دوشنبه, جولای 22, 2024
Home+لېوال: د غني خان شخصیت لږ و ډېر خوشحال خټک ته ورته...

لېوال: د غني خان شخصیت لږ و ډېر خوشحال خټک ته ورته دی

له څېړنوال دوکتور عبدالغفور لېوال سره د غني‌خان د شاعرۍ د ځینو اړخونو په اړه مرکه

مرکوال: انجنیر عبدالقادر مسعود

د ګډو وډو پلوشو میناتوریست

د ادب او فرهنګ درنو مینه والو!

 ارواښاد غني خان د نومهالي افغاني فرهنګ یو یاد او نوموتی شاعر، لیکوال، انځورګر، مفکر او سیاسي مبارز وو، چې پر معاصر پښتو شعري بهیر یې خورا زیات اغېز پریښی دی.

د غني خان په اړه ډېرې تبصرې، لکینې او ویناوې شوې دي. دغه شاعر په عام ولس، ادبي مجالسو، کره‌کتونکیو او مبصرینو کې خپل مینه‌وال او کله کله منتقدین لرلي دي.

که څه هم غني خان د خپل ژوند په اوږدو کې فعال سیاست کړی دی او یو مهال د هیندوستان د پارلمان تر غړیتوب پورې هم رسېدلی، د خپل نوموتي پلار، پاچاخان، ملګرتیا یې کړې ده، زندان ته تللی او جلا وطنی ته اړ شوی دی، خو له دې ټولو سره سره د هغه شهرت په شاعرۍ او انځورګرۍ کې زیات دی.

 په روستیو لسیزو کې د دغه ستر معاصر شاعر ګڼ شعرونه د بېلابېلو سندرغاړو له خوا سندریز شوي دي، په پښتو موسیقۍ کې د غني خان د شاعرۍ انګازې او د ده د کلیاتو بیا بیا ځلې خپرېدا ښوولې ده، چې خلک د دغه ځانګړي سبک خاوند شاعر له شعرونو سره څومره مینه او لېوالتیا لري. غني‌خان د فلسفي شاعر، لیوني، رند، عارف، دودماتوونکي، یاغي او د جنون و جانان د شاعر په توګه پېژندل شوی دی. ګڼ کره کتونکي په دې باور دي، چې د غني خان د شاعرۍ سبک هماغومره چې د ده پر ژوند ځانګړی او یوازې په ده پورې منحصر وو، تر ده روسته آن تر نن ورځې پورې، چې ښايي د هغه د شاعرۍ له پیله نږدې یوه پېړۍ تیریږي، همداسې ځانګړې او بې‌سیاله پاته شوې ده. ولې د غني‌خان شاعرانه سبک ځانګړی او بې‌سیاله دی؟ دا پوښتنه داسې دقیقو علمي، انتقادي – تطبیقي (پرتلیزو) او هنري بحثونو او کره کتنې ته اړ دی، چې د هغو له مخې د غني‌خان هنر، تفکر او لیدلوری وپېژندل شي. تر دې وړاندې چې د دغو ګڼ اړخیزو پوښتنو په ځواب پسې ووځو، لومړی به د غني خان لنډ ژوندلیک ته تم شو:

 غني خان پر ۱۹۱۴ زېږدیز کال کې د پښتونستان د هشنغر  په کلي کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي. هغه د خدایي خدمتګارانو د تحریک بنسټ ایښودونکي، فعال مبارز، سیاسي، معنوي او نامتو مشر، فخر افغان خان عبدالغفار خان مشر زوی وو.

غني خان لومړنۍ زده كړې په هغه ازاد قومي ښوونځي كې پيل كړې، چې باچا خان او د هغه دوستانو د غريبو هلكانو لپاره په اتمانزو كې جوړ كړى وو. هلته زده كړې د ټولو لپاره په وړيا ډول وې. غني خان لسم ټولگى په بري سره پای ته ورساوه. د باچا خان دا خيال وو چې له غني څخه يو لوى اسلامي عالم جوړ شي، نو ځكه يې په غني خان اووه كاله عربي دوديز علوم ولوستل. باچا خان ډېر وخت په جېل كې بندي وو او يا به هم د خپل قومي سياسي غورځنگ د تبليغ لپاره په دوره وتلى وو. غني خان په دیني مدرسه کې د دیني ارزښتونو او اوصولو په برخه کې خپلې زده کړې بشپړې کړې او وروسته بیا د لوړو زده کړو لپاره لندن ته ولاړو او هلته د لوېدیز فرهنګ له لویو ارزښتونو سره هم اشنا شو. وروسته بیا غني خان امريكې ته ولاړ او د امريکې په لويزيانا ايالت كې په زده كړو بوخت شو.

د غني خان د اثارو لویه برخه شاعري او هنري منثور اثار دي، چې پر ۱۳۶۴ کال کې یو ځل بیا په کابل کې ټول او چاپ شول. ده خپل اثار نه یوازې په پښتو ژبه خو په انګلیسي ژبه یې هم کښلې دي. د غني کلیات د افغانستان د قومونو او قبایلو وزارت له لوري چاپ شول، چې د هغه د اثارو تر ټولو لویه او معتبره نسخه بلل کېږي.

غني خان پر (۱۹۹۶) زېږدیز کال کې مړ شوی دی.

خدای بخښلي غني‌خان  څو اړخیز شخصیت درلود. د هغه د سیاسي ژوند ځینو برخو ته نغوته وشوه، په شاعرۍ کې د ژور تخیل او فکر خاوند، شاعر، نثر لیکونکی، رسام، مجسمه جوړونکی، پیاوړی انځورګر او مصور وو.

وړاندې مو هم نغوته وکړه، چې د غني خان د څو اړخیز شخصیت پېژندنه او د ده د اثارو شعري او نثري هستونې، فلسفي ، عرفاني او هومانیستي روح لا ډېرو سپړنو، ویناوو، خبرو اترو او لیکنو او څېړنو ته اړتیا لري. پرهمدې بنسټ ما  د ده د بشپړ او پوره پېژندګلوي په تړاو د افغانستان د نوموتي شاعر، پیاوړي لیکوال او ځیر کره کتونکي څېړنوال دکتور عبدالغفور لېوال سره ځانګړې مرکه ترسره کړې ده، چې د هغې په ترڅ کې مو د غني‌خان شاعري د نوې ادبپوهنې، هنرپوهنې، ارواپوهنې، معیاري کره‌کتنې او سبک‌پېژندنې له اړخونو څېړلې ده. موږ وغوښتل، چې له ښاغلي دکتور لېوال سره د غني خان د شاعرۍ او هنر پر هغو اړخونو تم شو، چې تر اوسه لږ ځله بحث پرې شوی او هغسې ژور او ساینټیفیک لاهم څېړل شوی نه دی، څنګه چې بویه.

 تاسو به په دغه مرکه کې زموږ د زمانې د یوه لوی شاعر د شاعرۍ او فکر هغه اړخونه وپېژنئ، چې ښايي له ډېرو کلونو همداسې تیاره پاتې وو. زه باور لرم، چې تر دې مرکې روسته به د غني‌خان د هنر او هنري شخصیت په اړه لانور بحثونه هم راوپاریږي، چې له سره یوځای کېدو روسته به د پښتني هنر د کره‌کتنې او ادبپوهنې پر بډایه زېرمه یو نوی پوړ ور زیات کړي او د دغې څانګې لیدلوري و تیوریک ارونه و ریښې به  لا پسې پیاوړې کړي.

دا زما پوښتنې او دا هم د ښاغلي دوکتور لېوال ځوابونه: 

مسعود: ښاغلی لېوال صاحب، ځينې ليکوال او شاعران وايي، چې شعر څلور توکه (فکر، احساس، تخيل او آهنگ) رانغاړي، خو پوهاند مجاور احمدزیار د يوه ژبپوهاند او ورسره ورسره د ادبپوهاند په توگه په خپل اثر ((پښتو بدلمېچ – پښتو شعر څنگه جوړېږي؟)) کې دغه شمېره پېنځه ښوولې، (( ژبه- آهنگ- احساس- انديشه- خيال)). تاسې په دې اړه څه لید لرئ؟

لېوال: مننه، ډېر مو اورېدلي، چې ویل کیږي: د شعر تعریف سخت دی. شعر د بڼې، جولې (شکل) له مخې، شعر د منځپانګې و جوړښت له مخې او شعر د منځپانګې د سرچینې او د راپنځېدو د څرنګوالي له اړخه د پېژندلو وړ دی، ځکه نو له دومره ګڼ‌اړخیزوالي سره په یوه لنډ و ساده پېژاند (تعریف) کې یې ځاېیدل سخت دي. هغوی چې شعر له ادبیاتو بېلوي او د ناژمنتیا له اړخه یې په نګه هنرونو کې شماري، هغوی د شعر د منځپانګې په لاشعوري سرچینو ډېر بحث کوي. خو له دې ټولو سره سره د شعر لپاره یو نومهالی تعریف داسې شوی: « شعر په لنډه او اهنګینه ژبه د اند او تخییل عاطفي تړون ته ویل کیږي.» په دې توګه وینو چې د شعر بنسټي رغوونکي توکي (عناصر)؛ ژبه، فکر یا اند، تخییل او عاطفه دي.

پخوا باور داسې و، چې ژبه د ادبیاتو لپاره د خامو موادو حیثیت لري، لکه رنګ د انځورګرۍ یا خښتې و ودانیز توکي د معمارۍ لپاره خام مواد دي، همداسې ژبه د یوه ادبي اثر (شعر یا بل هر ځېل) لپاره خام مواد دي. دا نظریه تر دې روسته نوره زړه و نامنلې وګڼل شوه، چې ژبه پخپله د یوه ژوندي ارګانیزم په توګه رامخکې شوه. تر رغښتوالې Structuralism فیلوسوفیک – ژبپوهنیز تفکر راروسته ژبه د ژوند په هره برخه کې بنسټي وګڼل شوه او په ادبیاتو کې ارزښت خورا محوري او بنسټي وګڼل شو. زموږ د قدرمن استاد پوهاند دکتور زیار نظر پر همدې بنسټ ولاړ دی.

پخوا باور داسې و، چې افکار او خیالات د ژبې په وسیله تمثیلیږي، اوسنی باور داسې دی، چې ژبه د افکار او خیالونو په جوړښت کې ونډه لري. هر عصبي فعالیت تر دې روسته (وجود – حضور – Existence )  مومي چې ژبه مانا وروبښي، ناڅاپه دې پایلې ته رسیږو، چې په حقیقت کې افکار او خیالات په خپله د ژبنیو توکیو یو سره اوبل شوی وجود دی.  په شعر کې ژبه همدومره مهمه ده، لکه فکر، تخییل، عاطفه او تصور. دا په شعر کې ښکلې، نښېځلې، توږلې ورڼه شوې (صیقل شوې) ژبه ده، چې د شاعر عاطفه، اند او تخییل هستوي، موږ ته یې رالېږدوي او او موږ په هغه حس کې شریکوي، چې شاعر یې لري. شعر ژبنی هنر دی.

مسعود: ((ژاک مارتین)) پخپل یو نامتو اثر کې داسې کښلي دي:

(( کله چې شاعر شعر لیکي له خپل ځانه بیګانه کېږي. دا چې ولې داسې کېږي؟ لامل یې یو اروایي او رواني حالت ګڼي…. ))، مارتین د خپل اثر په پای کې کاږلي دي: ((شاعر په شاعرانه الهام سره رواني لوري پیاوړي کوي.))

تاسو د دغو نامتو لیکوال د خبرو پر لاسوند په شعر کې  الهامونه، خیالونه، احساسات او عاطفي انځورونه څه ډول ارزوئ؟

لېوال: مخکې مو وویل، چې شعر لاشعوري سرچینه لري. څه مانا؟

تر زیګموند فروید وروسته د نوې ارواپوهنې ډېر تمرکز په انسان کې تر شعوري پوړ لاندې د نیمه ویښ شعور او تر هغه لا پسې لاندیني پوړ تحت الشعور باندې وشو. نوې ارواپوهنې د انسان شاته ‌ټېل وهل شوې او ځپل شوې غوښتنې، غریزې، ګرومونه یا عقدې، کرکې، ویرې، عواطف او احساسات له منځه تلونکي نه، بلکې یوې ژورې کندې ته د رسوب کولو په شکل ترسیم کړل، چې د لارې موندلو په صورت کې بېرته د راوتلو هڅه کوي.  روسته د فروید شاګرد (کارل ګوستاو یونګ) پر خوبونو د تجربو پر مهال د دغې لړۍ نورې پوړۍ هم وموندلې او دا نظریه علمي او پراخه شوه. یونګ ویل، چې تر فردي لاشعور ها خوا قومي او ټولیز (جمعي) لاشعور هم شته، چې د انسانانو تر منځ ګډ دی او نسل په نسل فردي لاشعور ته ورلېږدي، دا د غریزو، عواطفو، ویرو، مینو او کرکو یوه لویه زېرمه ده، چې لرغونتیا یې تر لومړنیو زړبېلګو رسیږي او موږ یې شتون په شعوري پوهه درک‌کولای نه شو، تر دې چې د دغې زېرمې فعالیت زموږ خوبونو ته بڼه ورکوي او په ځانګړیو رواني حالاتو کې سر راپورته کوي.

ښايي په همدې اړه د غني‌خان دغه تمثیل له موږ سره د لاشعوري ساحې په پېژندنه کې مرسته وکړي:

په لکها کاله اودهٔ وي         یو ساعت له رابېدار شي

څو لکها به نور اوده وي      چې روان د مرګ په لار شي

شاته تور یو سمندر دی      مخکې لا توره بلا ده

مینځ کې یو د شبنم څاڅکی   په غورځنګ لکه آبشار شي

د آدم زړه د کتو دی          د ده توره دریابي ده

داسې تلو داسې راتلو کې     دی بې‌خوده شي خمار شي

د ارواپوهنې دغو موندنو په چټکۍ سره ادبیاتو ته مخه کړه او د شلمې پېړۍ ادبیات يې په ارادي بڼه تر اغېز لاندې راوستل. ادبپوهانو د دې نظريې پر بنسټ د کلاسیکو او لرغونیو ادبیاتو بیا سپړنه او کره‌کتنه پیل کړه او په دې بڼه یې په خورا لرغونیو اساطیري اثارو کې هم د لاشعوري پېښو څرګنده او مهمه ونډه وموندله. د ادبیاتو له قلمرو سره د اراپوهنې ګاونډیتوب له خوبونو، اسطورو، زړو باورونو، عرفاني تمایلاتو، میتافیزیکي اړیکو او انساني سېمبولونو او زړبېلګو هم له ژبني هنر سره خورا پېچلې او نږدې اړیکې راوسپړلې. ایله دغه مهال د هغو رواني ځواکونو سرچینه او ځای‌ّځایګی وموندل شو، چې پخوا مو د الهام، کشف، شهود او اشراقي موندنو په نومونو پېژندل.

په دې بڼه د شعر او په ټولیزه توګه د هنر د زېږنځای په اړه هم دا زړه دیالیکتیکي لانجه یوې پایلې ته ورسېده، چې چا به شعر د الهام و شهود بچی ګاڼه خو الهام و شهود یې په علمي/ تجربي بڼه راپېژندلای نه شو. هاخوا د الهامي ځواک منکرانو به شعر داسې ژبنی هنر باله، چې د فکري ریاضت او ځواکمن تفکر په مرسته رامنځته کیږي. تر دې زمانې تخییل هم یوازې یو فکري فعالیت ګڼل کېده. دوی ویل: تخییل په حقیقت کې ناریښتینی تفکر دی، چې له منطقي پولو تیریږي او د «داسې ده!» پر ځای «که داسې وای!» رامخکې کوي.

د ارواپوهنې نویو موندنو تخییلي منځپانګه په لاشعوري زېرمو پورې وتړله او د خوب و شعر تر منځ یې پوله لکه د یوې نرۍ رڼې (شفافې) پردې په بڼه ترسیم کړه. دوی وویل: کله چې موږ خوب وینو، نه پوهېږو چې دا ناریښتینې څېرې، څيزونه او پېښې دي، هماغه شېبه موږ په خوبونو داسې باور لرو، لکه ریښتیني حوادث چې وینو. شعر هم همداسې دی، په شعر کې شاعر جدي دی او د خپل هنري منطق په مټ غواړي پر تاسو خپل شعر ومني:

« که احسن او اکذب اوست!»

اوس نو دا خبره سمه بریښي، چې شعر الهام، شهود یا اشراقي پېښه ده، چې د یوه ځانګړي رواني – عاطفي حالت په دننه کې زیږي. سرچینه یې لاشعوري عواطف، احساسات، غرایز یا ګرومونه دي، چې روسته بیا د تفکر په مرسته قالب مومي، اهنګینه ژبه یې د بیان ښکلاییز سینګار وي او تخییل دغه د برېښنا په شان ځغلنده څرک د یو بشپړ تصویر تر بریده د لېږد وړ ګرځوي او مخاطب ته رسیږي.

شاعري هم یارانه ده               نه په زور نه په زارۍ شي

نه په چل نه په هنر شي          نه په مال نه په خوارۍ شي

شاعري لکه باران دی                کله تندر ګړزهر شي

ناګهانه داسې شړق شي            چې صحرا هم سمندر شي

راځئ د دې ټولې پروسې یو تمثیل د انځورګرۍ په هنر کې وګورو: انځورګر یوه ښکلې څېره په خوب کې ویني، چې د جنت د یوې ونې لاندې ولاړه ده، ټول خوب همدومره دی. سبا چې انځورګر راپاڅیږي، د خوب یوه شېبه یې په یاد ده، لکه یوه ځغلنده برېښنا، انځورګر غواړي دا شېبه خوندي او تلپاتې کړي، رنګ، مویک او سپینه پرده رااخلي، تر دې روسته د تخییل پړاو پیلیږي او انځورګر هغه الهامي شېبه په خپل ذهن کې په یوه بشپړه تابلو بدلوي، بیا نو د هنري تجربې، رنګونو، د سیوري او رڼا ترکیب او فکري انتظام په مرسته یوه ښکلې تابلو انځوروي، چې لیدونکي یې په لیدو نه مړیږي. عجیبه خو دا ده، چې انځورګر نه پوهیږي، هغه ښکلې څېره چې انځور کړې یې ده، څوک ده؟ چېرته ده او د ونې، ښځینه څېرې، له پاسه را خورې وړانګې او رڼاوې څه مانا؟

د (یونګ) ارواپوهنیزه نظریه وايي: د انځورګر په زړه ناخوداګاه (قومي او ټولیز لاشعور) کې د (حوا) اساطیري تصور، جنت، او الهي رڼا د یوه وسواس او تمایل په شان په میراث پاتې وو، چې ناڅاپي یې د خوب پردې ته راغلی، د انځورګر دا شېبه په یاد وه او د تخییل په مرسته یې بشپړه کړې ده. په دې توګه دغه تابلو د (حوا) په نامه نومول کیږي.

داسې خوبونه، شهود او الهامي شېبې هر انسان ته ورپېښیږي، په بله ژبه موږ ټول دغه رواني لاشعوري پانګې ته لاسرسی لرو، خو د انځورګر، شاعر یا بل هنرمند توپیر له ټولو نورو سره دا دی، چې دوی یې د خپل هنر و تخییلي ځواک په مرسته له نیست څخه راهستوي او موږ ته یې هم د لیدو وړ ګرځوي، خو عادي وګړي یې هېروي. په دې توګه وینو، چې هره شېبه په میلیونونو بالقوه هنري اثار د انسانانو په ارواوو کې تر هستېدو مخکې بېرته مري، یوازې هنرمندان و شاعران یې له بالقوه حالته بالفعل هستۍ ته راولي او  تلپاتې کوي یې.

خوب وينم عالمه که یې څوک راکړي معنا

پروت يم سر مې اېښی د خپل يار په زنګانه

خوب وينم چې پورته په هوا لکه د باز شومه

کيناستم په بام د محمود سترګې د اياز شومه

پورته د خاموش زړګي نه خوږ د مينې ساز شومه

خرڅه مې په حورو کړه د ډمو زمانه

خوب وينم چې ناست يم د جيندي په يخه غاړه

شا مې اسويلو کې  لکه سره شمع ولاړه

سرې شونډې مسکۍ شوې راته یې  وې چې ژاړه ژاړه

څکه دې د زړه وينې دا شراب دي مستانه

خوب وينم عالمه که یې څوک راکړي معنا

خوب وينم چې باغ دی د ګلونو او ماښام دی

سرې سترګې ساقي د ساقي سرو ګوتو کې  جام دی

لاس په ستار پروت ليونی مست لکه خيام دی

اړي پرې نرۍ نرۍ د مينې افسانه

خوب وينم عالمه که یې  څوک راکړي معنا

خوب وينم چې سپينه سپوږمۍ پاس په خندا راغله

ما له محبوبه په شرم شرم خندا راغله

شونډو کې  شراب او په کوکۍ کې قضا راغله

سُر خمار یې  راکه پيمانه په پيمانه

خوب وينم عالمه که یې  څوک راکړي معنا

تر پایه…

مسعود: ګران لیوال صاحب د یو شمېر لیکوالو او څېړونکو د خبرو پر لاسوند خدای بخښلی غني‌خان  څو اړخیز شخصیت درلود. هغه سیاست پوه، ټولنیز پوه د ژور تخیل او فکر خاوند، شاعر، نثر لیکونکی،  رسام،  مجسمه جوړونکی، پیاوړی انځورګر او مصور وو. تاسو د ده په شعري او نثري هستونو کې د ده څو بُعدي شخصیت څه ډول څېړئ ؟

لېوال: د غني‌خان  زمانې، کورني چاپېریال، ژوند شرایطو او فکري فضا له ده څخه ګڼ اړخیز شخصیت جوړ کړ، د ده شخصیت لږ و ډېر د شرایطو، کورنۍ او ټولنیز موقف له نظره خوشالخان خټک ته ورته دی.

که څه هم موږ به ډېر په دغه مرکه کې د غني‌خان  پر شاعرۍ، انځورګرۍ او هنري – فرهنګي هڅو تم شو، خو ښه ده، چې د هغه د شخصیت د ګڼ ‌اړخیزو ځانګړنو پېژندنه هم وکړو. ښايي دې پوښتنې ته ځواب ومومو، چې ولې او چا غني‌خان  «غني» کړ؟

هو،  غني‌خان  سیاست کړی و، ټولنیز شخصیت و، مګر د ده د شخصیت جوهر د هغه په شاعرۍ او انځورګري کې څرګند و.  په سیاست کې دی د پلار ترسیوري لاندې و او هغه تاریخي دوره چې ده په کې ژوند کاوه، دومره ترخه وه، چې د ده سیاسي بریاوې یې له سترګو پرې ایستلې دي.  که څه هم په سیاست کې یې هم څه بریاوې په برخه شوې وې،  په ۱۹۴۵ کلونو کې د هیندوستان د پارلمان تر غړیتوب پورې ورسېد، که څه هم لا ځوان و، خو د خپل استعداد او فصاحت له برکته یې په پارلمان کې ځانګړی ځاي ورخپل کړ. له لویه سره غني‌خان  په یوه سیاسي چاپېریال کې رالوی شو، پلار یې پاچاخان ( عبدالغفار خان) دخپلې زمانې پاموړ سیاسي – ملي شخصیت و.  غني‌خان  د همداسې چاپېریال په دننه کې د هغه مهال تر ټولو نوموتیو سیاستوالو مهاتماګاندی، جواهر لعل نهرو او ګڼو نورو سره له نږدې اشنا و. ده د پښتنو ځوانانو د راغونډولو او انسجام لپاره پر ملتپاله تفکر ولاړ «زلمی پښتون» ډله جوړه کړه. شاعر او عاطفي غني، پرعکس په سیاست کې پرګماتیست او د عمل فکر درلود، ان چې په ډېر ادب یې د خپل پلار د عدم تشدد سیاست په وړاندې هم د اعتراض غږ پورته کړی دی. د ده په ژوند پېښو کې لولو، چې د مرتجع او ښکېلاکپلویو ځواکونو په تېره بیا انګریزانو او مسلم لیګیانو له خوا د خدايي خدمتګارو په وړاندې ګواښونه زیات شول، نو غني‌خان  شاوخوا اتیا زره پښتانه زلمیان راټول کړل، چې د خدايي خدمتګارو ژوند او فعالیتونه خوندي وساتي.  غني‌خان  په ډېر زلمیتوب کې، هغه مهال، چې د اعلیحضرت شاه امان الله په وړاندې انګریزپلوی پاڅون وشو، وغوښتل د یوه روغتیايي پلاوي په ترکیب کې د اماني لښکرو مرستې ته راودانګي، چې انګریز یې مخنیوي وکړ. غني‌خان  په سیاسي هلو ځلو کې سختۍ ولیدې، زندانونو ته ولاړ، تر تعقیب لاندې و، دلته او هلته یې څارنه کېده. د پاکستان له بدمرغه زېږون سره سم مسلم لیګي واکمنۍ ونیوه او شپږ کاله یې بندي کړ. دا ټولې پېښې روسته د هغه په شعر او انځورګرۍ کې سر راپورته کوي. د هغه سیاسي ارمانونه، خاطرې، هڅې و ربړې چې ګاللې یې دي، دلته و هلته د هغه په کلام کې وینو او که ځیرمن کره کتونکی یې شعرونه وشني، پوهیږي چې په ځینو شعرونو کې یې جدي سیاسي مسایل ځان څرګندوي.  په ټولیزه توګه، د غني‌خان  ملي فکر، هېوادپالنه، د خپلو خلکو د یووالي او تُند ټولنیز انتقادي چلند پرېمانه موتیفونه د هغه په شعرونو کې موندلای شو. غني‌خان  د خپلو خلکو او ټولنې د روسته پاتې والي عناصر په سختۍ ټکولي او په دې برخه کې یې شعر د روښانتیا او ویښتیا پریمانه څرکونه لري.

مچ د زمري سترګې شکوي ماشی د اوښ وینه

خدایه! ستا دا عجیبه دنیا توره ده که سپینه

مړ لسو ګېدړو ببر شېر په بونډۍ چرګه کړ

سپور شغال په پړانګ دی د غرڅو و ښکار له ځینه

ناسته ده د ډم د لندن لور په سرو ورېښمو کې

لور د لوی شېرشاه لور یې په لاس دی لو له ځينه

مست مغروره سر د پښتون ټیټ سترګې یې ښکته دي

شرم داسې شرم چې شرمونه شرموینه

په دې مرکه کې به د هغه د شعر په ځانګړنو روسته تفصیلي خبرې وکړو، خو د نثر په اړه یې ښايي یادونه وکړم، چې له غني‌خان  څخه د بشپړ راپاتې نثري پښتو کتاب په اړه – چې خپور شوی وي- زه کومه څه نه وینم.  داسې ویل کیږي، چې د هغه یو شمېر لیکونه راټول شوي وو، چې یوه برخه یې په پښتو وو. له دغو لیکونو پرته یې ما کوم نثري بشپړ اثر نه لیدلی او نه مې یې په اړه څه اورېدلي دي. ځینو سرچینو په انګریزي ژبه د هغه یو کتاب یاد کړی، چې (پټانز) نومیږي.  د غني‌خان څو لیکونه او د شعرونو په اړه د هغه منثورې شرحې چې ما کتلي، روان، خوږ، لنډ او له تعقید و تکلف پاک پښتو نثر یې دی.

ما د غني‌خان  انځورګري، مجسمې او هنري تابلو ګانې په ځير کتلي دي. په دې برخه کې یې د کورنۍ په تېره بیا ګران ملګري مشال خان ( د غني‌خان  لمسی او د کور ځلانده مشال) د صمیمي ملګرتیا مننه کوم. غني‌خان  د خپلې شاعرۍ په اندازه – او حتی په ځینو برخو کې تر شاعرۍ زیات – په خپل تجسمي هنر کې د جلا سبک و لارې خاوند دی. ځینې کارونه یې د موډېرنیزم ګڼې ځانګړنې په ځان کې لري، ښايي په ګوته شمېر پښتنو انځورګرانو کې دی، چې خپل رواني حالتونه د رنګ او مویک په مرسته ترسیموي. د غني‌خان  انځورګر ذهن یوه نرینه او یوه ښځینه څېره ډېره منعکسوي. هغه نرینه چې دی یې انځوروي، داسې ایسي، چې د ده خپل تجسم په بېلابېلو رواني حالتونو کې ښيي. سېمبولیزم یې ټولیز سبک دی، خو په ځینو انځورونو کې یې د  کوبیزم سبکي رګونه هم له ورایه ځان څرګندوي. خان ځان انځور کړی دی، خو چوپ یا صامت پورتریت نه، بلکې داسې انځور چې خپل رواني حس یې ورلېږدولی دی. په دغو ځان انځورونو کې غني‌خان  خواشینی، متفکر، بې پروا او کله کله بشپړ ناهیلی وینو. د غني‌خان  انځورګري له هنري – رواني پلوه ښايي بل ځای په تفصیل وارزول شي، خو په مجموع کې ویلای شو، چې د ده دا هنر په هېڅوجه د هغه تر شاعرۍ کم ګڼلای نه شو.

پورته څرګندونو ته په پام، موږ د غني‌خان  د ژوند درې مرحلې پېژندلای شو:

د ماشومتوب په نازولي دوران پسې د ځوانۍ، ښکلا، زدکړو، سیاست او فعالیت خوځنده دوره، چې له مینې، کړاوونو، تجربو او خوږو ترخو ډکه دوره ده. درېیمه دوره د پاخه، مجرب، ارام خو دننه یو توفاني غني وینو، چې شعر لیکي او انځورګري کوي. له فعال سیاسته یې لاس اخیستی یا ناهیلی شوی دی، ټول ژوند یې د تجربو، دردونو، مینو، عاطفو، ناهیلیو او حسرتونو په یوه خزانه بدل کړی، چې خپلو مخاطبانو ته یې شاعرانه کوي. په دې پړاو کې غني‌خان  عرفان او د ژوند و هستۍ په اړه فیلوسوفیکو پوښتنو ته ورننوتلی او په دې توګه یې په دغه پړاو کې خپل تلپاتې هنري اثار پنځولي دي، چې ښايي روسته پرې په تفصیل وغږیږو.

مسعود: د غني‌خان  لومړنی شعرکوم دی او څه وخت یې کښلی دی؟ تاسو د ده لومړنی شعر څه ډول ارزوئ؟

لېوال:  د غني‌خان  هغه ژوندلیک چې ارواښاد استاد بېنوا په «اوسني لیکوال» کې کښلی یوه له دقیقو بایوګرافیو څخه دی، ځکه استاد بېنوا له غني‌خان  سره خورا نږدې ملګرتیا لرله، یو بل ته یې لیکونه کښل او ښکاري، چې استاد بېنوا د غني‌خان  له ژوند پېښو په جزئیاتو خبر و.  استاد بېنوا لیکي:

« د ۱۹۲۹کال د جولای ۲۳ نېټه وه، چې غني‌خان  د څورلسو کلونو په عمر په بمبئی کې د لندن په نیت د اوبو جهاز ته وخوت او په همغه ورځ یې خپل لومړی شعر د « تسلی» په نامه ولیکه…» :

د تهمت نه به جهان کې څوک خلاص نه شي

چې اسمان وي کله کله وي وریځې

چې کم اصله وي په هېڅ هم نه خپلیږي

چا غړلي دي  د شنو شګو نه مځې

د قالین برابری به کله وکا

که هزار رنګه شي رنګ بون او بروځې

که د وچو په ډېرۍ کې ته یو لوند یې

ګمان مه کوه چې ته به ونه سوځې

د مردانو کار د پلک ځواب په سوک دی

هسې نه چې کړې ژړا لکه د ښځې

چې وخت راشي ښه زړه تش کړه غني‌خانه!

څو د قهره به لړمن کې پټ پټ سوځې؟

دا څنګه شعر دی؟

په تاریخي کره کتنه کې د یوه متن ارزونه د هغه فرهنګي چاپېریال، تجربو او د پنځوونکي ترمخ ایښې متون څرګندولای شي. یو څورلس کلن زلمی هغه هم په ۱۹۲۹ زیږدي کال کې، چې لا د پښتو متونو چاپ و خپراوی تقریباً په نشت شمار و. دې ټولو ته په کتو دا خورا وچت شعر دی. د خوشال خان اغېز پرې له ورایه  ښکاري او داسې څرګندیږي، چې غني‌خان  هاغه مهال خوشال لوستی و.

د مردانو کار د پلک ځواب په سوک دی

هسې نه چې کړي ژړا لکه د ښځې

له دې اغېز سره سره، په دغه لومړني شعر کې هم د غني‌خان  تشبیهات نوي دي. د کلاسیکو دیوانونو تشبیهي نشخوار یې تکرار کړی نه دی. « چې اسمان وي کله کله وي وریځې» دغه استعاري جمله خوندور نوښت لري. که انسان د اسمان په اندازه لوی، روڼ، لوړ او واکمن هم وي، بیا یې هم وریځې مخ ورپټولای شي، انسان او اسمان، وریځې او تهمت په ښکلې بڼه سره تشبیه شوي دي.

مسعود: مهرباني وکړئ د غني‌خان  د اثارو په تړاو په لنډه توګه خپل لید راسره شریک کړئ؟

لېوال: په پښتو شاعرۍ کې د غني‌خان  بېلابېلې ټولګې لکه: د پنجرې چغار، پلوشې او پانوس بېلې بېلې خپرې شوې دي، تر دې چې د هغه بشپړ کلیات په کال ۱۳۶۴ لمریز کې د افغانستان د قومونو اوقبایلو وزارت په کابل کې خپور کړ، د تدوین، سمون، اهتمام او سریزې زیار یې سرمحقق زلمي هېوادمل ایستلی، چې بیا روسته ګڼ ځلې چاپ شوی دی. خو اصلي کیسه دا ده، چې د دغه کلیاتو تر چاپ راروسته بیا د غني‌خان  تر مړینې ۱۳۷۴ پورې خامخا هغه نوره شاعري هم کړې ده، شخصاً ماته څرګنده نه ده، چې د هغه دغه لس کلنه شاعري بېله خپره شوې که نه؟ په هر صورت ښه به وي دلته یې په ټینګار یادونه وکړو، چې بویه دغه لس کلنه شاعري یې د ځانګړي چاپ ترڅنګ د یوه باصلاحیته مدون له خوا پر کلیاتو وراضافه او بشپړ کلیات یې بیاځلې چاپ شي.

تر دې ورهاخوا د هغه (پتانز) نومی انګریزي کتاب هم دوه ځلي چاپ شوی یو ځل په بمبئی (مومبای) او بیاځلې په پېښور کې. غني‌خان  دغه کتاب خپل پلار (پاچاخان) ته ډالۍ کړی دی.

مسعود: غني‌خان  په ډیرو سختو او تورو جیلونو کې ډیرې بدې او ترخې شپې او ورځې تیرولئ په هماهغه وخت کې یې د (پنجرې چغار) په نوم شعري ټولګه چې د لیکوالو له نظره د شعر د نړۍ شهکار یاد شوی کښلې ده. ولې دې اثر دومره شهرت وموند؟ تاسو د دی کتاب شعرونه او د غني‌خان  د ژوند دا پړاو څه ډول ارزوئ ؟

لېوال: د پنجرې چغار د یوه یاغي تفکر خاوند شاعر حبسیات نه، بلکې د ازادۍ د حسرت نوستالژیک رواني فورانونه دي، چې په کلاسیک مفهوم د حبسیاتو یا د زندان د دورې له شاعرۍ سره څرګند توپیرونه لري.

غني‌خان  خپل دا کتاب خپلې مېرمن ته په دې شعر ډالۍ کړی دی:

یو خوب د شاعر په جامه انساني

یوساز دور- دراز ښکلی خوږ اسماني

یو ګل د جنت په خصلت رحماني

یو جسم ناري یو زړګی نوراني

شوله داسې پیدا د غنی دلبرا

په غیرت پښتنه په ښایست ایراني

لومړۍ دودماتونه: په ۱۹۵۳ میلادي کې یو پښتون ټول تابوګان ماتوي او خپلې مېرمنې ته شعر لیکي، ښکلا یې په کې ستايي او ځانګړی ټاکلی مخاطب لري، د یوې مجهولې ښکلا ستاینې پرځای لوستونکي ته د ښکلا پته ښيي او د خوشال په وینا: « په ښکاره نارې وهي چې….»

ومو ویل، چې غني په زندان کې نه د مسعود سعد سلمان په شان د نای د حصار له زندان څخه د ازادېدو په ارمان چیغې سورې وهلي

نالم ز دل چو نای من اندر حصار نای

پستی ګرفت همت من زین بلند جای

آرد هوای نای مرا ناله های زار

جز ناله های زار چه آرد هوای نای

او نه یې هم لکه خاقانی شروانی له بندیخانې څخه د خلاصون لپاره د مسیحي روم د قیصر مدحه په دې هیله کړې، چې پر شروانشاه د خپل اغېز له مخې زور واچوي، چې دی راخلاص کړي:

فلک کژروتر است از خط ترسا

مرا دارد مسلسل راهب‌آسا

نه روح الله در این دیر است چون شد

چنین دجال فعل این دیر مینا

من اینجا پای ‌بند رشته ماندم

چو عیسی پای ‌بند سوزن آنجا

ان لا د زنداني اشرف خان هجري په شان د شکایت سړی نه دی، چې ووايي:

یا دکن د غم وطن، ښادي یې نشته

یا په ما غمونو شپه کړه مبتلا یم

غني‌خان  په زندان کې هم خپلې زولنې نه شرنګوي، د معشوقې د پایزېب په شرنګا پسې لیونی دی:

په نظر کې مې            د باغونو خیال

په نصیب کې مې       لاره د غرونو

عجیبه اچار            مې اچولي دي

د ګلونو              او د غمونو

په غوږونو کې           شړهار د ساز

د ګنګرو پایزېب       او خندا اواز

ډوب مې زړه لټوي               بل څه نوی ساز

                                                                         …  ترپایه

داسې نه ده، چې په زندان کې پر غني سختۍ نه وې. نه!  غني د زندان سختۍ هم تصویر کړې دي، خو دی فکر کوي، چې وچ شکایتونه شعر نه، منظومې ساندې دي. غني‌خان  که د زندان چاپېریال ترسیموي هم په خورا هنري بڼه یې ترسیموي:

پنسن مې «بخمیر» روک که قلم تش د سیاهۍ نه

کوټه کې یخ او تریخ لوګی، بهر یخه سیلۍ

دماغ مې پرېشانه زړګی پریوتی د مستۍ نه

خیالات مې روک نوستلی غنم وهلی په ږلۍ

د غني‌خان  په زنداني شعرونو کې « د فریدون د مور خط» شعر له نثري مقدمې داسې څرګندیږي، چې اوس به نو شاعر د زندان له سختیو شکایت کوي، په خپلې محبوبې پسې به ژاړي او خپل نوي زېږېدلي زوی «فریدون» لیدو ته به خپله تلوسه شاعرانه کوي، ځکه ده لیکلي، چې په زندان کې ناروغ او خپلې ناروغې مېرمنې ته خواشینی وم، چې په دې کې زیری راغی چې زوی مې پیدا شو. دا شعر د ناهیلۍ، درد او خوشالۍ له ګډون څخه د جوړ احساس پر مهال لیکل شوی دی. مګر کله چې شعر پیلیږي، ګورو چې شاعر د خپلې محبوبې «مېرمن» له خولې نه ځان ته مخاطب دی.

ما د دوو لپو خاورې تا له ژوند او جهان جوړ که

خپلې مینې داسې یوړم بل مې تا له جانان جوړ که

دا چې زه د وفا ډکه د جنون جهان له لاړم

دا مې لال هغلته وموند د همه لالونو ښکلی

په دغه مخاطبه کې د غني‌خان  محبوبا هغه ته حوصله ورکوي، خو یوازې په عاطفي خبرو نه، بلکې په داسې مستدلو استعارو او تلمیحاتو، چې شاعر د زندان او ان د دغې نړۍ له ژوند څخه ډېر ورپورته هغې سترې معنوي نړۍ ته بیايي، چې هره سختي وزغملای شي او د ابدي وصال په تمه دا درد و رنځ هېر کړي.

ته چې شوې د اور بڅری زه هم سره لمبه د اور شوم

چې ستا زړه په تالاش سر شو، زه شوم لاره، زه امام

دا چې ستا شونډې شوې تږې د مستۍ د سرو شرابو

دا خو ځکه زه جانانه هم شراب شومه هم جام …

                                                                                              ترپایه

د غني‌خان  یوه بله زنداني شاعرانه خاطره د «چینډخ» شعر دی. د دې شعر لپاره د زندان چاپېریال یو تمثیلي دریځ وربښلی دی، نور نو شاعر له بېلابېلو ژویو او الوتونکیو سره خبرې کوي، هم ژوي او هم د ده دیالوګ/ مونولوګ ژور او سېمبولیک دي. دی د شعر په منثوره مقدمه کې لیکي: «… کله به تور قارغه لکه د یو جمهوري وزیر اعظم د شور او چل نه ډک په دیوال کیناست…»  د دغه شعر سېمبولونه ټول د سپړلو وړ دي، ښايي بېلابېل شخصیتونه ورڅخه مرام وي، ښايي هر یو یې د غني‌خان  په ژوند کې یو مهم کرکټر تمثیلوي، څوک خبر؟

مخ دې د شیخڼو په شان نه خاندي اوښیار دی

ښکلی دې اواز لکه د ژرندې د غرار دی

سترګې بټې بټې، بغې بغې تشې تشې

چغه دوه منی غریبه،  توره دوه اوربشې

د زندان چاپېریال شاعر ته سوژه ورکوي، الهام وربښي او د خپلو افکارو د تمثیل لپاره کرکټرونه ورکوي. ځکه خو پایله اخلو، چې د غني‌خان حبسیات په زندان کې د نړۍ د نورو شاعرانو له تجربو څخه بېله او مستثنی ده.

مسعود: هر شاعر او لیکوال د خپلو لیکنو او شعرونو لپاره ځانګړی ادبي سبک او ښوونځی لري. ویل کیږي چې غني‌خان  یو له هغو پښتنو شاعرانو څخه دی، چې ځانګړی سبک او ښوونځی یې درلوده. تاسې دا سبک او ښوونځی څه ډول ارزوئ؟

لېوال: دا خبر ریښتیا ده، چې غني‌خان د ځانګړي سبک خاوند شاعر دی، بلکې لا ویلای شو، چې په نومهالیو شاعرانو کې د یوې ځانګړې لارې راپیلوونکی دی. دا، چې وایو د ځانګړي سبک خاوند دی، نو دا ورسره باید ومنو، چې له نورو سبکونو یې لاره بېله ده. کومې سبکي ځانګړنې لري؟ دې پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره باید سبک وپېژنو:

سبک Style   ګڼې پېژندنې لري، د «سبک» وییزه مانا د سرو او سپینو زرو ویلې کول او په کالبونو کې اچول دي، اصطلاحي مانا یې هم شیوه، تګلار، طرز او ځانګړنه ده. یوه عامه پېژندنه یې په تېره بیا په هنر و ادبیاتو کې د هغو ځانګړنو وحدت دی،  چې د یوه تن په اثارو کې لیدل کیږي.  خو دا مهمه ادبي اصطلاح په دومره اسانۍ او عام پېژند کې نه ځاییږي، ځکه د سبکونو تشخیص بیا سبکپوهنې یاStylistics   ته اړ دی، چې د دغې پوهنې معیارونه او Disciplines  د سبک پر څانګیز او تخصصي پېژند اغېز ښندي او ان بدلوي یې. موږ په رحمان بابا کې څه لرو، چې شعر یې د خوشال خان خټک تر  شعره ځانګړی کوي او موږ یې پېژنو؟ حمید مومند ولې موشګاف ګڼو؟ سبک یې څه دی؟

ولې وایو، چې شیدا د هیندي سبک ممتاز استازی دی؟ د دوی ټولو توپیرونه بیا له روښاني مکتب (دولت، ارزانی، میرزا) او نورو سره څه دي؟ په شعر کې د سبکي ځانګړنو یووالی او ګډون یوازې په ژبه پورې تړلي نه دي، لیدلوری، موتیفونه، د تفکر اوژبې ترمنځ اړیکي او رغښت‌توکي نورې سبکي ځانګړنې دي. فورمالیستیک اړخونه د سبکپوهنې مهم ارکان دي. په ادبي اثارو کې موږ ژبني سبکپوهنه  Linguistic Stylistics  او بلخوا ادبي هغه Literary Stylistics  لرو.  پردې بنسټ ښايي د یوه سبک د پېژندلو لپاره درې پړاوونه په پام کې ولرو:

۱ـ ځانګړی لیدلوری، ۲ـ غوراوی، ۳ـ  د ارزونې او کره کولو تول پارسنګ او معیارونه

د ژبني سکښت، سېمبولونو او استعارو، اصلي موتیفونو او فکر تکرار او تناوب موندل مرسته کوي، چې د لیکوال یا شاعر سبک وپېژنو، خو د دغه تکرار او تناوب د علت پېژندل د سبکپوهنې علمي ځواب ورکولای شي.

خوشال ولې ویل:

څو وانه خلي له غلـــــــــــیمه انتقام

مـــرد نه خـوب کا نه خـوراک کا نه ارام

یا :

کل ګټنه ده د تورې                  که کابل دی که کشمیر

مېړني دي چې یادیږي               په سندرو هم په ویر

او:

د تورو په میدان کې چې سودا وي د سرونو

هغه زمان مې ګوره تل به سور وي زما اس

خو رحمان بابا ویل:

کر د ګلو کړه چې سیمه دې ګلزار شي

اغزي مه کره په پښو کې به دې خار شي

ته چې بل په غشیو ولې هسې پوه شه

چې همدا غشی به ستا په لور ګذار شي

ته چې بل ته کوهي کنې هسې پوه شه

چرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي

کله، چې موږ د دغو دوو سترو شاعرانو پر شخصیتونو، کورنیو، زمانو، د روزنې شرایطو، فکري ځانګړنو او ژوندپېښو څېړنه وکړو، نو راته څرګندیږي، چې خوشال یو پوځي – سیاسي مشر و او د شعر حماسي منځپانګه یې د خپل ژوند د تجربو محصول دي، خو پرعکس رحمان بابا یو متصوف، ارام، انزوا پسند او اخلاقي واعظ و، چې نړۍ يې په سوله او اخلاقي موازینو ولاړه لیده.

د دې دواړو شاعرانو د نړۍ لیدونو ترمنځ توپیر د دغو توپیرونو تکرار او پر شعري رغښت یې اغېز او د کره کولو لپاره یې تول‌پارسنګ د دوی سبکي توپیرونه هم راښوولای شي او د دواړو سبکونه هم.

د غني‌خان سبک پېژندنې ته د ورننوتلو لپاره موږ باید له فورمالیستیکو ارزونو تومنه ولرو. روسي فورمالیستانو په یوه ادبي اثر کې ژبنی جوړښت د اثر تر ټولنیز، اخلاقي، ارواپوهنیز او فکري اړخونو مهم ګاڼه. دوی په دې باور و، چې شاعر یوه نوې ژبه رامنځته کوي، چې له عامې ژبې سره توپیر لري. فورمالیزم د ۱۹۱۵ څخه تر ۱۹۱۷ کال پورې د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال رامنځ ته شوی مکتب دی، مهمې څېرې يې ویکتور شکلوسکي، ایخن باوم، یوری تن‌یانو، یاکوبسن او ولادیمیر پروپ دي.

په پښتو نومهالیو ادبیاتو کې غني‌خان هغه شاعر دی، چې له فورمالیستیک لیدلوري یې د شاعرۍ سبک د ښه پېژندنې وړ دی.

اې د پستو سترګو ښاپېرۍ، چې ستا دي یاد که هېر

هغه دوزخونه تېر او هغه جنتونه تېر

یو بڅری نور چې به کړ کل جهان له نوره ډک

یو رنګین نظر به غمګین زړه کړ د سروره ډک

«پستې سترګې» څه مانا؟ دا ترکیب د غني‌خان تر همدغه شعر پورې اورېدل شوی و؟ یا هم «رنګین نظر» دا څنګه ترکیب درته ښکاري. د ښکلا پنځونې لپاره په ژبه کې رغښتي بدلون. فورمالیستانو پر دې ژور ژبپوهنیز او ماناپوهنیز بحث کاوه.

 فورمالیستانو له واحدې مادې څخه د بېلابېلو بڼو خاوند توکیو د جوړولو توپیر د سبکپوهنې لپاره غوره بېلګه ګڼله. دوی فکر کاوه چې که موږ ویلې شوي موم ولرو او همدا ویلې موم د بېلابېلو شکلونو په قالبونو کې تویې کړو، نو شېبه روسته به یو اس،  بله کوتره، یوه ونه او ښايي بلخوا یوه پیاله یا صراحي ولرو. که څه هم اصلي ماده (موم) یو دی، ښايي رنګ یې هم هماغه یو رنګ وي، خو ترې جوړې شوې بڼې بېلابېلې دي، ولې؟ ځکه قالبونه بېلابېل وو. ژبه، تخییل، تفکر او ان وزن و اهنګ به ګډ وي، خو د یوه شاعر له قریحې به مرغۍ الوځي او د بل شاعر له ذوق څخه به د اسونو یو خېل په منډو وي. مهمه دا ده، چې تخییل خوځښت ولري. د روسي فورمالیزم یو مخکښ ولادیمیر پروپ په دې باور و، چې که د یوه شعر یا کیسې جوړښتي عناصر په یوې لرغونې عقیدوي سرچینې کې ریښه ولري، همدغه عقیدوي رنګ به له ورایه ځان څرګندوي، که دا شعر په حماسي بڼه کښل شوی وي یا عاشقانه یا مثلاً عرفانی. د ده له نظره ذهني موتیف په خپله په یوه داسې شکل بدلیږي، چې د اثر رغښت یا فورم جوړوي.

 د فورمالیزم له نظره په سبکپېژندنه کې دوه نومونې مهمې دي: «اشنايي‌توږنه» او «رابرسېرونه».

اشنايي‌توږنه؛ شکلوفسکي په دې باور و، چې زموږ درک د بیا بیا ځله تکرار له امله له ګڼو مفاهیمو سره عادت کیږي، داسې لکه د سیند غاړې هستوګن، چې د سیند له غږ سره اشنا دي او داسې وي لکه نه یې چې اوري، خو که له بلې سیمې نابلده څوک راشي،  نو د سیند غږ به له ورایه اوري او فکر به کوي، چې یو غږ نوی دی.  په دې توګه که موږ ژبه داسې وکاروو، چې زموږ ادراک نوښت ته ورسیږي همدغه بهیر ته «اشنايي توږنه» وایو. په سبکپوهنیزه څېړنه کې که څېړونکی د یوه شاعر په متن کې رابرسېره شوې اشنايي‌توږنې تشخیص او وشني، همدې ته رابرسېرونه ویلای شو:

زړونه پټ په نور لکه لیده وي په کالو کې پټ

مرګ و په خندا بانګ د زرکو په نارو کې پټ

خیال به د نسیم په شان ګلونو له ماښام له ته

عقل مرور د حورو ساز له او خیام له ته

تن کې مې زړګی نه و، یو لال و د شغلو نه ډک

سترګې د هر رنګه، هر اندام د ولولو نه ډک

اول داسې وګڼئ، چې غني‌خان  څه وايي؟ همدغه څه په عادي خبرو کې بیا ووایاست یا یې ولیکئ، وګورئ، چې غني څه بدل کړي دي، ستاسو له «اشنا» وینا سره یې توپیرونه کوم دي؟ زړونه څنګه په نور پټېدلای شي؟ داسې پټ لکه لیدل په جامو کې. مرګ څنګه په خندا کیږي؟ او بیا د زرکو په نارو کې پتیږي؟ خیال څنګه لکه نسیم ماښام مهال د ګلونو لیدو ته ورځي او مرور عقل خیام او حورو ته ورځي [ په یوه ژبني قالب یا فورم کې خیام، حورې، ساز، مرورعقل] څنګه سره یوځای کیږي؟ سترګې څنګه له رنګونو ډکیږي؟ او… اساسي پوښتنه دا ده، چې ولې شاعر داسې ژبه د خپلې وینا لپاره ټاکلې ده؟ هر تړنګ څه ډول نوې (مانا) رامنځته کوي؟ داسې مانا چې پخوا زموږ په عادت شوي ادراک کې نه وه؟ همدغه نوې ماناوې او نښې رابرسېره کړئ، ګورئ چې ستاسو له اشنا ادراک سره څومره توپیرونه لري؟ دا ټولې هغه ځانګړنې دي، چې د غني‌خان سبک ټاکي. کاشکې د دکتورا یا ماسترۍ کوم تکړه محصل ته د ماناپوهنې او ژبني فورمالیسم له نظره د غني‌خان د سبک پېژندنې تیزس وروسپارل شي، دا ډېر اوږد علمي بحث دی او په دې وړه لیکنه کې نه ځاییږي.

د غني‌خان سبک دومره ممتاز او ځانګړی دی، چې د ادبیاتو یو مبتدي زده کوونکی هم کړلای شي، د لوستلو له یو څه ریاضت روسته د هغه شاعري – پرته له دې چې نوم یې پرې کښل شوی وي – وپېژني.

د غني‌خان لویه سبکي ځانګړنه د هغه  د شعرونو ژبه ده. شډله، بومي، ناسولېدلې او ډېره ګړدودپاله هشنغرۍ ژبه. د غني‌خان د ژبني سبک پر ځينو ځانګړنو به وړاندې هم وغږیږو، خو دلته یې د ژبني سبک  دا ځانګړنې وګورئ:

غني په ژبه کې له متلونو، ګړنو، کږنو، ولسي اصطلاحاتو او په خلکو کې دود کنایو او استعارو څخه کار اخلي:

د تهمت نه په جهان کې څوک خلاص نه شي       چې اسمان وي کله کله وي وریځې

چې کم‌اصله په هېڅ هم نه خپلیږي            چا غړلی دی د شنو شګونه مزې

د قالین برابري به کله وکا              که هزار رنګه شي رنګ بوڼ او بروزې

که د وچو په ډېرۍ کې ته یو لوند یې            ګومان مکوه چې ته به اونه سوزې

د مردانو کار د پلک ځواب په سوک دی            هسې نه چې کړي ژړا لکه د ښځې

چې وخت راشي ښه زړه تش کړه غني‌خانه           څو د قهره به لړمون کې پټ پټ سوزې

«چې اسمان وي کله کله به وي وريځې» «کم اصل په ډېر څه نه خپلیږي» «چاغړلې دي د شنو شګو نه مزې»، «رنګ و بوڼ او بروزې د قالین برابري نه کا» ، « د و چو له زوره به خامخا لامده سوزي»، « مېړونه د پلک ځواب په سوک ورکوي»، « په لړمون کې پټ پټ سوزېدل» ټول په زړه پورې ولسي – فولکلوریک اصطلاحات او متلونه دي. د غني‌خان  شعرونه له پښتني فولکلور څخه مالامال دي.

د دود ادبي معیارونو په تېره بیا قافیې، ردیف او ان قراردادي وزني رکنونو په وړاندې ناژمنتیا؛ په دې شعر کې ورېځې، مزې، بروزې، سوځې، ښځې، بیاځلې سوځې سره قافیه شوي دي. په قافیو کې روي توری یوازې د تلفظ په اعتبار کارول شوی دی. قافیه یو بیت روسته تکرارشوې ده. دا ټول هغه څه دي، چې غني پخپله هم اعتراف پرې کوي، چې ډېره یې پروا نه ساتي.

 غني‌خان د ژوند چاپېریال تر اغېز لاندې له بغاوت ډکه شاعري کړې ده، باغي فکر د هغه د سبک یوه محتوايي ځانګړنه ده. له قشري ملایانو او سیاسي شویو شیخانو سره یې ورانه ده. يوځانګړی عرفاني لید لري. د سېمبولونو، استعارو، تشبیهاتو، کنایو او تمثیلونو رنګارنګي او بډایه زېرمه یې د شعرونو بله سبکي ځانګړنه شمارلای شو.

د کلاسیکې شاعرۍ رګونه یې په هماغه پخوانۍ زمینه کې ساتلي، خو د دې ترڅنګ یې ګڼ شاعرانه موتیفونه، اصطلاحات او مفاهیم نوي او نومهالي دي. د هغه له شعرونو سړی له ورایه پوهېدلای شي، چې د شلمې پېړۍ یو هیندوستان لیدلی پښتون شاعر دی، چې په انګریزي ژبه، عربي او اسلامي علومو برلاسی دی، خو باور یې د انسان له موډېرنیتې سره تړلی. انسانمحوریت یې د تفکر بله سبکي ځانګړتیا ګڼلای شو.

د منځپانګې له نظره د غني‌خان سبک ټولې هغه ځانګړنې شمېرلای شو، چې په دې مرکه کې به وار په وار  پرې خبرې کیږي.

د غني‌خان سبکي ځانګړنه داسې ده، چې دی تر ځان وړاندې د بل هممهالي پښتون شاعر د رغښتوالو ځانګړنو تر اغېز لاندې نه دی، خو تر ده روسته ګڼ  شاعران په ځانخبرې یا ځان ‌ناخبرې بڼه د ده د سبک تر اغېز لاندې راغلي دي.

مسعود: غني‌خان  وایي:

ستوري ته اسمان کې يوه ورځ ووې هلال

خدای آدم له مينه ورکړه موږ له تش جمال

زه به په خندا ورکړم دا خپل ښايست د کمال

ماله که يو څاڅکې مينه راکړي څوک په سوال

مينه حقيقت حسن سايه د حقيقت ده

حسن له زوال شته مينه نه لري زوال

تاسو د غني‌خان  ښکلاییز درک، احساس او پوهه د ده په شعرونو کې او په تیره بیا په دا پورتني شعر کې د مینې، حسن او ښکلا په اړوند څه ډول ارزوئ؟

همدا راز،  تاسو مطلقه مینه، حسن او ښکلا، طبیعي او هنري ښکلا، او معنوي ښکلا  د غني‌خان  په شعرونو کې او  د ده دیالکتیکي تفکر په دې برخو کې او د ښکلا پېژندنې په تړاو څه ډول ارزوئ؟ مهرباني وکړئ په دې برخو کې د ده د شعرونو څو بیلګې راته په ګوته کړئ.

لېوال: یو څه چې ښکلی وي، موږ وایو: «ښه ښکاري!» دلته (ښکلی) له (ښه) سره په یوه مانا اخیستل کیږي. بل ځای وایو، پلانی ښه انسان دی. یعنې د خیر ښېګڼې سړی دی. له خورا لرغونیو زمانو د خیر و شر په مخامختیا کې ښکلی د خیر او ناښکلی (بدرنګه = زشت) د شر په کتار کې شمارل شوی دی.  دا د نوې زمانې کیسه ده، چې ځينې زهرجن مارونه هم خلکو ته ښکلي ښکاري او بدرنګه شوپرک (اسمانڅکالی) ګټور او ښه مخلوق بولي. ښکلا دومره د لرغوني بشر لپاره مهمه وه، چې ډېر ځله یې د (خیر) او (ښکلا) مفاهیم سره ګډ کړي دي، لرغونيو بابلیانو، سوریانو او مصریانو ښکلا مطلق خیر ګڼله او هیندیانو د تناسخ د باور په لړۍ کې فکر کاوه، چې شریر انسانان په راتلونکیو معادونو (بیاځلې ژوندپېر) کې د بدرنګه موجوداتو په بڼه نړۍ ته راځي.

لرغونیو انسانانو ښکلا د ښېګڼې په کتار کې شمارله، خو د یونان په طلايي دوران کې فیلوسوفانو ښکلا د یوه بېل او خپواک ارزښت په توګه راوپېژندله.

تر دې روسته، ښکلا پېژندنه Aesthetics   [ په فرانسوي Esthétique] یو پراخ فیلوسوفیک، ارواپوهنیز، هنري او ټولنپوهنیر مفهوم  شو. ښکلا د بشریت په رواني او ان فیزیولوژیک  تکامل کې ډېره ونډه لرلې ده. ګڼو پوهانو پخپله هنر د ایستیتیک بچی ګڼلی دی، بشریت د ځان تر ښکلا روسته د چاپېریال او بل «انسان» د ښکلا په اړه پریمانه خبرې پنځولې دي، روسته د افکارو او تخییلاتو ښکلا هم پرې وراضافه شوې ده. د انساني – فیلوسوفیکو پوهنو په بحثونو کې اپلاتون ښکلا د لومړني ایډیال په قالب کې راپېژندله، هغه د مُثل نظریې پر بنسټ باور درلود، چې ښکلا پخپله یوه بېله هستي یا وجود دی، چې د لومړنیو مثُل‌ونو په بڼه یې هستېدل له لومړي سره د هستندوی په اراده کې وو. اپلاتون هم ښکلا له خیر سره ورته یا نږدې ګڼي. اپلاتون د (مېلمستیا) تر سرلیک لاندې خبرو اترو کې وايي: « پر دې نړۍ ښکلي څیزونه د ریښتیني ابدي ښکلا له مثال څخه تومنه اخلي.» اپلاتون نظم او تناسب (انډول) د ښکلا فضیلت او بنسټ بولي. روسته په انځورګرۍ، مهندسۍ او اتانومي کې پر تناسب ټینګار د اپلاتون د دغې لومړنۍ نظريې مخینې ته وررسیږي. بل یوناني ستر فیلوسوف ارستو که څه هم، چې په ځینو برخو کې خیر او ښکلا سره ګډوله. ده د (کالون) اصطلاح د خیر او ښکلا دواړو لپاره یوشان کارولې ده، خو دی د ښکلا جوهر تر یو بریده د (څيز) په ذات کې پلټي، حال دا چې خیر له ذاته را بهر د کړنې په پایله کې زیږي او حادث دی. ارستو هم ښکلا په نظم، تناسب، تقارن او [هرڅه په خپله اندازه] کې ویني. ارستو په شعرپوهنه یا پویتیکس  (بوتیقا= بوطیقا) رساله کې وايي: د توکونو (جزٔ‌‌ونو) د  سم او منظم ترکیب پربنسټ شعر ښکلا مومي.

اپیکور بیا خبره ارواپوهنې ته راکاږلې، دی وايي:  ښکلا فضیلت دی، او هغوی، چې غریزه او (خوند) د ښکلا لپاره مهم ګڼي، له ښکلا نه به تلپاتې ګټه ترلاسه نه کړي.  نیو اپلاتونیانو هم د اپلاتون خبره سره بیا شاربله او داسې شننه یې ترې اخیسته، چې حقیقي ښکلی واحد ذات دی او دنیوي ښکلا یې انعکاس دی: (الله جمیل و یحب الجمال) ښايي نړیوال عرفان ته دا مفهوم هم له دې باوره رالېږدېدلی وي، چې مجازي ښکلا کړلای شي موږ حقیقي ښکلا ته ورسوي.

له کلاسیکانو څخه پر تناسب و تقارن ټینګار تر نومهالې فیلوسوفي پورې راروانه وه، تر دې چې جرمني فیلوسوف ایمانوېل کانت په دې اړه د ټولیز ذوق خبره رامخکې کړه. کانت (د حکم د ځواک کره کتنه) کتاب کې ښکلا له میتافیزیک څخه رابېله کړه او د ښکلاخوښوونې انساني ذوق یې د ښکلا د هستۍ لپاره مهم وګاڼه. ده وویل: « هغه څه ښکلي دي، چې د ټولو خوښ شي» که څه هم روستیو ښکلاپوهانو د «ټولو» قید رانرم کړ او ویې ویل، چې (ټول) اړ نه دي، خامخا دې یوه واحده ښکلا خوښه کړي، خو که ګڼ (اکثریت) ذوقونه یې خوښ کړي، ښايي د اجماع وړ ښکلا یې وګڼلای شو. کانت تر ذوق ورهاخوا د ښکلا د عینیت  (Objective) او ذهنیت (Subjective)  مسئله هم راپورته کړه او پر دې یې ټینګار وکړ، چې هرڅيز په عیني بڼه د خپلې ذاتي ښکلا په اعتبار ښکلی ګڼلی شو، خو کله چې ذهني کیږي، هلته یې نو بیا زموږ د ذوق په هینداره کې انعکاس مهم دی، چې موږ يې ښکلا منو که نه؟

تردې را دېخوا نویو فیلوسوفانو د ښکلا مسئله نوره هم پېچلې کړه، ګڼې انتزاعي فرضیې یې ورپسې وتړلې او په یوه دیالکتیکي بحث کې یې ښکلا او ذوق دواړه سرګردان کړل. ستونزه دا وه، چې د پوهنو له څانګیزه کېدو سره په دې اړه نوې پوښتنې راپورته کېدې؛ یوه واحده ښکلا د ټولو لپاره ښکلې ده؟  ایا زموږ په ذهن کې وار له مخه جوړ شوي چوکاټونه د ښکلا په تثبیت کې ونډه لري؟ ایا ښکلا له زمان، مکان، ژوند چاپېریال، اقلیم، ټولنیز اندواکر، عمر او اروايي حالت سره بدلیږي؟ ولې په تاریخ کې کله لوړه پوزه او کله کوشنۍ هغه، کله لویه خوله او کله په نشت شمار خوله ښکلې بریښي؟

تنګه خوله يې په مثال د میږي سترګه
نه غلط شوم چې مثال يې نه پيدا دی

په هیندوستان کې د جام په شان غټې سترګې ښکلې وې، حال دا، چې تورکتوکمو شاعرانو به نېغه دارې بادامي تنګې سترګې خوښولې. کیسه یوازې له زمان و مکان سره د ښکلا د بدلانه تر بریده هم لانجمنه نه وه، د نوې ارواپوهنې او لاشعوري زېرمو راڅرګندېدا د ښکلا خوښوونې خبره نوره هم پېچلې کړه او بشریت ورو ورو د حضوري – وجودي فیلوسوفانو ښکلا په داسې پېښو، غریزو، خاطرو، غوښتنو او هیلو پورې وتړله، چې زموږ په ګډ – قومي لاشعور کې زېرمه شوي، نه زموږ په اراده کې دي او نه یې هم د راڅرګندېدو پر وخت پوهیږو. که د امریکا د لویې وچې د بومي هستوګنو (سورپوستو اینډینانو) لرغونې موسیقي زموږ خوښیږي، ښايي ورسره ګډې زړې خاطرې لرو، حال دا چې تر څو لسیزو مخکې پورې دغه وګړي د بلې دنیا موجودات ګڼل کېدل.

پوهېږم د ښکلا خوښوونې په اړه مو سریزه اوږده شوه، خو مجبور یو، کله چې د یوه مهم فیلوسوفیک هنري مفهوم په اړه خبرې کوو، باید سره پوه شو، چې پر څه غږیږو.

غني‌خان  په پښتنو کې له په ګوته شمېر شاعرانو څخه دی چې ښکلا ته هم په عیني ارزښت ګوري، هم ذهني – عرفاني او الهی.

حسن دی بس حسن، چې هم خدای دی هم جانان دی

دې فاني مکان کې بل مشال د لامکان دی

غني‌خان  د اپلاتوني مُثل په شان خپله او د دونیا ښکلا د ښایست د دریاب یو څاڅکی ګڼي:

دا زما بې‌خودي واړه یو نظر ستا د قرار دی

دا زما دریاب  د حسن ستا یو څاڅکی د خمار دی

یا:

اوه تپوس د حسن مکړه             سمندر شي څوک تللی؟

څوک سپوږمۍ شي رانیولی       څوک زهرا شي ښکلولی

حسن پلار د مینې او مور د عشق

په کې پټ دی ټول سپین او تور د عشق…

زموږ شاعر ټوله هستي ښکلې ګڼي، د ده له نظره ښکلا لکه پټه مانا په هر توک کې نغښتې ده، چېرته د (رڼا) او چېرته د (رنګ) په بڼه. کله کله د (سرور = خوښۍ) په شان حسي شوې، یا لکه عطر په ګل کې پټه. غني‌خان  هر هغه څه د ښکلا ښکارندوی (مظهر) ګڼي، چې موږ د خلقت په راز یا د خالق په شتون باوري کوي. غني‌خان  فکر کوي، چې ښکلا د هستۍ پرتم (عظمت) دی.  غني‌خان خپلې اېډیالې ښکلا ته (خیشت = ښایست او حسن) وايي. ګل، رنګ، رڼا، څاڅکی، شمع، لمر او نور د ښکلا لپاره استعارې او سېمبولونه دي.

دغه سترګې چا کړې جوړې خیشت ته وږې او حیرانه

په ګلونو کې چا خور که دا خایشت د «لامکانه»

چا که جوړ ځان له مکان خپل روک زما د ګل امکانه

زه په څاڅکي کې ډوبېږم، سمندرِ بې پایانه

ایا د غني‌خان  له نظره د ښکلا اخلاقي پېژاند هم د کلاسیکو فیلوسوفانو په شان د (خیر) په مفهوم اخیستل کیږي؟

اوس نو دا جدي پوښتنه ده.

اړ یو، چې په دې اړه د دوو بېلو نظریو یادونه وکړو.  ښکلا که یوه معنوي مفهوم وي، نو باید هر هغه څه چې وار له ‌مخه د اخلاقي ارزښتونو پر بنسټ (ښه) را پېژندل شوي وي، هغه (خیر) او په پایله کې (ښکلی) دی. ختیز عرفان له دې لارې ځان (خیرمطلق) یا خدای ته رسوي. معشوق ښکلی دی، خو خالق يې تر دې/ ده لا ډېر ښکلی دی. مجنون د لیلی د حسن له برکته په خدای میین شو او دواړه په اسمانونو کې ستوري شول.

خوشال بابا فرمايي:

صورتګر چې ښه صورت په دیوال ساز کا

کل عالم یې په صفت زبان دراز کا

د هغه نقاش په صنع نظر نه کا

چې له څه څاڅکي نه دا نقش و طراز کا

خوشال فکر کوي، چې خدای هستي د ښکلا د یوې تابلو په شان انځور کړې ده. د خلقت موخه (غایه = هدف) حسن، ښایست (خیر) دی. موږ پر دیوال انځور شوی تصویر (هستي) ګورو، خو د نقاش کمال ته نه ځير کیږو. خوشال غواړي، له جمال څخه حقیقي جمیل ته ورلوړ شي. عارفانو همدا لاره و سلوک ټاکلی دی.

نیشاپوري عطار فرمايي:

نقاش صنع را همه لطف تو بود قصد

بر ګل نوشت نقش تو و بر ګلاب بست

د اپلاتون د مُثل تمثیل وايي: څو کسان په یوه مغاره کې مخ پر دیوال ناست دي، د مغارې مخې ته اور بل دی او ناست کسان یې رڼا پر دیواله ګوري، د غار له خولې چې هرڅه تیریږي، سیوري یې پر دیوال ښکاري. د اپلاتون له نظره دا مجازي تصویرونه د حقیقت مثالونه دي. رڼا بهر ده او موږ یوازې د حقیقي هستي سیوري وینو. عرفاني تفسیر یې دا دي، چې موږ د دغو خوځنده تصویرونو له مخې ریښتیني (نور) ، (خوځښت) او د ټولو خالق وپېژنو.

غني دا پېښه داسې تمثیلوي:

ستوري ته اسمان کې یوه ورځ ووې هلال

خدای آدم له مینه ورکړه موږ له تش جمال

زه به په خندا ورکړم دا خپل ښایست د کمال

ما له که یو څاڅکی مینه راکړي څوک په سوال

مینه حقیقت، حسن سایه د حقیقت ده

حسن له زوال شته مینه نه لري زوال

غني‌خان  هم د حسن په دوو څاڅکو پسې ګرځي او په دې لټون کې یې دریاب موندلی:

زه وم غل د دوو څاڅکو تا د حسن دریاب راکړ

ما په چل چونګ ډکولو تا د مینې سیلاب راکړ

جام مې وړی و یو ګوټ له ډوب دریاب کې د سرور شوم

د منصور له پښو له لاړ وم، لیونی شوم، زه منصور شوم

(زه) + (منصور) = (شوم).  هماغه د (انالحق) تکرار دی.

خو  د ښکلا په اړه دویمه نظریه هم له غني‌خان سره شته او هغه د ښکلا عیني شتون او د (خوند) د معیار له مخې یې د (خیر) له مقولې خپلواک حضور دی.

نوموتې ایراني شاعرې فروغ فرخزاد مجنون ( د مجنون پرسوناژ)  یو (ځانځوری) مازوخیست ګاڼه، چې د لیلی په مینه کې یې بېځایه ځان د مرګ کندې ته ګوزار کړ. دا وايي: د نن زمانې لیلا ګانې نور نو د هغو مجنونانو لپاره جوړې نه دي، چې تر اوسه د ولې سیوري ته ژاړي، خو لیلا بیخي خبره نه ده، چې څوک پرې میین دی.

د ښکلا په اړه نوې نظریه وايي: ښکلا په ګل کې شته، په معشوقه/ معشوق کې شته، په طبیعت کې هم. موږ حس او عواطف لرو، چې له دغې ښکلا خوند واخلو، نه دا چې هغه دومره ذهني کړو، چې هم ځان او هم ښکلا راڅخه ورکه شي.

غني‌خان  له دې دویمې نظريې سره هم بلد دی او د دغې ښکلا لپاره تر ټولو ژوندۍ استعاره (خوند) ګڼي:

چې نه خوند لري نه جوش، نه سرور او نه خمار

تش خمونه اغشتل وي، د جنون او د دلدار

غني له خدایه غواړي چې همدا دونیا ورته جنت کړي او ښایست د (خوند) په بڼه کې پرې وځښي:

اې د لوی فضل مالکه ما له دا دنیا جنت که

فارموله یې ده اسانه، د درې توکو نه جوړیږي

لکه ویلي مې دي سرکې، بس جانان، ځواني او جام

چې زما لیوني سر پې کله کله مشغولیږي

غني هغه بله (ایډياله) ښکلا د ملا لپاره غوره بولي:

او هغه بل د مرګه پس مې ملاجان پسې خیرات که

تش د حورو په خوبونو که د خوار ګذاره کیږي

ما له دلته یوه راکه غونډه، مسته، تکه سپینه

مینه ناکه، سپینه شمع، چې لمبې وهي بلیږي

یا:

وايي: ملاجان چې په جنت کې حورې پنډې دي

غټې غټې سپینې سپینې، مستې او بربنډې دي

                                                                                 تر پایه

  ښکلا د (خوند) پر زمکه او ښکلا د (خیر) او معنویت پر زمکه که تیس او انتي تیس و ګڼو، نو غني‌خان  ورڅخه یو په زړه پورې سېنتیسس راباسي. دی وايي: که یې (خیر) ګڼئ یا (خوند) خو (مینه) په کې ارزښت دی او مینه د ښکلا له خالق سره ده، نه د جنت لپاره.

تا له ملا جانه رب دې درکړي جنتونه ډېر

اوس پوه شوم چې ولې دا اوږده کوې لمونځونه ډېره

له دې اړخه د (وايي ملاجان) شعر ټول د غني‌خان  په زړه پورې سېنتیسس دی، چې د ځان او ملا ترمنځ یې د ښکلا په پېژندنه کې د پورته یادو شویو دواړو نظریو له لیدلوري توپیرونه ښوولي دي.

مسعود: ګران لیوال صاحب تاسو په ښکلا پېژندنه کې د رنګ او رنګونو فکتور څه ډول ارزوئ،  او دا راته وویاست چې غني‌خان  په خپلو شعرونو کې له دې فکتور څخه څه ډول ګټه پورته کړې ده؟

لېوال: غني‌خان  انځورګر (نقاش) دی. د ده له نظره (رنګونه)، (سیوری) او ( نور = رڼا) ځانګړي او خورا ارزښتمن مفاهیم دي.

رنګ رڼا د خپل ځيګر پرې خورو نه

دومره ښایست وي چې زما دی طلب څومره

غني‌خان  رنګونه استعاره کوي، د مانا په مانا یې غږیږي. دا جمله به ګونګه درته ښکاره شي، خو راځئ د بلاغت‌پوهنې له نظره ورته وګورو. ویل کیږي، چې ادبیات د مانا مانا ده.  او دا په تشبیه، استعاره، کنایه، تلمیحي اشارو، سېمبول او د مجاز په ډولونو کې د مفاهیمو دویم (ثانوي) مانا ته ځان رسول وي.  تاسو یو بوټی وینئ، چې شین ډنډر او شنې پاڼې لري، په سر کې یې له تکو سرو پاڼو یوه ټولګه جوړه شوې ده. دغه بوټي ته په ټولنیز قرارداد کې – چې موږ یې ژبه بولو – د (ګل) نوم ايښوول شوی دی، همدا چې تاسو دغه بوټی ګورئ، ماغزه مو درته وايي، چې دا ګل دی. شین بوټی مانا (ګل) . دا یوه مانا شوه. خو کله چې حمزه شینواری وايي:

ګله خیر دی، چې مې ستا په زړه کې ځای شته

که د بوی غوندې وحشي او پریشان یم

دلته نو (ګل) هاغه شین او سور بوټي نه دی، دلته د ګل مانا (معشوقه) ده. ګل د پرسونیفېکېشن (شخصیت ورکولو) د تشبیهي – استعاري پروسې په مټ په معشوقې بدل شوی دی. ژبې او بیا ادبیاتو زموږ ذهن د یوه بوټي له تصور څخه یوه ښکلي انسان ته راورساوه، ادبیات مانا دغه ذهني پروسه.  د مانا مانا یعنې دا.

د غني‌خان  په شعرونو کې راغلي رنګونه یوازې په طبعیت کې نغښتي ګلونه نه دي، چې له ګډون او ترکیب څخه یې لیدنۍ ښکلا زیږي. د غني‌خان  رنګونه استعارې او سېمبولونه دي، چې موږ د دوی تر شا یوې پټې شوې بلې (ثانوي)  مانا ته وربولي.

یو ټکي د رنګ کې                          دریاب رنګارنګ

یو څاڅکي د ساز کې                     هم سوز او هم شرنګ

موږ په شعرونو کې د رنګونو دوه ډوله حضور وینو:

لومړی؛

غني‌خان:

ګونګټ د سوټو په ډېرۍ پورته، زېړې لولکې ته د نور بیان کئ

چینجی د خاورې په ممبر بره، کیسې د حورو او د اسمان کئ

دلته زېړ (ژېړ) رنګ د لولکې لپاره د څرګندوی ستاینوم (صفت تشخیصیه) په توګه کارول شوی دی. زېړ دلته یوازې رنګ دی. که څه هم د بلاغتپوهنې له نظر له (نور) سره چې روسته راغلی یو ډول تناسب یا مراعات النظیر  جوړوي. خو د لولکې د تشخیص لپاره یو وصفي قید دی، تر دې هاخوا کومه بله هنري مانا نه ښندي.

دویم؛

غني‌خان:

دا لکها زره کتابه، موږ دا یو ټکی زده کړی

که تک تور وي هم خیسته شي، یار چې ستا د زنې خال شي

دلته تور رنګ خپل سېمبولیک ارزښت لري. په دې بیت کې «تور» تر «خال» ځانګړی دی. خبره په تور رنګ کې ده. په لومړۍ مېسره کې «ټکی»  ورسره مانیز تجنیس لري، چې یو ځل بیا تناسب او مراعات النظیر جوړوي. د سېمبول یو ارزښت د هغه هنري موقعیت دی، چې په کې راځی. د یار د زنې خال تور دی. که څه هم تور په عامه مانا د تیارې او بدمرغۍ نښه ده، پخپله غني‌خان  هم په نورو شعرونو کې له تور رنګ څخه ګڼې منفي استعاري ماناوې اخیستې دي، خو که همدغه تور رنګ د یار د زنې خال شي، بیا نو د ښکلا په سېمبول بدلیږي.

پخپله «رنګ» هم د غني‌خان په شعر کې یو عرفاني مفهوم لري. راځئ وګورو دغه عرفاني مفهوم څنګه کارول کیږي؟

د فاطر سورې په ۲۷ م آیت کې لولو:

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ ثَمَرَاتٍ مُخْتَلِفًا أَلْوَانُهَا ۚ وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِيضٌ وَحُمْرٌ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهَا وَغَرَابِيبُ سُودٌ.

ژباړه:

ودې نه لیده، چې خدای له اسمانه باران راووراوه او له هغه مو بېلابېلې او رنګارنګې میوې راوپنځولې؟ او په غرونو کې مو لارې و رګونه رنګارنګ؛ سپین، سره، تور او رنګین هست کړل.

رنګ او نور سره تړلي دي، نور دی، چې رنګونه د لیدو وړ کوي، په بله ژبه رنګ د نور یا رڼا غبرګون او تجلي ده.

شیخ اشراق شهاب الدین سهروردي او ابن عربي باور درلود، چې هرڅه د خدای له نوره رامشتق شوي دي. مخلوقات د مطلق نور او تیارې تر منځ هغه هرڅه دي، چې د تیارې، تروږمۍ او رڼا ترمنځ د رنګونو په مرسته لیدل کېدلای شي.

«رنګ» په یوون/ یووالي (وحدت) کې د ګڼون (کثرت) د تجلي سېمبولیک تمثیل دی. کامل وحدت بېرنګه دی، چې د رڼا/ نور ذات دی. بېرنګه رڼا د رنګونو په مرسته لیدوړ کیږي. ګڼون د رنګونو په مرسته ګورو، رنګونه موږ له ګڼون څخه یوون ته وررسولای شي.

دهلوي بېدل فرمايي:

خیال مایل بی ‌رنګی و جهان همه رنګ

چو غنچه محو دلم بوی آشنا اینجاست

غني‌خان د یوون و ګڼون دغه مفهوم بیخي زیات کارولی او د رنګ په عرفاني مفهوم یې تمثیل کړی دی:

زه یو تور د تیارې سوری، ته د زمکې اسمان نور

بې کنار دریاب د رنګ ته زه یو څاڅکی د سرور

یا

دا مسته رڼا دا مینه حورې او ماښام

څه رنګین سراب دی د لیدلو پوهېدلو

یا

زه یمه مخلوق خو د خالق د رنګه ډک یمه

زه کامل کمال، زه سُر رباب یمه د ټولو

یا

اې د مینې فرشتې                  اې د نور او رنګ قصې

ښاپېرۍ ته چا بندي کړې               د غمونو د کوڅې

او

دلته دې تور رېګستان کې زه د رنګ او نور لمبه يم

د ښايست چپه نغمه يم، کرشمه د لا مکان

د غني په شعرونو کې د «رنګ‌محل» مفهوم ډېر ځله له رڼا او لیدلو سره پیوست راغلی دی. رنګ‌محل د رڼا او تیارې تر منځ د شهود برزخ دی:

محفل شوه رڼا شمعې له سوز روکېدل شو

او چا له رنګ‌محل کې پټې سترګې ړندېدل شو

یا

شوم نصیب کړي جوړ توره پنجره د رنګ ‌محله

مینه او غرور کله ساقي کله امام شي

له (ړوند) – نه لیدلو، تیاره، رکود، نیستي ، هېڅ څخه  تر لیدلو، هستۍ، پیدایۍ او رڼا پورې یو پول شته، چې هغه له رنګونو جوړ دی، غني‌خان دغه رنګین پول ته د بوډۍ ټال استعاره هم کارولې ده:

تیاره تندر، روکېدل دي           زه لټوم د بوډۍ ټال

د امید نه جوړومه              کله رنګ کله وصال

زه د ځان کل مرضونه       خپل حکیم یم د کمال

اې زما مغروره یاره             زه خالق ستا د جمال

مسعود: ویل کېږي چې غني‌خان  یو ریالیست او رومانتیک شاعر دی. دی په خپله شاعرۍ کې خپل نوښتونه لري او د بیلابیلو ادبي مکتبونو ځانګړتیاوې لري، خو د رومانتېسیزم رنګ یې ډیر پوخ دی. تاسو په دې اړه څه لید لرئ؟

لېوال: په اول سر کې باید ووایم، چې  په ختیځ کې شاعري او نور ادبي اثار هو به هو او کټ مټ په هغو مکتبي ځانګړنو خامخا نه شي تول‌ پارسنګ او ارزول کېدای، چې په لویدیځ کې رامنځته شوي او تعریف شوي دي. د رېنسانس په فرهنګي انقلاب کې اروپا د یو شمېر ټولنیزو بدلونونو شاهده وه، چې له دې بدلونونو سره هممهاله ادبیات او فرهنګ هم بدلون مونده او له علمي، تخنیکي، هنري، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو انقلابونو سره نوي ادبي مکتبونه هم د ټولنیز ذوق اړتیا ته په پام او هم هغو فکري – رواني بدلونونو ته په کتو، چې په لیکوالانو کې بدلېدل، رامنځته کېدل.

د دې لپاره، چې د لویدیزو هنري – ادبي مکتبونو له نظره د غني‌خان شاعري وارزولای شو، راځئ له مشهورو مکتبونو څخه دغه مکتبونه دلته وپېژنو، چې تاسو یې یادونه کړې ده. دا به هم نه هېروو، چې دلته د هر مکتب هغه تر ټولو ساده او اسانه پېژند رااخیستل کیږي، چې لوستونکي ژر پرې وپوهېدلای شي:

د اتلسمې پېړۍ په پای کې د اروپا یو شمېر رومانتیکو لیکوالو د رومانتیک یا خیالاتي (خیال‌پاروونکي) مکتب بنسټ کېښود. Romanesque    په اروپايي ژبو کې افسانه‌يي مانا لرله،  د رومانتیسیزم پلوي شاعرانو عقل د کلاسیکو اثارو ځانګړنه ګڼله او دوی د عقل په وړاندې ډېر د «احساس» ، «ولولو» او خیال‌پنځوونې پلویان وو. [ همدلته ده، چې موږ وایو د لویدیزو مکتبونو ځانګړنې پرختیزو هغو د تطبیق وړ نه دي، ځکه په ختیځ کې کلاسیک اثار هغسې عقلاني نه دي او نومهالي یې دغسې احساسي یا خیال‌پنځوونکي] کلاسیسیزم  د یونان و روم د زړو اثارو پلوي کوله، خو رومانتیکانو- مثلاً – د شکسپیر اثار د استناد وړ ګڼل. کلاسیکان د څرګند او روڼ بیان پلویان وو، خو رومانتیستانو به د منظرو په رنګونو او پرتم کې خپلې ویناوې پېچلې. د رومانتیسیزم پلوي لیکوالو دعوه کوله، چې د خپلو احساساتو د بیان لپاره یې د بیان نوی ډول پنځولی او د زړو لیکوالو په شان  د ماتو شویو احساساتو د بیان مړ او خوبولی بیان نه خوښوي. د رومانتیسیزم لومړني څرکونه په انګلستان کې څرګند شول او د نولسمې پېړۍ په رابرېدو جرمني، فرانسې، اسپانیې او روسيې ته ورسېد، خو ډېره وده یې په فرانسه کې وکړه. لامارتین، الکساندر دوما، ویکتور هوګو، آلفره دوموسه او ژرژساند یې نومیالي څېرې دي. د رومانتیسیزم په تاریخ کې ۱۸۳۰ میلادي کال د اروپا د ادبي انقلاب کال ګڼل شوی، ویکتور هوګو او ملګرو یې رومانتیسیزم د ازادۍ، هنر او شخصیت مکتب اعلان کړ. دوموسه دومره د ازادۍ او هرراز پولو د ماتولو پلوي وو، چې ویل یې: پرېږدۍ د عقل او او طبیعت ترڅنګ خپل احساسات او ولولې هم راڅرګندې کړو، باید پرتې ووایو، د شاعر ولولې د خلکو ولولې دي.

خو دغه وګړنۍ ولولې ډېرې ونه پاېیدې، احساساتي رومانتیسزم ورو ورو په ټولنیز رومانتیسیزم بدلېده، د سوسیالیستي تمایلاتو په زیاتېدو سره ادبیات د پرګنو د غوښتنو او احساساتو د بیان التزام ته اوږده ورکوله. بالزاک دغه اوښتون چټک کړ او د «انساني کومېډۍ» په لیکلو یې ټولنیز رومانتیسیزم د ریالیزم تر درشله ورساوه. ځینې خلک بالزاک د ریالیزم له مخکښانو ګڼي. هغه په دې باور و، چې د یوه وګړي شخصي احساسات او د هغه د فردي ژوندپېښې هرڅومره که ډراماتیکې هم وي، د ټولنې په درد نه خوري. ریالیزم ټولنیز ارزښتونه تر فردي ولولو غوره ګڼل او په دې توګه «هنر د هنر لپاره» دوران چې د رومانتیسزم په لمن کې زېږېدلی و، خپل ځای «هنر د ژوند لپاره!» ته پرېښود، چې د ریالیزم د نوي مکتب بنسټ یې پیاوړی کړ. په ۱۸۴۳ کې (شانفلوري) په خپلو لیکنو کې د ریالیزم مانیفیست اعلان کړ او ځان یې ریالیست وګاڼه. شانفلوری او دورانتې روسته په رومانتیسیزم او رومانتیکو مخکښانو کلک ګوزارونه وکړل او هغوی یې سادګان وبلل، د دوی په نظر لیکوال باید ټولنیز ژوند، د خلکو دود دستور او حقایقو ته پام وکړي. په ادبي ځیلونو کې ریالیزم په داستاني ادبیاتو ډېر تمرکز کاوه. ځکه د ټولنیز ژوند واقعیتونه په داستانونو کې ښه ترا انځورېدلای شول. ریالیستیکو ادبیاتو د خپلې هممهالې ټولنې جوړښت، ستونزې او اړتیاوې بیانولې او د ټولنې د بېوزلو کارګرو دردونه او ژوند پېښې یې تمثیلولې.

اوس که د داسې لنډې پېژندنې (څرګنده ده، چې پر دغو مکتبونو باید ډېرې خبرې وشي) روسته، وغواړو د غني‌خان په اثارو کې د دغو مکتبونو ځانګړنې وڅېړو، خبره بدلیږي، ځکه موږ د یوه ختیځ ‌میشتي شاعر په اړه خبرې کوو، چې که څه هم په لویدیځ کې یې ژوند کړی، د انګریزي ژبې له ادبیاتو سره اشنا دی، لویدیځ هنري – ادبي مکتبونه پېژني، د لویو لویدیزو شاعرانو اثار یې لوستي، خو روح یې شرقي دی. عرفان ته یې تر لویدیزې فیلوسوفي تمایل زیات دی او د خپلو کلاسیکانو متون یې هضم کړي دي.

ډېر خلک به مې ګنهګار وګڼي که ووایم: په ختیزو ادبیاتو کې ریالیستیکه شاعري تقریباً نه شته.  ان دیداکتیک یا تعلیمي نظمونه (نه شعرونه) هم ریالیستیک نه دي، ځکه ان تعلیمي نظمونه هم په ایډیالي راتلونکي کې پېښيږي.

په داسې حالت کې پایله اخلو، چې غني‌خان یوازې په خپلو ځینو هغو نظمونو کې څه ناڅه ریالیست دی، چې ټولنیزه کره کتنه په طنز کې بیانوي. تر دې هاخوا په ځينو شعرونو کې رومانتیسیست او نور بشپړ سېمبولیست شاعر دی.

روسته به د غني‌خان  په شعر کې یو شمېر رومانتیکو رګونو ته اشاره وکړو، خو کله چې وایو هغه تر ډېره بریده سېمبولیست شاعر دی، نو ښايي په دې برخه کې تم شو.

خو لومړی راځئ، له سېمبول او سېمبولیسم سره اشنا شو.

لرغونيو انسانانو د هر شي، پديدې او مفهوم لپاره قراردادي غږيز سېمبولونه وټاکل د غږونو يوې سېمبوليکې مجموعې د يو څه مفهوم رساوه او بيا چې د غږونو دا مجموعې سره منظمې شوې ژبه يې رامنځ ته کړه، روسته  يو څه پرمختلليو انسانانو د دغو غږونو لپاره ليکني ) انځوريز( سېمبولونه ) اشکال( وټاکل او چې سره يو ځای يې کړل نو ليک ترې جوړ شو، بيا ټولنيز شويو انسانانو هنري او مذهبي سېمبولونه او نښې رامنځ ته کړې چې د دوی د فرهنګ او تهذيب نښه شول، په دې توګه وينو چې سېمبولونه له ډېر پخوا څخه له انسانانو سره مل دي او انسانان د هغو له رامنځته کولو، پرې پوهېدلو او ورڅخه د ګټې اخيستنې له منطق سره اشنا دي. آنيه لا يا فه د خپلې ليکنې ) په ليدنيو هنرونو کې سېمبوليزم( په پېل کې ليکي  : د سېمبوليزم تاريخ ښيي، چې هر څه سېمبوليک ارزښت موندلای شي …   انسان د هغه تمايل له مخې چې سېمبول جوړونې ته يې لري، اشيا او شکلونه په سېمبولونو بدلوي ( او هغوی ته زښت ډېر ارواپوهنيز ارزښت وربښي). هم په مذهب او هم په ليدنيو هنرونو کې کاروي په دې توګه سېمبول او سېمبول جوړونې يوازې په ليدني (بصري)  هنروونو کې نه، بلکې روسته په شعر او ادبي اثارو کې هم خپل پاموړ ځای ومونده. د يوه انتزاعی قرارداد په توګه سېمبول تر وګړنيز ( فردي) ارزښته ډېريو ټوليز ( جمعي)  ارزښت دی، نو د همدې لپاره له نورو ټوليزو پوهنو سره اړيکي لري .  پخوانيو يونانيانو به د خټو يا ګچو يوه ليکلې لوحه ټوټې ټوټې کړه او پخپلو منځونو کې  به يې وويشله چې بيا روسته  يو بل سره د همدغو ټوټو د بېرته سره يو ځای کولو له لار وپېژندلای شي او يا هم د خپل ګډون د نښې په توګه به يې له ځانه سره ساتله يونانيانو همدغې لوحی ته سوم بولون (Sumbolon)  ويل. او د سېمبول ( Symbol) اوسمهالې نوم هم له همدغې يوناني ريښې څخه اخېستل شوی دی. په دې توګه وينو چې دغه اصطلاح لا له جوړښت او پيدايښت څخه ټوليز ارزښت لري، په يوه بل روايت کې داسې هم شته چې پخوانيو يونانيانو به خپلو مېلمنو ته د سوم بولون د لوحو ټوتې ور ويشلې او په دې توګه له هغو سره د مېلمه پالنې او مينې نښې شريکولې، له ځانګړتيا څخه عموميت ته د ورتلو همدغه نښه د سېمبول په تاريخي پېژندنه کې مرسته کوي. خو د مهال په تېريدو سره د سېمبول له کلېمې څخه د مانا اخيستل پيچلي شول او بېلا بېلې پېژندنې يې رامنځته  شوې. په ادبياتو کې د سېمبول ځانګړی اهميت هغه وخت ډېر د پام وړ شو چې په نولسمه  ميلادي پېړۍ کې د سېمبوليزم ادبي مکتب رامنځته شو.

دغه مکتب د نولسمې پېړۍ د پای په لسيزو کې د دريېو سترو شاعرانو هر يو ه شارل بودلر Charles Baudelaire  ۱۸۲۱- ۱۸۶۷،     آرتور رمبو    Arthur Rimbaud      ۱۸۵۴ – ۱۸۸۹   او ستفان مالارمه  Stephan Mallarme  له خوا مطرح شو، دغو دريېوواړو شاعرانو د اروپا په معاصره شاعرۍ کې يو د پام وړ بدلون راوست.  همدوی د ) نوي

شعر)   د پېلوونکو په توګه هم ګڼل کېږي، که څه هم تر دوی وړاندې نامتو امريکايي شاعر ادګار الن پو Edgar Allan Poe   ۱۸۰۹ – ۱۸۴۹    په شعر کې د نويو سېمبولونو کارونه لوړې څوکې ) اوج(  ته رسولې وه، تردې بريده چې د اروپايي سېمبوليزم پلار شارل بودلر د هغه )پو ( له اثارو سره د بې‌کچې مينې له امله د هغه يو شمېر شعرونه او کيسې فرانسوي ته وژباړلې.

د سېمبوليزم مخکښان په پېل کې په ابهام تورن وو، ځينو ويل : هغوی هغه څه چې غواړي ويې وايي نه يې شي ويلی او هغه څه چې نه يې غواړي ويې وايي داسې يې وايي چې نور  پرې نه پوهېږي. خو د دوی د اثارو په اړه قضاوتونه ژر بدل شول ډېر ژر هغوی مينه وال  وموندل او ډېرو هڅه وکړه چې د هغوی شعرونه تفسير او تعبير کړي.

کټ مټ داسې یوڅه د غني‌خان د شعرونو په هکله هم ویل کېدل، خو روسته روسته د سېمبول له فرهنګي زمینې سره د خلکو د اشنا کېدو سره سم د هغه د شعرونو نوې ماناوې راڅرګندېدلې او مینه وال یې زیاتېدل. موږ به دا نه وایو، چې غني‌خان لومړنی پښتون سېمبولیست شاعر دی، خو ښايي دا وویلای شو، چې په نومهالي ادبي پېر کې دی له هغو لومړنیو سېمبولیستانو څخه دی، چې «سېمبول» پېژني او شعوري یې کاروي.

دغني‌خان  ګڼ سېمبولونه سنت ماتوونکي او نوي دي. دغه شاعر د خپلو افکارو د تمثيل لپاره په ځينو داسې سېمبولونو اتکا کوي چې ترده وړاندې نه دې کارول شوي. راځئ وګورو د غني په دې شعر کې ځينې نوي سېمبولونه کوم دي :

يو ښار يې روان کړی د نرو نرو کوڅو دی

يو خيال يې روان کړی د زړګي د تلوسو دی

يو سر يې روان کړی ټکی سوز او ټکی ساز

يو عشق د حقيقت جوړ د عشقونو د مجاز

يو کور يې روان کړی د خوبونو د رنګونو

د تورو تهترينو ګړنګبدونکو سرنګونو

او خاندي ليونۍ سترګې يې ډکې د مستونه

وحدت يې روان کړی د لکها بت پرستو نه

او کله ليونتوب فلسفه ګل او صنم وايي

او کله د مستۍ خبرې ډېرې په غم وايي

سرې پاڼې ګل غوړ يې مخ د شبنم پرې پټوي

اوربل مست خوروي د سترګو غم پرې پټوي د دې شعر پټ فاعل ( د ټولو خوځښتو تر شا ورک فاعل) پخپله سېمبول دی غني څه غواړي ووايي دا هر څه چاروان کړي؟ معشوق؟ څه ډول معشوق؟ او بيا ښار، خيال، سر، عشق، کور، ليونی، وحدت، ګل، صنم، د ګل سرې پاڼې، شبنم او … نور سېمبولونه د غني‌خان  د شاعرۍ ځانګړتيا همداسې ده، د ډېرو تعبيرونو او څو اړخيزو تفسيرونو شتون دسېمبوليک هنر يوه ځانګړتيا ده. شاعران ډېر ځله د اساطيرو له بيا را ژوندي کولو څخه د خپلو فکرونو د تمثيل لپاره کار اخلي، د اساطيرو دا ډول ګومارل هغوی په سېمبولونو بدلوي، دلته اسطورې خپل تاريخي روايتونه ساتي خو د شاعر په سېمبوليکه کارونه کې نه يوازې دا چې په خپله په سېمبولونو بدلېږي، بلکې خپل تاريخي روايتونه هم له ځانه سره کاروي، غني‌خان  له اسطورو سره دا ډول سېمبوليک چلند کوي:

څوک د عيسی په شان

مستي د دار اخلي

څوک د غرور کاله کې

د موسی لار اخلي

څوک د رقيب په محل

نوم د دلدار اخلي

څوک ټول جهان غورځوي

سترګې د يار اخلي

غماز لږ وپېژنه

اياز لږ وپېژنه

اې د کڼو وطنه

اې د ړندو وطنه

که څوک وغواړي د غني‌خان  پر ټولو سېمبولونو، سېمبول جوړونو، او په شاعرۍ کې د سېمبوليکو موقعيتونو پر ايجاد کار وکړي، زه بارو لرم چې يوه ځانګړې رساله پرې کښلی شي.

د بلاغت او بیان پوهان فکر کوي، چې سېمبول هم د استعارې په شان پر تشبیه تکیه کوي، دلته هم مشبه‌به ذکر کیږي او اراده ورڅخه مشبه وي.  خو توپیر یې دا دی، چې سېمبول په صراحت  پر یوې ځانګړې مشبه دلالت نه کوي، بلکې د سېمبول دلالت په څو سره نږدې مشبه [ګانو] دلالت کوي او د ماناګانو او سره اړوند او نږدې مفاهیم ښندي.

سېمبولونه دوه ډوله دي:

۱ـ  قراردادي/ عمومي سېمبولونه/ Conventional / Public Symbols

۲ـ  ځانګړي/ شخصي سېمبولونه / Private / Personal Symbols

قراردادي سېمبولونه هغه دي، چې د زمانو په اوږدو کې د ګڼو شاعرانو له خوا کارول شوي وي، خو د یوه شاعر هنري کمال دا وي، چې په نویو هنري موقعیتونو کې یې بیا استخدام کړای شي.

حال دا، چې ځانګړي یا شخصي سېمبولونه هغه دي، چې د یوه شاعر له خوا د لومړي ځل لپاره وکارول شي او د ده د ماهرانه کارونې له برکته ورو ورو عام شي.

غني‌خان  دواړه ډوله سېمبولونه ښه ډېر کارولي دي:

تا پتنګ له مستي راوړه                 د نورونو د زهرا

تا د سرو ګلو باغ جوړ کړ           په ځيګر کې د صحرا

«پتنګ» د مینې او په مینه کې د قرباني (ځان سیزلو) یو قراردادي سېمبول دی، چې په ختیزه شاعري کې د یوه ډېر تکرارېدونکي سېمبول په توګه کارول کیږي. غني‌خان  په دغه بیت کې پتنګ له دوو نوښتونو سره بیا تکرار کړی دی. لومړی، پتنګ ته مستي راوړل شوې ده، پر ډیوه د پتنګ د الوتلو «نڅا» د عشق مستي تمثیل شوې ده، چې نوښت لري، بل د هغه معشوق ډیوه یا شمع نه ده، دلته د لوستونکي د تمې پر عکس وايي: د زهرا (ستوري) له رڼا ګانو یې مستي اخیستې ده. یو تکراري/ قراردادي/ عمومي سېمبول په یوه بیخي نوي شاعرانه موقعیت کې، مخاطب له زهرا څخه رڼاوې راوړي او پتنګ ته یې مستي وربښلې ده.

همدا د پتنګ سېمبول بل ځای وګورئ:

زه پتنګ ستا په رڼا یم                  میین ستا په تورو نه یم

که کافر که مسلمان یم               یمه ستا د نورو نه یم

بلاغتپوهنه وايي: که د معشوق/ معشوقې مخ له شمعې سره د سپین والي یا رڼا و ښایست په اعتبار یا وجهه شبه تشبیه شي، نو رابطه یې د تشبیه ده.

که ډیوه یا شمع داسې یاده شي، چې مشبه ( د یار مخ) په کې ذکر شوی نه وي، نو وایو چې شمع / ډیوه استعاره ده. غني‌خان عجیبه کار کړی دی، تر تشبیه او استعارې دواړ وړاندې تللی دی، وايي: « ستا رڼا» دا په زړه پورې سېمبولیک موقعیت دی، « زه پتنګ ستا په رڼا یم» ایا معشوق/ معبود/ مخاطب خپله رڼا لري؟ دلته د «پتنګ» ذکر قرینه ده او موږ پوهوي چې درې پړاوه بلاغي اړیکي باید وپېژنو، ۱- د مخاطب مخ، ۲- ښکلی او روڼ دی لکه ډیوه یا شمع، ۳ـ دغه شمعه یا ډیوه رڼا لري او ۴ـ شاعر د دغې رڼا پتنګ دی. کیسه هلته لا نوره هنري شي، چې په دویم بیت کې مخاطب پېژنو چې معبود دی. غني‌خان اشراقي شاعر دی او باور لري، چې:  «الله نور السموات والأرض»  دلته نو زموږ تشبیهي فرضیه بېرته ځان راټولوي او رابطه یوازې سېمبولیکه ده. ځکه په دې منځ کې نه ډیوه شته او نه شمع. پخپله نور مطلق مخاطب دی. او د «پتنګ» قراردادي / عمومي سېمبول په یوه متفاوت شاعرانه موقعیت کې کارېدلی دی.

اوس به راشو د غني‌‌خان دویم ډول ځانګړي/ شخصي سېمبولونو ته. زموږ شاعر ګڼشمېر نوي، نادر او ځانګړي سېمبولونه لري. ټول ژوي، چې ده په خپلو شعرونو کې د سېمبولونو په توګه استخدام کړي، نوي او په ځانګړې بڼه د غني‌خان سېمبولونه دي. «لنډی چرګ»  همداسې یو سېمبول دی:

نن چرګ د انقلاب وهي نعرې «قوقو»             جوړ وخت شو د سبا

خو نه ځي د جومات نه انګازې د الله هو             ویده پروت دی ملا …

… لنډیه چرګه زورکړه دا نعرې د قوقو             راویښ به شي ملا

دا ښکلی شعر سر ترپایه سېمبولیک شعر دی، ملا، طالب، چڼی، بادرنګ، بیدیا، ټېپر، حلوا، مصلا، رڼا، دجمعې شپه، تالی، ویښ، ویده… ټول سېمبولونه یا سېمبولیک حالتونه دي. ملا ( د ټولنې ايډیولوژیک پوړ) ویده او له انساني تکامل څخه روسته پاتې دی. شاعر لنډی چرګ رابولي، چې راویښ یې کړي. په ختیزه شاعري کې دود و، چې د سبا له چرګ څخه به شکایت کېده، چې ولې یې وخته اذان وکړ او د عاشق و معشوقې لیدنه یې لنډه کړه، دراني شاه شجاع وايي:

صبح دمید و روز شد، یار بدین بهانه رفت

مرغ سحر تو ګم شوی، یار بدین بهانه رفت

روی سحر شوی سیاه، یار بدین بهانه رفت

مګر غني‌خان چرګ ته مکلفیت سپاري، چې ویده راویښ کړي.

زموږ شاعر دوه ترکیبونه په زړه‌پورې ټاکلي دي: اضافي ترکیب«چرګ د انقلاب» او توصیفي ترکیب ِ«لنډی چرګ» .

ولې «لنډی چرګ» ؟

دا توصیفي ترکیب تصادفي نه دی. شاعر کوم ځانګړی مخاطب لري. لنډی چرګ خامخا د کوم انقلابي پرسوناژ لپاره سېمبول ټاکل شوی دی، هغه څوک، چې شاعر غواړي ټولنیزه ویښتیا رامنځ ته کړي او ټولنه له ارتجاعي خوب څخه راویښه کړي.

غني‌خان  کارولي سېمبولونه دومره ګڼ، هراړخیز، په زړه پورې او ځانګړي دي، چې که څوک پرې کار وکړي، یوه بشپړه خپلواکه څېړنیزه رساله پرې کښل کېدلای شي.

مسعود: ښاغلی لېوال صاحب ستاسو پر اند، غني‌خان  په خپلو شعرونو کې تر تشبیهاتو، استعارو، سېمبولونو رادېخوا تمثیل ته په کومه سترګه ګوري؟

لېوال: د تمثیل (Allegory)  هنري ښکارنده په شعر کې د نویو بلاغتپوهانو له خوا مطرح شوې ده.  په قرآن کې لولو:

مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا ۚ

سورة الجمعه، پینځم آیة

ترجمه: لکه هغوی  چې تورات ورسره دی، خو پرې نه پوهیږي، مثال یې داسې دی، لکه پر خره چې کتابونه بارشوي وي.

بلاغتپوهان په قرآن کې ګڼ تشبیهي تمثیلونه څېړي، چې یو یې دغه دی. په شعر کې هم تمثیلونه د مشبه او مشبه‌به ترمنځ د دوه‌ اړخیزې اړیکې یو ډول دی، چې د فعالو شعري کرېکټرونو له خوا تمثیلیږي. تمثیل په حقیقت کې د یوه حکایت یا روایت بشپړه شاعرانه ارایه ده، چې په هغه کې کرېکټرونه ( سېمبولونه) د فکر، څيز یا حالت څرګندوی وي. په شعر کې د داسې حکایتونو یا روایتونو ظاهري مانا نه، بلکې ثانوي مانا، چې د سېمبولیکو اړیکو ترشا پرته ده، موخه وي.

لویدیزوال تمثیل ته Extended metaphor    یا پراخه شوې/ پرانیستې استعاره وايي.

د خان دغه بشپړ تمثیلي شعر وګورئ:

چرګ

خوراک کوې د سپي                   او مسئلې د ملایانو

بانګونه د بلال                     او لنګوټی د چنګړیانو

پرتوګ دې یاره نشته                او شمله نېغه د خان

شل ښځې د ساتلي             خو سحر وايې اذان

په جنګ کې بهادر                  او مستانه لکه چنګېز

په مینه کې بې شرمه                    بې پروا لکه انګرېز

اوربوز دې د قاضي دی              طبیعت دې د هټلر

اواز دې د پخڼو دی              او انداز د منسټر

انجام دې تبخی دی                    اې مجنونه د ډېران

یوه ورځ به روستی بانګ                 وکړې، ډوډۍ به وکړي خان

د غني‌خان  دا شعر یو بشپړ تمثیلي شعر دی، چې ګڼ سېمبولیک پیغامونه لري. هر کرکټر د یوه فکر، حالت، څیز یا شخص سېمبول دی. پخپله چرګ د سیاسي، انتقادي، ټولنیز او دیني ریاکارۍ لپاره په بېلابېلو نقشونو کې لوبیږي.

د غني‌خان  په شاعرۍ کې دا ډول تمثیلونه بیخي زیات وینو. په تمثیل کې د ژویو او انسانانو کرېکټرونه وینو. دا  د کلاسیکو ادبیاتو یوه ځانګړنه ده. د بلخي مولانا مثنوی د دواړه ډوله تمثیلونو یوه بشپړه ممتازه مجموعه ده. تر هغه پخوانۍ هیندوستاني کرتکا /کرینکا و دمنکا یا پنچاتنترا/ پنجه تنتره د فیلوسوف بېدپا کتاب دی، چې زموږ په فرهنګي حوزه کې د «کلیله و دمنه» په نوم پېژندل کیږي. د ساسانیانو پرمهال برزویه پهلوي ته راوژباړه او روسته يې پارسي او پښتو ژباړې هم وشوې. دا ټول کتاب د ژویو په وسیله تمثیلیږي، ټول کرېکټرونه یې ژوي دي، خو هر یو یې په انساني ټولنه کې د یوه پرسوناژ لپاره سېمبول ګڼلای شو.

لویدیزوال هغو کیسو ته، چې کرېکټرونه یې ژوي وي، فابل Fable   وايي. خو هغو تمثیلونو ته، چې کرېکټرونه یې ژوي نه انسانان وي بیا پارابل Parable وايي.

د غني‌خان په شاعري کې فابل او پارابل دواړه تمثیلونه ښه پرېمانه دي. غني‌خان د معاصرې تمثیلي شاعرۍ له سرلارو څخه دی.

مسعود: غني‌خان  وايي:

اې زما وطنه د لالونو خزانې زما

ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما

سترگې مې لوگی شه ستا د خاورو د کورونو نه

عقل مې ايرې شه ستا د پاره د فکرونو نه

ځار شمه، قربان شم ستا د غرونو د سيندونو نه

ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما

اې زما وطنه د لعلونو خزانې زما

***

د وطن په اړه د غني‌خان  فکر و عاطفي تړون په دغه ترانه کې څپې وهي، ستاسو له نظره د غني‌خان  لپاره وطن څه مانا؟

او همداسې تاسو د غني‌خان  انقلابي، حماسي او رزمي شعرونه او ترانې د خپل وخت د نسلونو او د راتلونکو نسلونو په راپارولو، ویښولو، روزلو او روښانولو کې څه ډول ارزوئ؟

لېوال:  زه نه پوهېږم، چې د دغې مشهورې ترانې موتیفونه به تصادفي داسې راغلي وي، که غني‌خان به شعوري همداسې راوستي وي، چې زموږ د معاصر ژوند اړتیاو ته ګوته نیسي. د خان په دې ترانه کې  تر حماسي هغه عقلاني رنګ زیات پاموړ دی. په دې شعر کې یو ځای لولو: «ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما». دا مېسره ډېره تاریخي ده. شاعر غواړي ووايي، چې نیکونو او پلرونو مو تورې وهلي او دا وطن یې موږ ته راپریښی دی. تر دې ورهاخوا د شاعر ټینګار پر دې دی، چې وطن یوه لویه خزانه ده او په فکرونو ښايي وساتل شي.  په دغې ترانې کې د غني مهم پیغام دا دی:

ته چې خوار و زار یې زه به خوب و راحت څه کړمه

ستا سر چې وي ټيټ، نو زه به شان و شوکت څه کړمه

د غني‌خان او هر بل شاعر و لیکوال په اړه د کره کتنې یو اصل باید دا وي، چې د هغه د فکر نوښت د هغه له زمانې سره سم وارزوو. غني‌خان په کومه ادبي زمانه کې ژوند کوي؟ په داسې یوه زمانه کې چې د وطنپالنېPatriotism  موتیف، د هغه په نومهالې مانا، لا ډېر نوی دی. هغه زمانه، چې له دیواني شاعرۍ څخه د خط و خال ستاینه په میراث راپاتې وه او د نوې زمانې له عرفاني اړخ ور هاخوا لا د نورو موتیفونو بیان لومړنۍ تجربې وې. دغې زمانې ته په کتو خان په دې ترانه کې عجیبو افکارو ته پام رااړوي. غني‌خان وايي: که وطن او ملت خوار و زار وي، د یوه وګړي (زه = ټولنیز موږ) نېکمرغي ریښتینې نه ده. «زه» هغه و خت هوسا ژوند لرلای شم، چې «موږ» یا ټولنه هوسا شي. «یا به دې زه سیال کړمه وطنه د جهان!» په دې پیغام کې شاعر د هغې زمانې اړتیا – ښايي په لومړي ځل ـ  راپورته کړې ده. وطن باید د نړۍ سیال شي! هغه څه چې تر نن پورې موږ پرې جدي فکر کړی نه دی.

زه به دړې وړې شم، خو تا به کړم ودان

نر یمه پښتون یم تا ته یادې افسانې زما

اې زما وطنه د لالونو خزانې زما …

په دې درېیو کرښو کې د وطنپالنې له یوه نوي فکر سره [ دهغې زمانې په تناسب بیخي نوی]  مخامخ یو. د درېواړه کرښو منځټکی (ودان افغانستان = ودان وطن) دی.  د پښتنو په ټولیز ذهنیت کې د «نر» مفهوم خورا منفي پیغام له ځانه سره لري. «نر» توب او «غیرت» دواړه مفاهیم موږ له «قتال» او وژنو سره تړلي دي. منم، چې دا مفاهیم به ځینې مثبت اړخونه هم ولري، لکه مېلمه پالنه، ریښتینولي، ژمنتیا او په سخته کې په کار راتلل. ولې«نر»؟ ولې «ښځه» نه؟ راځئ نه له فیمینیستي اړخه، بلکې له انساني اړخه یې وسنجوو، چې ولې موږ په خپلو ورځنیو خبرو اترو کې «نارینتوب، مېړانه، نارینه، سړیتوب، نرغوندې…) چې له اره بیولوژیکي توپیر دی، له «انسانیت‏» لوړ ګڼو؟ زه دا منم، چې دا ټول استعاري مفاهیم موږ د هغو تر شا پرتو یو شمېر انساني صفتونو ته هم کاروو، خو ماشومان او د نورو ټولنو خلک په دې نه پوهیږي. موږ د تربورګلوۍ ټولنه یو او نارینتوب د خپل تربور په وړاندې حماسي مېړانه ګڼو. دا ذهنیت زموږ له تربورګلویز ټولنیز ژوند څخه رازېږېدلی دی او بار یې منفي دی، هسې که خواري کوو او په لوی لاس یې په استعاري – کنايي کارونې پټوو، هغه نو بېله خبره ده. او که نه موږ اړ یو، چې له نارینتوب څخه واوړو او «انسان+توب» ته ورسیږو. غني‌خان هم د همدغه استعاري – کنايي دود (سنت) ښکار شوی دی، ویاړي چې : «نریمه پښتون یم…» مګر لږ ترلږه د هغه د ویاړ معیار یو څه انساني دی. دود خو دا دی، چې د نرتوب او پښتونولۍ په معیار د تربور او دوښمن د سر پرېکولو، وژلو، وینې بهولو او سترګو راایستلو یادونه شوې وای، خو غني‌خان  دغه ویاړ په یو بل څه پورې تړلی دی: « زه به دړې وړې شم خو تا به کړم ودان!» دا مېړانه تر وژنو او خونړیتوبه یو څه انساني ده. کاشکې لږ ترلږه موږ ټولو خپله مېړانه په همدې محک تللې وای.

مسعود: ویل کېږي چې غني‌خان  سنت ماتوونکی شاعر او لیکوال وه. ده د خپل چاپېریال د ستونزو، ناخوالو او ناوړو دودونو پر ضد چې په ټولنه کې وو،  په پوره زړورتیا سپیڅلې مبارزه کړیده. له خوشاله خان خټک روسته  د غني‌خان  په شعرونو کې حماسه په یوه نوې بڼه ځان څرګندوي، او هغه د «هرڅه سپین ویلو اتلواله» ده. ده په ډېر بی باکه ډول د خپل زړه خبرې او فکر د خپل ولس په ژبه څرګند کړی وو. تاسو په دې تړاو څه لید لرئ.

لېوال: د خوشال خان او غني‌خان دوه ځانګړنې سره ورته دي، لومړی؛ دواړه خانان دي او په ختیزه – په تېره پښتني –  ټولنه کې «خان» له چا ځنې نه ویریږي، « په ښکاره نارې وهي، چې خوله یې راکړه!».  دا  نه‌وېرېدل هم سیاسي دي هم دیني. نه سرکار ورته څه ویلای شي او نه دینچاري. خوشال‌خان د تورې سړی هم و او غني‌خان له خپل ټول عاطفي و شاعرانه شخصیت سره سره، د خپلې سیاسي مفکورې لپاره  د عدم تشدد سیاست کامیاب نه بولي. دی انګریز او بیا روسته پاکیستاني ښکېلاک و استبداد د ولس په عملي پاڅون او تر پایه درېدا کې ویني:

خښتګ د پښتون شلیږي باچاخان ورته ګیندې وهي

ګاندي لیونی شوی دی سنډا  ته سریندې   وهي

د دواړو خانانو ترمنځ دویم ورته والی دا دی، چې د دود ټولنیزو تابو ګانو او قراردادي بندیزونو پروا نه‌ساتي او شعر ته هغه خبرې ورننه‌باسي، چې نورو شاعرانو ته یې څرګندول د دود دستور خلاف ښکاري. د ښځو او جنسي غریزې په اړه د خوشال‌خان او د زاهد و ملا په اړه د غني سپینې سپینې ریښتیاوې تر دوی وړاندې مخینه او تر دوی روسته بیاځلې تکرار نه لري.

له دې ورته‌ واليو سره سره غني‌خان تر خوشال‌خان خټک ډېر زړور او (رند) شاعر دی. خوشال له مذهبي پوړ سره یوڅه احتیاط کوي، خو غني‌خان مخامخ د تذویر، ریا، تکفیر او په دین د سیاست و تجارت عاملانو شیخانو او دینپلوریو په سترګو کې ګوتې ورننباسي. له دې اړخه غني‌خان له پیله تر نن پورې په پښتو ادبیاتو او پښتنو کې لومړنۍ او روستنۍ استثنأ ده. د سنت ‌ماتوونې په برخه کې ښايي ووایو، چې غني‌خان  له دوو اړخونو دود ماتوونکی شاعر دی:

۱ـ  شکلي – قالبي دودماتوونه

۲ـ منځپانګیزه (محتوايي) دودماتوونه

په پښتونخوا کې تر سید رسول رسا او غني‌خان پورې غزلبوله شاعري او په ټولیزه توګه کلاسیک فورمونه دود وو. رسا او غني یو تر بله وړاندې روسته قالبونه مات کړل. دوی دواړه په انګریزي ژبه پوهېدل او انګلیسي شاعري یې لوستې وه.

غني‌خان په پښتونخوا کې د ازادې شاعرۍ ( چې دوی یې په ناسمه بڼه نظم بولي) له راپيلوونکیو څخه و.

غرمه د اوړي

لکه شپه د ژمي

یو خاموشي

او قلاري خور دی

د کور کوړکو ګو ګو

او چوپ چاپ عالم هو

وخت خپه نیولی

په رکاب سور دی

دونیا د خپل زړګي ته غوږ نیولی

د مرګ او ژوند حساب کتاب اوري

فضا کې ګډ یو مسکی توب شان دی

لکه په خوب کې څوک رباب اوري

او زه یوازې

په خیالونو کې ډوب

د خپل ارمان

تلاش کې ګرځمه

یو ورک

مجبوره

مساپر

یم روان

په مزکه پروت

په اسمان ګرځمه …

[ترپایه]

موږ کله، چې وایو غني‌خان شکلي قالبونه مات کړي، موخه مو یوازې قراردادي قالبونه او ازادې یا سپینې شاعرۍ ته مخه کول نه دي، بلکې له شکلي پلوه د قراردادي وزنونو، بحرونو ترڅنګ د بې‌قالبه شاعرۍ کول دي. غني منځپانګې ته اهمیت ورکوي، د شکل پروا ډېره نه ساتي، غواړي خپل فکر بشپړ ولېږدوي. د ده په هغو شعرونو کې، چې ظاهراً په کلاسیکو قالبونو کې لیکل شوي، هم د هغو قالبونو بشپړ مراعات شوی نه دی:

پېښ په لیوني باندې شو پېښ لیونی یو                       وې روره په یورپ کې سړی کئ د سړولو

بانګ کې د سبا مې پرون نوی ټپه واورېده                    تلی وم خالصې ته راته یې اووې «تهکی ناو»

پرېږده باچاخانه دا د جېل قصې د خوشی دي                    دال مې نه هضمیږي نه عادت یم په پولاو

د دغه شعر هندسي جوړښت داسې انځوریږي:

____________________XY                      _____________________XA

____________________ AB                     _____________________ XC

____________________DE                     _____________________ XC

د غني‌خان د خوښې وړ قالب ترکیب‌ بندونه دي، چې پکې له څو همقافیې بیتونو روسته پیلیز بند بیا تکراریږي، یا یې قافیه بیا تکراریږي. که څه هم دوه دوه بیته روسته د پیلیزې قافیې تکرار یې په ډېرو شعرونو کې لیدل کیږي، خو د پیلیزې قافیې تکرار تر متفاوتو بندونو روسته [ کله درې، کله څلور یا ان پینځه] بیته روسته هم لیدل کیږي.

په زړه پورې خو دا ده، چې غني‌خان ترکیب‌بندونو یا ترجیع‌بندونو ته ورته ځينې قالبونه پخپله جوړ کړي، یا راپیل کړي دي، چې زما له کتنې سره سم یوازې د غني‌خان منحصر په فرد قالبونو یې ګڼلای شو. د هغه د کابل‌چاپ کلیاتو په ۲۴۹ مخ کې یو همداسې شعر لوستلای شئ، دا شعر «شان او شرنګ» نومیږي او د فلسفي و شاعر تر منځ خبرې اترې دي:

دا سوز او ساز، دا شان او شرنګ

یو سوری د وخت او خیال او رنګ

دا اوښ کاروان، دا سحر ماښام

دا ګوتې او شونډې او می او جام

امید او خندا، او ژړا او خیام

داګل، دا ساز، داشان او شرنګ

یو سوری د وخت، دخیال او رنګ

دا زور، دا زر، د تورو پړق

دعا او جزا او د حورو پړق

دا پړق د سرو شونډو مغرورو پړق

دا چال او جمال دا خیال او رنګ

اړنګ دوړنګ سپاري ټنګ

دا ښکلي کاته، په نیاز کاته

دا  ورو نازک، په انداز کاته

دا لړو کې تا، دسپوږمۍ دمخ

نرګس کې نیازبین د ایاز کاته

دامینه رنګینه ، دا شان او شرنګ

یوسوری د وخت ، دخیال او رنګ

                                                                                                                           ترپایه

داسې نور ګڼ قالبونه هم شته، چې تر غني مخکې چا نه دي تجربه کړي او که تر ده روسته تکرار شوي وي، خامخا به یې له غني‌خانه اخیستي وي.

د غني‌خان بله بېدودي د تلفظونو ده. ښایست (خیشت)، ورو (رو)، ژوندون (جمدون)، سپړل (سپړدل)، بیږي (بهیږي)، کوهڼېدل، لمغړو، بیلات (بایلل) او داسې لسګونه نور ګړدودیز تلفظونه، چې یوڅه خو یې د غني‌خان  د سبک په توکیو بدل شوي او ځینې يې څرګنده ده، چې تر هغه وخته د معیار په ژبه کې لا دود شوي نه وو او ښايي زموږ شاعر به په لومړي ځل په لیکنۍ ژبه کې کارولي وي.

تر دې ورهاخوا راځو منځپانګیزې دودماتوونې ته.

غني‌خان بې ‌پروا ګڼئ که زړور، رند یې بولئ که بغاوتګر، خو له ګڼو «څيزونو» سره ریښتینی چلند کوي. د غني‌خان په شاعرۍ کې جام، ساقي، شراب، بزم و معشوق هرڅه ریښتینی وجود لري او د زاهد پېشه شاعرانو په شان مجازي او استعاري نه دي. که څه هم چې غني‌خان عارف شاعر دی، د هغه پر عرفاني باورونو او افکارو به بېلې خبرې وشي، خو د «خوند»، «رنګ» او «شرنګ» په اړه د هغه ګڼې شاعرانه تجربې د هغه فردي – عملي تجربې دي.

د خان د شاعري کلونه له ۱۳۰۸ لمریز څخه راپیلیږي، تاسو فکر وکړئ، چې د ده د شاعرۍ د اوج او پخوالي کلونه ۱۳۲۰-۱۳۳۰- ۱۳۴۰ لسیزې دي.

د غني‌خان د خپلې دعوې پربنسټ د هغه شاعري الهامي – شهودي سرچینه لري. ده ته، چې شعر راشي یا پرې ووریږي، هله نو قلم راواخلي او هغسې یې ولیکي، لکه راغلی چې دی او ښايي له همدې امله یې د شکلي جوړښت،  وزن او قالب پروا ډېره نه ساتي. بلخي مولانا جلال الدین هم داسې و، په یو غزل کې هغه هم له شکلیاتو او وزن څخه بې‌پروايي څرګنده کړې ده:

رستم از این بیت و غزل ای شه و سلطان ازل

مفتعلن مفتعلن مفتعلن کشت مرا

قافیه و مغلطه را گو همه سیلاب ببر

پوست بود پوست بود درخور مغز شعرا

مرد سخن را چه خبر از خمشی همچو شکر

خشک چه داند چه بود ترلللا ترلللا

غني‌خان  د خپلې شاعرۍ الهامي چینې ته داسې اشاره کوي:

د سګرټو بېخ مې وښکه                سر مې خوږ که په ګرولو

ډېر سرونه مې رایاد کړه                یو هم نه دی د یادولو

نه ټپه شوه نه چاربیته                    نه غزل نه نیمکۍ شوه

نه قصه شوه نه بدله              نه ساقي شوه نه کوکۍ شوه

شاعري هم یارانه ده                   نه په زور نه په زارۍ شي

نه په چل نه په هنر شي                      نه په مال نه په خوارۍ شي

شاعري لکه باران دی                      کله تندر ګړ زهر شي

ناګهانه داسې شړق شي               چې صحرا هم سمندر شي

                                                                    ترپایه…

 مخکې مو وویل، چې هر هنري – ادبي اثر باید د خپلې زمانې له تجربي چاپېریال سره وارزول شي. په هغو کلونو کې د ژوند چاپېریال او ورځنۍ پېښې شاعرانه کول، یوازې نوښت نه، چې لا ادبي بدعت ګڼل کېده. د غني یوه ځانګړنه همدغه بغاوتګرانه بدعتونه دي. دی په زندان کې له مچ سره خبرې کوي، له یوه سپي سره دیالوګ، یوه چونګښه (چینډخه) خپله شاعرانه پرسوناژ ټاکل، خپلې مېرمن ته عاشقانه خطاب، خپل پلار ته سیاسي کره کتنه، د جناح او ګاندي‌جي نقد،  له ملا سره ګپ شپ او په سلګونو داسې پرهغه مهال ناشاعرانه موتیفونه شاعرانه کول دا ټول د غني‌خان  منځپانګیزه دودماتوونه ګڼلای شو:

کارغه

تور دې مخ دی غلچکیه                تور دې زړه تور دې آواز دی

سپی یې خېټه ډکول بس              ستا انجام او ستا آغاز دی

چاټوری که د ماستو وي                 که دیکچی د کچالانو

که پولاو د خان لاله وي                   وظیفه د ملیانو

ستا په هرڅه کې حصه ده                  ټول جایداد دی ستا د پلار

یا ټونګې وهې یا ټغیږې                نه آرام کړې نه قرار….

                                                          ترپایه

په بېلابېلو ځېلونوکې د ادبي – متني تجربې له نظره د پښتو په شان په یوه ځوانه ژبه کې شاوخوا اویا اتیا کاله پخوا داسې پرولوګ‌کښنه، سېمبول ‌ټاکنه، تمثیل او انځوریزه شاعري یوازې د غني‌خان ځانګړنه ده. غني په دې پسې نه دی ګرځېدلی، چې څوک یې د شاعرۍ په ژبه، خیال، ظرافت او ښکلا څه ډول قضاوت کوي؟ داسې شاعران په ټولو ژبو کې تر مړینې روسته کشفیږي، لسیزې روسته پېژندل کیږي او بیا بیا لوستل کیږي.

مسعود: غني‌خان  وایي:

اې شهیده، اې عاشقه، اې بچیه د منصور

په خنداجانان له لاړې، ډوب دریاب کې شوې د نور

منصور د غني‌خان  د سپیڅلي بغاوت اتل دی، غني‌خان  د ازادۍ د لارې شهید ته د منصور د بچي خطاب کوي. تاسو د غني‌خان  فکر او تخیل په دې شعر کې څه ډول څیړئ؟

لېوال: په اسلامي عرفان کې منصور د ریښتیا ویلو اسطوره دی. خورا ګواښمنه ریښتیا « زه حق یم!» د وجودي وحدت پرپلونو روانو مبصرانو د منصور خبرې استعاري ګڼلي او توجیه کړې یې دي، خو راځئ لومړی منصور وپېژنو:

حسین بن منصور مشهور عارف و، چې اناالحق یې وویل او د ځواکمن عباسي وزیر حامد بن عباس په حکم په ۳۰۹ هجري کې په بغداد کې په دار وخېژول شو.

خبر پرې ملایان شو، وې منصور ځان ته الله وايي

دا کفر دا غرور چې یې هر چاته برملا وايي

وې کافر دې شي، سنګسار دې چې پلیت نه‌ شي جهان

بادشاه د لیونیو زولنو کې دی روان

د  منصورحلاج په اړه ګڼ روایتونه راغلي، وايي: پر دار یې خېژولی و، خو: «حق حق حق انالحق» یې نارې وهلې. بیا وايي: لاس و پښې یې ورپرې کړې، ویې سیزه او ایرې یې دجله کې واچولې، خو ده لاهم د «اناالحق» نارې وهلې.

منصور چېرته لیدلی د مخ نور وه د جانان

دا مست چې پرې منصور شو دا سرور وه د جانان

وې د حسن ارماني نه یم زه د حسن سمندر یم

زه مست لیونی نه یم زه مستي د بحر و بر یم

شیخ عطار په خپله تذکرةالاولیا‌ء لیکي: حلاج پنبه‌وهونکي ته وايي او هغه ته ځکه حلاج وايي، چې یوځل یې د پنبې یوه انبار ته اشاره وکړه، په یوه شېبه کې دانې له پنبو څخه راووتلې او خلک حیران شول. عطار له حلاج څخه دا روایت هم رااخیستی، چې ویل یې: « رکعتان فی العشق لایصح وضوءهما الا بالدم» په عشق کې دوه رکعتونه دي او بس، خو اودس یې ښايي په وینو وشي…

عطار هم هغه د عشق استازی یادوي او لیکي: « آن فی الله فی سبیل الله آن شیر بیشه‌ء تحقیق آن شجاع صفدر صدیق آن غرقهء دریای مواج حسین منصور حلاج رحمةالله علیه کار او کاری عجب بود و واقعات غرایب که خاص او را بود که هم در غایت سوز و اشتیاق بود و در شدت لهب و فراق مست و بی‌قرار و شوریدهء روزګار بود و عاشق صادق و پاک‌باز و جد و جهدی عظیم داشت و ریاضتی و کرامتی عجب و عالی همت و رفیع قدر بود او را تصانیف بسیار است.»

حقیقت دا دی چې د مسلمانو پوهانو اختلاف او د نظرونو راټولول یوازې د حلاج پر شخصیت نه راګرځي، بلکې د هغه د نظریاتو او افکارو په ځانګړې توګه د حل (حلول) او د وجود د وحدت شاوخوا  راګرځي.

منصور خو پخوا ډوب شو دا تش نور دی د جانان

دا نه دی منــــــصور نه دی دا سرور دی د جانان

یا:

منصور وې خلقو واورئ چې زه نور او زه رڼا یم

زه ګل یم زه  بلبل یــــم، زه وصـــــال زه محبوبا یم

په شرقي شاعري کې د منصور او دار ته د ختلو تلمیح یوه له ډېرو تکرارېدونکیو تلمیحاتو څخه ده، چې ښايي هر ادب لوستي ته څرګنده وي.

شیرازي حافظ څومره ښکلی یاد کړی:

ګفت آن یار کزو ګشت سرِ دار بلند

جرمش این بود که اسرار هویدا می کرد

او بلخي مولانا وايي:

منصور بُد آن خواجه که در راه خدا

از پنبۀ تن جامۀ جان کرد جدا

منصور کجا گفت اناالحق می گفت

منصور کجا بود خدا بود خدا

 رحمان بابا ویل:

هر وګړی چې منصور غوندې په دار شي

دار یې پس له مرګه نخلِ میوه دار شي

یا

که مې سر لکه منصور غوندې په دار شي

دغه دار دی و رحمان و ته معراج

خوشال بابا فرماييلي:

منصور چې مـست وو له هغه جامه

جرعه يې راغلـه زمــا تر كامــــه

منصور په دار شه زه به لا نور څه شم

كـه رازمې ورسي تر خاص و عامـه

شمس‌الدین کاکړ ویل:

که دې راز د اناالحق په زړه کې پټ کړ

څوک به تا څکوي و دار ته د منصور

د غني‌خان په شاعرۍ کې منصورحلاج له درېیو اړخونو ډېر تلمیحي حضور لري:

۱ـ  غني‌خان  وحدةالوجودي او وحدةالشهودي دواړو عرفاني مکتبونو ته نظر لري، چې روسته به ورته اشارې وشي.

۲ـ منصور د غني لپاره د مینې یو ژوندی سېمبول دی، مست دی او دومره مست، چې په ځان نه پوهیږي. غني، ډېر ځله منصور د ځان لپاره سېمبول ټاکلی. ښه به وي ووایم، چې د غني په شعر کې ګڼ ځله منصور پخپله د شاعر پرسوناژ دی.

۳- د غني‌خان  له نظره منصور د «تکفیر» په وړاندې د ودرېدلو، قیام او پاڅون اتل هم دی. شاعر د تذویر د لښکر په وړاندې له منصور سره څنګ ترڅنګ جنګیږي او باور لري، چې دی او منصور په حقه دي.

غني کله کله هغې پایلې ته رسیږي، چې شیرازي حافظ وررسېدلی و: «جرمش آن بود که اسرار هویدا می ګفت»

منصور يو لېونی و د معشوق اداب یې  هېر کړه

منصور يو لېونی و د مستۍ شراب یې  ډېر کړه

وې مستي دا زما نه ده د جانان د سترګو نور دی

زما د خولې خبرې هم تورات او هم زبور دی

دا رنګ زما د سترګو نه دی رنګ دی د جانان

دا شړنګ زما سينه کې د پښو شړنګ دی د جانان

منصور چرته ليدلی د مخ نور و د جانان

دا مست چې پرې منصور شو دا سرور و د جانان

عالمه راشئ واورئ چې زه نور او زه رڼا يم

زه ګل يم، زه بلبل يم، زه وصال، زه محبوبا يم

منصور خو پخوا ډوب شو دا تش نور دی د جانان

دا نه دی منصور نه دی دا سرور دی د جانان

یا

نه و لیونی منصور خپله چې په دار وخوت

څه خو یې لیدلي و، ځکه په تلوار وخوت

غني ډېرځله خپلې خبرې د منصور له خولې کوي:

خدای مکه کې نشته د منصور د خولې مې واورېده

لاړ شه لیونیه، شه د ځان په تماشه

زموږ شاعر له منصور سره داسې اړیکه لري، لکه جرمن شاعر و فیلوسوف فرېدریش نیچه چې له زرتشت سره لرله، نیچه په «داسې وغږېد زرتشت» کې خپلې خبرې د زرتشت له خولې کوي.

خوب وينم چې پورته لکه چغه د منصور شومه

يا يوموټی خاوره وم يا لوی درياب د نور شومه

خو بانګ د سحر وشو زه راويښ شوم کر و کور شومه

خوب يوړه خوبونه را ژوندۍ شوه زمانه

وې پرېوځه لېونيه تيروه دې زمانه

له وحدةالوجودي او وحدةالشهودي عرفاني – کلامي بحثونو سره د غني‌خان  پر اړیکو به روسته خبرې وکړو، هله به یې له منصور سره د روحاني اړیکیو د باریکیو په رمز و راز پوهېدنه هم اسانه شي.

مسعود: غني‌خان مینې ته څنګه ګوري؟ مینه د هغه له نظره څه ده؟ او په شعرونو کې يې څنګه انځور شوې ده؟

زه چې ګورم، د غني‌خان  په خیال او افکارو کې د یو روښانه او ځلیدونکي لمر په توګه مینه خپل ځای، پوړۍ او مقام لري . لکه چې وايي:

سترګو د جانان كې زما ښكلي جهانونه دي

واديخله دنيا زه وږى ستا د دنيا نه يم

ګوره د فقير كچكول كې تاج د سكندر پروت دى

زه يم د سخيانو د شومانو ګدا نه يم

زه يې په غرور درته د مينې په نوم غواړمه

زه ملنګ بې نيازه ستا  د ويرواويلا نه يم

يو د سپوږمۍ څاڅكى درنه ټيك له د جانان غواړم

زه يم د خوبونو د لعلونو ګدا نه يم

هغه مستي غواړم چې يې مرګ نشي وژلى

زه دې د غمونو د بيګا او سبا نه يم

تشه دنياګۍ كه دې بښې نو اې اميره

ستا شوه ستا دنيا زه وږى ستا د دنيا نه يم

لېوال: مینه د بشریت په تاریخ کې یو داسې حس او غریزه ده، چې د بشریت نیمايي خپلمنځي خبرې اترې (تکلم)  پرهمدې حس راڅرخي. که ټوله مادي هستي نه وي، نو د ژوند هستي خامخا له مینې سرچینه اخلي. په اسماني ادیانو کې هم په خورا سېمبولیکه بڼه دې پایلې ته رسیږو، چې ادم د حوا او حوا د ادم د مینې لپاره (هست) شول او بیا نوره بشري هستي ترې راوزېږېده.

ستوري ته اسمان یوه ورځ ووې هلال

خدای ادم له مینه ورکړه موږ له تش جمال

زه به په خندا ورکړم دا خپل ښایست د کمال

ما له که یو څاڅکی مینه راکړي څوک په سوال

نږدې ده ووایم، چې هغه ممنوعه میوه (خواړه) چې څوک یې غنم، څوک یې مڼه او څوک یې بل څه بولي، په حقیقت کې د ادم اوحوا تر منځ مینه ده، چې دا نور توکي یې سېمبولونه دي.

لنګه تیاره شوه، رڼا یې راوړه

ادم چې مست شو حوا یې راوړه

او:
د ادم د نوم بس یو دا ســــبب
د بهار سبب د رڼا ســـــبب
د حوا د ژوند او ارمان قیصـــه
د ســـــرود رقص او د ژړا سبب

عشق یا مینه د بشریت له ټولې هڅو سره سره ناپېژانده ده، تعریف یې ستونزمن او دځینو له نظره ناشونی دی. ارواپوهان یې یوډول، طب و بیولوژي یې بل ډول، عارفان یې بیخي په بېله مانا او فیلوسوفان یې په متفاوته بڼه تعریفوي. ښايي د یوه عادي زلمي شپون تعریف تر ټولو دقیق تعریف وي، چې پخپله میین وي او مینه یې تجربه کړې وي. خو بیا هم راځئ وګورو، چې د مینې لپاره کوم پېژندونه موندلای شو:

مینه یو شدید احساس دی، چې یو «هست‌شوی» موجود د بل هست‌شوي موجود خواته ورکاږي. مینه له ځان‌میینتیا (نارسیسیزم) څخه راپیلیږي، ځکه انسان محبوب یوازې ځان ته غواړي. پر محبوب د راخپلولو افراطي ورکاږنه د عشق ریښې په (زه) کې خښې ویني.

زه یم زه یم رنګ سرور اور او شرنګار زه یم

د جانان سترګو کې مړاوې خمار زه یم

دا خو زه د ځیګر سوز په هوا سور کړم

روح، مطلب، مانا، اواز د ستار زه یم

چې زه نه یم بې مانا جنت اسمان دی

د جهان د سوز او مینې مختار زه یم

فرانسوي فیلوسوف رنه دکارت فکر کوي، چې مینه یو نفساني شور او عاطفه ده، چې حیوانی روح له خپل مطلوب سره د یوځای کېدو خواته وربولي. دکارت لږ وړاندې فکر کوي، چې د مینې دواړه خواوې د یوه کُل توکي دي او دا توکي غواړي سره یوځای شي او نیمګړی شوی کُل بشپړ کړي.

په یوناني ژبه کې د مینې لپاره درې مفاهیم کارېدلي: اېروس، (Eros)، فیلیا (Philia) او اگاپې (Agape) . اېروس د مینې غریزي (نوږیز=جنسي) اړخ مانا کوي. فیلیا یې ټولنیز اړخ او اګاپې یې اخلاقي – دیني اړخ راپېژني.

اپلاتون مینه له ښکلا سره تړلې ګڼله. ده فکر کاوه، چې د ښکلا ورکاږنه (جاذبه) مینه ده. هغه مفهوم، چې روسته بیا په عرفان کې هم ډېر تکرار شوی دی، یعنې له مجازي مینې څخه حقیقي مینې ته سیرو سفر هم د اپلاتون په افکارو کې ريښه لري. اپلاتون ویل: حس‌کېدونې ښکلا د معقولې او حقیقي مینې کاپي یا مخلیک دی.

مینه حقیقت حسن سایه د حقیقت ده

حسن له زوال شته، مینه نه لري زوال

یا:
وه تپوس د حســن مـکوه
ســـــمندر شــي څوک تللی
څوک ســـپوږمۍ شـــــــــــي را نیولی
څوک زهرا شـــي ښکلولی

حسن پلار د مينې او مور د عشــــــق
پکې  پټ ټول سپین او تور د عشق
د ده د خیال، نظر همه زور د عشـــــق
په سرو شونډو بلوي ښکلی اور د عشق

دا بابا د ســــر او ســـــرور دی
دا تعبیر د جــلال او نور دی
دا مکه د ســـترګو خندا کې
دا په هره کوڅـه کې  طور دی

دا جواب د لکونو ســوالونو دی

نشته هېڅ د ژوندون بل ځواب

اپلاتون په خپلو درېګونو رسالو ( مېلمستیا، لوسیس او فایدروس) کې د حقیقي مینې او ښکلا تر منځ پر معقولو اومحسوسو اړیکو تم شوی دی.

حسن دی بس حسن چې هم خدای دی هم جانان دی

دې فاني مکان کې بل مشال د لامکان دی

له خدای سره مینه د عرفان منځټکی دی. عارفان له خدای سره د «ذات» مینه کوي، نه د «تمې».

په جنت او په دوزخ مې څه کار نشته

د دې دواړو بره ما لیدلې لار

د جزا او د سزا نه بې پروا یم

خو پوهېږم په فراق او په دیدار

عارفان وايي: د جنت په شوق یا د دوزخ له ویرې څخه نه، بلکې پخپله د خدای د طلب د اشتیاق لپاره ښايي مینه وکړو.

عشق یو وجد د رب دی په وجدونو د انسان کې

روح د ړوکي ګل د سپرلي، سترګو د خزان کې

نومیالۍ عارفه رابعه عدویه (بصري) چې په عرفاني ادب کې د اُم‌الخیر او تاج‌الرجال په القابو یاده شوې ده، یوه ورځ په بازار کې په داسې حال کې په منډو سر وه، چې په یوه لاس کې یې د بل اور مشال او په بل لاس کې یې د اوبو کوزړۍ وه، دا په دې مانا، چې غوښتل یې جنت ته اور واچوي او د دوزخ اور په اوبو مړ کړي، پیغام یې دا و، چې خدای غواړم، له خدای سره مینه کوم، خو نه د دوزخ له ویرې یا د جنت له شوقه.

دا دماغ زما چرې نه مني

چې د ګل خالق به سقر کړي جوړ

څنګ خوږې به پرې زما کړیکې لږې؟

چا چې ما له نرګس او دلبر کړ جوړ

غني‌خان له ملا سره یو اختلاف په همدې لري، چې د ملا ټول هل وهول د جنت مادي شهوت او د خوند اخیستنې لپاره دی، نه د خدای د مینې او حقیقي محبوب ته د رسېدلو د «جنون» لپاره:

ستا جنت د جنون بې خبره ژوند

ستا جنت یو هوښیار شان تصویر د ځان

ستا جنت د شهوت او د تندې ډک

ستا جنت ستا د لوږې د تاوان مکان

 له محبوب سره مینه یعنې پخپله محبوب او بس. له محبوب سره د بل «هیڅ» څه لپاره مینه کېدلای نه شي. ځکه خو په عرفان او ادبیاتو کې مینه او میینه (عشق او معشوق) سره مترادف شوي دي.

سوکرات هم مینه له ښکلا سره تړله، خو موږ وړاندې هم ویلي وو، چې د یوناني فیلوسوفانو له نظره ښکلا او خیر هممانیز دي. ښکلا یعنې خیر‌مطلق، یعنې ټول (ښه).

یو د ګلاب مخ کې چې پراته کوم ځوابونه دي

نشته دی یو نشته د منطق په کتابونو کې

یا:

ژوندون څه دی یو باغ دی لویږي

ورکېدل دي د ښایست زیاتېدو له

خپل ژوندون خپل سینګار ورکول دي

سوزېدل دي ژوندون خورېدو له

د لرغوني یونان نامتو ډرامه لیکونکی او د یونان د لرغونیو کومېډیو هستوونکی اریستوفان د مینې په اړه یو په زړه پورې تمثیل لري، چې تر ډېره بریده له نومهالې ارواپوهنې سره د مینې پر مفهوم په راڅرګندونوکې مرسته کوي: اریستوفان په یوه اسطوره‌يي کیسه کې مینه داسې تمثیلوي: په لومړي سرکې انسانان بشپړ هست شوي وو او لکه غونډاري داسې بڼې یې وې. په یوه سر کې یې دوه مخونه لرل. د سر دوو خواووته یې مخونه ول، دوه جنسي غړي یې لرل یو مخته او بل یې شاته. دې بشپړ انسان د خدایګوټو له احکامو څخه سرغړونه وکړه او خدایګوټو یې د جزايي کولو پرېکړه وکړه. لومړی یې وغوښتل، چې بیخي یې نیست کړي، خو بیا له دې پرېکړې تېر شول، ځکه بیا به د دوی پرښتنه(عبادت) چا کاوه؟   نو دویمه جزا یې ورته وټاکله. هو، بشپړ انسان یې له منځه سم نیم کړ. خدایګوټیو انسانان داسې سره بېل کړل، چې له هر غونډاري انسان څخه یې دوه انسانان جوړ کړل. له هغې ورځې تر نن پورې هره نیمايي په خپلې بېلې‌کړای شوې نیمايي پسې لیونی دی او ګرځي، چې ویې مومي. هر انسان په خپلې نیمې ورکې پسې ګرځي او همدا تلوسه، همدا لیونتوب، همدا اشتیاق و لیوالتیا «مینه» ده.

دا تعبیر زما د مست زړه د تالاش دی

یار زما د زړه ارمان دی دلدار زه یم

دا زما زړه چې د ښایست او رنګ شي وږی

سپرلي سره ګلونه راشي بهار زه یم

دا چې زه شم د مسکو شونډو لېواله

لیلی جوړه کړم د حسن معمار زه یم

دومره پوه شوم په دې ړوکي غوندې ژوند کې

یار زما کمال، کمال د دلدار زه یم

غني‌خان وايي: زه د یار او دلدار زما د کمال (بشپړتیا = تکمیل) لپاره یو. هماغه نیمه ورکه ده، چې ښايي یو بل ته په رسېدو یو بل کامل کړي او دواړه کمال ته ورسیږي.

د بلخي مولانا په قول:

هرکسی کو دور ماند از اصل خویش

باز جوید روزګاری وصل خویش

په نومهالې ارواپوهنه کې د «انیما او انیموس» مفاهیم له همدې فکر څخه سرچینه اخلي. انیما او انیموس (Anima and Animus) د کارل ګوستاو یونګ د تحلیلي ارواپوهنې په ښوونځي کې، د هر شخص غیر شعوري برخې یا ریښتیني باطن ته اشاره کوي، کوم چې د یوې څېرې (ماسک) یا د شخصیت بهرنۍ بڼه څرګندوي. انیما د نارینه په غیر شعوري ذهن کې د ښځینه داخلي شخصیت په توګه او انیموس د یوې ښځې په غیر شعوري ذهن کې د نارینه داخلي شخصیت په توګه څرګندیږي.

 د نومهالې ارواپوهنې له نظره په هرنارینه کې د ښځینه ځانګړنو او په هره ښځینه کې د نارینه ځانګړنو یوه برخه خامخا شته، چې یو پر بل میین دي. د دغو لاشعوري ځانګړنو جاذبه هغه وخت په بل (ډېر ځل مقابل نوږي = جنس) کې موندل کیږي، چې لومړنی انسان ورکاږي، د مینې لومړنۍ ورکاږنه له همدې ځایه پیلیږي.

د مینې داسې عجیب پېژاند په پښتو شاعرانو کې تر هربل شاعره د غني‌خان په شعرونو کې څرګند موندلای شو:

زما پټ کله شغله کې د سپوږمۍ شي جانان

کله لاله شي کله بیا ښایست اولۍ شي جانان

کله رامبېل کله د سور ګلاب غوټۍ شي جانان

ورته به وایم چې بیا ماسره یوځای شي جانان

ښکلا، د ښکلا ټول مظاهر او بیا د خپل ورک شوي نیمايي وجود (جانان) د بېرته له (ما) سره د یوځای کېدو تلوسه یعنې مینه.

مسعود: د غني‌خان  په افکارو او شعرونو کې مستي، بغاوت، سرکشي او عصیان، یاغي توب، ازاد او سرشار طبعیت او فلسفي زړورتیا له ورایه ښکاري. تاسو د ده  په شعرونو کې دا  لاملونه او فکتورونه څه  ډول ارزوئ ؟

لېوال:  شعر، بلکې هنر پخپله د طبیعت په وړاندې د بشریت ذوقي بغاوت دی. د ښکلا پنځولو یو پېژاند دا دی، چې موږ له هغه څه سره مخامخیږو، چې ورسره عادي نه یو. انځور ګر د تک‌سره ګلاب په منځ کې د اور یوه شنه لمبه انځوروي موږ حیرانیږو. هنر هغه ځواک دی، چې زموږ حیرت راپاروي.

یو ګلاب ځان له روان دی، تک تور سوي بیابان کې

یوه سپینه شمع خاندي، د یو قهر په توپان کې

هنر موږ ته دا زباتوي، چې هستي زموږ له عادته برخلاف نور رنګونه هم لري، دا رنګونه او تړنګونه چې زموږ ذوقي حیرت راپاروي د طبعیت له عادي وضعیت څخه بغاوت دی.

سترګو د جانان کې زما ښکلي جهانونه دي

وادې خله دنیا زه وږی ستا د دنیا نه یم

غني‌خان چې ځان لیونی بولي، هم یو دلیل یې دا دی، چې له معمول عادت سره خپل توپیرونه پېژني:

يا زه جوړ يم دا كل خلك ليوني دي

يا دوى جوړ دي، بس يو زه يم ليونى

حقیقت تل زموږ له تمې سره سم نه وي. هغه څه چې موږ پرې باور لرو، که بل یې مات کړي، موږ ته بغاوت ښکاري، دا بغاوت له (غلط معمول) سره سرچپه خوځښت دی، لکه څوک چې د سیند د اوبو د روان بهیر په مخامخ تګلوري کې لامبي.

څنګه څنګه په یو ګوټ کې دا جهان او اسمان واچوم

د شنبم څاڅکو کې څنګه د سیندونو دوران واچوم

که له هنري بغاوت څخه یو پوړ ورپورته شو، نو له ټولنیزو قرادادونو (متعارفو اخلاقو، ادابو، قوانینو، تابوګانو، دودونو او ان دین و مذهب) څخه هنري بغاوت د غني‌خان د شاعرانه سبک یوه لویه ځانګړنه بللی شو:

شرم دستور، رواج اسلام او پښتو

ټول ستا له شونډو مې ځار کړي دي

یا:

ښکلې چې شي ورانه لا مزه په کې پیدا شي

شیخې داړه‌ ورې نه ښایسته کاسیره ښه ده

د «دود پېژند، شناخت متعارف» په وړاندې هنري یا فکري بغاوت هغه مهال پېژاندلی شو، چې د پېژند تیوري Cognition   وپېژنو.

موږ سطحي یا عمومي پېژند لرو، علمي پېژند، فیلوسوفیک، عرفاني، مخامخ، نامخامخ یا «د هیندارې»، فطري یا لاشعوري، وهمي او څېړنیز پېژندونه لرو. حقیقت کېدلای شي، تر دا ټولو بېل وي. هر ډول پېژند زموږ په ذهن کې د حقیقت انعکاس دی.

تر  کوپرنیک او بیا روسته ګالیلو پورې دود یا متعارف پېژند دا و، چې زمکه ولاړه ده او لمر پرې راڅرخي. کوپرنیک له دې متعارف پېژند څخه ووت او په علمي استدلال یې زبات کړه، چې نه زمکه هم پرځان او هم پر لمر راڅرخي، چې په پایله کې یې شپه و ورځ او میاشتې وکال رابریږي. ګالیلو د کوپرنیک دا نظریه اعلان کړه او هڅه یې وکړه، چې دفاع ترې وکړي. کشیشانو او کلیسا تکفیر او توبې ایستلو ته یې اړ کړ.

 حقیقت ته د رسېدو یوه لاره دا ده، چې له دود یا متعارف پېژند څخه ووځې، هستي ته له پاسه وګورې او هڅه وکړې د حقیقت هغه بڼه اعلان کړې، چې ورته رسېدلی یې. کټ مټ لکه د کوپرنیک و ګالیلو تجربه.

هله یار وته نږدې شوم                   چې د یاره شومه لرې

هلی پوی شوم په خبرو            چې یې ناورمه خبرې

غني‌خان په پښتنو شاعرانو کې همدا کار کوي، له معمول او متعارف پېژاند څخه وځي، نوي حقیقت ته رسیږي او د ویلو جرئت یې لري. موږ همدې کار ته بغاوت وایو.

خلق وايي راته چې شته دی

زړه مې هم وايي چې یې!

خو جهان دې داسې ښکاري

لکه بې مالکه کور

ستا د خپلې خولې دښمن له

خوشحالي، مینه، ارام دی

ستا اشنا له تنهایي ده

تهمتونه او پېغور

یا:

دا چې زه ځان لیونی کړم، دا زه تنګ شمه د ځانه

شیخ بابا راته لګیا دی، مسئلې کړي د عذاب

زه خو دلته په عذاب یم، د دې خپل خود او احساس

ځکه کله په سجده شم، کله وڅښمه شراب

چې بې حسه شم، ورکیږم، چې احساس لرم سوزیږم

نه طاقت شته د سکون او نه همت د اضطراب

چې چاپېره نظر وکړم، همه پټ او ښکاره زه یم

دا شراب دي ما جوړ کړي، ما جوړ کړی دی محراب

مذهب څه دی، څو رسمونه، مسئلې او منطقونه

او د هغې سوال جواب دی، چې یې نشته دی جواب

                                                                                     ترپایه

د غني‌خان د باغي فطرت بله ځانګړنه «پوښتل» دي. په پښتنو شاعرانو کې هیچا دومره پوښتنې کړې نه دي ، لکه غني‌خان . دا چې د ده پوښتنې ولې مهمې دي، په بل ځای کې پرې غږیږو.

مسعود: د ډیرو لیکوالو او څېړونکو په لیکنو کې غني‌خان  ته فلسفي او یا لیوني فلسفي او همداسې نور اصطلاحات کارول شوې دي. تاسو د دې القابو دک و دلیل او بنسټیز لاملونه او فکتورونه په څه کې وینئ، او دا راته وویاست چې دی په رښتیا سره د فلسفي تخیل او تفکر شاعر دی او که نه؟

لېوال: مهمه پوښتنه ده. له ډېرې مودې مې پام دی، چې مبصران پر دې بحث و شور لګیا دي، چې غني‌خان یو فیلوسوفیک (فلسفي) شاعر وګڼي که نه؟ هغه یو عارف شاعر دی، که یوازې یو رند دی؟ ځینې خو دومره وړاندې ځي، چې نه یوازې یې فیلوسوفیک شاعر پېژني، بلکې لا فیلوسوف یې ګڼي، پرته له دې چې ووايي: څه ډول فیلوسوف؟ او د کومې فیلوسوفیکې نظریې خاوند یا د کوم مکتب پلوي فیلوسوف؟

دا اختلافات او بحثونه ځکه روان دي، چې موږ د فیلوسوفي او فیلوسوف په اړه هم خورا دودیز او سرسري پېژاند لرو.

هر انسان فیلوسوفیک فکر لري او له هرچا سره فیلوسوفیکې «پوښتنې» پیدا کیږي، خو فیلوسوفان هغه کسان دي، چې کړلای شي دغو پوښتنو ته په سیستماتیکه بڼه د ځواب پلټلو لارې چارې ومومي.

زه ولې په ختیزو ژبو کې دود (فلسفه) فیلوسوفي لیکم؟ دا ځکه، چې د هغې یوناني ( φιλοσοφία philosophia “فیلوسوفیا) ته ورنږدې ده. په پښتو کې یې که ټکی پرټکي راوژباړو مانا یې ده « پوهنپالنه» ، خو لومړی راځئ فیلوسوفي وپېژنو.

په لومړي سر کې فیلوسوفي داسې یوه فکري کړنه (فعالیت) دی، چې د څيزونو د پېژاند پلټنه کوي. له دین سره یې څرګند توپیر دا دی، چې د ایمان له مخې څيزونه له نورو نړیو څخه د راغلیو پیغامونو له مخې نه، بلکې د شته حقیقت پر بنسټ د پېژندلو وړ ګڼي. غني‌خان دا حقیقت (عشق) نومولی:

د مُلا خبرې خوشې، معامله زما او ستا ده

دا داستان د لوږې نه دی، دا قصه د عشق او ساه ده

  له اپلاتون څخه را په دېخوا فیلوسوفي د دوو پوهنپالو ارزښتونو پر بنسټ راڅرخي: «حقیقت»، چې د تیوریکې څېړنې ټاکونکی دی او «ښه‌والی = خیر» چې د عملي یا پراتیکې څېړنې ټاکونکی دی. دغه پوهنپاله کړنه نه د څيزونو بڼې و ظاهر ته پام ساتي او نه هم وارله‌ مخه ګروهیزو وړاندوینو ته.

کانت ویل: فیلوسوفي درې پوښتنو ته د ځواب موندلو هڅه ده؛ په څه پوهېدلای شم؟ څه وکړم؟ او په څه پورې د هیلو تړلو واک لرم؟ د دې درېواړو پوښتنو نچوړ دا پوښتنه ده، چې انسان څه دی؟ له پوهنې یا ساینس سره د فیلوسوفي یو توپير همدا دی، چې تر څيزونو زیات پر «انسانپېژندنه» تم کیږي. ویل کیږي، لومړنی فیلوسوف سوکرات و، چې انسان یې د څېړنې په محور کې راوست او د نړۍ پېژندنه یې پوهنې یا ساینس ته ورپرېښوده، سوکرات ویل: «نړۍ پرېږده، ځان وپېژنه!»

زما دانشمند ملګری ښاغلی امین دریځ په دې اړه په زړه پورې نظر لري:

« فیلوسوفي د دې پوښتنې د ځواب په لټه کې ده، چې نړۍ او ژوند او په هغوی کې واکمن قوانين ولې منځته راغلي دي؟ سره له دې چې هــر فلیوسوفیک سيستم هڅه کوي دغه ډول پوښتنو ته رېښتینی ځواب ومومي، خــو کله داسې هم پېښېدای شي، چې ځينې ځوابونه هېڅډول پوهنیز  Scientific   بنسټ ونلري. نن ورځ د ټولو فیلوسوفیکو سیستمونو د نظريو رېښتينواله او نارېښتينواله د ساینس و منطق په تله تلل کېږي او همدا د معیار په توګه ګڼل شوي دي. کله چې يوه فیلوسوفيکه نظريــه پــه همدغه تله و تلل شوه او پوره وخته نوره نو د فیلوسوفي له کړۍ راوځي او د پوهې په یوه څانګه پورې ونښلي نوره نو بیاد پوهې دنده ده، چې د دغې نوې پېښې څرنګوالی او د هغې اړوند قوانین وڅېړي. لنډه دا چې فیلوسوفي ولې؟ او ساینس څنګه؟” ته په ځواب موندلو پسې لالهانده دي.

ویلای شو چې د فیلوسوفي په مرسته ولې؟ تـه ځواب لتول کېږي او هر هغه انسان چې په ويښه او هوښيارۍ کې دا ډول پوښتنې ورته پیدا کېږي او مينه لري چې ســـم او رېښتینی ځواب ورته ومومي په يوه ټاکلي پړاو کې فیلوسوفیک دی او دا هڅه يې يوه فیلوسوفیکه بوختيا ګڼل کېږي.

هر انسان د زړه له کومې غواړي په هغه څه وپوهيږي چې لـه ده نه پټ وي د رازونو د سپړلو مانا په(حقیقت = رېښتیا) پوهېدل دي، په تېره بیا د ژوندانه او نړۍ په اړه په حقیقت پوهېدل هر چاته پر زړه پورې دي ځکه چې د ژوندانه برخليك ورسره تړلی او هر څوک غواړي چې په هرځای کې ښه ژوند وکړي اوښه برخليك ولري. له دې نه ښکاري چې فیلوسوفي کــوم ځانګړی امتیاز نه دی چې يوازې د ارستو، سوکرات، اپلاتون، هگل، كانت يـا بـل و بـل پـه بـرخـه رسېدلی وي، بلکې ټول انسانان ځانګړې  فیلوسوفیکې وړتيا او افکار لري چې د خپلو امکاناتو ترپولې وده ورکولای شي او ټاکلې پايلې لاس تـــه تـــرې راوړلای شي. دلته پوښتنه را ولاړېږي چې کـــه داســـــي وي نــــو بــیـا ولـې د هر چا له نامه سره د (فیلوسوف) کلمه نه لیکو او د افکارو په تاريخ کې يوازي د ګوتو په شمېر څو فیلوسوفان پېژنو اوبس؟ د دې پوښتنې لنډ ځواب دا دی چې: «هر چاچې څه وغوښتل هماغه ته به ورسېږي» موږ ځکه هر چاته په علمي توګه فيلوسوف نه وايو چې ټولو دا نه دي غوښتي اونــه هـم دې ته وزګار دي چې د فیلوسوفيکو پوښتنو په اړه خپل افکار بشپړ راټول او د ټاکلیو آرونو په رڼا کې ژوره وده ورکړي. خو هغه چا چې د ژوندانه په نورو چارو کې ډېر نه دی بوخت شوی او حقیقت موندلو ته يې کار ویلی او د دغه کار له پاره یې یو سیستم غوره کړی، موږ هماغه ته فیلوسوف وايـــو.»

دا يوازې د فیلوسوفي ځانګړتيا اولوښه نه ده، ټولې پوهې، او ورځنۍ چارې همداسې وګڼه. د بېلګې په توګه موږ ټول څه ناڅـه پـه شــمـېـر پوهېږو، په ژبو غږېږو، ناروغۍ پېژنو، په یوه یـا بـل دیــن گروهمن يو او داسې نور، خو ټول شمېر پوهان، ژبپوهان، ډاکتران، دینپوهان یا داسې نور نه یو. ځکه چې دا هره يوه بېلابېله څانګه ده او ځانګړې زده کړې او هڅې غواړي.

موږ وویل، چې فیلوسوفي له پوښتنو سره نږدې اړیکي لري. سوکرات به پوښتنې کولې، د سوکرات فیلوسوفیک مکتب پر پوښتنو ولاړ و. د هغه یوه برتري دا وه، چې په ناپوهي یې اعتراف کاوه: «پوهېږم، چې نه پوهېږم!»

خدایه! وکړم د غنچې سره خندا؟                که د خوار غریب بلبل سره ګریان

خدایه وګورم د خپل یار ښکلي مخ ته               که د خپل سوي زړګي شم تماشان

خدایه وویرېږم ستا د لوی دوزخه؟            یا که تمه کړم شروع د حور غلمان

ته مې پوه کړه، ته مې پوه کړه نه پوهېږم

چې زه تا کړمه خوشاله او که ځان؟

د سوکرات میتود د فیلوسوفي په تاریخ کې په (سوکراتي پوښتنې) مشهور دی. سوکرات به خبرې په سوال او ځواب پیلولې.

او په پیل کې به یې خپل ځان د هغه څه سره همغاړی وښوده، څه چې به یې مخاطب ویل. دا خبرې به اوږدې شوې، خو دا بحث به داسې ځای ته ورسېد، چې مخاطب به یې په خپله ناپوهۍ یا بېخبرۍ وپوهاوه او هغه به ومنله چې نه پوهیږي. سوکرات په مخاطب کې دا زړورتیا روزله، چې خپله ناپوهي کشف کړي، اعتراف پرې وکړي او دا ور وښيي، چې پر ناپوهۍ اعتراف تر ټولو ستر علم دی.

غني‌خان ځکه ګڼو مینه‌والو ته فیلوسوف یا فیلوسوفیک شاعر ښکاري، چې پوښتنې کوي.

دا زه څه له؟ ولې جوړ شوم؟
خبر نه يم، نه پوهېږم

ولې سوز شم؟ ولې ساز شم؟
يو اواز يم چې غږېږم

یا:

خدايه! عقل چې و زړه دې ولې راكړ؟

په يو ملك كې دوه خود سره بادشاهان

بادشاهي او فقيري دې ولې يو كړه!

د ژوندون په هره سا كې مرګ پنهان

ولې غم لكه آسمان په جهان خور دى!

خدايه ولې خوشحالي دې كړه نايابه؟!

ولې جوړ دې كړه اننګي د ګل د پاڼو؟

خداي ولې نشه بيايي له شرابه؟

ولې ښايست او رنګ دې دواړه خور او ورور كړه

ولې ولې دې جهان كړ ډك په رنګ!؟

ولې كوڼ دې زه پيدا په جهان نه كړم

خدايه! ولې دې آواز پوست كړ د چنګ؟!

ولې ما ته دې عطا كړ فكر و خيال؟

ولې ولې په رڼا ورځې خوبونه؟

خدايه! ولې دې ځواني هر چا له وركړه؟

خدايه!ولې دې پيدا كړل اميدونه؟!

ولې جوړ دې د يار سترګو كې جنت كړ؟

ولې تريخ دې كړ بېلتون او خوږ وصال؟

خدايه ولې دې سپوږمۍ له رڼا وركړه؟!

چې زنګوي مې د مستۍ په مهين تال؟

ولې جوړ دې كړ ازغى د ګل په خوا كې؟

ولې زړه مې پاك خو جسم مې ناولى؟

ولې ما له دې د ولې طاقت راكړ؟

خدايه ولې، خدايه ولې، خدايه ولې؟!

او:

څوک دې ماته ووايي، چې څرنګه شیدا شي څوک

څوک چې چاته وخاندي، نو ولې په خندا شي څوک

غني‌خان ته «ولې؟»  او «څه دپاره؟» ترټولو مهمې شاعرانه پوښتنې دي. شاعر غواړي ووایي، چې د انسان یوه لویه ځانګړنه، چې په ټوله هستي کې یوازې او یوازې د ده په برخه ده د «ولې؟» پوښتلو توان دی:

ولې ما له دې د «ولې» طاقت راكړ؟

خدايه ولې، خدايه ولې، خدايه ولې؟!

د هرڅه په وړاندې پوښتل او د دې پوښتنې شاعرانه کول، د غني‌خان ځانګړنه ده او په پښتنو شاعرانو کې لومړنی شاعر دی، چې جدي پوښتنې مطرح کوي.

چا د ځانه جهان جوړ کړه د عالمو

ډک د لوړو د ژورو ورانو سمو

زرغون شوی په امید ژوندی په تمو

شو پیدا د کومې موره د کوم پلاره

څه دپاره، څه د پاره ، څه د پاره

موږ بربنډ له کومې راشو په تش لاس

ولې واغوندو د ننګ شرم لباس

ولې جوړ کړو دین ایمان ویره وسواس

په تش لاس کوم خواته ځو چې ژوند شي خلاص

په کوم ملک په کوم وطن په کومه لاره

دا ویرونه دا غوغا دا شور د څه دی؟

اوه، دا سوزي چې عالم دا اور د څه دی؟

زندګي څه ده، مرګ څه دی کور د څه دی؟

چا پسې؟ څه پسې؟ څه بې قراره؟

عزت څه دی؟، طاقت ځومره؟ دولت څه دی؟

ولې ماته چې وي ښه بل ته ښه نه وي؟

څه وي څوک چې جهان نه وي عالم نه وي؟

کوم خوا تښتي مړه رڼا ګلونه سوي؟

یو وړوکی سر او دا قیصې بې‌شماره

څه دپاره؟ څه دپاره؟ څه دپاره؟

زموږ شاعر له هغو فیلوسوفیکو پوښتنو سره، چې د ده په ذهن کې ګرځي دوه ډوله چلند کوي:

لومړی:  یوازې پوښتنې مطرح کوي، پوښتنې یې هم په خپل ځان کې د ځوابونو څه عناصر لري، ځینې یې عارفانه تجاهل ته ورته دي، ځینې یې د طنز مالګه لري، خو ډېرې یې جدي پوښتنې دي، چې شاعر یې په نه پوهېدو کې ریښتینی دی.

دویم: د سوال و ځواب په توګه. ډېر ځله شاعر د دوو داسې پرسوناژونو ترمنځ پوښتنې طرح کوي، چې هم یې پوښتنه او هم یې ځواب خپل دي. په داسې شاعرانه دیالوګونو کې ډېر زور پر پوښتنو دی او پوښتونکی لوری تل تر ځواب ویونکي هغه غوره او مهم دی. د پوښتنو ځوابونو دوه اړخیز ( او کله ګڼ اړخیز) پرسوناژونه یا «لیونی» وي یا «ملا» یا « فلسفي» یا (ان کوم ژوی». کله داسې پېښيږي، چې د شاعر (لیوني) پوښتنې بېځوابه پاتې شي:

د سپرلي شپه وه مسته مستانه

ستوري کېدل ډېر روښان روښانه

سپوږمۍ ولاړه وه ښکلې حیرانه

لیوني سوال وکه د خپل جانانه

رڼا مې پوهې له د لامکانه را

مستي مې سترګو له د خپله ځانه را

د خپله ځانه یاره خپله ځانه

لیوني سوال وکه د خپل جانانه

ناګاه بړق شو دریاب د نور راغی

څه په مستۍ راغی څه په سرور راغی

هستي شوه ګونګه مستي ګویانه

لېوني سوال وکه د خپل جانانه

او لیوني ورته زړګی که لرې

ډېر په خوارۍ په کې ځای شو یو بڅری

نور ډک د ځانه و ډک د جهانه

لېوني سوال وکه د خپل جانانه

دریاب د نور لاړه ښېست او رڼا لاړه

او د جانان مستي جانان له بیا لاړه

لېونی پاتې شو څېرې ګریوانه

د سپرلي شپه وه مسته مستانه

کله کله دا سوالونه د مخاطبې په بڼه وي، مخاطب هم یا معشوقه وي یا خدای، یا کله کله دواړه.  پوښتنې جدي او فیلوسوفیکې وي، خو ځوابونه هيڅلکه ژور او فیلوسوفیک نه دي، ان پر عقل لا تکیه نه کوي. جدي پوښتنو ته د غني‌خان ځوابونه عارفانه دي. ځکه خو غني‌خان د فیلوسوفيکې پوهې دعوا نه کوي او هيڅکله ځان فیلوسوف نه ګڼي. د ګڼو نورو عارف‌مشربه شاعرانو په شان غني‌خان له عقل سره ښه اړیکي نه ساتي، نه غواړي ځوابونه یې عقلاني وي. غني عقل نابینا ګڼي:

نابینا عقل مې مست زړګي ته پرېښود

اوس تیاره کې د غم شو رهبر زما

یا:

عقل له سرور کې سر له عقل کې کور نشته دی

دا خبرې ماته مې رو رو کړي ابۍ دي

موږ ورو ورو دې پایلې ته نږدې کیږو، چې ووایو: غني نه فیلوسوف دی او نه فیلوسوفیک شاعر، بلکې داسې یو شاعر دی، چې په هنري ژبه فیلوسوفیکې پوښتنې کوي، پرته له دې، چې پخپله ورته ځواب ووايي. غني‌خان غواړي خپل لوستونکي (موږ) ځواب موندلو او فکر کولو ته اړکړي.

دې پوښتنې ته د ځواب په لټه، چې: غني فیلوسوفیک شاعر و؟ که نه؟ داسې رڼې پایلې ته رسېدلای شو، چې غني‌خان د ګڼو نورو ختیزو شاعرانو او عارفانو په څېر د جدي فیلوسوفیکو پوښتنو ځواب د فیلوسوفیکو سیستمونو او مکتبونو په تیزسونو کې نه، بلکې د عرفان په دودیز سیرو سلوک کې لټولی دی. غني‌خان تر دې چې فیلوسوف شاعر وبولو، غوره به وي، چې داسې عرفان ‌مشربه شاعر یې وبولو، چې فیلوسوفیکې پوښتنې یې شاعرانه کړې دي:

په نیلي د خیال اوچت شوم له جهانه                  و د عقل فانوس لاس کې مې روښانه

له وریځو چې شوم تېر فانوس مې مړ شو                  په تیارو مې نیلی لاړ تر نیم اسمانه

د فلک شهزادګی ناست و باغچه کې                 ما له یې راکړ بل فانوس ښکلی روښانه

د سپوږمۍ په رڼا تلم مخمور عاشق شوم              خو تیارې راغلې شو پټ مشال زما نه

چې د ستورو د رڼا نه هم اوچت شوم            ماکړه قرض یوه شغله له خپل ایمانه

ما د دې په رڼا خپل غلیظ ځان ولید

په ژړا مې سر کړ پورته له ګریوانه

مسعود: نو اوس به راشو، د غني‌خان د شاعرانه شخصیت عرفاني اړخ ته، ځکه تاسو وویل: غني ‌عارف مشربه شاعر دی، چې فلسفي پوښتنو ته هم عرفاني ځوابونه پلټي. که تاسو د دې ترڅنګ چې د عرفان، تصوف د پېژندنې او له غربي فلسفې سره یې په اړیکو او توپیرونو بحث وکړئ، نو دا مسئله به نوره هم روښانه شي.

لېوال: عرفان له لغوي اړخه د عَرَفَ له مصدر څخه د پېژندلو په مانا دی. په اصطلاح کې هغه پېژند دی، چې له روحي تذکیې، الهام او له نفس سره د مبارزې او سیروسلوک له لارې ترلاسه کیږي.

عرفان (Mysticism)  په عامه مانا؛ داسې ګروهیز (اعتقادي)  چارچلند دی، چې موخه یې د شهود ( Intuition)، دروني تجربې یا «حال» له لارې حقیقت ته رسېدل او یا له حقیقت سره یوکېدل وي. بېلابېلو ګروهیزو مکتبونو دغه لار په سره ورته یا لږ و ډېر توپیر وهلې ده، د هیندوستان له برهمنانو رانیولې، تر اسلامي نړۍ و رواقیونو او ان د نړۍ د بېلابېلو بومي قبایلو تر ځانګړو عقیدو پورې. په عرفان کې حواس د دې وړ نه ګڼل کیږي، چې حقیقت ومومي، بلکې دا روح دی، چې ځان به حقیقت ته رسوي. په هغو ادیانو کې چې پر وحدانیت ولاړ دي، کامل حقیقت خدای دی. د دغو ادیانو عرفاني مکتبونه د هغه سیروسلوک پړاوونه راپېژني، چې انساني روح دغه کامل حقیقت (خدای) ته رسولای شي.

په جومات کې مې ونه مونده په مکه کې رانه ورک شو

خدای مې زړه کې را پېدا شو چې مې مخ دیار کړو ښکل

د عرفان او فیلوسوفي ترمنځ د بېلتانه او بېلتون په برید کې خورا نازکې پردې شته. ځینې پوهان د «مشاء» او «اشراق» مکتبونه د تصوف، عرفان او فیلوسوفي له ګډون څخه رازېږېدلي ګڼي.

تصوف د عرفان اسلامي بڼه ده، چې له دویمې هجري پېړۍ څخه رادېخوا په اسلامي فرهنګ کې دود شوې ده، څوک یې له صوف = سوف (سوړې یا سمڅو) سره تړلې بولي، چې صوفیان به په کې مراقبه کېناستل او څوک یې هم له هغو وړینو جامو سره چې صوفیانو به اغوستې. ځینې بیا دا ګڼي، چې صوفیان اهل صُفه دي، یعنې پر وچ هوار ډاګ مراقبه کېناستونکي.

په هر صورت زموږ لپاره د غني‌خان په اړه بحث کې عرفان مهم مفهوم دی.

 د اتمي هجري پېړۍ دانشمند شرف الدین داوود بن محمود قیصری د پېژند (شناخت =  Cognition) په اړه بحث کې عرفاني کشف مهم ګڼي:

«عرفاني کشف، تر پردو ورهاخوا د غیبي ماناوو او حقیقي چارو  هغه پوهه ده، چې د وجود له مخې (حق‌الیقین) او د شهود له مخې (عین‌الیقین) وي.

هوش دې د علمونو نه جدا جدا روان شو

خدایږو لیونیه! جوړې سم لیونی کېږې

مرګ کې راښکاره راته ژوندون یو جاودان شو

زه ورپورې خاندم دنیا ته ورته ژړیږې

عرفان ټوله هستي یو کامل وجود ګڼي، چې خپل توکي (اجزا‌‌‌ء) او ذرات ځان ته ورکاږي، دا توکي او ذرات د ځان معرفت نه لري، مګر دا چې کامل وجود یې ورته الهام کړي.

عارفان وايي: هغه څه چې د کشف و شهود له لارې موږ ته حق تعالی راپېژني، بشپړ حقیقت او رد یې ناشونی دی.

اې د ازلــــونـــو ابـــدونـــــو لــویــــه خــدایـه

مـاتـه یـې د مـاشي او مـیـږي پـه ژبـــه وایـــه

دا دریاب دَ حـسن چې پـه واړه دنـیا خور دی

څه خو لـږ اوایـــه چـــې راځـــي د کومه ځایه

څــاڅـکي د شبنـم کې حافظې دي د سیندونو

پرښـې دي او غـــیـــږه کې پرتې دي د ګلونو

ګرځم مـاښـامي کې د زهره هلال شغلې لټوم

زه د شـبنم څاڅکي لـه جلوې او سلسلې لټوم

کوم خوا ته کاروان د مینې خود مسته روان دی

دا په چا میین دی که خپل حسن یې جانان دی

 داسې حقیقت د عقلي او نظري برهان په مرسته د پېژندلو نه دی،  بلکې پېژندلو ته یې د (عشق) زور بویه:

سوز نه دى عشق،ساز نه دى عشق، اه او ګريان نه دى عشق
مسته رنګيني دا نه‌ده، غم دجانان نه دى عشق
عشق يو وجد د  رب دى په وجدونو د انسان کې
يو د مينې ساز د زړه په سوي قبرستان کې

مرګ عشق ته حيران دى خو مرګي ته حيران نه دى عشق
سوز نه دى عشق ، ساز نه دى عشق، اه اوګريان نه دى عشق

یا:

حسن پلار د مینې او مور د عشق

پکې  پټ دي ټول سپين تور د عشق

معني د نور دا د عشق وجود

دا د مینې راز دا د سوز خوند

دا مستي دا ساز

په عرفان کې د وحدت دواړه مفاهیم (وحدةالوجود) او (وحدةالشهود) د غني‌خان  په شعرونو کې موندلای شو:

حسن ښـــکاریـــدو لـــه یــو وجـود یو شکل غواړي

حسن چې ښکاره شي مینه یې وویني  ائینه شي

بــې وجـــوده حـــسن مـــیـــنه نـــه شي جـــوړولې

مـینــه هـــله جـــوړه شي چــې حسن راښکاره شي

حســن ســـره مـــیـــنـــه د روح ژونــــــد دی د آدم

حسن هـــلـــه ښـــکاري چې رنـــګونـه شـــراره شي

خو راځئ، لومړی دغه دوه مفاهیم وپېژنو:

وحدت = یوون له واحد  = یو څخه راځي. یو / واحد/ احد/ یګانه / یکتا/ Un  او Unus   له ماوراءالطبیعي (میتافیزیکي) لیدلوري هماغه د لومړني پنځوونکي یا مصدر په مانا ده (سرچینه، ار، اصل، منشا‌ء، بنسټ) یې هم ګڼي. دا «يو» ټول عالَم په ځان کې رانغاړي. دا یو مانا هرڅه، مانا ټوله هستي.

هاتف اصفهاني ویلي وو:

که یکی هست و هیچ نیست جز او

وحده لااله الا هو

دا «یو» تر شمېر وتلی دی، مانا په شمېر کې نه راځي. فېڅاګورسیانو/ فیثاغورس الساموسی Pythagoras  دا «یو» د ټولو شمېرو سرچینه هم ګاڼه.

په دې باور کې دغه «یو» د زمان او مکان له پولو/ محدودیتونو څخه ډېر ورپورته دی، هلته، چې نه زمان شته و نه مکان، بس «یو» شته او هرڅه همدا «یو» دی:

وخت خو تا جوړ کړی دی نو وخت به تا ته څه ووایي

وخت خو زما ځان دی چې د نشت کور له مې بيایي

یا:

دا مکان او لامکان

دواړه جوړ زما د ځان

دا جانان او بت او رب

زما تنده او ايمان

اپلاتون دغه «یو» د ټولو صورتونو تومنه ګڼله او څرګند ګڼون (ظاهری کثرت) یې مجازي باله، چې په پایله کې دا ټول څرګند ګڼون په هماغه «یوه» کې ورټولیږي.

يو ټکي د نور کې درياب رنګا رنګ

يو څاڅکي د ساز کې هم سوز او شړنګ

د ژوندون يوه لمحه کې سوونه عمرونه

يو چونګ کې  د خاورو مستي او غمونه

د یوون یا وحدت د پوهنې بنسټ په عرفان کې (د یو وجود حقیقت) دی. همدا چې موږ وجودي یوون یا توحید منو، نو ښايي دغه وجودي یوون له ټولو ذاتي صفاتو او کړنواله/ فعلي/ یوون سره هممهاله ومنو. ورو ورو دې ته نږدې کیږو، چې ووایو هرڅه همدغه یوون ته ورګرځېدونکي دي. ټول مانا یو، له ګڼون/ کثرت څخه یوون/وحدت ته! همدغه ته وایو وحدةالوجود. وحدةالوجودیان د هستۍ د توکیو تلپاتې‌والی/ بقا په بشپړ وجود «یو» کې ورکېدل ګڼي. (په حق کې فناکېدل د بقا په مانا ده!).

وحدةالوجودي باور وايي: (هرڅه «هغه» دی!)

 وحدةالوجودي سالک هغه پردې او پولې، چې د ده او کامل حقیقت یا «یو» ترمنځ شته څېرول او په حق کې فنا کېدل و ورکېدل غواړي:

څومره مینه مستي درکړم، ادب څومره؟

څومره تا دلدار جانان کړمه، رب څومره؟

نه زه ستا په حد د ځان په حساب پوه شوم

ستار پوهیږي په خپل هنګ او طرب څومره؟

تورانۍ په ساز، سرود تر کومې رسي؟

ګلاب پوه دی د ښایست په مطلب څومره؟

دا سپوږمۍ چې کل جهان حیران حیران کړي

دا پوهیږي د خپل نور په سبب څومره؟

رنګ رڼا د خپل ځیګر پرې خورومه

دومره خېشت وي چې زما وي طلب څومره

دا چې سرې شونډې يي اور، سرور روښان کړي

معشوق پوهیږي د عاشق په مطلب څومره؟

زما مینه د ادب د پنجرې ووځي

وایه څومره دې جانان کړمه، رب څومره؟

د وحدةالشهود پلویان بیا دا ګڼي، چې سالک د حق په پلټنه کې یو مهال داسې دریځ (مقام) ته رسیږي، چې د هر (غیر) او (اغیار) وجود له منځه ځي او یوازې د «یو» / احدیت له ذات څخه پرته به هېڅه نه ‌ښکاري (یا هو یا من لیس الا هو!).

یو تصویر دی د جانان                                     چې نه کېږي بیان

د هر چا د سترګو پټ دی                               خو ښکاریږي هر زمان

خوشال خټک بابا فرماييلي وو:

په هر څه کې ننداره د هغه مخ کړم

چې له ډیرې پیدایېه نا پدید شو

او غني د داسې مخ لیدلو لپاره سترګې غواړي:

اول سترګې ستا د لیدو خو را

بیا کوه د میینېدو تمه

یا:

څه وو چې هېڅ نه وو

نه سبا و نه ماښام و

نه  رب د چا رب و

نه  بنده د چا غلام و

بس يو بې پايانه عشق

ورک په خپل خمار کې

خوب د خپل وصال و

په خېشته شونډو ديار کې

دا دریځ ډېر لوړ دی، چې عارف په کې له ورایه حقیقت په سترګو ویني.

یو توپیر دا پاتيږي، چې په وحدةالوجود کې سالک په خپله په بشپړ حقیقت کې فنا کیږي، بیا نو د ده وجود کومه مانا نه لري. دی پخپله ځان «نشت» ګڼي، ټیک همدا ځای دی، چې منصور چیغه کوي: «انا الحق!» ځکه نور نو دی نشته، چې له ځانه غیر څه وویني.  خو وحدةالشهودیان د لیدلو پر وحدت ټینګ دي او تر دې یوون بهر د لیدونکي (سالک) وجود هم مني.

وحدةالشهودیان پایلې ته رسیږي، چې: (هرڅه د «هغه» دي!)

کله مخ زه پـه قبـله کـړم کلـه کــړم مخ و جـانــان تــه

هېڅ په فرق یې پوه نه شوم ربه! خیر مې کړې ایمان ته

هـغـه ورځ چــه خلق پــیدا شو دخالـق په تجــلا شـــو

زه وم پروت مخمور مشکوره په سجده مخ د جانـان ته

اوس زما په بـېکسۍ کـې د مســتۍ لمغړی ویـنــې

زه د زمکې قابل نــه وم ولې تـا بـوتــلم اســمــان تــــه

د خــبرو یــې څــوک نــشــته ځان سـره غي ګو ڼیږې

لــیـو نی یـې هـلـه بــولـې چـه یې وګـورې جا نــــان تــه

مسعود:  د «حسن» او «ښایست»  ترڅنګ غني‌خان ځینې نور مفاهیم، لکه «ژوند»، «مرګ»، «رڼا»، «لیونی»  او داسې نور ډېر او په تکرار کارولي دي، له دغو مفاهیمو څخه څه تعبیر او تفسیر لرلای شو؟

لېوال: مهمه پوښتنه ده، ژوند د غني‌خان لپاره مهم دی. د ګڼو عارفانو پرخلاف، غني‌خان پر «ژوند» میین دی او مهم یې ګڼي. سره له دې چې له مرګ څخه هم هېڅ وېره نه لري او ان هغه د یوه نوي ابدیت په لوري د ورلوړېدو لومړی منزل ګڼي.

غني‌خان د ژوند په پېژندنې او تعریف پسې ګرځي، په زړه پورې خو یې لا دا ده، چې پخپله یې ښه رنګین او ښکلي پېژندونه هم وړاندې کوي:

 ژوند خو تله دي یو په مخه                  غورځېدل او پاڅېدل دي

ټکی سوز او ټکی ساز دی                 څه خندل دي، څه ژړل دي

ژوند په سترګو د عاشق کې                 پلوشه ده د خمار

په صحرا کې لټول دي              د اشنا د کوڅې لار

یا:

ژوندون څه دی؟ یو باغ دی لوییږي                 ورکېدل دي د ښایست زیاتېدو له

خپل ژوندون له خپل سینګار ورکول دي             سوزېدل دي ژوندون خورېدو له

ژوندون څه دی؟ یو خوب دی لیدی شي            د خندا او ژړا واک د بل دی

ژوندون څه دی؟ یو ساز دی غږیږي                 کله پوست، کله زیر، کله بم

کله اور سوزېده شور غوغا شي               کله غلی، قلار، شومه دم

کله شرنګ د ګونګرو شي خمار شي             کله یخ اسویلی او ماتم

کله تال مستانه د خیام شي              کله سپور ماښامونه د غم

که وي تریخ، که وي خوږ تېرېدی شي                ژوندون څه دی؟ یو خوب دی لیدی شي

خو هممهاله «مرګ» هم د بشپړې نیستۍ په مانا نه بولي او ترې وېره بېځایه ګڼي. غني‌خان نه د ژوند په ناستالژیک حسرت کې تم کیږي او نه هم د مرګ له موهومې ویرې څخه پښه نیسي، ښایست، عشق او مستي یې ملګري دي او پر مخ ځي:

چغې وهي اجل ملا ته اورې که نه اورې

تشه خاوره نه ده غنی څنګه به شې خاورې

غني‌خان د ژوند په یوه عجیبه استمرار باوري دی. یوه اساسي پوښتنه یې هم دا ده، چې که کیسه روسته نه اوږدیږي، نو د دې لنډې مودې ژوند پای خو انجام د هستۍ نه شي کېدلای.

نه منم نه منم ياره مرګ انجام د هستۍ نه دی

خلاصيدل شراب په جام کې  اختتام د مستۍ نه دی

چې ماښام د کومې شپې وي نو د هغې سبا هم وي

چې رڼا وي تياره وي، چې تياره وي رڼا هم وي

که يو نه وي نو بل هم نه وي، او چې وي نو وي به دواړه

دې درياب له چېرته شته دی لرې بله يوه غاړه

زر سحره د بهار دي يو ماښام کې  د خزان

شل خمونه ډک د عطرو يو دانه کې  د ريحان

چې يوه غوټۍ شي خاورې تخم وکړي ټول ګلزار له

د خپل رنګ او بوټي پنډو نه شکرانه يوسي بهار له

بل ځای وايي:

مرګ لویه نیکي ده چې تا وکړه د انسان سره

مرګ ستا کور له یوړو ګنې و به تل د ځان سره

مرګ هغه نېټه ده، چې جانان کېښوه جانان سره

مرګ پټه نکاح ده د مکان د لا مکان سره

د شاعر تمه هماغه د وحدةالوجودي عرفاني منطق پربنسټ دا ده، چې انسان له خپل اصل سره یوځای‌کېدونی دی او اصل ته د ورګرځيدو د اوږده سفر لومړی منزل و دروازه «مرګ» نومیږي.

او بالاخره:

مرګ کې راښکاره راته ژوندون یو جاودان شو

زه ورپورې خاندم دنیا ته ورته ژړیږې

او:

مرګ چې د خپل ژوندون تلاش کې ووت

ژوندون یې راوړ او ساه یې راوړه

د مرګ و ژوند په اړه د غني‌خان یو تمثیل ماته له دې اړخه ډېر په زړه پورې ده، چې د استاد مجروح د شهکار اثر په شان دا دواړه د یو دریاب د ساحلونو په شان ګوري:

مرګ کې د ژوندون د دریاب پټه کناره ده

مرګ مجبوره ځان له د خپل حسن ننداره ده

په ځانځاني ښامار کې هم د «حسن» شاه لیلا د ورک سمندر پرغاړه د ژوند و مرګ د مساپر په تمه ده:

تا به وې چې:

له کوم وخته چې عالم راپیدا شوی

دغه پېغله نازنینه هلته ناسته

د خپل ورک مساپر لاره یې څارله

د خپل ژوند او د هستۍ له ژور تل نه

تمه تمه منتظره وه دیدار ته د دې هسې سرګردانه مساپر خپل

لاروي ناڅاپه ولید

چې د ورک سمندر غاړې

د هغو آبي چشمانو په دریاب کې

نږدې هلته راښکاره شوې…

«رڼا» د غني‌خان لپاره یوازې د هغې روښنايي په مانا نه ده، چې موږ یې د ژوند د ښېګڼو لپاره سېمبولوو او په شعر کې یې کاروو. په عادي خبرو کې وايو: ورځه په مخه دې رڼا!

«نور» او «رڼا» د غني‌خان په شعرکې په بشپړ اشراقي مفهوم کې کارېدلې ده. انسان هلته په خپله هستي «پوه» شو، چې هرڅه یې د «رڼا» په مرسته وپېژندل، ښايي یو مهال یې پام شو، چې پخپله هستي رڼا ده او تیاره د «هېڅ» یا بشپړې نیستۍ په مانا ده:

تیاره شوه لنګه رڼا یې راوړه

ادم چې مست شو، حوا یې راوړه

ترهستي مخکې بشپړه تیاره وه، لومړنۍ رڼا لومړنۍ هستي وه. له بشپړ «هېڅ» څخه هستېدل[ تیاره شوه لنګه رڼا یې راوړه] په زړه پورې تمثیل.

په عرفان کې «اشراق» د دروني رڼا خورېدو ته وايي. د روح رڼا. شیخِ اشراق شهاب الدین سهروردی د خپل نامتو کتاب حکمةالاشراق په سریزه کې لیکي: « اقل درجات قاری هذا الکتاب أن یکون قد ورد علیه البارق الهی و صار و روده ملکة و غیره لاینتفع به اصلاً»

ژباړه: هيڅوک د دې کتاب ریښتینی لوستونکی نه دی او ګټه نه شي ځنې اخیستلای، مګر هغه چې د الهی رڼا وړانګې یې پر زړه ورخورې شوې وي.

دا چې څومره اخلي نور                      دا زما خاکي وجود

د مشائی پوهنې پرعکس اشراقیون په باطني پوهه « رڼا» ډېره تکیه کوي. هغه پوهه چې کسبي وي، له منځه ځي، خو باطني رڼا تلپاتې ده.

شیخِ اشراق سهروردی د قرآن کریم د الرعد سورة د ۱۲ ایة :

هُوَ الَّذِي يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا

په استناد لیکي:

« اول بریدی که از حضرت ربوبیت رسد بر ارواح طلاب، طوالع و لوایح باشد، و آن انواری است که از عالم قدس بر روان سالک اشراق کند، و لذیذ باشد، و هجوم آن چنان ماند که برق ناگاه درآید و زود برود. خوفاً من الزوال و طمعاً فی الثبات»

که څه هم چې شیخ سهروردي دا وینا د مشائی‌حکیم بلخي ابن سینا پر هغه مقوله ولاړه ده، چې په (الاشارات و التنبیهات) کې یې کړې ده.

په هرصورت، په پښتنو نومهالیو شاعرانو کې تر هر بل چا غني‌خان په خپلو شعرونو کې له همدغه اشراقي منطق څخه رڼا اخیستې ده:

ما وې اې د هوش او عقل د رڼا بله مشاله

یو بې خوده لیونی دی، هر یو ساز یې د ماتم

ستا د پوهې د دریاب نه یو قطره د رڼا غواړي

څه سوب د خندا غواړي، څه مطلب غواړي د غم

فلسفي کړې سترګې پورته، خوله مسکۍ سترګې روښانه

خړې خړې د غم لړې په کې راغلې ناګهانه

وې اې: زما غمګینه زویه! ښایست وجود لري نه سیوری

د ده نور به هله وینې، چې په پټو سترګو ګورې

علم سپین روښان مشال دی، خو پرې نه شي لیدی ستوری

د نور سترګې دي په زړه که، د نورونو دنیا ګورې

زموږ د شاعر په ګڼو شعرونو کې «رڼا» او «نور» ان په استعاري توګه ستوری، سپوږمۍ او شمع هم د هغه دروني رڼا له اشراق سره تړلي دي، چې سرچینه یې نورالانوار او «نورعلی نور» دی:

 اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ ۖ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ ۖ الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ يُوقَدُ مِن شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ زَيْتُونَةٍ لَّا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ ۚ نُّورٌ عَلَىٰ نُورٍ ۗ يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَن يَشَاءُ ۚ وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ ۗ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ (

نور: ۳۵

ژباړه: خدای د اسمانونو او زمکې نور دی. د هغه د نور مثال هغه ډیوت (څراغدان) دی، چې په هغه کې څراغ وي،  په ښيښه کې څراغ. هغه ښيښه ګواکې یو ځلانده ستوری دی، چې د زیتون له داسې مبارکې ونې ځلیږي، چې نه ختیزه ده او نه لویدیزه. نږدې ده، چې غوړ یې رڼا وکړي، په داسې حال کې، چې هېڅ اور نه دی وررسېدلی، رڼا پر رڼا. خدای له خپل نور څخه هرچا ته، چې وغواړي، لارښوونه (هدایت) ورکوي. او دا ټول مثالونه دي، چې خدای یې د خلکو [دپوهولو] لپاره یادوي. او خدای پر هرڅه پوه دی.

اوس نو راځئ، وګورو، چې د غني‌خان په شعر کې «لیونی» څوک دی. لیونی زموږ له نظره هغه څوک دی، چې زموږ (هوښیارو!!!) په شان نه دی. دا جدي پوښتنه ده، چې موږ په کوم حق او کوم استدلال ځانونه هوښيار ګڼو؟ چې بیا زموږ په نسبت «هغه» چې زموږ په شان نه وي، لیونی باله شي؟ څوک خبر که موږ ټول (اکثریت) لیوني یو او هغه هوښیار وي، چې موږ ته لیونی ښکاري؟ په دري ژبه کې یو عامیانه ګړنه ده، چې وايي: « دِه به دیوانه می‌خندد، دیوانه به دِه»

هو شته، داسې ډېر لیوني، چې زموږ په هوښیاري پورې خاندي. د غني‌خان لیونی همداسې یو څوک دی. د غني‌خان لیونی هماغه «فلسفي» دی، او په لوی سره کې پخپله غني‌خان دی:

زه لیونی یم، لیونی یم ریښتیا

د مرګ په سترګو کې ژوندون ګورم

زه لیونی یم لیونی یم ریښتیا

 په میخانه کې افلاطون ګورم

یا:

لیونی زما په شان شه               چې په راز د خودۍ پوی شې

سر او زړه دې د ماشوم کړه              لیونیه چې سړی شې

زموږ هوښیارو په منطق کې له عادي کړای شوي (یا عادت کړای شوي) ټولنیز قرارداد څخه بدل هر انسان لیونی ښکاري، د همدې لپاره هغوی چې زموږ د مصلحتي او قرارداد شویو دروغو پر خلاف څه وايي، لیونی یې بولو، ان که هغه ريښتیا خبره هم کړې وي. هغوی چې د تکفیر له تورې سره مخامخ وي، د دې لپاره چې ځان وژغوري، وايي لیونی دی. ځکه ماشومان او لیوني له شرعې معاف دي. غني‌خان هرکله چې له دود ټولنیز قراردادونو څخه بغاوت و سرغړونه کوي، «لیونی» کیږي. هغه خپلې ټولې ستوغې خبرې د لیوني له خولې کوي. هغه ترخې ریښتیاوې د لیوني له ژبې بیانوي:

په پښتني معاشره کې داسې ستوغه یوازې «لیونی» ویلی شي:

راشه راشه ساقي راشه               درې درې ملا درې

په ما باندې بدې لګي                ستا پخې پخې خبرې

غټه پګه دې شه خاورې               عجیبه ته ځناور يې …

… ماشوم نه یم چې جنت پرېږدم                       ستا د سور دوزخ د یرې…

د جومات په چارچوپۍ کې                   یادوه پردۍ تورسرې

ډک ګلزار کې ته ولاړ                 په ډېران لکه د خر یې

راشه راشه لیوني له                    جام اوچت که مسلمان شه

د رندانو په مذهب شه                     جنتي په دې جهان شه

یا:

سپین ګمبت کې د جومات            دي پراته لات او منات

دا په شکل ادم ذات             په هډ وینه اژدها

د ده دا شیرین ګفتار            کفر کفر او انکار

پروت یې زړه ته دی زنار                  د ده هوش توره لمبه

دغه علم د جهان                ورته ښوولی دی شیطان

د ده دا رنګین بیان            اړولې بسم الله

دغه ښکلی سپین صورت             مقبره ده د نفرت

دغه پند او نصیحت              دی د زهرو پتاسه

د دلال دی د تیارو                 د سکروټو د سکارو

دغه سپینو منارو کې                 ده بلا توره بلا

هم آفت دی هم وبا

غني خدای دې تې ساته

یا داسې اعتراف:

زوړ شومه زوړ شومه                 مسلمان نه شومه

ارماني ډېر شومه            خو پښیمان نه شومه

د لیوني بله ځانګړنه د هغو «ارزښتونو» په وړاندې بې‌پروايي ده، چې زموږ ژوند یې بیخي راسخت کړی دی. بېدل ویلي وو: « ترک آرزو کردم، رنج هستي آسان شد»

د غني‌خان لیوني هم ځان ته ژوند بیخي اسانه کړی دی، ځکه:

لیونی د خټو لوټو په ډېرۍ کې

اکثر تویې کړي ملغلرې عجیبه

د غني‌خان لیونی یو بل کمال هم لري، هغه څه ویني، چې موږ هوښیاران یې لیدلای نه شو، حقیقت ویني. هغه حقیقت، چې موږ نه ورک دی:

مخ يې و قبلې ته، لیونی ترې خبر نه و

سترګې یې وې وازې د انسان په تماشا

عکس د سپوږمۍ یې د شبنم څاڅکي کې ولیده

ځکه په سجده شو د جانان په تماشا

څه پرتمین دی، د غني‌خان «لیونی» څومره برمیال او هسک دی، دغه پخپله په غني‌خان کې نغښتی بل غني‌خان.

مسعود: د غني خان په شعرونو کې له خوبونو سره ډېر مخامخیږو، د نوې ارواپوهنې له نظره خوبونه مهم دي، ستاسې پر اند غني خان د خپلو خوبونو له شاعرانه کولو څخه څه موخه لري.

لېوال: کارل گوستاو یونگ ویل: غریزي کړنې او هڅې د انسان په ناخبري شعور کې نغتښې دي، ځانخبري هم له ځان‌ناخبرۍ رازیږي. خوب‌لیدل (خوبونه) د انسان د ځان‌ناخبري شعور له زېرمو راپنځیږي. د یونګ په باور، هغه انسان چې لوی مسئولیتونه لري، خوبونه یې ټولیز او ټولنیز وي. هغه انسانان، چې یوازې د ځان په اړه فکر کوي، وګړني/ فردي خوبونه ګوري. د یونګ په نظر په خوبونو کې ټول لیدل کېدونکي توکي سېمبولونه دي او دا سېمبولونه د انسان لپاره مهم دي. کله کله د انسان شخصیت، غوښتنې او تمایلات له همدغو سېمبولونو پېژندلی شو:

خوب وينم عالمه که یې څوک راکړي معنا

پروت يم سر مې اېښې د خپل يار په زنګانه

خوب وينم چې پورته په هوا لکه د باز شومه

کيناستم په بام د محمود سترګې د اياز شومه

پورته د خاموش زړګي نه خوږ د مينې ساز شومه

خرڅه مې په حورو کړه د ډمو زمانه

خوب وينم چې ناست يم د جيندي په يخه غاړه

شا مې اسويلو کې  لکه سره شمع ولاړه

سرې شونډې مسکۍ شوې راته یې  وې چې ژاړه ژاړه

څکه دې د زړه وينې دا شراب دي مستانه

خوب وينم عالمه که یې څوک راکړي معنا

خوب وينم چې باغ دی د ګلونو او ماښام دی

سرې سترګې ساقي د ساقي سرو ګوتو کې  جام دی

لاس په ستار پروت ليونی مست لکه خيام دی

اړي پرې نرۍ نرۍ د مينې افسانه

خوب وينم عالمه که یې  څوک راکړي معنا

خوب وينم چې سپينه سپوږمۍ پاس په خندا راغله

ما له محبوبه په شرم شرم خندا راغله

شونډو کې  شراب او په کوکۍ کې  قضا راغله

سُر خمار یې  راکه پيمانه په پيمانه

خوب وينم عالمه که یې  څوک راکړي معنا

خوب وينم چې پټ شوم په نسيم کې  بهر لاړمه

خوا له د جانان لکه د مينې نظر لاړمه

سترګو د دلدار له لکه خوب د صحرا لاړمه

يو شړنګ کې  مې لوټ کړه د عمرونو خزانه

خوب وينم عالمه که یې  څوک راکړي معنا

خوب وينم چې زه لکه لولکه په سيل اووتم

پورته د نرګس نه شوم په خوا د رامبېل اووتم

تاو د سپينې غاړې د ليلا په امېل اووتم

پټ مې ورته ووې سلامونه جانانه

خوب وينم عالمه که یې  څوک راکړي معنا

خوب وينم چې پورته لکه چغه د منصور شومه

يا يو موټی خاوره وم يا لوی درياب د نور شومه

خو بانګ د سحر اوشو زه راویښ شوم په رکوع شومه

خوب يوړه خوبونه را ژوندۍ شوه زمانه

وې پريوزه ليونيه تيراوه دې جېلخانه

په دغه شعر کې غني خان ګڼ سېمبولونه کارولي دي، چې په زړه پورې استعاري ماناوې لري او د شاعر د ټولیزې ځان‌ ناخبرۍ څخه عالمونه کیسې راته کوي.

د شعر الهامي دونیا او خوب لیدلو ترمنځ ډېر څه ګډ او مشترک دي، ښه شعر داسې دی، لکه رنګین خوب. په خوب او شاعرۍ دواړو کې زمان و مکان خپل منطق له لاسه ورکوي. شاعر خپل لسم نیکه سره په اوسنۍ زمانه کې خبرې کوي. جرمني ګویته د زاړه یونان افسانوي ملکه (هېلن) راژوندۍ کوي او د خپل اتل فاوست په وړاندې یې د هغه د معشوقې په توګه لوبوي. شېرازي حافظ له سکندر او دارا سره خبرې کوي او د یار هیندي تور خال ته سمرقند و بخارا وربښي. کټ مټ په خوب کې هم تاسو یو سپین ږیری لیدلای شئ، چې څوک یې ستاسو د نیکه نیکه ګڼي، داسې یو څوک چې تاسو یې په ویښه هيڅکله فکر کړی نه دی.  هم په خوب کې او هم په شعر کې ورځنۍ منطق ماتیږي او د شرابو په پیاله کې د معشوقې د شونډو اور سرې لمبې وهلای شي. په خوب کې هم کله کله تاسو له لوړ ځای څخه راغورځیږي او یا د میږي په سترګه کې خپله څېره لیدلای شئ.

څوک لیونی شي

څوک لیونتوب شي

څوک شي په خوب ویده

څوک رنګین خوب شي

یو څو ساعته د رنګ

د خندا تیر شي

اخر تیاره راشي

او واړه هیرشي

پخوا به شاعرانو ځکه د خوب نړۍ ته پناه وړله، چې په ورځني منطق او عقلاني تسلسل به یې خپل لوستونکی قانع کولای نه شو.په خپل روح کې یې  الهامي و اشراقي پېښې په خوبونو کې تمثیلولې.

د نوې ارواپوهنې تر تحلیلونو راروسته، په شعرونو کې د خوبونو تمثیل جدي شو. هغه شاعرانه سېمبولونه او د پېښو د تمثیل مکان او زمان، چې د شاعر له ځان‌ناخبره ذهن څخه راتلل، پخپله په هنري توکیو بدل شول، د شاعر خوب تر ټولو ښکلی خوب وي. غني‌خان په ارادي توګه کله چې غواړي، د خپلې محبوبا ښکلا تمثیل کړي د شاعر د خوب غوندې یې ښکلې ګڼي:

یو خوب د شاعر په جامه انساني

یو ساز دور- دراز ښکلی خوږ اسماني

غني‌خان د شکاکیونو په شان دا هم نه هېروي، چې که همدا دونیا او همدا ژوند په خپله یو «خوب» وي او روسته، چې کله روح راویښ شي، نو ګوري به چې حقیقت یو بل څه دی؟ دا نو څوک زباتولای شي، چې دا ژوند دې پخپله یو خوب نه وي؟

د ژندون دې رنګين خوب له

يو خېسته شانې تصوير را

چې ستا حُسن پرې بندي کړم

داسې لاس داسې زنځير را

که دا اوښکې ستا شراب وي

که دا چغې ستا رباب وي

که زما ژړا د عُمر

يو لمحه ستا د شباب وي

که زما همه مستي دا

يو حباب ستا د سرور وي

زۀ خوشحاله يم په هر څه

چې کوې زما په ځان تۀ

عجيبه زما جانان يې

عجيبه زما ارمان تۀ

هله زۀ د ځان مالک شم

چې خپل ځان درکړمه تاله

هله مست خوبونه راشي

چې ګوټ وکړم ستا د خياله

اے د کُل جهان مالکه

جواب را ستا د جماله

هغه څه چې ځوان شاعران یې له خوبونو سره د غني‌خان په شان د یوه ستر شاعر له هنري اړیکو څخه زده کوي دا دي، چې د غني‌خان لپاره له حقیقي نړۍ څخه خوبونو ته ورتلل له حقایقو څخه تېښته نه ده، بلکې پرعکس د حقایقو او ريښتیاوو د بیان لپاره له خوبونو او په خوبونو کې له لیدل کېدونکیو سېمبولونو، رواني موقعیتونو او د زمان و مکان، ورځني منطق او عقلاني تسلسل څخه ورپورته د لرغونې زمانې خاطرات بیا راژوندي کول او د هغو په مرسته خپل فکري تیسیسونه تمثیلول دي. غني خان په دې ډېر ښه پوهیږي، چې خوبونه چېرته او څرنګه استخدام کړي او په مرسته یې خپل شاعرانه انځورونه په مخاطبانو وویني.

مسعود: ستاسې پر اند پارادوکسي چلند یا (د متناقض نمايي) شاعرانه شېوه و شګرد د غني‌خان  د شاعرۍ په هنري ځانګړنه کې څومره ونډه لري؟

لېوال: بډیال- بډیاليز (پارادوکسیک = متناقض نما) بیان د غني‌خان د شاعرانه سبک یوه ځانګړنه ده. تر دې وړاندې، چې د غني‌خان په شعرونو کې پارادوکس وڅېړو اول یې باید وپېژنو:

په ادبیاتو کې د تضاد تر ټولو مهم ډول پارادوکس یا هماغه بډیال / متناقض نما دی. پارادوکس Paradox  له دوو برخو جوړ ویی دی: پارا Para  مانا لرې، هاغه بل پلو، له بل لوريDox  د   Dokein له ریښې څخه د اند په مانا ، چې تړنګواله مانا یې کیږي، له عقل و اند څخه لرې یا هاپلو. د تمې پرعکس، پرخلاف.

مچ د زمري سترګې شکوي ماشی د اوښ وینه

خدایه! ستا دا عجیبه دنیا توره ده که سپینه

مړ لسو ګېدړو ببر شېر په بونډۍ چرګه کړ

سپور شغال په پړانګ دی د غرڅو و ښکار له ځینه

او یا:

جومات ته لار په میخانه ګوره                    په زیان کې سود دی شان جانانه ګوره

نېټه ده لنډه کارونه ډېر دي                پوره بې نه کړې ځان له بانه ګوره

بلځای:

خاورو کې هغه ده، چې یې زه د زړه هلال ومه

هغه لال شو خاورې، چې یې زه وړوکی لال ومه

یا:

موټی خاورې څنګه پټ د حسن یو جهان کړي

یو پوکی د باد دا چمن څنګه بیابان کړي

او:

مرګ او زندګی یوه ده، غم او خوشالي یوه ده

ژوند چې چرته نه وي مرګی چا هلته لیدلی دی

په ادبیاتو کې پارادوکس هغه تضاد ته وایو، چې د عجیبې و متناقضې مانا د رامنځته کېدو لامل شي. دا په تېره په عرفاني ادبیاتو کې د سره بډیالو ماناوو د ترکیب په زړه پورې شاعرانه ګډون جوړوي.

ولې دې ورانولو له جوړ کړی سور محل دی

اور کې دې بل کړی ولې حسن الوول دی

د بدیع په علم کې، چې موږ د «تضاد» یا مطابقه، طباق، تطبیق او تکافو په نامه کوم صنعتونه وینو، له هغه سره د پارادوکس توپیرونه شته. تضاد تر ډېره بریده لفظي وي، خو پارادوکس د فکري و محتوايي تناقض لپاره کاریږي:

پریوځې په پړاو کړې بتخانه کې ډیوه بله

خپې سپینې پولۍ طمغې تاقتې د منزله

تا ته اور سرور دی یو ما ولې وژنې اور کې

اې د سپین او تور مالکه څه مزه ده تور کې

په پورتنیو دوو بیتونو کې (سپین او تور) سره متضاد مفاهیم دي، یوځای د تضاد یا طباق په بڼه راغلي ( خپې سپینې پولۍ) او (څه مزه ده تور کې) دلته سپینې او تور سره لفظي تضاد لري، چې طباق جوړوي. خو کله چې شاعر د (سپین او تور) مالک یو ګڼي او یوځل اور د سرور و خوښۍ او بل ځای اور د سیزلو او وژلو وسیله بولي، دلته له یوه پارادوکس یا متناقض‌نما ټکر سره مخامخ یو.

غني‌خان د «ژوند» و «مرګ» ، «تیاره» و «رڼا»، «غم» او «ښادي» او داسې نور متناقض نما مفاهیم بیخي زیات په پارادوکسیکو شاعرانه موقعیتونو کې کارولي، چې له خپلې ادبي زمانې سره سم په تحلیل او کره کتنه کې یې د سبک له محتوايي ځانګړنو څخه شمارل کېدلای شي.

مسعود: ګران لیوال صاحب تاسو د غني‌خان  د طنزي شعرونو په تړاو څه لید لرئ، مهرباني وکړئ د ده د طنزي شعرونو څو بیلګې را ته په ګوته کړئ؟

لېوال: له زماني پلوه د نومهالې (معاصرې) پښتو شاعرۍ په تاریخ کې غني‌خان له لومړنیو لویو شاعرانو څخه دی، چې منظوم طنزونه یا د طنز په ذایقه مالګین شعرونه یې لیکلي دي.

منظوم طنز په رمز و کنایه هغه ټولنیزه کره کتنه ده، چې هنري او ښکلاییزې ځانګړنې یې ساتلي وي.

 د غنی‌خان په کلیاتو کې له دې اړخه د غني‌خان شعرونه په درېیو ډولونو ویشلای شو: ۱ـ هغه شعرونه چې بشپړ طنزي دي، ۲ـ هغه شعرونه چې جدي فضا لري، خو څه برخې په کې طنزي شوي دي، ۳- هغه شعرونه چې په خپل بافت کې نغښتی پټ شاعرانه طنز لري او داسې ښکاري، لکه په تراژيدي کې د کومېډۍ نښې.

د بېلګې په توګه (د مال وزیر ته خط) یو بشپړ طنزي شعر دی:

لویه اوږده ږیره وروره! اوږد آمدن لري

صیب ولګاه وه د هر وکیل په خوله میټر

دا هم یو مشین دی تیز رفتار لکه موټر

صیب ټیکس به اخلې د بکواس او د ټرټر

زیات به په هغو وي چې ډګري څوک د لندن لري

لویه اوږده ږیره وروره! اوږد آمدن لري

صیبه! مالیه کېږده د چایو په چاینک

لوی به آمدن یې وي د ټیکس نه د ښانک

دا تپوس دې نه وي چې خانصیب دی که ملک

اخله ترېنه ټیکس ارزو د صیب لوګ د دیدن لري

لویه اوږده ږیره وروره اوږد آمدن لري

کېږده یو ټیکس صیبه! په لویو لویو ږیرو

ورنه کړې معافي که څوک د سوات و یا د دیرو

ټول عالم به وايي یره ډېرهوښیار وزیر و

خیال د خزانې ډېر دی د دې غریب وطن لري

لویه اوږده ږیره وروره! اوږد آمدن لري

ما یې تحصیلدار کړه صیبه واوره سفارش

ستا به ډېر ثواب کیږي زما به لږ ورزش

ډک به له روپو کړم د سرکار خمونه تش

صیبه! تحصیلدار هرځای پولاو، پالنګ، بړستن لري

لویه اوږده ږیره وروره! اوږد آمدن لري

دغه منظوم طنز د شاعر د ژوند پر مهال د ټولنیز، سیاسي، اداري او دولتي چاپېریال یوه ترخه کره کتنه ده، چې د طنز په ژبه بیان شوې ده. ټول نظم طنزي دی، کنایې او اشارې، سېمبولونه یې ټول طنزي دي. شاعرانه سینګار او ښکلا یې کمه او پیغام یې پیاوړی دی. ژبه یې طنزي ده او له وزن و اهنګ څخه یې د پیغام لپاره ابزاري ګټنه کړې ده، دا ډول نظمونه په فورمالیستیکو هغو کې نه، بلکې په دیداکتیکو یا تعلیمي نظمونو کې راځي.

«مږه»، «چینډخ» او ځینې نور هغه طنزي نظمونه چې غني‌خان په کې دغه او نور ژوي په کوميډي لحن هرو مرو د خپل مهال د ځینو سیاسي – ټولنیزو او ان روحاني و دیني کرکټرونو لپاره د سېمبولیک او تمثیلي پرسوناژونو په توګه کارولي د دې لپاره شاعرانه او هنري طنزونه ګڼل کېدلای شي، چې سېمبولیک او تمثیلي ارزښت لري:

اوسې په کندو کې یاره غل یې پلار دې غل و

مور دې غلچکۍ وه، ستا نیکه د بدو مل و

قوم دې حرام‌خور دی قبیله دې حرام خوره ده

مړ شوې په غوړو پسې لکۍ توره دې سپوره ده…                                                  ترپایه

د غني‌خان بل شعر «ژوند» جدي پیلیږي:

چې خمار مستي ترې ووځي               شراب ښې ترخې اوبه وي

چې سرور غرور یې نه وي                   دا ژوندون ژوندون د څه وي

چې د مینې زړه شي پاتې               لکه ګل وي رژیدلې

یا شغله یوه د نور وه                  یا یو موټی د خزلې

شاعر همداسې شاعرانه او جدي روان وي، خو ناڅاپه د طنز په کرونده ورګډ شي:

ژوند که تش فیرني څټل وي                دا خو سپی هم شي څټلی

که تش نسل زیاتول وي                  دا غوايي هم شي کولای

په داسې شعرونو کې طنز د استدلالي تلقین لپاره کارول کیږي. داسې ادبي شیوه  په کلاسیکو او نومهالیو شاعرانو کې ډېره موندلای شو.

درېیم ډول هغه ښکلې شعرونه دي، چې ځای ځای د طنز مالګه لري:

دی درد لړلی ژوند کې بې خودۍ کې دی ارام

د ظلم په دې اور کې یو ساقي دی مهربانه

دا مست بې‌خوده سر نشه ځواني او دلارام

راواخله په شکرونو یې قبول کړه غني خانه

جنت کې شرابونه، سپین غلمان حورې مستانه

سقراط وکړو آواز وې د دې ټولو دی سرسام

هیچرته رڼا نشته، بې د عقل د جهانه

په پوهه او په فکر کې دی حسن هم آرام

دا نور دی د رب نور د آدم خاوره کې روښانه

دا خره دي نه پوهیږي وايي وهم ته الهام

د غني‌خان په ځینو طنزونو کې شاعرانه صمیمیت له ورایه څپې وهي. د هغه داسې ظریف طنزونه بېساري ګڼلای شو:

وګورئ دا بېلګه :

ما به شمع شمع کوله

تا که جوړ رانه پتنګ

تلمه ښکار له د کبوړو

تا ورپېښ کړم په نهنګ

ما د قصده وې ملنګ یم

تا ریښتیا کړمه ملنګ

ما پېښې کړې د تورزنو

تا مې کور له راوړو جنګ

زه خو غږ کولی نه شم

په ګیلو ته خفه کیږې

خو

حقه دا ده لویه خدایه!

ته په ټوقو نه پوهېږې.

داسې ټوکه له صمیمیته ډک ایمان څرګندوي، چې د ملا تکفیر یې زیانمنولای نه شي.

د غني‌خان طنزي نظمونه د هغه د زړورتیا او بې‌پروايي نښه هم ده.

منمه د جناح کاکا چې پوخ ښانک له راغی

د ډبه، د کوتکه د ګولو نه خبر نه شو

یا:

ډېر نر زما لالا و خو چینۍ رانه خراب کړ               ملا پیتي ته ټینګ و، خو فیرنۍ رانه خراب کړ

صاحب هټلر کړ فتح خو یې خېټه فتح نه کړه              دی ترشې مسالې هیندوستانۍ رانه خراب کړ

او خان لالا مې ورک و په اسلام او په ملت                مرید ښه د جناح و، خو جینۍ رانه خراب کړ

ګوره لیوني ته به ډېر پخنې او لوی قاضي و                   قصې د آدم خان او درخانۍ رانه خراب کړ

بل ځای:

عقل ترېنه ږېره وخوړ                  خېټې ترې ایمان وخوړ

ګوره په وربشو کې               خره لال د بدخشان وخوړ

ګوړه یې نه خرڅیږي                 خوار لاله د غمه ځان وخوړ

قبض شو د صیب                  ډېر یې هندوستان وخوړ

ځار شم د لیډر د کولمو           خېټه یې د ښکلولو ده

چا مهار چا اوښ وخوړ             او ده واړه کاروان وخوړ

کوڼ ملا شهید دی               په مزار یې ډیوه بله کړه

مړي وو کم شوي خوار             د لوږې نه قرآن وخوړ

                                                              ترپایه

خو په ځینو طنزي نظمونو کې د شاعر موخه یوازې د لوستونکي خندول وي، په داسې شعرونو کې د طنز خواږه تر سیاسي – ټولنیز پیغام ډېر څرګند وي:

شوق کې د وصال                چې د مېس خولې ته ورنږدې شومه

خوله کې یې سګرټ و                    زما خوله وسوځېدله

تلی دی لندن ته مجنون                اوس ډرایوري زده کئ

اوښه لیلی خرڅه کړه                موټر کې ګرځېدله

                                                                   ترپایه

مسعود: غني‌خان  په خپلو شعرونو کې په تېره بیا د (جنت) په شعر کې د فلسفي تفکر په رڼا کې (ملا) د یوکاذب او دروغجن او ډارونکي مفسر په توګه او د ملا ریا او تظاهر په باب او د ناپوهه واعظانو په اړوند ډیر څه ویلي دي او د دین په ټیکه دارانو او دوکاندارنو ډیر په غصه دی. تاسو د غني‌خان  افکار په دې برخه کې څه ډول ارزوئ، او د دې لید دک و دلیل په څه کې وینئ؟

همدا راز غني‌خان  د (اسلام) په نوم نظم کې ملا او هغه کسان چې له غلط او نا سم تعبیر او تفسیر څخه د اسلام د سپېڅلي نوم او احکامو څخه د خپلو دونیایي او سیاسي ګټو په خاطر کار اخلي کلک اعتراض او نیوکه کوي. تاسو دا نظم او د ده افکار او پیغام خپلو خلکو ته څه ډول ارزوي؟

لېوال: د ملایانو په اړه د غني‌خان د اشعارو او افکارو په اړه ډېره څه لیکل شوي دي، زه به يې ډېره نه اوږدوم، لویه برخه ځواب پخپله ستاسو په پوښتنه کې نغښتی دی.

اصلي کیسه دا ده، چې غني‌خان یو معتقد انسان دی، د دې لويې نړۍ او هستي لپاره یو خالق پېژني او باور پرې لري.

راته ښکاري جوړ ناست                  په اسمان کې کیمیاګر دی

کله سره زر کاندې خاورې                 کله خاورې زر کوي

ډېر ګلونه یې راغونډ کړل           د جانان شونډې کړي جوړې

چه د دې ګلابو خاورې               په کوم ګل بهر کوي

هغه یو ښکلی او مهربانه ذات ورته ښکاري او فکر کوي، چې انسانان ورته ګران دي:

دا دماغ زما چرې نه مني

 چې د ګل خالق به سقر کړي جوړ

څنګ خوږې به پرې زما کړیکې لږي

   چا چې ما له نرګس او دلبر کړه جوړ

پر خدای د غني‌خان باور تر عقیدې وراوښتی او په مینه بدل شوی دی.

زه عاشق ځکه په رب یم

   چې انسان له دوام نشته

رب دی هرڅه او هغه چې زما هوش پرې نه پوهیږي

رب زما د ورکېدو نه بره، لرې، سپین مقام

رب زما د هوش صحرا له یو محل دی د کمال

رب زما دې ستړي سر له د مستۍ بر پوره جام

تر دې مینې او باور راکښته د نورو ټولو مسایلو په اړه پوښتنې لري، دا پوښتنې یې هم د عقیدې روڼوالی (شفافیت) نښه ده، غواړي هم پخپله پوه شي او هم د کړیو پوښتنو له لارې نور خلک وهڅوي، چې ځان وپوهوي. د غني‌خان پوښتنې طبعاً چې د هغه د شعرونو مینه‌وال متوجه کوي، چې دا پوښتنې جدي دي او باید په اړه یې فکر وشي. غني‌خان ړنده عقیده نه خوښوي، بلکې پر هغې مینې ولاړ باور ته ارزښت ورکوي، چې د تفکر او تعقل په مرسته ورځ تر بلې زیاتیږي. غني فکر کوي، چې موږ هرڅومره چې د خالق په پېژندلو کې وړاندې ځو هماغومره یې مینه زموږ په زړونو کې زیاتیږي.

د تقوی زر شپې کړي جمع                 د عشق یو ساعت ترې جوړ کړي

د دې مینې او پېژندنې لپاره باید فکر وکړو او فکر د شته پوښتنو د ځوابولو هڅه ده.

له ملایانو او شیخانو سره د غني‌خان ستونزه له همدې ځایه پیلیږي، چې: اول له خدای سره یې اړیکه له هغه څخه ویره ده، نه له هغه سره مینه. غني‌خان د ملا له خولې ځان ته داسې خطاب کوی:

دا د رب سره د مینې             تا راخیستې څه قیصه ده

وېره وېره له قهار نه            د ایمان اصلي حصه ده

د جنون او د جانان ستا                  څه مهمله فلسفه ده

 دویمه دا چې ملا له خدای ج سره د مینې پرځای له خپلو نفسي غوښتنو سره زیاته مینه لري او عبادت هم د همدې لپاره کوي، چې ځان له دوزخه وژغوري او پر دې دنیا د عبادت پلورنې له لارې او په بله دونیا کې د عبادت په مقابل کې د مزدورۍ ترلاسه کولو له لارې په جنت کې عیش و نوش وکړي.

د ملا عبادت کسب             پاڅېدل او کیناستل

د حلوا په ارمانونو                  تل الله الله کول

د ملا مینه عجیبه                     په پیتي مینېدل

او د حورو لمغړو ته                د خچو کوهنېدل

د زاهد عبادت چړ دی              سوال منت ژړا کول

په جنت او دې دنیا کې              د فایدې سودا کول

د ریا سپي جوټه کړې             دلربا له ورکول

د غني عبادت مینه            ځان جانان کې ورکول

چې بې ننګه شي پښتون په سر یې دانګه

 تښته تښته د سخاتي ملا د بانګه

چې په طمع د دنیا کوي وعظونه

 خدای دې وچه کړي د دې خبیث غړانګه

شاعر غني‌خان د یوه دقیق ټولنپوه په توګه پوهیږي، چې د هغه د ټولنې یوه مهمه تاریخي ستونزه د اسلام سیاسي کېدل دي، داسې سیاسي کېدل، چې ګټه یې ملا او شیخ ته رسیږي، نه اسلام او مسلمان ته. د غني‌خان په نظر اسلام هغه وخت زیان ویني چې ټیکه دار (ملا) یې د سیاسي ابزارو په توګه د خپل قدرت او عیش و نوش لپاره کاروي.

اې په اسلام میینه!            اې سیاسي مؤمنه!

نن چې اسلام ستايې                 ستایه دې څوک پرون

دا هغه مخ د ټپوس               خو نوې شنه پرون

اې په اسلام شیدا!            اې سیاسي مؤمنه!

سترګې دې برګې بهر             برګ دې ایمان دننه

پرون یې ځان نه ګاټه             نن دی اسلام ګټي

په خرڅ د ننګ د پښتون            خپل ننګ او نام ګټي

زما په وینو چا له        ایران او شام ګټې

او د شرابو تاجر         ساقي او جام ګټې

اې په اسلام مینه!       اې سیاسي مؤمنه!

څه به وایې رب ته خپل      چې يې د ګور دننه

تا د پښتون سترګوته      د تیارې جال جوړ کړ

او د جناح د خره          دې خردجال جوړ کړ

غلاف کعبې له دې          د وایټ هال جوړ کړ

ما له لندن کې تا                نوی هلال جوړ کړ

او د بلا نه دې                ماته بلال جوړ کړ

اې په اسلام شیدا          اې سیاسي مؤمنه !

    ترپایه

غني‌خان د سیاسي شوي ملا او سیاسي کړای شوي اسلام په لوبو خبر و، پایلې يې لیدلای شوې او د جناح او پاکستان لوبه ورمعلومه وه. د انګریز په ټوله لوبه یې سر خلاص و، چې د ملا او اسلام په نامه له افغان ولس سره څه کول غواړي؟ همدا د یوه نابغه شاعر الهامي وړاندوینه ده.

په زړه پورې دا ده، چې د غني‌خان د ژوند پرمهال خلکو لا داسې یوتش په نامه اسلامي نظام تجربه کړی نه و، چې واک و ځواک ټول د ملا او شیخ په لاس کې وي، خو د داسې کېدو یو ډول نامخامخ وړاندوینه د غني‌خان په شعرونو کې موندلای شئ، چې د حیراني وړ ده. غني‌خان د ملا په بېحده اشتها پوهیږي، هغه اشتها چې له حلوا، فیریني او پولاو څخه پیلیږي:

ملا مخ زما نه واړاوه             وې دا څه دي ستا تالي کې

نه پلاو دی نه فیرني ده         نه حلوه نه فالوده ده

وی یې شرع ظاهر ګوري      او ظاهره ته فاسق یې

 او د ملا دغه اشتها  بیا تر سیاسي واک و ځواک او د دین په نامه د خلکو او ټولنې تر هراړخیز ښکېلاک او زبېښاک پورې رسیږي.

او د کا فر نوکر             کړي د اسلام پالنه

اې د کڼو وطنه           اې د ړندو وطنه

مسعود: تاسو د هیومانیزم د فکري او فلسفي ښوونځی په تړاو څه لید لرئ؟  د ختیځ په فرهنګونو او بیلابیلو فکري ښونځیو په تېره تصوف او عرفان کې انسان خپل ځانګړی ځای، پوړۍ او مقام لري. د غني‌خان  په ډیرو شعرونو کې انسان او انسانیت ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. تاسو د غني‌خان  دا افکار څه ډول ارزوئ ؟

 او همداسې د غني‌خان  په اشعارو کې په انسان او انساني ارزښتونو او فضایلو ډیر تمرکز شوی دی. تاسو د ده خیال او افکار د (نیچه) له افکارو سره د انسان پالنې په اړوند څه ډول ارزوئ؟

لېوال: ما کلونه پخوا د «هیومانیست غني» تر سرلیک لاندې یوه مقاله کښلې وه. زما د دغې مقالې پربنسټ، زما له نظره د غني هیومانیستیک تفکر یو ځانګړی رنګ ځکه لري، چې هغه مهال انسانپالنه په نومهالې نړۍ کې په موډېرن مفهوم د هغه په چاپېریال کې د افغانانو لپاره تقریباً یو ناپېژندلی مفهوم و. غني‌خان  باید د دغې نومهالې فیلوسوفیکې نظریې ارکان او جزئیات معرفي کړي هم وای، پاللي یې هم وای او پښتانه یې ورسره نږدې کړي هم وای.

کـــعبه جــوړه ابراهیــــــــــــــــم کړه        زه جوړ کړی یم الله

وایه څوک لوی شو اوچت شو؟         وایه وایه اې مُــ‏لا !

رنسانس، چې د اروپا تورو منځنیو پېړیو ته یې د پای ټکی کېښود، بل څه نه و، مګر ددې تفکر رامنځته کېدل، چې د انساني هڅو په محراق او منځي کې دې د بشریت هوساینه، پرمختګ او نېکمرغي راوستل شي او پوهنه، تخنیک، هنر او تولید دې د ټولنې د وګړیو د انساني ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره سره لاس ورکړي.

د کلیسا او کشیش ځای ( انسان ) ونیوه او د انسان د مادي او معنوي لوړتیا لپاره هڅه پیل شوه.

پښتو شاعري، چې دعرفاني افکارو یوه اوږده دوره تېره کړې وه، ناڅاپه د غني‌خان او ده ته ورته نورو شاعرانو  د تفکر او تخییل په زور یې له روان دودیز بهیر د پاللو ترڅنګ یې ( انسان ) ته پام واوښت. زموږ ددغه مفکر شاعر له نورو بېلګو، چې روسته  به یې یادې کړو، پرته همداپورته یاده شوې څلوریزه یې هم بس ده، چې د انسانمحوره فکر او خیال بېلګه شي او خپل شاعر د لومړنیو هیومانیستو پښتنو شاعرانو په کتار کې ودروي.

غني‌خان ( انسان ) مهم ګڼي او غواړي ووايي، چې الله ( ج) هرڅه د انسان لپاره هست کړي دي او انسان دومره مهم دی، چې ښايي له سره پرې فکر وشي.

هیومانیزم یوازې د انسان په نامه د شعارونو نندارمه نه ده،  یاد رضا براهني په ژبه یوازې د انسان په نامه د بربنډو او کلیشه یي خواخوږیو خبرې هم هیومانیزم نه شو ګڼلای. هیومانیزم د داسې یوې فکري ـ عملي منظومې نوم دی، چې ( انسان ) دیوه ارزښت په توګه خپل ټولنیز مقام ته ورسولای شي. داسې یو تفکر چې په پایله کې یې بشریت دې باورته ورسیږي، چې ارزښتونه د انسان د تعالي لپاره رامنځته کیږي او نه ښايي ( انسان ) د ارزښتونو قرباني شي.

د غني‌خان  له انده، دانسان اختیار او توانمندي هماغومره ده، چې دخپل همنوع لپاره د خیریاشر سرچینه شي او د طبیعت او ټولنې پر قانونمندۍ د پوهې تر بریده فکر وعمل وکړي. دی انسان ته سپارښتنه کوي، چې لرې دې نه ځي، ځان ته دې راستون شي، ځکه که انسان خامخا باید وژاړي، نو پوه دې شي، چې د ژړا وړ پخپله همدی دی :

راځه زما ګلابه ، ژوند او مرګ دواړو ته خانده

په دواړو کې یو هم نه دی لایق ستا د ژړا

که خامخا ژړا درځي:   انسان ته، ځان ته ژاړه

چې دغه په ریښتیا او ګـُـداګی دی د ژړا

یو حسن رب ورکړی دی، چې ژوند له معنی ورکړي

او دې غریب ترې ځان ته جوړه کړې ده بلا

خزان که نه و، نو یوګلاب ، یوه میوه به نه وه

که مرګ نه و، ژوندون به یو رګ خوب و په دنیا

انسان د ریدي ګل دی، د ده کور دی بیابان

بهار د ده ځواني ده، خو ژوندون یې دی خزان

زموږ شاعر ټینګار کوي، چې دا د انسان اختیار دی، چې خپل ژوند ته پخپله مانا ورکړي. غني د اګزستنسیالیستي اندود په څېر انسان د خپل ماهیت په ټاکلو محکوموي او د اختیار دایره یې د طبیعت او ټولنې پرقانونمندۍ د پوهېدو تر څنډو پورې پراخه ګڼي، زموږ شاعر د ( اندره برتون ) په څېر ( انسان ) د بوړبوکۍ منځی ( محراق ) ګڼي :

ملاجان وایي ازل کې تا لیکلی هر یو کار دی

یو له سترګو کې شفق دی بل له هسې ګلیخار دی

یو به ټول عمر نالان وي،وږی تږی پریشان وي

یو نیازبین به په بخملو بل به پروت په بیابان وي

وایا وایا ملاجانه که اختیار راځي قسمت ځي

د قسمت سره دواړه آرامونه او راحت ځي

د تندي لیکلی ورک شي، بس سړی د ځان مالک شي

که په باغ کې د آرام ځي، که په لار د مصیبت ځي

غني ټوله ښکلا او د هستۍ مانا په انسان کې بیا مومي او د خلقت هدف هم د ځان پېژندنې له پړاوه راپیل شوې داسې هڅه ګڼي، چې بالاخره خدای پېژندنې ته رسیږي، دا د شرقي عرفان یو داسې موتیف دی، چې له ځانه د خالق لوري ته د سالک د راپیل کړي مزله پړاونه او لیدلوري بیانوي، غني د هر لټون په پایله کې بېرته له انسان سره مخامخیږي :

مخ یې و ، قبلې ته  لیونی ترې خبر نه و

سترګې یې وې وازې د انسان په تماشا

عکس د سپوږمۍ یې د شبنم څاڅکي کې ولیده

ځکه په سجده شو د جانان په تماشا

نشته دی د ژوند د خوب تعبیر کتاب کې نشته دی

سترګې دې کړه پورته د اسمان په تماشا

خدای مکه کې نشته د منصور د خولې مې واوریده

لاړ شه لیونیه ! شه د ځان په تماشا

د شرقي عرفان همدغه موتیف،  لویدیز انسانمحوره عقلانیت ته لار هواروي، چې انسان د ټولو ارزښتونو په محراق کې خپل ځای بیا مومي.

د عقلاني انسانپالنې (  Rationalistic Humanism ) توپیر له عاطفي او احساسي هغه سره همدا دی، چې له دې سره د انسان په ګټه پرپوهنه ولاړ فکر وعمل ملګری دی، غني‌خان  یو مهال د انساني لوړوالي دې پړاو ته د رسېدلو داسې دعا کړې وه:

اې خدایه ! عقل راکړه                 اې خدایه پویه را

زړګی مضبوط راکړه                  او سینه لویه را

سترګې د لمر راکړه                رحم د ځان را

بیا ټول غمونه دې               د دې جهان را

ماته یې په سرکړه                ځار درنه شمه

زه به یې وړمه                    زه به یې وړمه

د انسانمحوریت لپاره یو استدلال دا دی، چې ژوند او دا دنیا مهمه ده. رحمان بابا څوپېړۍ وړاندې دا جدال راپیل کړی و:

ښه ده ښه ده دا دنیا                چې توښه ده  د عقبا

په دنیا کې بدي نه شته                که بدي نه وي له تا

غني هم پر دې ټینګار کوي، چې دا دنیا مهمه ده:

د بیغمۍ لږ خوب                 لکه دنیا ښه ده

نېټه یې لږه ده                            ګڼي دنیا ښه ده

څوک وايي هغه ښه ده                     څوک وايي دا ښه ده

ماله زما ښه ده                        او تا له ستا ښه ده….

انسانپلوی غني له دې څخه ځوریږي، چې ګوري؛ انسان د انسان د وینو تږی دی.  د ده په نظر کله چې د ټول حسن او ښایست سرچینه انسان ده او کله چې انسان مینې ته پیدا دی، هغه انسان چې ، دهمده په ژبه :

ستوري ته اسمان کې یوه ورځ ووېل هلال

خدای آدم له مینه ورکړه مونږ له تش جمال

نو بیا ولې د مینې په پار د پیدا کړای شوي ادم زامنو یو بل سره په وینو سره کړل، یو هابیل شو او بل قابیل؟ د څه لپاره؟

د انسانمحوریت پوښتنه له همدې ځایه راپیلیږي، چې ولې او د کوم ارزښت لپاره انسان د انسان په لاس وژل کیږي؟ دا پوښتنه ساده نه ده، دې پوښتنې له زرګونو کلونو راهیسې د بشریت فکر بوخت کړی دی؟ ښه ګوري، چې د (انسان ) قتل تراژیدي ده، خو تردې لویه تراژيدي دا ده، چې دا غمیزه په خپله د انسان په لاس پېښیږي، زموږ شاعر وايي :

نن انسان شو د انسان د وینو تږی

نن مجنون شو  د جانان د وینو تږی

داسې ړوند په سترګو ړوند شولو د تندې

چې تر پورته شو حیوان د وینو تږی

دا محل د چا باچا د شان او شرنګ دی

که دا پروت دی بیابان د وینو تږی

دا قصه د یار د کور او استانې ده

که د ظلم یو داستان د وینو تږی

داسې زهر چې ښامار ورته پسخیږي

داسې تاو چې کړي جانان د وینو تږی

داسې قهر چې لمبه کړي خپلې سترګې

داسې ځان چې وي د ځان د وینو تږی

داسې رند چې د آدم په وینو مست وي

داسې شر چې کړي اسمان د وینو تږی

لیونیه ! د مستۍ باغ ته ترې تښته

نن د تندې مري جهان د وینو تږی

د غني‌خان  ( زه ) د ټولنې ( موږ ) او د ده ( ته ) موږ هر یو یوو . زموږ په ادبیاتوکې ، په تېره بیا د نومهالي شعر د فکري ـ فیلوسوفیکو مفاهیمو هنرمن راپیلوونکی له ( زه ) څخه ستړی دی، له ( زه ) څخه سرټکوي، خو ( ته ) او (موږ) ته پناه راوړي او مخاطب یې تر ټولو ښکلی دی، ترټولو مهربان او د مینې وړ دی. غني پرخپل مخاطب انسان باور لري، له هغه سره مینه کوي او غواړي هغه پوه کړي، چې هرڅه دده لپاره پیدا شوي دي. غني زموږ د زمانې غږ دی:  چې یو بل سره ونه وژنو، بلکې د ټولنې او طبیعت له قانونمندۍ سره سم د انساني ټولنې د سوکالۍ لپاره په مینه مینه ګډ کارو فکر وکړو.

موږ غني لولو، موږ د غني له هنره خوند اخلو، موږ د غني شعرونه سندرې کوو، موږ یې یادونه په لویو غونډو او لمانځنو کې یادوو، هغه فیلوسوفيک، لیونی، ښکلی هنرمن او څه وڅه بولو، خو پیغام ته یې پام نه ساتو، لاهم انسان وژنو او پرانسان ظلم کوو، د غني روح خپه دی، ځکه هغه ګوري، چې تر ټولو ډېر د هغه ولس وژل کیږي او تباه کیږي:

تاسو یې اورئ ؟ غني ژاړي:

ورو ورو ظالمه ! داچيغې ناورې؟

ورو ورو پرې پښې ږده دا نه دي خاورې

داخو ستۍ دي ، دا خو ځوانۍ دي

سپینې دې کوکې لکه د واورې

مسعود: غني‌خان  وایي:

ساز ژړا ده که مستي ده نه پوهیږم

هر اواز کله شي سوز کله چیغار شي

او یا وایي :

زه یو مست شان لېونتوب یم د هوا په آس سورېږم

که یو رنگ د یار د سترگو شل رنگونه شم گډېږم

دا زه څه له ولی جوړ شوم خبر نه يم نه پوهېږم

ولی سوز شم ولی ساز شم یو آواز یم چی غږېږم

د زړه پټو تارخانو ته یو شغله یم چی کوزېږم

یو سرور یم چی شرنگېږم یو خمار یم چی مستېږم

چی په رگ رگ کی د اور شم یو لمبه یم چی رپېږم

دا زه نور یم چی پړقیږم که سرور یم چی سوزېږم

شعر او موسیقي د هر ثقافت په ماڼۍ کې بنسټیزي ستنې دي، او یو له بل سره تړاو لري. غني‌خان  په خپلو شعرونو کې د ساز او ټنګ ټکور په تړاو خپل تصور، لید او فکر لري. تاسو د ده فکر او خیال او د کلام موسیقیت او آهنګینې برخې څه ډول ارزوئ؟

لېوال:

رباب څه دی مړ ګډوری او د توب وچه تنه ده

خو چې سوز د آدم راشي هله هنګ وکړي رباب

غني‌خان موسیقي اورېده، خوښېده یې، سوز یې حس کاوه، ان چې یو ډول وجد و خلسه یې ورته پیدا کوله. دا د ده له کلامه پیدا ده. دی موسیقي یوه مثبته اینرژي بولي، داسې یوه مثبته اینرژي، چې د اورېدونکي سوز و حال یې راژوندۍ کوي لکه د برېښنا یو سیم چې له بل سره ملګری شي او پړق نارې کړي.

څوک په سازکې  څوک په خوږ سوي رباب کې

څوک په مسته ترانه کې  څوک ټپه څوک افسانه کې

هر وخت هره زمانه کې  په فراق په يارانه کې

بس د خپل جمدون قيصه ده په هر مخ د دې کتاب کې

څوک يې واي په مستو سترګو څوک په مست رنګين رباب کې

څوک د تال او حرکت نه کړي ژړا او خندا جوړه

ټول وجود يې يو ارمان شي چې د غم کړي ګډا جوړه

داسې خيشت داسې رنګونه نشته نشته په ګلاب کې

دغني‌خان په خپلو شعرونو کې هم د غږونو یو اتڼ او نڅا ګورو، ډېره ځله یې له ګډ وتونځای(هم‌مخرجه) غږونو څخه پخپله هم په شعر کې بلها موسیقي تولید کړې ده، دې ته د سړي هغه وخت پام وراوړي، چې د غني‌خان شعرونه کوم لایق سندرغاړی سندره کړي.

په زړه پورې دا ده، چې نن سبا په تېره بیا په پښتونخوا کې  د پښتو موسیقۍ لمن ورځ په ورځ د غني‌خان له شاعرانه ګلونو څخه ډکیږي او ښکلې کیږي.

زه له علمي پلوه په موسیقي نه پوهېږم، خو د موسیقۍ یو مینه وال او اورېدونکی یم. شعر او موسیقي داسې سره تړلي لکه ګل او خوشبو، لکه انځورګري او رنګ او لکه نڅا او بدن.

خو هم هغه يو ارمان دی د دې تال او شرنګ درياب کې

هم هغه يوه قيصه ده په هر مخ د دې کتاب کې

څوک يې سا ټکي راواخلي په خپل اور يې سره لمبه کړي

يو مستي سرور ترې جوړکړي په جانان يې صدقه کړي

کله يې ډوب کړي خپل خمارکې  دوی هم ځان سره نشه کړي

بس يو رنګ دی، چې ځلېږي هم جانان کې  هم ګلاب کې

هم په سازکې  هم په تال کې  هم په خوږ سوي رباب کې

په يو سوال دې هم پوئ نه کړم د ژوندون په لوئ کتاب کې

دغه سوال بس دغه سوال دی هم په رقص هم په رباب کې

عاشق مينه کې  سرور کې  شاعر غم او اضطراب کې

هم هغه يوه قيصه ده په هر مخ د دې کتاب کې

د غني‌خان ژوند څېړونکي دا مني، چې د خپلې زمانې له پیاوړو او مشهور سندرغاړو او موسیقارانو سره یې ملګرتیا وه. غني‌خان ته یوه په زړه پورې خبره منسوب ده، چې ویل یې:  «د پښتنو موسیقي خوښه ده او ډمان یې بدي شي.» که دا ریښتیا د ده وینا وي، بیا نو څرګنده ده، چې غني‌خان د موسیقارانو په درناوي او ارزښت پوهېده.

د غني‌خان لاندنی شعر یوازې له ادبي پلوه نه، بلکې د موسیقیت له پلوه هم په زړه پورې شعر دی. لسګونه غږیز تناوبونه، د هم ‌مخرجه غږونو مارش او د چټکو څپو وزني ریتم.

له مانیز پلوه، شاعر موسیقي په طبیعت کې نغښتې بولي. دی د طبیعت ارکان د موسیقیت اصلي زېرمې او سرچینې بولي، باران، اور، نسیم، باد، برېښنا، د روانو اوبو شور، د معشوقې خندا او د پایزېبونو شرنګهار او ان د لیکونکي قلم شغهار د ده لپاره موسیقي تولیدوي او دی پرې مستیږي:

ټق ټق د اور ټپ ټپ د باران

آخ آخ د وصال اوف اوف د ارمان

وئ وئ د جنون وخ وخ د صنم

نا نا او او هر وخت د صنم

قټ قټ د خندا بړق بړق د مستئ

شرنګ شرنګ د پانزیب چڼ چڼ د لښتئ

شړ شړ د اوبو شغ شغ د نسیم

بس بس د دلبر بړ بړ د غلیم

قړ قړ د چیلم پر پر د لولۍ

دوم دوم د دوپړئ ټنګ ټنګ د رباب

غړ غړ د پیالئ سخ سخ د کباب

چپ چپ د کوکئ پس پس د دلبر

چړ چق د تارو ګو ګو د کمتر

بس بس دې غنی بد بد یې  روان

ایش ایش د قلم هړ هړ د بیان

د بلخي ابن سینا لږ ترلږه درې رسالې د موسیقي په اړه څرګندونې لري. هم په «شفا» کې هم په «نجاة) او هم په «دانشنامۀ علايي» کې. د شفا په دولسم فن کې ابن سینا موسیقي د ریاضیاتو د پوهنې برخه بولي او په دوو برخو یې ویشي: لومړی، د نغمو د ګډون او راغونډولو «تألیف» برخه او دویم: مهالنۍ غځېدا یا موسیقايي وزم، چې د ایقاع علم هم نومیږي. ښايي ابن سینا موږ ته معلوم لومړنی پوه وي، چې د موسیقي الات په درېیو ډلو ویشي:

۱ـ تاري، چې د ده په ژبه په «زخمه» یا ګوتمۍ غږول کیږي، لکه بربط و تنبور و رباب.

۲- بادي، چې د خولې یا مزمارالجراب په باد وهل کیږي، شپېلۍ، نننۍ هارمونیه، ارغن یا اغنون او سنج یې بېلګې دي.

۳- ضربي یا د ابن‌سینا په ژبه کوبشي، چې ډول و طبل یې بېلګې دي.

د الحان پېژندنې په برخه کې خبره هم پېچلې کیږي او هم ظرافت مومي. له کوم مهال سره څه ډول موسیقي، دا هغه څه دي، چې موږ د اورېدونکي له طبیعت سره د موسیقۍ له همغږۍ خبروي. د موسیقي له الحان څخه په بېلابېلو وختونو کې د خوند اخیستو څه بېلګې د غني‌خان په دې شعر کې وګورئ:

ورکړه شرنګ دې ستار له ياره
نوی د مني ماښام دی
نوې سپوږمۍ راختلې ده
نوى سرور کې  خيام دی
اه د زړۀ تارخانو ته دې
ګوتې د ساز ورښکته کړې
وئ، د محمود ځيګر ته نن
سترګې اياز ورښکته کړې
سترګې مينې په غم ډکې
ډکې د سُر او صنم ډکې
سترګې مستې د شبنم ډکې
څنګ په ناز ورښکته کړې
او دې د خاورو ستار کې  تا
څنګ د ابد قصه جوړه کړه
او د يو شرنګ او ټنګ نه دې
ما له مستي نشه جوړه کړه
تا د ګلونو د رنګ نه
ما له د يار تصوير کړو جوړ
تا د تارونو د شرنګ نه
ما له يو خوب او تعبير کړو جوړ
تا د سرور او غورځنګ نه
ما له بدرمنير کړو جوړ
تا د غمونو د رنګ نه
ما له د غم اکسير کړو جوړ
تا د غرور او ارمان نه
ما ته بهار او خزان کړو جوړ
تا د ژړا د اواز نه
ما له تصوير د جانان کړو جوړ
تا د نرګس د دوه پاڼو نه
ما له بهار او ګُل کړو جوړ
تا د نسيم د خبرو نه
ما له فرياد د بلبل کړو جوړ
ورکړه شرنګ دې ستار له يار
ورکړه رنګ دې خمار له يار
ورکړه سلام ګلونو له
ورکړه دعا دې يار له يار
ښائست او ارمان راوسپړه
ما له ترې ګُل او خزان کړه جوړ
او د نسيم د خبرو نه
ما له تصوير د جانان کړه جوړ

د موسیقي او غني‌خان ترمنځ د اړیکو په اړه زه خپلې خبرې په یوه سپارښتنه پای ته رسوم او هغه دا چې د موسیقي یو مکتبي استاد او په پښتو ادبیاتو پوه څېړونکی کړلای شي په درېیو برخو مشتمله یوه ښه څېړنیزه رساله تدوین کړي:

د غني‌خان د شعرونو داخلي موسیقي.

د موسیقي په ظرافتونو د غني‌خان پوهه د هغه د شعرونو د غږ او وزم پوهنې په رڼا کې.

او د موسقي په اړه د غني‌خان خپل نظریات، بیا هم د هغه د شعرونو له متني شننې او ارزونې څخه.

کاشکې یوه ورځ داسې خوندوره څېړنه ولولو.

ان شاءالله

په ډېر درنښت او ادبي مینه: انجنیرعبدالقادرمسعود

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب