سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد کورونا د درېیمې څپې په اړه د عامې روغتیا د وزارت...

د کورونا د درېیمې څپې په اړه د عامې روغتیا د وزارت اندېښنې

تاند (شنبه، د حمل ن۱۴) د عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي هېواد د کورونا د درېیمې څپې له ګواښ سره مخ دی.

د یاد وزارت ویاند وایي، دوی د کورونا له تېرو څپو مهمې تجربې ترلاسه کړې او دا چې په ټوله نړۍ کې د دې وبا درېیمه څپه هم پیل شوې ده نو افغانستان هم له دې خطر سره مخ کېدلی شي.

د سرچینې په خبره همدا اوس د کورونا ویروس د نوې بڼې اووه مثبتې پېښې په جلال اباد ښار کې ثبت شوې نو ځکه دوی د هغو کسانو واکسین پيل کړی، چې له ایران او پاکستان افغانستان ته را اوړي.

عامې روغتیا وزارت د کورونا په تړاو د احتیاطي تدابیرو نه عملي کول هم د اندېښنې وړ مسئله بولي.

د یاد وزارت مسوولان زیاتوي که عام ولس احتیاطي تدابیرو ته پام ونه کړي ښایي مثبتې پېښې ډېرې شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ هم د عامې روغتیا وزارت ویلي وو، چې په هېواد کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

سرچینې زیاته کړې وه چې یواځې د کورونا د نوي ډول ۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

بل لورته تېره ورځ د افغان – جاپان روغتون چارواکو په دغه روغتون کې د ناروغانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی وو او زیاته کړې وه چې د ورځې ۴۰ تر ۵۰ تنه د کورونا وبا د تشخیص لپاره دغه روغتون ته ورځي.

ډاکټرانو ویلي وو، له یوې اوونۍ راهیسې په دې روغتون کې د ناروغانو شمېر یو ځل بیا ډېر شوی او لا هم ۶۳ کسان په دې روغتون کې بستر دي.

د دغه روغتون د مسوولانو په وینا، ډېری ناروغان د ختیځو ولایتونو چې له پاکستان سره راشه درشه لري، اوسېدونکي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب