ۴ مه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا  غړو طالبان د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو په نقض او ورسره په تبعیض تورن کړل

دوی دغه راز د یوې ځانګړې غونډې پر مهال یاد شوی چلند وغانده او ویې ویل، د طالبانو لخوا د ښځو محرومول ښايي په جنسیتي ځورونه بدل شي.

د امنیت شورا د ښځو، سولې او امنیت د اصولو لپاره د ګډ ژمنو د اعلامیې لاسلیک کوونکو هېوادونو همدا شان غوښتنه کړې چې افغانستان باید هغو اصولو او مقرراتو ته ژمن پاتې شي چې د یوه غړي هېواد په توګه مکلف دی.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد بیا یاد شوي تورنه رد او وویل: «دا ناسمه خبره ده چې افغانستان کې له ښځو سره تبعیض کیږي، څه چې موږ په افغانستان کې ګورو هغه شرعي قوانین دي او په هغوی کې تبعیض نشته. ښځې او زموږ خویندې چې کومې ستونزې لري موږ یې د حل لپاره هڅې کوي.»

د طالبانو د واکمنۍ له دوو کلونو ډېره موده تېرېږي، لا هم په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو او همدا ډول پوهنتونونو ته نه شي تللی او ښځې له کار او نورو ټولنیزو او سیاسي فعالېتونو څخه منع شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب