یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد تعلیم د خپراوي فعال مطیع الله ویسا له بنده خوشي شو

د تعلیم د خپراوي فعال مطیع الله ویسا له بنده خوشي شو

تاند – د تعلیم د خپراوي فعال او د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا اوو میاشتې زندانه وروسته نن خوشي شو. قلم لار ټولنې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې مطیع الله ویسا نن له ۲۱۵ ورځو زندان تېرولو وروسته خوشي شوی دی. ښاغلی ویسا د مارچ مياشتې پر ۲۷مه په کابل کې ونیول شو. طالبانو په ده تور لګولی و چې ‘خپلسري فعالیتونه’ یې دکول او ‘د نظام ضد هڅونې یې’ کولې.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د ویسا له نیول کېدو ۲۴ ساعته وروسته وویل:«ده غونډې جوړولې ځینې تحرکات یې درلودل او د نظام ضد ځينې هڅونې یې درلودې او په همدې دلیل نیول شوی چې څېړنې ترې کېږي.»

خو د ویسا کورونۍ دا تورونه رد کړل او د بشري حقونو نړیوالو فعالانو او د بشري حقونو موسسو په ځلونو له طالبانو څخه د ویسا د خوشي کېدو غوښتنې وکړې.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو ځانګړي راپورتر ریچارد بینیت د مطیع الله ویسا د خلاصون هرکلی کړی دی.مطیع الله ویسا له تعلیمه د افغان نجونو د محرومولو په غبرګون کې کمپاینونه پیل کړي و او لرو پرتو سیمو ته یې په ورتلو یې د سیمې له خلکو سره په ګډه له طالبانو غوښتل چې نجونې ښوونځیو ته پرېږدي.

مطیع الله ویسا چې د جمهوریت له مهاله د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د تړلیو ښوونځیو د پرانیستو، د زدکړو په برخه کې د عامې پوهاوي ډېرېدو او پر اړمنو کسانو د کتابونو او لیک لوست اړوند توکو د وېشلو برخو کې فعالیت کاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب