شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهبرېتانیا نن له پاکستان څخه د افغان پنا غوښتونکو لېږد پيلوي

برېتانیا نن له پاکستان څخه د افغان پنا غوښتونکو لېږد پيلوي

تاند(پنجشنبه، د میزان ۴ مه)پاکستاني رسنیو ویلي چې برېتانیا نن له دغه هېواد څخه د هغو افغان پناغوښتونکو د لېږد لړۍ پيلوي چې وار د مخه یې برېتانیا ته د لېږد چارې بشپړې شوې دي.

د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، دا پریکړه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستو له فشارونو سره هم مهاله شوې او نن پنجشنبه به له اسلام اباد څخه دوه سوه افغان پنا غوښتونکي بریتانې ته ولېږدول شي.

په ځینو راپورونو کې د دغو کسانو شمېر تر درې نیم زرو تنو ښودل شوی.

ځینې راپورونه بیا څرګندوي چې برېتانیا د راتلونکي دسمبر میاشتې تر پایه د شاوخوا دوه زرو افغان پنا غوښتونکو د لېږد پلان لري.

دا پنا غوښتونکي به ټول په چارتر الوتکو کې ولېږدول شي.

پر برېتانیا پرله پسې نیوکې شوي چې ورسره د همکارو افغانانو په خوندیتوب کې یې ناغېړي کړې او ان هغوی چې یې پاکستان ته له نږدې دوو کلونو راهیسې ور غوښتي، تر اوسه یې د لېږد کارونه نه دي بشپړ کړي.

رسمي سرچینو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو پاکستان مېشتو افغان پنا غوښتونکوله نورو کډوال منونکو هېوادونو هم غوښتي چې د دوی د کډوالۍ قضیې زر مخته یوسي او له پاکستان څخه یې د وتو زمینه برابره کړي.

پاکستان نږدې ۱،۷ میلیونه افغان کډوال ناقانونه ګڼلي او په زر ویستلو یې ټینګار کړی.

له دې سره، د دغه هېواد حکومت له افغان کډوالو سره توند چلند ته مخه کړې او زرګونه تنه یې له خپل قلمرو څخه شړلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب