یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهطالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسیدو عالي کمیسیون جوړ کړ

طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسیدو عالي کمیسیون جوړ کړ

تاند(پنجشنبه، د میزان ۴ مه) د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د دوی رژیم افغانستان  له بهر څخه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه عالي کمېسيون جوړ کړ.

 ذبيح الله مجاهد د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه کمېسیون تر هغه وروسته جوړ شو، چې د پاکستان حکومت د ټولو نورمونو خلاف د افغان کډوالو د اېستلو فیصله وکړه.

په خبرپاڼه کې زياته شوې:( له پاکستان او نورو هېوادونو څخه په جبري توګه د را اېستونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د ریاست الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ۳۱ لوړ رتبه مسئولینو په شمول عالي کمېسیون جوړ شو او  اسلامي امارت  د خپلو امکاناتو په محدوده کې د لومړنیو خدماتو  وړاندې کولو په موخه په ۸ فصلونو  او ۳۱ مادو کې کړنلاره توشیح او د یادې کړنلارې د تطبیق  لپاره یوه دارالانشاء او ۱۲ کمیټې منظورې کړې).

مجاهد همدارنګه ويلي، چې یادې کمیټې به خپلو امکاناتو ته په کتو د کډوالو تثبیت، تشخیص، انتقال، لومړني ا صحي خدمات او موقت پنډغالي چمتو کوي.

سرچينې زياته کړې، چې په ځانګړي ډول سوداګرو او صنعتکارانو ته د یوې کړنلارې له مخې ځانګړې اسانتیاوې په نظر کې نیول شوې دي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي:(هغه هېوادوال، چې د ځینو تشویشونو له امله بهرنیو هېوادونو ته تللي، هغوی ته ډاډ ورکوو، چې پرته له کوم تشویش څخه بېرته راستانه او په خپل هېواد کې باعزته ژوند وکړي).

پاکستان شاوخوا ۱،۷ میلیونه افغان کډوالو ته چې دغه هېواد ناقانونه ګڼلي، تر راتلونکې اونۍ د وتو خبرداری ورکړی.
د پاکستان دا پریکړه په پراخه کچه غندل شوې او توند اعتراضونه پرې شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب