Homeخبرونهامریکا؛ یو بریدګر پر پولیسو موټر خېژولی

امریکا؛ یو بریدګر پر پولیسو موټر خېژولی

تاند(شنبه، د حمل ۱۴) د امریکا پلازمېنه واشنګټن کې د کانګریس ودانۍ ته نږدې یوه بریدګر خپل موټر پر امنیتي کسانو ورخېژولی چې یو پولیس یې وژلی دی.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، تېره ورځ یوه بریدګر د کانګریس ودانۍ مخې ته پر پولیسو موټر ور وخېژاوه چې په پایله کې یې یو پولیس ووژل شو.

وروسته بریدګر له موټره ښکته شو او چاړه په لاس یې پر نورو پولیسو ور منډه کړه چې هغوی پرې ډزې وکړې، د پولیسو په خبره، دغه بریدګر په روغتون کې ساه ورکړه.

د کانګریس ودانۍ ساتونکو پولیسو وروسته وویل چې وژل شوی پولیس افسر ویلیم ‘بیلې ‘ نومېږي چې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې یې د کانګریس ساتونکو پولیسو افسر په توګه دنده درلوده.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم پر ګانکریس برید شوی و خو ډله‌ییز وو او ګڼو کسانو ته په کې مرګ‌ ژوبله اوښتې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...